(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کشر خلیل

[28.May.2023 - 16:36]

 

كشر خليل  / خاکه 

لیک: پروفیسر اسيرمنګل

 

چې كله دخليلو دكورنۍ ديونابغه روزګار شخصيت   خبره   كيږي ايا هغه مشرخليل وي او كه كشر خليل،پكار ده  چې شورودخليل نامې نه وشي، دې زمكې د سياست او د نوكرشاهۍ نه علاوه د علم او ادب په دنيا كښې هم ډېرې درنې سټې زيږولي دي  ـ په ادبي دنيا  كښې دوه خليلان نن سبا ډېر زيات دذكر وړ دي  يو ګران هميش خليل صيب   اودويم ډاكټر حنيف خليل  صيب، تحقيق، تنقيد اوپه ترتيب تدوين  كښې ددواړو ډېر زيات كاراوزيار دے  چې په  ادبي اوعلمي حلقو كښې ورته ډېر په درنه سترګه كتلے شي دعمر په لحاظ  يومشر دے اوبل كشر دے  زه دلته د خپل كشر خليل خبره كوم چې زه يې په اصلي معنو كښې د ستر مشر همېش خليل يو زبردست نعم البدل ګڼم ـ مور پلار ورباندې دحنيف نامه كيښوه  ولې په خپل ذهنيت اوقابليت يې  په علمي اوادبي دنيا كښې ځان دډاكټر حنيف خليل  په نامه په خلقو وپيژندلو  زهٴ  تاسو ته دغه دوركوټي وجود څښتن خليل يادوم چې په قد مندرے دے  په معنا  لوړ دے  په سركه په پوره توګه  ګجے نه دے ولې  چې دا درنه درنه كتابونه لولي او ليكي  نوډېر زر به دخپلو ښايسته  ويښتو نه خلاص شي  ځكه  چې دډېرې مطالعې له كبله يې ويښته په لويدو دي  چې لامل يې په دې كم عمر كښې د شَكر بيماري هم كيدے شي  په ذهن ښه تېز ګړندے دے، چې يوكار ته ځير شي تر هغې يې نه پرې ږدي چې تر څو يې يوه نتيجه ترې نه وي راويستي، په اسلام ښه كلک مئين دے ولې  دمليانو ډېره پروا نه كوي  ځكه خو يې  ږيره په موټي كښې نه راځي  لكه زمايې بونډۍ ساتلې ده د روژې مباركې مياشتې سخته پابندي كوي هر كال پوره روژې نيسي  مونځ  هم  ښه برابر كوي خو كه رښتيا مې غږوې نوډېره  مزه يې نه وي په سترګو يې  هر وخت د نظر چشمې  لګيدلې وي دا ئې ظاهري كړهٴ وړهٴ دي ـ باطن يې لكه د درياب د ملغلرو نه ډک دے  هر كال د كتابونو په شكل كښې يوه يوه قيمتي ملغلره په مونږ پيرزو كوي كله كله دغه شمار زياتيدے هم شي حقيقت كښې دا كشر خليل نه دے دا خو زه ورته هسې د ډېرې مينې نه وايم ګني دا شخصيت  اوس زمونږ د ټولو مشر ګرځيدلےدے  زمونږ نه زيات ورباندې  هميش خليل مئين دے په كاميابۍ يې وياړي او د خپل تنقيدي او تحقيقي  كار اوزيار وارث يې ګڼي ـ

