(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان په نامۀ د سولې نړيواله جايزه

[27.Jan.2008 - 20:51] افغان ولسمشرحامد کرزى دتیر ۲۰۰۷ ع کال داپریل د میاشتی په ۱۴ نیټه د شنبې په ورځ ( د وري ٢٥) د کابينې له يو شمير غړو او نورو چارواکو په ملتيا ننګرهار ته راغلى ؤ، لومړى يې د پښتنو د ملي مشر خان عبدالغفارخان د قبر او مزار د جوړېدو او د پاچا خان په نوم د خير ښيګيڼې د مرکز په پرانسته کې برخه واخيسته . وروسته ولسمشرحامد کرزي په هغه غونډه کې هم ګډون وکړ چې د عبدالغفار خان د مزار د نوي جوړيدو په اړه جوړه شوې وه حامد کرزي د پښتنو د دغه ملي مشر په نوم د سولې د جايزې اعلان هم وکړچې هر کال به دغه جايزه هغه چاته ورکول کېږي چې دسولې او امنيت په ټينګښت اود عدم تشدد په لاره کې هڅې کوي . افغان ولسمشرحامد کرزي پاچاخان د پښتنو ستر ملي مبارز وباله چې د پښتون قوم لپاره يې نه ستړي کېدونکې مبارزه کړې ده . د ښاغلي حامد کرزي خبرې که زياتره د عبدالغفار خان پر ژوند او مبارزه څرخيدې خو تر څنګ يې د ډيورند دواړو لوريو ته د پرتو سيمو ستونزوته هم اشاره لرله . ولسمشرد خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل چې پخوا داسې يوه طرحه موجوده وه چې د ډيورند دواړولوريوته بايد خلک ووژل شي ،ښوونځي وسوځول شي داطرحه اوس ناکامه شوې ده . د پاچاخان لمسي او د پښتونخوا د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان چې په همدې موخه جلال اباد ته راغلى و غونډې ته په خبرو کې د پاچاخان په نوم د يوې ليسې دجوړېدو اعلان وکړ چې زدکوونکي به پکې په وړيا توګه زده کړې کوي . اسفنديار ولي د پاکستان سياست د پښتنو پر وړاندې ناسم وباله چې لر او بر ته د ښواړيکو ټينګولو موقع نه ورکول کېږي . پاچاخان د پښتنو ملي مشر او مبارزګڼل کېږي چې تر نيمې پيړۍ زيات وخت يې د پښتنو د حقونو د تر لاسه کولو په موخه مبارزه کرې ده . د ډېرو له انده دعدم تشدد دلارې ددې پلوي مبازر ازادي دټوپک له لارې نه بلکې دژوند ټولې اسانتياوې يې له زور زياتي پرته غوښتې خان عبدالغفار خان په ١٩٢ کال کې دخدايي خدمتګار په نوم تحريک پېل کړ چې دخپلې اوږدې مبارزې په ترڅ کې يې نژدې ٤ کاله زندانونه هم وګالل . پاچا خان دهغه له وصيت سره سم په جلال اباد کې خاوروته سپارل شوى - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته