(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فضل قادر انډيوال وسله والو غلو ولوټلو .

[14.Feb.2009 - 14:56] شنبه (خالي) ١٤/ ٢/٢ ٩ پېښور: په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پښتنو نوښتگر ليکوال او خبريال ښاغلي فضل قادر انډيوال تېره شپه يولس بجې، چې له خپل کار ځاى څخه کور ته نژدې وسلوالو غلو ولوټلو . د يادونې وړ ده، چې وسله والو غلو له نوموړي د جب موبايل او څه ناڅه دوه زره کلدارې ولوټلې . فضل قادر انډيوال ((د ساپي مرکز)) خبري ځانگې (SCPRD.COM /NEWS) ته زياته کړې، چې د خپل کور په دېرش مترۍ کې لوټل شوى يم، خو د غلو مخونه پټ ول ومې نه پېژندل . انډيوال له سهار څخه تر مازيگره په ايس سي پي آر ډي کې د خبرونو د جوړونې دنده په غاړه لري او له مازيگر څخه وروسته د ماسختن تر يوولسو پورې د پښتو د نوې ورځپاڼې (پښتون پوسټ) په اداره کې د خبرونو د څانگې مشري تر سره کوي .- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته