(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جهادي تاړاک

[02.May.2023 - 07:37]

جهادي تاړاک او ملي تاوان؛ د افغانستان د لوټ شويو نظامي تجهیزاتو بوږنوونکې احصائیه

 

لیک: ډاکټر ظهير

 

په ۱۳۷۱ کې پر کابل د پاکستان جوړې جهادي خپسکې کښېناستل په حقیقت کې لکه څنګه چې عنوان ورکړل شو، د یوه لاسپوڅې نظام سقوط نه، بلکې د کلیوالۍ او بدویت په مقابل کې د افغانستان د تمدن (ښاريتوب) له پېړیو د ودان کلتور سقوط، له پښتنو څخه د واک د مؤسسې د څو سوه کلن مالکیت لېږد او د افغانستان د څو سوه کلنې دولتي دستګاه او بیورکراسي، چې په تېرو ٢٠ کلونو کې د زر ملیارډو ډالرو په لګښت لا هم بېرته ځای ته نه ده راغلې، تالا ترغه کېدل و.

یوه لور ته د ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې طرحې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي بنینسېوان د ۵ فقره‌يیز پلان ناکامېدل او بله خوا د وطن حزب د مشرانو تر منځ بې باوري، د روسانو وتل او نابسنده مرسته، د جګړې فشار او د سیاسي اړیکو محدودېدل د دې لامل شول چي افغان دولت واک پاکستان جوړو ښي لاسو جګړه‌مارو مشرانو ته پرېږدي.

افغان حکومت د ۱۳۷۱ کال د غويي د میاشتې په ۸مه په سوله‌يیزه توګه ارګ د حضرت صبعت الله مجددي تر مشرۍ لاندې عالي جهادي (!) شورا ته وسپاره.

هغه مهال د افغانستان دولت له نظامي اړخه د سيمې په کچه پیاوړی وسله‌وال او ښه روزل شوی ځواک، چې شمېر یې څه باندې نیم میلیون ته رسېده؛ درلود.

په ۱۳۷۱ کال کې افغان وسله‌وال پوځ، چې له ملي پوځ، ملي پولیسو، ملي امنیت، هوايي ځواک، زرهي ځواک، کشفي ځواک، سرحدي ځواک او ځمکني ځواک څخه جوړ و؛ لاندې وسلې او پوځي وسایل لرل:

لومړی: سپکه او درنده وسله؛ یو میلیون (۱۰۰۰۰۰۰) میله.

دویم: جګړه‌يیز (محاربوي) او زرهي ټانګونه؛ تر دوه زره او پنځه سوه (۲۵۰۰) چینو ډېر.

درېیم: جګړه‌يیزې (محاربوي) شوبلې او زرپوښونه؛ تر درې زره (۳۰۰۰) چینو او عرادو ډېر.

څلورم: توپونه یانې هوان، زیګو-ایک او ده شکه؛ شپږ لکه (۶۰۰۰۰۰) دانې.

پنځم: ټرانسپورټي وسایط؛ نه ویشت زره (۲۹۰۰۰) عرادې.

شپږم: سېکاف او لوژیسټکي مخابرې؛ اته څلوېښت زره (۴۸۰۰۰) پایې او عرادې.

اووم: جنګي الوتکې لکه بمغورځن جیټونه، ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې؛ پنځه سوه شپېته (۵۶۰) وزره.

اتم: اوږد واټن ویشتونکي لارښودوړ سکارټ توغندي؛ اته (۸) دستګاوې.

نهم: اوږد واټن ویشتونکي لونارډ او اورګان توغندي؛ اته ویشت( ۲۸) دستګاوي.

لسم: له ځمکې څخه اسمان ته د رایکټو توغندي؛ یو لک (۱۰۰۰۰۰) فیره.

یوولسم: د ډول ډول وسلو مهمات؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) ټنه ډېر.

دوولسم: په ډېپوګانو کې دل زړې وسلې؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) میله ډېري.

دیارلسم: د وسلو رغنځي (د ترمیم فابریکې)؛ شپږ (۶) سترې فاریکې.

څوارلسم: د وسلو او پوځي وسایطو پرزې؛ د پنځه (۵) میلیارډه ډالرو په ارزښت.

پنځلسم: په ټولو قطعاتو کې د یوه کال لپاره زېرمه شوي خوراکي توکي، روغنیات او البسه.

البته دا یادونه اړینه ده چې پورته یاد امکانات یوازې د هغه وخت د نظام په اختیار او ملکیت کې وو.

په مقابل کې یې پاکستان‌جوړو ډلو هم له دې شتو سره د پرتلې وړ سپکې او درندې وسلې درلودې چې په تدریجي توګه یې امانتي بېرته خپلو پاکستاني بادارانو ته وسپارلې.

د میلیونو افغانانو پر وژنګ، ژوبلښت او کډوالۍ سربېره؛ افغان وسله‌وال پوځ ته اوښتي زیانونه هم د شمار نه دي؛ دلته یوازې د سترو لوټماریو یادونه شوې.