مشر هميش خليل دے او كه كشر حنيف خليل دے دواړه نه يواځې د قدر وړ شخصيتونه دي بلكې د پښتو ژبې اود ادب جګې شملې  دي نن كشرخليل لكه د خپل مشر  خليل د ادبي دنيا يوه نه ستړې كيدونكي نامه ده ـ زه چې كله ددهٴ متعلق سوچ كوم نو حيران شمه چې دا سړے خو هم عجيبه سړے دے ما نه كشر هم دے او مشر هم،تاسو به حيران وئ چې دا څنګه خبره ده چې كشر هم دے او مشر هم خوا دا د حيرانۍ خبره نه ده يو حقيقت دے چې زه ئې اعتراف كوم كشر په دې معنا چې مانه په عمر كښې شپاړس اولس كاله كم دے او مشر په دې خبره چې زما تروسه پورې دوه ويشت د پښتو او اردو كتابونه چاپ دي ـ او ددهٴ د پښتو اردو او انګريزۍ بې شماره كتابونه د چاپ پړاونونه تېر دي ـ زهٴ يې كه درته شمارم نو شمارلے يې نه شم رښتيا خبره دا ده چې دا كتابونه او ليكونه دومره ډېر دي چې په خپله يې كشر  خليل هم په شمار كښې تيروځي ـ

دپښتو ادب دې سترګه ور سړي سره زما  ليده كاته د مركې په يوه  تنقيدي غونډه كښې هغه وخت شوي وو چې دے لا كچه خوله هلک و، ايله يې  شونډه شنه شوې وه د مركې غونډو ته  به اكثر د اسلاميه كالج په جامو كښې راتلو ماته دهغه وخت سهي كال يادنه دے خو دومره راته ياددي چې ډاكټر اباسين يوسفزے نوے نوے داسلاميه كالج پښتوڅانګه كښې استاذ ټاكلے شوے ؤ او كشر خليل ته  يې داستاذۍ درنوے تر لاسه ؤ دمركې په تنقيدي غونډو كښې مونږ ټول د قلندرمومند چڼي وو هغه وخت ډاكټر اسرار،محمد اصف صميم، سيد محمود ظفر،مشتاق مجروح يوسفزے،مصطفى سالک، روښان يوسفزے،زبير حسرت، ګل محمد بيتاب،اظهارالله اظهار، ايازغزل، مير زمان مومند، جمشيد مومند، تاج الدين تاجور ،ميافاروق فراق، او،اقبال مومند دمركې باقاعده ملګري وو كله كله به  يارمحمد مغموم ،راج ولي شا،بازمحمد عابد،اونورالحبيب نثار هم ګډون كولو ځلان مومند هغه وخت ماشوم ؤ  خو  په تنقيدي غونډو كښې  يې برخه اخسته ـ

 زما څه عجيبه طبعيت ؤ كله كله خو به زهٴ ډېر په باقاعدګۍ دمركې  غونډو له تلم او كله به داسې  غيب شوم  چې ملګرو به هم زما غير حاضري محسوسه كړه  او چې كله به ډېره موده پس راغلم نو ما به د تنقيد نه پس په غير طرحي مشاعره كښې خامخا خپل يو نوے غزل اورولو يوه ورځ قلندر صيب په خپل روايتي انداز كښې  زهٴ مخاطب كړم اووئ وئيل ٫٫ماته ستا د غېر حاضرۍ وجه معلومه ده چې ته كله نوے غزل وليكے نو د مركې غونډې له راځې ګني نو هسې نه راځې ،

   كشر خليل  به فرض مونځ قضا كولو ولې دمركې اجلاس  پاتې كيدل  يې په كتاب كښې نه وو هره اونۍ  به په باقاعدګۍ دې غونډو له راتلو په غير طرحي مشاعرو كښې به يې دومره خاص برخه نه اخسته ـ ولې د تنقيد برخه  كښې به يې  خامخا حصه اخسته اوښې زبردستې نيوكې به يې كولې خوددې دامطلب كله هم نه دے چې ګني دے شاعر نه دے اويا دهٴ شاعري نه كوله   شاعري يې ښه دزړهٴ داخلاصه كوله  او مونږ سره يې په ادبي دنيا كښې  وړومبے پيژندګلو د يوشاعر په حيث شوې وه وروستو يې يوه ښكلې شعري ټولګه٫٫پرخه په پرښه،،يې  هم دچاپ په كالو ښايسته كړه ـ مونږ به د قلندر مومند او دډاكټر اسرار په مخكښې ډېرې خبرې  نه كولې بلكې دهغوي دكره كتنې انداز ته به مو غوږونه تكي كړي وو خو دهٴ  به هغه ظالم تنقيد كولو چې يو مشر يې هم نه بخښلو يوه ورځ  په خپله قلندر مومند يوه مقاله تنقيد ته وړاندې كړه چې په كښې يې  دخوشال بابا داشعر

