(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله د هر چا غوښتنه

محمد نعيم كاكړ  

سوله او جوړجاړى د ټول بشر اړتيا او غوښته ده چيري چي سوله او كرارى نه وي هغه سيمه او د سيمى ولس د بى شميره ناخوالو او خواريو سره مخامخ وي نه يواځي دا چي د خلګو سرونه خوندي نه وي بلكې د دوي اقتصاد هم دومره ولويږي چي خلګه د بې روزګاري او ګراني تر بار لاندي شې آن دا چي زياتره خلګه و فقر كولو ته اړشې ځكه خواري او مسكينې ډيره لويه بلاده پخپله ځموږ ګران پيغمبر محمد(ص) حديث دي چي مسكينى او غريبي سړى وكفر ته اړوي نو ددي څخه موږ اټكل كولي شو د بده مرغه د تېرو پنځه ديش كلو څخه افغانستان او ولس يې په جګړو كښې راښكيل شوي دي چي په دهغه ولس څومره خواري تيري شوي په دي ټوله نړۍ خبر ده او په دي باندي كتابونه ليكل كيدلي شې سهار مهال چي زه د كور څخه و بازار ته روان شم نو په لاري هغه ماشومان هره ورځ وينم چي دوي د خلګو و كورو ته ولاړوي او د خلګو د كورو څخه كچري راباسي او په خپله ريړهي كښې اچوي او تر خپله ځائى د پيسو په خاطر رسوي چي و دهغه كار ته په ښه نظر نه كتل كيږي يا بيا هغه ماشومان او لويان تر وخته په دهغه ځايو كښې ګرځي چي څه د كار شې و موندي يا كاغذونه ټول كړي او بيا يې د خپلې ګوځاري دپاره وپلوري او هغه معذوره شوي بې شمير خلګه هم څوك نه شې ايرولي چي دوي په ګډو پيښو د څړك په غاړه ناست وي او خپله دليسي پښه يا پيښې يې ويوه خواته ايښي وي او لاس و بل ته غزوي او ددي د څنګه د هغه معذورانو ږغونه هم هر وخت اوريدل كيږي چي د كابل يا نورو ښارو كښې لاريونونه راباسي او د دولت څخه غوښتني كوي او دهغه داسې نور ډير هم شته چي دوي د ډول ډول خواريو سره مخامخ دي چي په هغه كښې يتيم ماشومان كونډي او نور دا ټول زياتره افغانان دي او دهغه دهغه جنګ پايلي دي چي په افغانستان كښې شوي يا كيږي نوري څومره مالي زيانونه دهغه جګړي ورسول د هغه ژوندي بيلګه د كابل د ښآر كنډوالي چي اوس به هم عكسونه د نړۍ والو سره خوندى وى.

     د بده مرغه دهغه جنګ او جګړه په افغانستان كښې د ۳۵ كلو څخه روانه وه چي اوس د پاكستان و ځينو سيمو او قبائيلي سيمو ته وغريده چي د ځان سري ډيري شخړي خپلې كړي د قبائيلو په سلاو مشران او په زراو وګړي ووژل شول د جنازي جمات جنازه مركه او نور وياړونه يې د خاورو سره خاوري كړو او د دوي دودي او كلاوري وياړونه يې د منځ څخه يووړل او په لكاو د عزت خاوندانبې ننګه شول او كډو ته يې اړكړل او دوي نن د نورو مرستو ته لاس نيولي وي او دانه دا څرګنده چي دوي به تر كله د دهغه ناخوالو سره مخامخ وي او د خپلو كورو څخه ليري په پنډغالو او كيمپو كښې به ژوند كوي د سوات او ملاكنډ ناخوالي اوس هم د خلګو په دفاع كښې دي پيښور او نور ښارونه خو وژن ځائى (قتل ګاه) جوړ شوي دي په اونې كښې ځان وژونكي بريدونه چاودني په دولتي او د خلګو په ځايونو په ډله ايزه يرغلونه اوس يوه عام خبره ده دا ډول د كوټى په ښار او د بلوچستان په نورو سيمو كښې روان ناورين او په يوه ځائى د لسګونو وګړو وژنه ځان وژونكي بريدونه چاودني د خلګو تښتول وژل شوو وګړو مړي غورځول او داسې نوري ناخوالي چي په ليكولو سړى شرميږي هم دا ډول ناورين د كراچۍ په ښار كښې د تېرو څو كلو څخه روان دي او داسې ورځ نه تيريږي چي د لس څخه تر شلو پوري وګړي نه وژل كيږي چي كله كله دهغه وژني پنځوس شپته ته هم ورسيږي لنډه دا چي د پاكستان ځينى سيمى هم اوس د جګړي په حالت كښې دى.

      په دهغه اوږدي جګړي كښې څومره ځوانان مخور سپين ږيري پوهان رڼ انده دينې علماء او په بيلو بيلو چارو كښې نوم لرونكي د ژوند څخه بې برخى شول او ددي لاړ ډير اوږ ددي چې را ټولول يې تراوسه نه دي شوي او دا ګمان هم نه كيږي چي څوك به داسې خواري وكاږي او نړۍ والو ته به داورڅرګنده كړي چي جګړه څنګه ولسونه وطنونه او د دوي هر څه ور ورانوي او كورونه كلى او ښارونه كنډوالي كوي چي د څو كلو څخه يې موږ ټول وينو خو دومره وس او توان د ولسونه نه لري چي د دهغه ناورين مخ نوي وكړي ددي سره سره چي د هغه جګړه د خپلوانو تر منځ ده او يووروربل ورور وژني او دومره سوچ نه كوي چي دا څه كوى..؟ ځكه چي د هغه جګړه ډېره سپيچلي ده چي كمپوئټري جګړه ورته ويلي شو خو كمپوئټر د چا په واك كښې دى..؟ خو كله دا فكر موږ كړي دي چي دا ناوړه او بې دركه او بې خو خونده جګړه ځموږ ودي خاوري ته چا راوړه...؟ دا هم يو اوږ بحث دى.

