(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زیدې عبدالرحمن

[10.May.2023 - 06:36]

یو تصویر .......یو تاثر/ تاسو د زیدې عبدالرحمان پېژنئ

لیک:همدرد یوسفزی 

د اختر دریمه شپه وه ،زه د خپل کلي لیلوڼۍ کښې د ملګري شاه نواز سره حجره کښې ناستؤم ،شاه نواز د خپل موبایل په سکرین یو تصویر زما مخې ته کړو ......

تصویر نه دے د تېرۍ صدۍ قېصه دہ ۔۔۔۔۔۔۔۔تصویر نهدے۔۔۔۔۔د سور فېرنګي نه راوخله تر تور فېرنګي. د ظلم جبر ...استعمار  تاریخدے ۔۔۔۔۔تصویر نه دے۔۔۔۔۔۔۔زمونږ د درې نسلونو د سیاسي مزاحمت ،مرام او  د ورکو منزلونو د ز‌‌‌‌‌‌اري چاودو مزلونو د درد او کرب درېدلې احساسدے۔۔۔۔۔۔۔۔۔دغه دوه مشران د خپلو نیکونو او پلرونو د سیاسي مبارزې یو نه ختمېدونکي تاریخي   تسلسل دی ...

دغه په ویل چېر کښې ناست چې مشر خواته نژدې کړۍ د عزیز خان کاکا لمسې عبدالرحمان دی ....

ھو   دا هغه عبدالرحمان دی چې د دوي ور نیکه ارسلا خان د 1852 نه واخله تر 1864پورې د مغلو او فېرنګي خلاف د صوابۍ د خاورې ساتنه په ننګ او غېرت کړې وه ....سور فېرنګۍ یې د جهانګیرۍ نه اخوا تمبولې وو 

هو دا هم د دغه پتمنو شمله ورو ،مېړنو نیکونو نر لمسې دی ...

د سور فېرنګي د استبداد په ضد چې کله په کال نولس سوه شل کښې خدایې خدمتګار تحریک پيل کېږي نو عزیز خان بابا هم د فخر افغان باچا خان سره اوږه په اوږه ودرېږي ....

جیلونه ټارچر سېلونه ظلم او جبر خلاف کلک لکه د غر ولاړ رښتونی خدایې خدمتګار  عزېز بابا په کال نولس سوه پنځه دېرشم کښې د قیوم خان خلاف الیکشن کوي ....

جزبې تاندې دي ....حوصلې لوړې دي ....د کفر فتوې تیار دي ....سرکاري مشنري په بل خوا ده خو د خدایې خدمتګار زور او شور دومره دی چې صوابۍ سره شي تکه سره او عزیز خان بابا په لوړه کچه دغه الیکشن اوګټي .......

د قام خدمت روان وي .... فکري خصمانه او روزنه کېږي ...هري پور ...‌‌‌‌‌‌ډېرو .... مچ نه نېولې د هندوستا ن ټول جیلونه ‌‌‌‌‌‌ډک شي ....

خو د ازادۍ چغه نه سړه شي نه مړه شي بلکې لا سره او غرغن‌‌‌‌‌‌ډه شي 

او لس کاله پس په نولس سوه شپږ څلوښتم کښې دویمې ټاکنې هم اوشي 

عزیز خان بابا مقابله بیا د مسلم لیګ سره وي 

او دا ځل هم هغه تود غورځنګ لا پسې په چپو شي 

او عزېز خان بابا بیا اوګټي 

تاریخ دغه غورځنګ ته ګوته په غاښ دی....

یو کال پس چې د هند د ویش عمل تر سره شي 

نو د ګاندهي جي د عدم تشدد پالیسي خو سر خوړلی وي 

خو د خدایې خدمتګارو د عدم تشدد عقېده لاپسې پياوړې وي....

ولې وخت دغه خبره ښه ښکاره کړي چې سامراج نه زیات دسامراج پرکټي خطرناک وي.....

عزیز خان بابا هم د باچا خان په رنګ د ازاد وطن په جیلونو کښې بندي وي 

کال نولس سوه اویا په الیکشن کښې صوابۍ حلقه د یو سازش په تحت د هزارۍصلعې سره اوتړلې شي

عزېز بابا د صوابۍ کښې خو خپل ووټونه اوګټي خو د هزارۍ د حلقې په وجه هغه دغه الیکشن او نه ګټي 

بیا چې په څلور اویا کښې د صوابۍ په صوباي سیټ باندې. ضمني الیکشن کښې 

عزیز خان بابا کامیاب شي 

نو د قاېد عوام د جموریت هله اندازه اوشي چې د بیا شمېرنې په نوم د هغه معمبرشپ چلنج شي 

او ستره محکمه د سټېstay احکامات ورکړي

او عزېز خان بابا په ځاې هغه بیلونکې معمبر کړي....

دا بل منظر دی ....

دا1986دی د پښتون سټو‌‌‌‌‌‌ډنټس فې‌‌‌‌‌‌ډریشن د صدارت الیکشن دی 

د میا  افتخار حیسن او ارباب ظاهر شهید تر مېنځ  سخته مقابله وه 

عبدالرحمان خان قېصه کوي چې مونږ غوښتل چې ارباب ظاهر شهید اوګټي 

ځکه چې هغوي پلار په نیکه خدایې خدمتګاران وو 

او میا صېب داسې نه‌ؤ

زه مو نیکه راوغتم چې د میا صېب سره به ملګرتیا کوې

ز ه حېران شوم چې بابا مې خپل زوړ ملګری سره ولې داسې کوي

زماپه پوښتنه بابا دا تاریخي الفاظ اوې

بچیه ظاهر خو هسې هم زمونږ ملګری دی

میا صېب نوې زلمی دی او د دغه زلمي په تندي کښې ماته د راتلونکيد راتلونکی سباون زیرې ښکاري ګوره چې دا سړی درنه پردې نه شي 

ورستو مونږ اولیده چې د میا صېب سیاست او سیاسي کردار څومره ګټور او کوټلې پاتې شو 

عزیز خان بابا هم د بابا د مرګ د صدمې نه دومره خفګان ته لاړو چې نهه لس میاشتې پس ....اکتوبر 1987 کښې وفات شو ....خو د تاریخ دغه تسلسل تم نه شو ...د هغه هم دغه لمسې عبدالرحمان خان د هغه سیاست په مخه بوتلو ...رحمان لالا د لسم پاس کولو نه پس د سیاسي ضرورتونو تر مخه کراچۍ ته لاړو هلته یې نیشنل کالج نه انټر اکړو او بیا د کراچۍ په پوهنتون کښې یې په ماسټر او ایل ایل بي زده کړې پيل کړې ....د پښتون سیاست جېنز هم هغسې بېدارو وو ...زر د پي ایس ایف د سند صدر شو ....د کراچۍ په خرابه سیاسي فضا کښې هغه د خپلو نیکونو دغه مرام ته تګ هم په دغه عقېده چې تشدد به وي عدم تشدد به مو فلسفه وي وړاندې راوان وو...اشټبلشمنټ د ایم کیو ایم سره وو ،....د ضېا د تورې مارشل لا په برکت ایم کیو ایم ټوله کراچۍ په خپله ولقه کښې اغستې وه..... د ضیا د نسکوریدو نه ورستو عبدالرخمان د يښتنو او مهاجرو تر مینځ د  روغې جوړې قایل وو هغه غوښتل چې مونږ دواړه د دې ملک مظلوم قامونه یو سبا که درنه نه اشټبلشمنټ لاس واغستو نو بیا به مو کراچۍ کښې هم ځاېې نه وي ....دغه کوششونو په نتیحه کښې هغه په دې کښې کامیاب شو چې مشر ولي خان او الطاف حسین ترمېنځ د روغې جوړې لارې جوړې کړي....په دغه ورځو ګښې ولي خان د کراچې په دوره کښې تر ناین زیرو ته لاړو او د ایم کیو ایم سره یې د روغې جوړې په سیاست مهایده لاس لیک کړه ....پټو لاسونو په دې هر څه نظر وو ....د مېدان لوبغاړي هم دغه سور سپين ...چنار چنار .... زلمی عبدالرحمان وو ....