مستجاب مومند كه چرګه دمغل ده 

زهٴ خوشال خټک خو باز يم ځائے مې غر

 روايتي مفهوم سره اتفاق نه ؤ كړے  او په خپلو درنو دليلونو يې مونږ ټول قائل كړي وو، نوے مفهوم يې دا راويستے وه چې دې نه دمستجاب مومند دتضحيک څه خبره نه راوځي ددې شعر اصل مفهوم يې دا ښودلے ؤ خوشال  بابا وايي چې زهٴ لكه دباز دتېرا په غرونو كښې ازاد ګرځم مغل زما هيڅ نه شي كولے ولې مستجاب مومند په پيښور كښې دمغلو په قبضه كښې لكه دچرګې قيد دے هر وخت چې هغوي وغواړي  هغه نيولے اوحلاولے شي اوبيا هم دغسې وشول چې مستجاب مومند مغلو ګېر كړو او ويې وژلو  چې كله دا مقاله قلندر صيب واوروله، دكره كتنې دور شورو شو نودټولو نه زيات جارحانه انداز كشر حنيف خليل ؤمونږ ټول ددې هلک دې زړورتابه   ډېر زيات حيران كړي وو دقلندر مومند غوندې ستر شاعر اوبې باكه نقاد په سترګو كښې سترګې اچول دهر چادوس كار نه ؤـ  كله كله به دې غونډو ته ډاكټر اباسين يوسفزي هم  پېښه كوله يوه ورځ ما ور ته ووې 

هلكه ستا دا شاګرد  ډېر وران شوے نه دے؟

 هغه په روايتي انداز وخندل او ويې فرمائيل دا اوس زمونږد شاګردۍ  نه وتے زمونږ پلار دے،، دا هم د هغه وخت خبره ده چې  كشرخليل  به  مشرانو ليكوالانو سره مركې كولې چې وروستو په كال ١٩٩٩ء كښې  هغه مركې ''مخ په مخ'' نومې كتاب كښې چاپ هم شوې ،دكشر خليل يوبنيادي صفت دادے چې دهٴ چرته دپښتو ژبې معتبرليكونكے سهي كړے دے  نودهغه نه يې خامخا څه نه څه ګټه پورته كړې ده كه هغه سترانقلابي شاعر اجمل خټک ؤ اوكه سيف رحمان سليم ؤ ،  دے يوداسې جوهري  دےچې څوک يې په ارام پريښے نه دے  دهر چا نه يې څه نه څه ملغلرې راويستي دي  دغزل بادشا حمزه بابا نه خو يې سمه  لاس نېوه كړې وه وخت په وخت به دهغه  محفلونو ته  تلو  اودومره څه يې ترې زده كړل   چې دستر غزلګو شاعر په فن اوشخصيت يې پوره كتاب  وليكلو 

