(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوړو زده کړو وزیر

[28.Apr.2023 - 19:24]

دلومړنیوزده کړونه بې برخې

لیک:رڼاګل اریوبزی

دلوړوزده کړووزیر

دا پورتنی سرلیک مې ناڅاپي نه دی لیکلی. تردې لیکنې وړاندې مې دشیخ ندیم ویناګانې له ویډیو ګانو اوریدلي اوپه رسنیو کې لوستلي دي. دلیدلو اولوستلو نه وروسته دي پایلې ته ورسیدم چې دښاغلي ملا هبت اله دلوړوزده کړو وزیردلومړنیودیني، عقلي اواخلاقي ز ده کړو نه هم بې برخې دی. شیخ ندیم په خپله څوځله ویلي دي چې تمدن ورته ارزښت نه لري.رښتیا داده چې علم دتمدن بنسټ دی اومخالف لوری يې ظلمت اوبربریت دی. څوک چې تمدن ته ارزښت نه ورکوي، ظلمت اوبربریت خوښوې، نودحیرانتیا ځای نه دی چې دعلم مقام مباح ته راټیټوي اوحتا تردې چې زده کړه اوښوونه « عیاشۍ اوفحاشۍ » ګڼي اوځان ورنه ساتي. دلته دبیلګي په توګه دشیخ ندیم دیوې وینا دالاندې پړوکی رانقلوم اودا ټوله لیکنه مې په همدې پړوکي راڅرخوم. دی وايي چېدغه امان الله خان.....اروپا ته لاړ او په کافرانورا وګرځیده او له هغې خواته يې دا فورموله راوړه: ښځې ولې په کورکې ناستې دي، ښځې ولې مکتبو ته نه ځي او دغه دعیاشۍ اوفحاشۍ نخسه يې راوړه، غوښتل يې چې په افغانستا کې يې عملي کړي. دغه قدرمن عالمان ورته ودریدل چې دا موږ نه درسره منو، داداسلام سره ټکر دی، دادافغانیت سره ټکر دی، دا زموږ دغیرت سره ټکر دی».

دندیم دپورتنیوڅرګندونو په خلاف دهیوادوتلي تاریخ پوهان راښيي چې غازي امان اله خان یو مسلمان، هیواد پال، په ولس مهربان او په خپلواکۍ مین پاچا و. دافغان اولس ډیرلوی اکثریت تراوسه په هغه ویاړي، درناوی يې کوي اودهیواد په تاریخ کې ورته دملي اتل اوغازي پاچا په سترګه ګوري. شیخ صاحب دې ډاډه اوسه، هغه څوک چي دغازي امان اله خان سپکاوی کوي، هغه به هرومرو دځان په ضد دولس کرکه اوغوسه را پاروي. دې پاچا نه یوازې دانګلیسي ښکیلاک نه دهیواد دخپلواکۍ بریالۍ لارښونه وکړه بلکې په دې لټه کې هم و چې دا دملت په مټ تر لاسه شوې ازادي دیوڅودقدرت په نیلي سپرواشخاصواودهغوی په کورنیومحدوده پاتې نه شي بلکې ټول ولس ترې برخمن شي. هغه څه چې غازي امان اله خان په دې برخوکې ترسره کړلي دي ټول په دې لیکنه کې نه ځائیږي، خودومره باید ووایم چې دهیواد له پاره يې لومړی اساسي قانون چې په هغه وخت کې يې « نظامنامه » بلله جوړاونافذ کړاورپسې يي دبیلابیلو دولتي ارګانونواوادارو له پاره هم قوانین وضع کړل. په دې قوانینو کې ددرباریانواونورودولتي اوغیردولتي زورواکانوامتیازونه لغوشول. دبلابیلودولتي ارګانونواو مقامونودندې، صلاحیتونه اومکلفیتونه تعریف شول، په بیګارونو بندیز ولګید، دزیارایستونکوبزګرانو، مالدارانو اوکسبګرانو په اوږودمالیاتوغیرعادلانه درانده پیټي سپک اودوګړوحقوق بیان شول. په دې ټوګه په هیواد کې دټولنیزعدالت اوفردي ازادۍ په مخ لارپرانستل شوه اویو ټولنیزاوحقوقي نظام مخ په جوړیدو شو. داقتصاد پرمختګ اودغریبۍ اوبې وزلۍ نه دولس ازادول دغازي امان اله خان بل لوی ارمان واو په دې هم ښه پوهیده چې دې مرام ته درسیدو له پاره کارپوهانو، ماهرو کسبګرانواو په ټول هیواد کې دعلم خپرولوته اړتیا لري، نوپه هیواد کې يې دښوونیز نظام په جوړولولاس پورې کړ. دعلم زده کړې ته يې په نراو ښځه دالهي فرض، دخپلواکۍ دساتلو، پرمختګ، پردیو ته داړتیا نه، دبې وزلۍ اوبې وسۍ نه دځان ساتلو دبنسټیزعامل په سترګ کتل. دا شهزاده امان اله خان و چې ددرباري واده نه تیرشو دخپل واده لګښتونه يې اقل حد ته راټیټ کړل او په سپمول شوو پیسو يې دخپل هیواد اولاد له پاره یو ښوونځی جوړکړ. د« امان افغان »په نوم جریده کې مې چې، شاه امان اله خان دحکومت په زمانه کې خپریده، ولوستل چې پاچا یوه ورځ هغه زلمیان ځان ته را وبلل چې دلوړو زده کړو له پاره يې بهرنیو هیوادوته لیږل اوپه خپله ویناکې يې ټولې هغه طبعي زیرمې نوم په نوم ورته په ګوته کړې چې په دې هیواد کې پیدا کیدې اوټینګار يې وکړچې موږ ته خدای ( ج ) یوشتمن هیواد راکړی دی خو موږ يې دطبیعې شتمنیو نه دګټې اخیستوفني اوتخنیکي وس نه لرو، نوتاسې دهغوی د زده کړوله پاره بهرنیو هیوادو ته لیږم. کله چې بریالي بیرته راوګرځی، نوکه زه ژوندی وم هریو به موپه غیږ کې ونیسم او دبریالیتوب مبارکي به درته ووایم او که مړوم نوزما قبر ته به راځی اوپه واروار به هر یو راته وایی چې کوم علوم اوکسبونه موزده کړي دي.