     موږ دهغه اوږدي جګړي ځپلې يو او داوسه د دهغه ناورين څخه دولت په چل نه يو پوه چي پاكستان او افغانستان يو بل ته ښكر سره نيولي دي او يو بل ته ترخى خبرى كوي او ورځ تر بله يې خبري سره توديږي ددي سره سره چي دواړه په دي پوه دي چي روانه جګړه نه يواځي د دوي په ګټه نه ده بلكې د دا ټولي سيمى دپاره يو بل ناورين رامخ ته كوي شې موږ نه شو اټكل كولي چي دهغه دواړه دولتونه دومره ناپوه دي چي دوي يو په بل سره راوغورځي او څه چي پاته دي هغه هم پوه فنا كړي وخت خو ددي دي چي دوي په ګډه هغه اورو وژني چي په دهغه ټوله خوا كښې لګيدلي دي په زياته بيا پښتنو افغانانو ته په كاردي چي دوي داور د وژلو دپاره د ټولو څخه زياته هلې ځلې وكړي، ځكه چي دوي په دهغه اور كښې تر ټولو زيات كباب شوي دي يا خو به يو بل چل روان وي چي په دوړو او باران كښې داسې تاريخى پريكړى دپردي وشاته وشې چي تراوسه يوه  حكمرانان دا توان نه دي لرلي چي دوي داسې پريكړي وكړي دا ځكه چي داسې پريكړي ولسونه كوي حكمرانان يې نه شې كولي پخوا هم دهغه ډول پريكړه يوه حكمران كړي وه چي غميزه يې تراوسه نه د منځ څخه تللې نو ځكه چې سترګوروته په كار دي چي سترګي خلاصي وساتي.

     پاكستان او افغانستان يو د بل ګاونډيان دي او يو ګاونډي نه شې كولي چي ګاونډ بدل كړي خوښه خبره داوي چي يوګاونډي بل ګاونډي وځضمى او داهڅه وكړي چي يو بل ته ګټه سره ورسوي دا وخت چي په افغانستان او پاكستان كښې د تهره ګري په نامه جګړه روانه ده كه دواړو حكومتو په ګډه د دهغه جګړي مخ نوي ونه كړي لكه وړاندي چي وويل شول نه يواځي به دوي دواړه بلكې ټوله سيمه به د داسې ناورين سره مخامخ شې چي د پنځه ديش كلو څخه روان ناورين به د هر چا اير شې ټولي نړۍ ته دا څرګنده ده چي و افغانستان ته چي امريكا او دهغه د نزدې ملګرو كوم پوځي ځواكونه د يو ولس كاله څخه راغلې او دلته ناست دي او خپل ځوانان دلاسه وركوي دا هر څه د افغانانو سره د مينې په خاطر نه كوي يا يې ۶۵ كاله د پاكستان سره مرستي كولي دوي د پاكستان په غم كښې وو بلكې د دوي ګټي د پاكستان او افغانستان سره تړلي دي او دوي د هرى لاري دا ګټي ترلاسه كول غواړي د دوي دا پلان د څو كلو څخه نه دي بلكې دوى د هغه پلان پيړي يو نيمه د مخه تر اشلي او سنجولي وو او په دي عمل كاوي او د دوي د هغه پلان اوس وروستي پړاو ته رسيدلي دي ځكه چي زياتره د رسنې ودي ته د لوبى پائي (END GAME) ورته وائي او دا وروستي پړاو هم دومره آسانه نه دي خو بيرته هم پاكستان او افغانستان لاس سره وركړي او د يوه موخه ولري چي د واړه به د دهغه رواني جګړي مخ نوي كوي چي نه يواځي خپل ولسونه د دهغه ناورين څخه راوباسي بلكې ټوله سيمه د را روان ناورين څخه وځغوري ولي چي دا جګړه د افغانستان او پاكستان جګړه نه ده بلكې د ټولي سيمي ده بلكې كيدي شې چې د جګړه نړۍ واله بڼه خپله كړي كله چي شوروي اتحاد په خپل وخت داوسنجوله كه چيري دوي و خپل دريځ يا سوشلزم و مخ ته وړي نو دا ويره ده چي دريم نړۍ واله جګړه ونښلې چي ددي جګړي څخه به ځموږ دهغه ښكلې نړۍ به پوه فناشې چي نړۍ ورانه شوه نو به دوي سوشلزم په چالاګو كوو نو ځكه چي د وخت شوروي اتحاد خپل دريځ نرم كړي چي دا په بشر باندي د دوي لوئي احسان دي خو د بده مرغه ځموږ دهغه سيمه اوس د داسې پيښې سره مخامخ كيدي شې دا مسئوليت د پاكستان او پاكستان په حكمرانانو راځي چي دوي په ګډه داسې لاره وسنجوي چي سوله او جوړجاړي راشې او حالات داسې ورته جوړشې چي دهغه باندنې ځواكونه د افغانستان څخه ستانه شې لكه دوى چې ژمنه كړى ده

- بېرته شاته