ګران كشر خليل چې كله په پښتو كښې شپاړسم جمات پاس كړو،نو په دې بې روزګاره وخت كښې يې ډېره بې روزګاري  ونه ليده بخت يې زورور ؤ په خپله علاقه كښې يې دپي ټي سي استاذي  بيامونده ولې دسكول ډيوټۍ نه پس به يې په مختلفو ورځپاڼو كښې كار هم كولو هغه وخت يوه ورځپاڼه ٫٫كسوټي انټر نشنل،، دپيښور نه وته  چې په كښې دپښتو ژبې برخه هم وه دهٴ په دې اخبار كښې دنوروملګرو ګل محمد بيتاب او ميا فاروق فراق سره يوځائے كار كولو خو سړے په قلار نه كښيناستو د٫٫خوب نه خوب تر ،، په لټون كښې ؤ اخر خدائے پاک  ورباندې مهربان شود خپلو خداد صلاحيتونو له كبله د خيبرپښتونخوا په سركاري كالجونو كښې د پښتو ادبياتو استاد وټاكلے شو ، وړومبے تعيناتي ئې ګورنمنټ ډګري كالج ډي اۤئي خان كښې اوشوه او دے هلته په ښه خوشالۍ لاړو خپله ډيوټي يې ښه په شوق  شوروكړه ـ دا هم ددهٴ يو ځانګړے صفت ؤ چې د خپلې علاقې نه ډېر لرې كالج كښې يې خپله نوكري  شوروكړه او چاته يې هم دسوال ځولۍ ونه غوړوله چې زه د پېښور سړے يم ما  ته  چرته نزدې  په خپله علاقه كښې ځائےراكړئ چې خپل كور سره نزدې اسانۍ سره كوم سركاري كالج كښې خپلې ذمه وارۍ سرته رسوم ـ لكه څنګه زمونږ دسركاري نوكرانو يوروايت  دے چې لرې پرتو سيمو ته په اله اسانه نه ځي خودے يو داسې دكارسړے دے  چې دخپلې ژبې سره په خپلې خاورې اوكلتور هم بې كچه مئين دے لرې نزدې ځائے ددهٴ په لاره كښې خنډ كيدے نه شي  چې كله ډي ائي خان ته لاړو دكالج پرنسپل يې دكاركردګۍ نه دومره متاثره شو چې د مخے سره يې د هاسټل وارډن جوړ كړو په ډي اۤئي خان كښې ئې ډېر ښكلے وخت تېر كړو دارواښادپروفيسر رحمت الله درد اودډاكټر سيد چراغ حسين شا غوندې ادبي اوعلمي شحصيتونو محفلونه ورته نصيب شو اودهغوي  نه يې پوره پوره ګټه پورته كره د پېنډې نه  خويې خبر نه يم چې د سويلي سيمې دا مشهور خوراک د پخولو چل يې زده كړے دے او كه نه،البته په محفلونو كښې ددې ډش نه يې  ښه خوند اخستے دے   او يوه بله ګټه يې داكړې ده چې دپښتنو ملي اتڼ يې ډېر ښه زده كړے دے  داسې زبردست اتڼ اچوي چې مسيد،وزير هم ورته حيرانيږي  او ددې يوه ننداره ما په كوټه كښې هغه وخت  ليدلې وه چې كله ديوادبي غونډې نه پس ځوانانو د ملي اتڼ  مظاهره كوله ،ارواښاد ډاكټر سهيل انشا به  يې داتڼ ډېر تعريف كولو اووئيل به يې  ډاكټر حنيف خليل ډېر د كار سړے دے چې چرته لاړ شي هلته دومره ملګري پيدا كړي  چې بيا  ترې نه ددهٴ زړهٴ نه  كيږي  او نه يې ياران  دځانه جدا كوي  اودادومره وزني خبره ده  چې  په دې كښې دويمه خبره نه شي كيدے