داواقعیتونه ښيي چې په هیواد کي دعلم دزده کړې اوخپرولو له پاره د شاه امان اله دهلو ځلو سرچینه دخدای ( ج )، وطن اوولس په وړاندې دمسئولیت پیژنده اوژوراحساس واو په دې برخه کې دشیخ ندیم دا څرګندونې چې ګوندېدغه امان الله خان.....اروپا ته لاړ او په کافرانورا وګرځیده او له هغې خواته يې دا فورموله راوړه: ښځې ولې په کورکې ناستې دي، ښځې ولې مکتبو ته نه ځي او دغه دعیاشۍ اوفحاشۍ نخسه يې راوړه، غوښتل يې چې په افغانستا کې يې عملي کړيښيي چې دطالبي شیخانودلوړو زده کړووزیردخبل هیوادپه هکله دلومړنیوزده کړواو مالوماتو نه هم بې برخې دی. حضرت امام حسین ( ض ) فرمایلي دي چېبی عقله شخص بې ادبه وي، بې همته شخص ناکام اوبې دینه شخص بې حیاويپه خواښینۍ سره باید ووایم چې دشیخ ندیم په دې خبروکې دعقل، پوهې او داسلامي اخلاقو، دشرم او حیا، نښې او نښانې نه لیدل کیږي.  دشیخ ندیم وینا ګانې په ډاګه کوي چې دې ښاغلي دخپل هیواد دوروستي سل کلن تاريخ په هکله دکوم کتاب یومخ هم نه دی لوستلی او داسي یوشخص چې په عامه مجلسونوکې په ښکاره دعلم، تمدن اوپرمختګ نه کرکه څرګندوي، پوهه اومعرفت به له کومه کړي. حقیقت دادی چې غازي امان اله مخکې له دې چې داروپا ته په سفر روان شي په تعلیمي ریفورم اودښوونځیو په جوړولولاس پورې کړی واوحتی هغه وخت چې لا پاچا نه و، دیوه شهزاده په توګه يې دورسره امکاناتو نه په هیوادکې دپوهنې دخپرولو په لارکې کاراخیست، ښه بیلګه يې دخپل واده دلګښتونوکمول اوپه سپمول شوو پیسو دښوونځي جوړول و. دوهم داچې که امان اله خان په خپل هیواد کې داروپایانو « فورموله » عملي کوله، نوبیايې ولې انګریزان له له خپل هیواده شړل. اروپایانوخوپه افغانستان اوټوله اسلامي نړۍ کې دپوهنې دخپریدومخه نیوله اوداستا په شان شیخان - مقصد مې ټول دیني عالمان نه دينوځکه بیا وایم چي دا ستا په شان شیخان ېې د ښوونځيو جوړولواودعلم دخپرولو په خلاف را پارول. دعلم دزده کړې سره مخالفت اسلامي ریښه او بنسټ نه لري، په حقیقت کې دهیواد دپرمختګ په وړاندې داستعماري دسیسوپاتې شونې ده چې نن يې ستا په شان شیخان ددین اودنیانه دبې خبرتیا په عالم کې دسراومغز په زورنه، بلکې دمټواوسوټکو په زورعملي کوي. دریم داچې شیخ صاحب، غازي اماناله خان نه یوازې په دین، ولس اوهیوادمین بادشاه و، بلکې دکاراوزیارسره يې هم مینه درلوده. ده په هیواد کې ددیني اوعقلي علوموزده کړې کړې وې، استادان اومشاوران يې زموږ په هیواد کې وتلي پوهان وو. دی دخپل هیواد په ټولنیزاواقتصادي حالت پوهیده. دامان اله دپاچاهۍ په زمانه کې دافغانستان ښارونه په حقیقت کې ښارونه، نه بلکې ښار ګوټي ول، دوګړو ډیره زیاته برخه ( څه ناڅه نوي سلنه ) په کلیواوبانډوکې اوسیدل اویوه دپام وړبرخه هم کوچیان ول چې تلل اورتلل. ددوی ډیره لویه برخه په کرنه اودژویو په روزنه لګیا وه. داقتصادي سکټورپه دي برخه کې ښځې په کورونو اوغژدیوکې نه ناستې وې اونه ناستې دي، دکور