یوه ورځ توره تکه توره ورځ چې ....چې د کراچۍ د الغاو تلغاو او شور او شرپ کښې ... د عزیز خان بابا د سیاست او مرام دغه لاروې او سالار د پوهنتون نه هاسټل ته راتلو .... د ټوپک تماچو ګولو ... د شب پرستو بد نېتونو د دې ګل او مشال د مړکولو تابیا ته ناست .... هغه په ګولو سورې سورې کړو .... یوه ګولې یې د ملا په تېر نېغه د سپاینل کار‌‌‌‌‌‌ډ نه اووته .... 

دغه زخمي زخمي .... نینګیالې پښتون .... ژوند خو بچ شو .... خو د هغه د سپاینل کار‌‌‌‌‌‌ډ د خابېدو په سبیب د هغه دواړو پښې بېکاره شوې ...... 

یو نیم کال د اغا خان په روغتون کښې د هغه درملنه راونه وه ... د درملنې سره دومره قدرې اوشوه چې هغه د ویل چېر په کیناستو قابل شو .... لوړ دنګ چنار پریوت ... زرې زرې شو ... خو بې حوصلې بیا هم نه شو ...، شب پرستو خو دا خیال وو چې دې مو مړ که نه کړو خو د کار او چاره مو اوویستو .... خو د زیدۍ رخمان ... د عزیز خان بابا د وینې ،د باچا خان د میني او د ولي خان د روزنې او پالنې رخمان مات مات شو خو ټيټ نه شو ... زرې زرې شو خو...په شا نه شو ....د تشدد خلاف تر ننه هم کلک د سیاسي مرام په تکل ولاړ دی .... داسې سیاسي قربانې چې د هغه د ماشومانو کور کلي ارمان یې هم نیمګړې نیمه خوا پاتې شو .... خو د غېرت د چغې دغه بڅرې مړ نه لا غړغن‌‌‌‌‌‌ډه شو ..... 

کال دوه زره نهه کښې چې د ای این پي راېټ وینګ خلکو د هغه زغمل ګران شو .... نو نېغ یې د پارټۍ نه اوېسیتو .... رخمان لالا بیا مات شو ... بیا زرې زرې شو ... خو د بیا هم د باچا خان د خیال څانګې سوري نه به چرته تلو ... چې د حکومت پنځه کاله پوره شو ... ساونه خلکو اغستل ... قافلې ته ورستو ورستو خلکو کتل نو هغه خلک هم نه وو ... قاضي اسد غوندې موقعه پرستو د وزارت د پنځه کاله مزو نه پس هم په هغه ورځ پارټۍ پرېښوده .. مشر تابه چې ورستو ورستو قافلې ته کتل نو رخمان لالا هو هم دغه د زېدۍ عبدالرخمان لالا په ویل چېر ناست ... په قافله کښې روان وو ... 

د مشال په مرګ د زېدۍ کلي د مذهبي خلکو د وېرې ترهې نه چې چا غږ نه شو کوې .. شېرین یار سره کلک ولاړ هم دغه رخمان لالا وو ...... په دغه حال کښې چې د بم ، د فایرنګ ، هر قسمه خطره وه 

رخمان دغه عبدالرخمان په ویل چېر کښې دومره تېز روان وو چې صحت مندې پښې لرونکې ورته ګوته په خله وو .... 

جوړې پښې په شا شوې ... جوړې پښې ساکنې وې .... جوړې پښې ودرېدې .... خو د عزېز خان بابا د لمسي زخمي زخمي پښې نه ودرېدې ...... نه تم شوې ...... نه په شا شوې ..... او نه په بل اړخ .... هم داسې به روان وي ....، مشره ق ربان زار ... ستا حوصلې او مبارزې ته باچاخانې سلام 

هم داسې به بلېږي د بابا د فکر شمع

de Zaidi Abdul Rahaman - de Abdul Aziz Kaka lmasai

by : Hamdard Yosafzai 

- همدرد ېوسپزی
بېرته شاته