د كشر خليل په حقله  په ادبي محفلونو كښې اكثر داسې وئيلے  شي چې دے ډېر زيات بيسار نويس دے سطحي ليكل كوي  ـ ليكل خو يې بلها ډېر اوكړل او  لا كوي لګيا دے ـ د داسې ليكوال  دپاره ګرانه شي چې په خپلو ليكونو كښې اعتدال راولي او يو معيار يې وټاكي ـ خو تر كومې پورې دسطحي ليكلو خبره ده ابتدايي ليكونونه يې څه  نه شم وئيلے ولې نن سبا يې ليكل ډېر پاخه اوبشپړ دي چې اعتراف يې مخالفين هم په يوه خوله كوي، دے  چې   په كوم عنوان ليكل كوي ـ هغه  ډېر په سوچ  په فكر كوي او د مقدار سره سره د خپل معيار خيال هم ساتي ـ الله تعاليٰ ورته ډېر تيز ذهن وركړے دے ـ او په ځائے يې استعمال كښې راولي يوڅو كالونه وړاندې مونږ دواړه دپښتواكيډيمۍ كوټې  يونړيوال ادبي غونډې ته تلي ووپه كانفرنس كښې يوه مذاكره هم د پروګرام برخه وه  په دې مذاكره كښې دپښتوژبې نه علاوه دبلوچۍ ژبې ليكوالانو هم  شتون لرلو  نظامت  نامتو ليكوال رازق فهيم  كولو داردو ښكلې شاعره ارټسټه  اغلې تمثيل حفظه او نامتو ليكوال زرين انځور هم ددې مذاكرې ګډون وال وو خبرې اترې په اردو كښې كيدې په علمي اوادبي بحث كښې چې كشر خليل  څنګه په پښتو ادبياتو رڼا واچوله  اودخپلې ژبې اوادب يې چې څنګه وكالت اوكړو  هغه ډېر زيات دستائينې وړ ؤ  چې اوريدونكي  يې  نن هم دتاثر نه وتے نه شي 

دكوټې په ادبي محفلونو كښې دكشر خليل  دميلمستيا په حقله يوه لطيفه ادبي ياران  ډېره كوي هغوي وايي  چي مونږ  كله پيښور ته لاړ شوو ډاكټر صيب ته ټيليفون اوكړو نوځواب يې دا وي  چې زهٴ داوخت په اسلام اباد كښې يم او چې مونږ ورپسې اسلام اباد ته ورشو اړيكه ورسره ټينګه كړو نووايي  زهٴ په پيښور كښې يم، ماچې كله په دې حقله ورنه تپوس اوكړو ٫٫ډاكټر صيب دازهٴ ستاسود ميلمستيا په لړ كښې  څه اورم ؟ نوماته  يې په خپله  مخصوصه خندا كښې ځواب راكړو ٫٫ مړه! ته خو ښه پوئے يې داد پروفيسر محمود اياز،فاروق سرور، عارف تبسم ،اودرازق فهيم غوندې  سازشيانو سازش دے خوزيات لاس په كښې دمحموداياز دے او بيا يې يوې زبردستې خندا سره ډېر بې تكلفه ووې ،يره! دامحمود اياز ډېروران پروفيسر  دے 

كشرخليل يوه ورځ مونږ سره د پښتو ادبي چمن ټل د سيوري لاندې د خدائے بخښلي محمد الدين مقيد د تلين يوه ادبي غونډې ته تلے ؤ په دې موقعه د چمن ملګرو د ارواښاد الياس ټلوال وړومبۍ شعري مجموعي ''څېرلے زړهٴ'' د مخكتنې تابيا كړې وه ـ ما ډاكټر صيب له كتاب وركړو او ورته مې ووې تاسو به هم يو څو خبرې اوكړئ چې كله دمخكتنې دستوره شورو شوه دهٴ  ته د څه وينا دپاره بلنه وركړې شوه نو دهٴ تقريبا په ګينټه دوه كښې كتاب لوستے ؤ او يو زبردست مضمون  يې ورباندې ليكلے ؤ اوريدونكيو نه يې دلۍ دلۍ داد ترلاسه كړو چې په  دومره  لنډ تنګ وخت  كښې په يوه شعري ټولګه دومره بشپړ تبصره نو دا د ډاكټر صيب يوه خپله ځانګړتيا ده چې تروسه پورې يې په ځائے ساتلې ده  چې په كومه موضوع ورته د وئيلو بلنه  وركړے شي ښه انصاف ورسره كوي ـ

د پښتنو دا نفسيات  دي چې ديو بل وجود نه شي برداشت كوے مطلب دا چې څوک په كومه خاوره ميشته  وي  دعوه ګير يې وي بل پښتون كه په كډه ورشي نو هسې ئې په نظر ښه نه راځي خو پېښور دپښتونخوا ډېر لوئے ښار دے دخلقو زړونه يې هم لوئے دي د ټولو پښتنو په شريكه ښار دے هر څوک ورسره ړنده مينه كوي چې ګواهي ئې زمونږ كلاسيک او جديد ادب دواړه كوي كه ستر خوشحال دا وايي ـ

چې په كښې خواږه ياران دي

پېښور تر هر ديار ښه

 

نو زلمي شاعر فضل سبحان عابد مشهوره سندره خو به تاسو ټولو اوريدلي وي ـ

خوپېښور خو پېښور دے كنه

ولې خليل قبيله د نورو پښتنو په نسبت د تعليم په كالو ښائسته يوه مهذبه قبيله ده چاته هم په كم كوز او يا په سپک نظر نه ګوري خو د خليلو په خاوره چې كومې سركاري كالونۍ جوړې دي او څوک پكښې  وسيږي نو هغوي ته هسې ځانونه خلليان ښكاري زمونږ يو پروفيسر ملګرے  كمال باباچې اوس د بخښنې دے الله دې جنت الفردوس نصيب كړې پېښور پوهنتون سره نزدې پروفيسر كالونۍ كښې وسيدو ډېر زيات دلچسپ سړے ؤ يوه ورځ ورته چا ور وډبولو چې بهر راووتو نو هغه كس ورنه  تپوس اوكړو 

 جي تهٴ خليل يې ؟  پروفيسرخوډېر دټوقې ټقالې مزاج لرلو والا سړے ؤ هغه ساعت يې  ځواب وركړو ٫٫ نهٴ جي ! زهٴ خللي يم ،،هغه كس  په يو دوه كښې حيران شو  اودخولې نه يې بې اختياره وختل 

لاحوله وله قوته خو بيا ډېر زر پروفيسر صيب  ورته وضاحت داسې اوكړو 

اشنا ګورې خفه نه شې دا د خليلو خاوره ده دلته خليل ډېر كم وسيږي او چې څوک په خټه خليل نه وي نو زه  هغه خللي ګڼم ،دا خبره مې  تاسوسره  په دې شريكه كړه چې زه هم نن سبا د تاتارې په خوا كښې د خليلو په خاوره ريګي ماډل ټاون كښې وسيږم خو شكر دے د كشر خليل زړهٴ ډېر لوئے دے ما خللي نه ګڼي او نه زه داسې محسوسوم 

 كله چې په  ادبي مباحثو  كښې كشر خليل يوه نامه پيدا كړه هر محفل كښې ددهٴ ذكر شورو شو نوځيني خلقو  په دهٴ ديومذهبي جماعت دجاسوسۍ شک پيدا شو  يوه ورځ ماته  ارواښاد سليم راز ووې 

يره! زما خو داشک پرې نه راځي خو ځيني ملګري په حنيف خليل د جماعتي شک كوي  ستا  څه خيال  دے ، ماځواب وركړو رازصيب! هر سورږيرے خو شاګل نه وي كنه  تهٴ يې جوړ دې بونډۍ ږيرې يرولے يې، دې خبرې سره راز صيب ډېر زيات وخندل  اووئې وې تاسو ياخودالنډې ږيرې اوږدې كړئ  اويا يې وخروئ  مونږ ولې يروئ،يو ځل كشر خليل اوزهٴ د ارواښاد سليم راز په مشرۍ كښې د كوټۍ په ادبي دوره تلي وو ـ خو دتلو نه مخكښې  مونږ دواړو  خپل دورن مشر راز صيب ته داسپينوے اوكړو  ـ

 راز صيب مونږ دواړه سركاري نوكران يوو محدودې چوټيانې لرو تاسو خو به هلته ايساريږئ نو مونږ به درنه د ادبي سيمنار ختميدو نه  پس واپس كيږو ـ چې تاسو خفه نه شئ

راز صيب  يوګرځيدونكے مينه ناک سړے ؤ چې چرته به لاړو نوخپل ملګري به يې خامخا ليدل مونږ سره يې دا خبره ومنله ،،،ټيک ده  تاسو بيا راځئ زه خو به د ټولې سوهيلې پښتونخوا دوره كوم  اوخپلو زړو ادبي او سياسي ملګرو سره به  ليده كاته كوم ـ 

مونږ چې كله هلته لاړو نو د محرم مياشت شورو وه د كوټې حالات ورځ په ورځ د نزاكت طرف ته روان وو  چې كله ادبي غونډه ختمه شوه نو مونږ دا خبره غوره وګڼله چې زر تر زره دعاشورې د ورځې نه مخكښې پېښور ته واپسي اوكړو مونږ چې كله د ارواښاد راز صيب كمرې ته ورغلو چې رخصت ترې واخلوـ دا وخت د هغه ډېره تيزه تبه وه  دهغه زړه نه ؤ چې مونږ ترې رخصت واخلو ولې يوخو زمونږ مجبوري وه اوبله  دمحرم  مياشت وه مونږ هغه ته ووې ـ راز صيب ستاسو طبيعت ناساز دے ته مونږ سره واپس لاړ شه خو هغه زمونږ دا خبره ونه منله وئې وئيل  زه بيابيا دلته نه شم راتلے اوس راغلے يم  چې ملګري ووينم...... مونږ كه نه  غوښتل هم، ولې دمجبورۍ نه  هلته نه  ر روان شو ـ په ټوله لار مو ارواښاد راز صيب يادولو   بيا بيا به مو په موبائيل د هغه د صحت تپوس  كولو مانه زيات كشر خليل ډېر زيات پريشان ؤ داددهٴ د خپلې ژبې او خپل ارواښاد مشر سره د مينې او د عقيدت يو ژوندے ثبوت ؤ ـ او دا مينه يې تاسو كتلے شئ چې د ارواښاد سليم راز په ژونداوفن يې يوښه درون كتاب  ليكلے دے

كشر خليل دكالج استاذۍ نه پس هم د٫٫خوب نه خوب تر،،لټون پرې نه ښو او په دې هڅه كښې  چې  كله د پي ايچ ډي  مقاله  يې وليكله اوډګري  يې ترلاسه كړه ـ نو په قائداعظم پوهنتون اسلام اۤباد كښې  ورته دپاک سټډيزنشنل انسټيټوټ د ډايريكټرۍ يوه غوره عهده په لاس ورغله  چې اوس هم دلته خپله ذمه واري سرته رسوي  په دې پوهنتون كښې ددهٴ صلاحيتونه نور هم مخې ته راغلل انګريزي او اردو يې د مخكښې نه  ډېره ښه وه ـ ولې دلته  يې ښه مهارت ترلاسه كړو چې صفت يې ماته  په يوه غونډه كښې  دافغانستان دلغمان صوبې پخواني ولي ښاغلي لطف الله مشعل هم كړے ؤ  او اوس د الله تعالي په فضل بلها شاګردان لري ـ  

خبره به رالنډه كړم دپيښور دخليل نامې ديوخوارمزدور په كور كښې  په كال نورلسو درې اويايم كښې  پيدا  كشر خليل چې دنيايې  په ډاكټر حنيف خليل پيژني اوس د مشرۍ په ګدۍ ناست دے او په موجوده وخت كښې دټولو پښتنو  يوه جګه شمله ده  زمونږ وياړ دے دپښتونخواادبي علمي اوكلتوري محفلونه ورباندې ښكلي دي شكر دے چې په سټه ښه تندرست  دے  نام خدا،ښه تكړه دے اوخدائے دې دنظره كوي نه،  ادبي اوعلمي خدمات يې جاري دي  اودغه  هلې زلې به يې دپښتوژبې اوادب 

په ګټه تماميږي

Kashar Kalil / Khaka

By: Prof. Aseer Mangal

17.05.2023

- پروفیسر اسیر منګل
بېرته شاته