(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه خبرې , چې ډېر..

[28.Apr.2023 - 19:20]

هغه خبری چې ډیری ورته په سوچ کې دي

لیک: سید عبید الله نادر

د طالبانو جاهلانه ټینګار او پر له پسي د یو موجه دلیل په نه وړاندی کولو سره د انجونو د ښونځیو د بندیدو په خاطر د دوی له خوا ،دا ثابتوي چې دوی په بشپړه صورت سره استقلالیت نه لري ،او د بله طرفه دا ښایي چې دوی د ترهګرو سره خپلې اړیکې نه دي پری کړي ،ځکه د ترهګرو د روزلو لویه منبع زمونږ  ګاونډي ملکونه او د هغوي استخبارات دي ، او ګاونډي استخبارات همداسي یوې طبقې ته ضرورت لري ،چې بیسواده بی تعلیمه ،او د دنیا او مافیها څخه بی خبره وي ، دوی داسي خلک ژر او ډیر په آسانه د دي کسب او کار د پاره نیولی شي ، د بله خوا د طالبانو کړنو ته چې تر ننه پوري چې مونږ په ژور نظر ګورو ،په دوی باندی د راتلونکی تاریخ قضاوت ته هیڅ راز اړتیا نشته ، یاني تاریخ پوهان دي ځان پرې نه ستړی کوي ،دوی له همدا اوسه په هر قدم کې بیباکه ،بی سنجشه، او متزلزل روان دي ،او خپل تاریخ ته پام نه ساتي ،د دوي بله د مسخرې خبره دا ده ، چې ټول پرې خاندی ، چې ملا هیبت الله چې په اصل کې شتون نه لري ، او خپل فرمانونه ورکوي ،د ده د بی مفهومه او د ملي روحییی پر ضد فرمانونو څخه دا جوته کیږي ،چې ملا هیبت الله په اصل کې شتون نه لري او دا فرمانونه د یو استخباراتی شبکي څخه ورکول کیږي ،او ملا هیبت الله دا هسی یو ریشخند نوم دی ، او د ملت په ږیره په اصطلاح ملنډې وهل دي ،خو دا فرمانونه د (آس ، اس ، آی ) د استخباراتی شبکو څخه صادریږي ،یا د یو بیګانه استخباراتی دستګاوو او شبکو څخه ورکول کیږي ،چې د ملی روحیی سره هیڅ سمون نه خوری ،بلکه ټول فرمانونه یې د ملی روحیی پر ضد دي ،او دا د دې ښکارندویی کوی ، چې ملا هیبت الله درک نه لري ،او دا هسی یو نوم دی ،لدې با بته د خلکو په ذهنونو کې ډیری اندیښنې راوړلالیږي ، که دې، په ریښتیا موجودیت یا شتون درلودلای او د پوهی خاوند وای ،نو د ده کم از کم یو فرمان خو باید د ملی روحیی سره سمون خوړلای او برابر وای ،اوس خو چې مونږ وینو د ده هر فرمان د دښمن په ګټه دی ،نو د ملا هیبت الله نشتون هم ثابتوي ،د ټولو رسنیو په قول او د سترګو لیدلی حال چې په ټولو ټلویژینونو او ځبریدنکو موسسو له خوا دا خبر خپور شوي او تأیید شوی، چې په قندهار کې نام نهاده ملا هیبت الله یوې لویي غونډې ته وینا کوي ، خو د ملا خلکو ته شا وي دا په څه معنی یانې خلکو ته یې شاه اړولي وي ،دا شاه اړول په څه معنی ده ،د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله داسي نه دي شوي،چې یو زعیم ، رهبر یا یو پادشاه ځان پټ ساتلی وي ،او د وینا پر مهال یې شاه خلکو ته اړولي وي ، یا د خپلو خلکو لیري او پټ وي ،د ریشخند وهلو په سلسله کې دا هم یو بل راز ریشخند وهل په دي ملت باندی دي ،دې موضوع ته چې سړی ځیر شي او ژور سوچ ورته وکړي ،نو دا جوته کیږي ، او دا خبره د هر چا ذهن ته لویږي ، چې د بهرنې استخباراتو خو به ضرور لاس وي ،او دستور هم د بهرنې استخباراتو وي ،په دې کې هیڅ شک نشته ، ځکه دوی د همدې استخباراتو په واسطه تربیه شوي ،خو د هر انسان ذهن ته په اول نظر دا رالویږي ،چې دوي ډیر ډارن او ډیر زبون خلک هم دي ،او باداران یې تر دې بد تره دي ،د دوي دا طرز د سوچ او فکر څخه که دوي راښکاره شي ، نو دوي به ووژل شي ،کیدای شي سل په سلو کې د دوی راز د نه ښکاره کیدلو همدا وي ،ځکه ملا عمر هم پټ وو ، او ملا هیبت الله چې نوم یې هیبت هم دی د مرګ له هیبته له هیبته داسي پټ دی چې پیریان هم نه ویني ، او ځان نه ښکاره کوي ،ملا عمر هم تر آخره پټ وو ،د دې خبری نه خو داسي شکاري چې دوی د وژلو څخه بیریږي ، او یا هم کیدای شي د استخباراتی شبکو یوه بله لوبه د ځان په ګټه وي ،او دا په وضاحت سره ثابتوي چې دوی د جنګ په میدانو کې هم په خپله نه دي چنګیدلي ،د پردي استخبارات او ګوډاګیان یې د دوي له پاره جنګیدلي ،او دا ښکارندیی کوي چې دوی دومره زړه ور خلک نه دي ،ځکه د دوي دواړه رهبران ښکاره نه شول ،دا څو ټکي د ژور سوچ وړ دي ،

ترسم نه رسی ، به کعبه ای اعرابی

کین ره که تو میروی، به ترکستان است

 

- سید عبیدالله نادر
بېرته شاته