نه دباندې، په کار لګیاوې او لا لګیا دي. دکوچیانو میرمنې داولادونوروزنه اودکورنوره چارې هم سرته رسوي اودکیږدیو نه دباندې په نورو کارونوکې هم فعاله ونډه اخلي. افغاني میرمنې په کلیو کې داولاد په روزنه اودکورپه نوروچاروسربیره له لرې پرتو چینو اوګودرونو په سرپه منګیواودیګونوکې اوبه راوړي، په دښتو، غرونواورغونوکې خس اوبوټې راټولوي او دسونګ له پاره يې کورته راوړي. پټیوته سره اوتخم رسوي اوله پټیودژویوله پاره واښه راوړي، په کرنه، نال، لالون، ریبنه اودرمندکولو کې دسړیو سره برابره ونډه اخلي اوغنم اوجوارداوړو کولو له پاره ژرندوته وړي. لنډه داچې دځنې طالبي شیخانونه غیرچې په هیواد اوحتی په خپله سیمه کې دټولنیز ژون درازنه هیڅ خبرنه دي او نه دې خبرتیا ته کومه اړتیااحساسويي، بل هرانسان په دې پوهیږي چې که په کارکې دښځو ونده نه وای اونه وي، ژوند په ټپه دریده اودریږي. دامان اله دحکومت نه وړاندې اودهغه دحکومت په وخت کې افغاني میرمنې له سره په کورنه وې ناستې بلکې کره ورځ په کاراوکسب پسې له کوره وتلې. نوځکه غازي امان اله دې ته اړنه و چې افغانې میرمنې له کورونوراوباسي او په کارونو يې لګیا کړي. دا دامان اله خان اودبل هرپوه او په ولس مین افغان ارمان واو دی چې افغاني جونه په ښوونخي کې، دجونو په ټولګي کې دښځینه ښوونکۍ نه دزده کړو له لارې له دې سختواو ملا ماتوونکو چارو نه ازادي شي، مسلکې کسبون، علوم اوفنون زده کړي. له دې لارې له یوې خوادالله تعلی رضا حاصلیږی، ځکه دعالم زده کړه فرض ده او یوفرض ادا کیږې اوله بلې خوا دهیواد دښځینه جنس سخت جسمي کارونه مسلکي کسبونو، پوهنې اوهنرونو ته وچتیږي، دژوند په بلابیلوبرخوکې مسلکي کدرونه اوکارپوهانې تري جوړیږي، ژوند يې سوکاله کیږي، هیواد موشتمن کیږي، دلوږې، خوارۍ اوبې وسۍ نه ازادیږي، داسې خواکمن کیږي چې بیا څوک ورته په بده سترګه کتلی نه شي او دعلم پالونکو په هیوادونوهیڅوک تیری کولی نه شي. خوداد خواښینۍ اولويې بد بختۍ ځای دی چې ځنې طالبي شیخان، دهغوی په منځ کې مشهورشیخ ندیم، دشیخانو دلوړوزده کړووزیر، ددین اودخپل هیواد په هکله له دې لومړنیومالوماتونه له سره بې برخې دی او په دې هم نه پوهیږي چې دعلم زده کړه په هرمسلمان فرض ده اودحضرت عثمان( ض ) په قولتر ټولو خوار کسب هم دلاس غځولو( خیرات غوښتلو ) نه ډیرفضیلت لري». له دې امله دزده کړې ځای دفرض داداکولویانې دعبادت ځای دی اودکارځای دسرلوړۍ اوفضیلت ځای دی. شیخه، زده کړه، کاراوزیارعیاشي اوفحشا نه ده، ښوونځي، پوهنځي، دفترونه اودکارنورځایونه فاحشه خانې نه دي. افغاني جونه او میرمنې چې دزده کړواودخپلې کورنۍ دژوند دتأمین له پاره په کار پسې له کورونو راوتلې اویاراوزي عیاشې فاحشې نه وې اونه دي، هغه مسلمانې، سرلوړې او باناموسه افغانانې اوپاک لمنې فرښتې وې اودي. بې شمیره پوهنیزې څیړنې ثابتوي چې عیاشي اوفحاشي دکاراوزیارنه بلکې دبیکارۍاووزګارتیا زیږنده دي.