له بده مرغه، زموږ نظامداران د دومره لوی تاوان د ویرنې پر ځای، د ثور د اتمې په نامه د هغې نمانځنه کوي او د یوه تاریخي ملت د سقوط فاجعې ته د حماسې او مرتکبینو ته یې د اتلانو او زمریانو خطاب کوي.

 د هوايي ځواک د له منځه تللیو تجهیزاتو/وسایطو احصائیه په لاندي ډول ستاسو مخ ته ږدم:

 

لومړی: ټول پرسونل؛ دېرش زره (۳۰۰۰۰) تنه.

دویم: د څرخکو په ګډون ټولي الوتکي؛ شپږ سوه څوارلس (۶۱۴) وزره.

درېیم: مسلکي پیلوټان؛ اته سوه (۸۰۰) کسه.

هوايي ځواک او هوا سات [مدافعه هوايي] له لاندي برخو جوړه شوې وه:

۱هوايي ځواک

۲راکیټي ځواک او دافع هوا

۳د راډار ځواک

۴د لوجیسټیک ریاست

۵پوهنیزه/اکاډمیکه برخه

 

لومړی: هوايي ځواک لاندي الوتکي/څرخکي لرلې:

 

الف: د مېګ ۲۱ ښکاري غونډ چي په باګرام کي وو؛ ۵۰ الوتکي درلودې.

ب: د سوو-۲۲ بم غورځاند ښکاري غونډ چي دا هم په باګرام کي وو؛ ۵۰ الوتکي درلودې.

ت: د مېګ ۲۱ ښکاري غونډ چي په کندهار کي وو؛ ۴۵ الوتکي درلودې.

ج: د سوو-۲۲ بم غورځاند ښکاري غونډ چي دا هم په شینډنډ کي وو؛ ۴۵ الوتکي درلودې.

چ: د څرخکو خپلواک غونډ چي په کندهار کي وو؛ ۲۵ څرخکي یې درلودې.

س: د څرخکو غونډ چي په شینډنډ کي وو؛ ۶۰ څرخکي یې درلودې.

ش: د څرخکو غونډ چي په مزار کي وو؛ ۶۰ څرخکي یې درلودې.

ص: د څرخکو غونډ چي په کابل کي وو؛ ۷۰ څرخکي یې درلودې.

ض: د مزار تعلیمي غونډ L-39 ډوله ۴۰ الوتکي درلودې.

ع: مېګ-۱۲ ډوله ۲۶ الوتکي.

غ: د N-32 غونډ هم په کابل کي وو؛ ۷۰ الوتکي یې درلودې.

 و: د AN-12 کنډک چي په کابل کي وو؛ ۱۶ الوتکي درلودې.

ل: د AN-26 کنډک چي په کابل کي وو؛ ۲۲ الوتکي درلودې.

ه: د MI-35 کنډک هم په کابل کې وو؛ ۳۵۵ جنګي الوتکي یې درلودې.

 ی: د میګ-۱۲ الوتکي د جوړوني او ترمیم کارځی (فاریکه) چي AN-32-26-12 او MI-17-35 یې هم ترمیمولې او کابو ۳۰۰۰ (درې زره) تنه پرسونل یې درلود.

 

دویم: راکیټي ځواک او دافع هوا:

 

الف: د هیواد راکیټي ځواک کولای شول چي چي ۱۷۷ کیلومټره لري ۲۵ کیلومټره لوړ په هوا کي موخه له منځه یوسي. د دې راکیټونو سربېره مو ۱۰۰ملي مټري، ۸۵ملي مټري، ۳۵ملي میټري او ۴میله توپونه هم درلودل.

 

درېیم: د راډار ځواک:

 

د افغانستان راډار ځواک هغه مهال P-35 P-37 P-18 P-12 کارول چي په مټه یې د ګاونډیو هیوادونو په دننه کي تر ۵۰۰ (پنځه سوه) کیلومټره د دښمن د تعقیب وړتیا درلوده.

 

څلورم: د لوجیسټیک ریاست

 

۱ - د پوځ ټول هوايي او ځمکني اکمالات د لوجیسټیک ریاست په غاړه وو؛ پدې مانا چي موږ په زرګونه ټېره/چینه اکمالاتي وساطیت/شوبلي او الوتکي درلودې.

۲د ټول افغان پوځ؛ هوايي او ځمکني پنځه کلن اکمالات د لوجیسټیک ریاست په زېرمتونو کي زېرمه ول.

 

پنځم: اکاډمیک/پوهنیز ډګر:

 

لومړی: حربي پوهنتون

دویم: هوايي پوهنتون او هوايي مدافع چي هوايي پوهنځی، د راکیټ و دافع هوا توپچي پوهنځی، د راډار و مخابرې پوهنځی او د لوجیسټیک و خصوصي نقلیې پوهنځي یې لرل

یاده دي شي چي هغه مهال افغانستان د سیمي په کچه پياوړی پوځي ځواک وو؛ مګر له ناښې مرغي پاکستان د خپلو جاهلو نوکرانو په مټه هر څه تلا و ترغه او پاکستان ته ډالۍ کړل
Dr. Ghulam Sarwar Zaheer

- ډاکتر ظهیر
بېرته شاته