شیخ ندیم زیاتوي چې دامان اله خان د دې سیاست په وړاندېدغه قدرمن عالمان ورته ودریدل چې دا موږ نه درسره منو، داداسلام سره ټکر دی، دادافغانیت سره ټکر دی، دا زموږ دغیرت سره ټکر دی». ګمان نه کوم چې دطالبانو دلوړو زده کړو وزیربه دخپل ژوند تر پایه پورې په دې حقیقت پوه شي چې دعلم او تمدن سره ټکرداسلام سره تکر دی اوجهالت له سره افغانیت اوافغاني غیرت نه دی. څوک چې په صداقت ځان مسلمان بولي نودجهالت په ضد به مبارزه کوي یانې علم به زده کوي اوخپروي اوڅوک چې په افغاني غیرت ولاړوي نو دابوعلي سینا، خوشال خټک، سید جماالدین اونورو ویاړلوافغاني پوهانوپه لاربه ځي. غازي امان اله خپل هیواد، افغانستان، نه یوازې دانګریزانونه ازادکړبلکې دپوهې، ابادۍ اوپرمختګ په لوريې هم روان کړ. دده ترمشرۍ لاندې افغانستان نه یوازې ازادشوبلکې دترقۍ اوځواکمنۍ په لورهم روان شو. دافغاني غازیانوپه وړاندې دانګریزدنړیوالې امپراتورۍ ماتي دهغې په سیاسي اونظامي وړتیاباندې دنړیوالوباورزیانمن کړاوترسلطې لاندې هیوادونوکې يې په ځان باوراودخپلواکۍ غوښتنې احساس ځواکمن کړ. سربیرهپردې ازادافغانستان دهندوستان دازادې غوښتونکې غورځنګ مرسته هم کوله نودې ټولودشاه امان اله خان په وړاندې دانګریزانوژوره کینه راوپاروله. دهیوا څه ناڅه ټول تاریخپوهان، چې ځنې يې په هغه وخت کې دپيښوعیني شاهدان هم وو، په یوه خوله لیکي چي انګریزانود پاچا په ضد دسیسې جوړولې، مخالفان يې بغاوت ته هڅول، وسلې او پیسې يې ورکولې. دشاه امان اله په ضد بغاوتونه پیل شول چې مشري يې بالاخره دانګریزانویوه انډیوال، مشهورغله اولوټمارحبیب اله « بچه سقاو » ته ورسیده. بچه سقاود ډیروغلاوواولوټماریواوبیا دپاچا هۍ ترنیولو وروسته ځان ته د « خادم دین رسول الله » لقب ورکړه. د سقاوزوی چې په لیک اولوست اوپه دین دنیا کې دپوهې اودزده کړه په ارزښت له سره نه پوهیده دهیواد دځوان نسل په مخ يې دټولوښوونځیودروازې وتړلې اوپه ګرد هیواد کې يې ښوونې اوزده کړې منع کړلې. په دې توګه ظلمت اوبربریت په علم اومعرفت لنډ مهاله بري ته ورسید چې بقایاوې يې دشیخ ندیم په شان دمعرفت سره وران ځنې طالبي شیخان دي. حقیقت دادی چې داشیخان دښوونواوزده کړوپه برخه کې دغازي امان اله مخالف اودبچه سقاو په لارروان دي. دشیخ ندیم په شان شیخان په ظلمت کې بند پاتې دي، دپوهۍ اوتمدن سره لفظي اوعملي ډغرې وهي او په دې نه پوهیږي چې په معرفت دظلمت بری لنډمهاله وې اوپه وړاندې يې بالاخره ماتی کوي. که طالبان داوږدمهاله امارت خیال په سرکې ګرځوې، نوله ظلمته به راوزي، له علم اومعرفت سره به ځان پخلاکوي.

 
- اریوبزی
بېرته شاته