(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قامي

[23.Mar.2023 - 07:30]

پښتون قامي جرګه

دجرګې اجندا:

۱ـ په دونیا کې دوه سوپر پاور ؤ ،چی یوئی شوروی USSR اوبل  امریکا  USA ؤ، یو  یو غورځاوه  او بل بلشورویUSSR وغورځید او امریکا USAسوپریم پاور شو. باید چې داکوشتي او کبړي د هغوۍ په خاوره شوی وائی ، پښتانه /افغانان نه سوپر پاور ؤ اونه د سوپر پاور دعویدار ؤ. داکوشتي او کبړي دافغانانو په  خاوره ولی وشوه چی تر اوسه پوری د دیرش لکه افغانانو وینه توی شوه؟ .

۲ـ دا وینه خو  روانه ده، ددې مخ نیوی به  اوس څنګه کیږی؟ .

دلته دا خبره په ډاګه کول اړينه ده او هغه داچې  د پښتون قام  د علاقائی(سیمه ایزواونړیوالو قوتونو  سره په تضاد او ټکر کې ندي ،او نه په چا دخپل فکر مسلط کولو څه نړیواله  ایجنډا لري او نه دوئ د علاقائی او نړیوالو قوتونو د مقابلې کولو څه طاقت لري نو له همدی امله د پښتون او  سیمه ایزو( علاقائی) او نړیوالوقوتونو تر منځ هیڅ ټکرنه شته.

  مذهبي انتها پسندي يا افراطيت  د پښتون د اکثريت  د فکري ، رواجي  او عملي   څرګندونو استازيتوب او نمايندګي نه کوي.

د نړۍ دنورو ځايونو څخه راغلو اکسټريمستانو،سخت دریزو او تشدد پسندو، مونږه په خپله خاوره  هرکلي نه شوکولي .

ددی جرګي په تسلسل دی بله جرګه په نوبت سره په کابل ،  کندهار ، ننګرهار  او کويټه  کې راوه غوښتل شي .

……………

ارواښاد محمد افضل خان لالا دپښتون قام دوه جرګې په 2000 ع کال د نوامبر په ۱۵ - ۱۶  او په 2012 ع کال  دمۍ په ۲۹-۳۰ ڼېټو  رابللې وې، چې دغی جرګي ته د فاټا(قبائیلې علاقو)، خيبر پښتونخوا، افغانستان ، د بلوچستان ايالت (سهيلي پښتونخواپښتنو سربېره له  هیواده بهر، اروپا، امريکا او استرالیاکې ميشته پښتانه  دسیاسي تړاو او نظریاتې اختلاف نه پرته رابللي شوي وو .  

دجرګې د لومړۍ ورځې دلومړۍ برخې مشري دخیبر پښتونخوا ، د دوېمې برخې مشري د سهیلي پښتونخوا / بلوچستان او د دویمې ورځې د لومړۍ برخې مشري د فاټا (قبایلواو د دوېمې برخې مشرې د افغانستان پښتنو کوله

__________________

داچې ویل کیږي، چې دفاټا یوځای کیدل په پښتونخوا کې د پښتنو د یووالي لپاره لومړنی ګام دی، نو ګټې قامونه کولی شي او افراد کارنامې. دایاد ولرئ، چې ترڅو پښتنو خپل بشپړ قامي وحدت نه وي حاصل کړی، تر هغې پورې نه لر پښتون او نه بر پښتون د عزت مقام موندی شي

بله دا چې فاټا د هراړخه بیرته پاتې [پسمانده ] ده، چې یو غټ لامل [علت] یې دزده کړو [علم] نه لرې پاتې کیدل دي، نو په لومړي ګام کې باید ښوونځي، پوهنتونونه او د زده کړې مرکزونه جوړشي او د زده کړو ژبه یې صرف او صرف پښتو ژبه وي، ځکه چې فاټا ټول اوسیدونکي سل په سلو کې پښتانه دي.

او که چېرې په خپله ژبه [پښتو] ورته د زده کړو اسانتیا ورنه کړي، نو دغلامۍ یوه بله کړۍ به یې غاړې ته واچول شي او له ګټې به تاوان زیات شي .

____________________

Bio-Data of Mr. Mohammad Afzal Khan (Khan Lala) Central Leader of Awami National Party (ANP)

 

Name: Mohammad Afzal Khan (Khan Lala) Date of Birth: 01.01.1931

 

Place of Birth: Drushkhaila, District Swat, Koza Pakhtunkhwa.

 

Permanent Adress: Village Drushkhaila, Tehsil Matta, District Swat. Province of Domicile: Pakhtunkhwa (Swat).

Academic Qualification: 1. M.A. 2. LL.B. Names of Principal , Academic/Professional Institutions attended: 1. Islamia College, Peshawar. 2. Government College, Lahore 3. LL.B. Law College, Peshawar.

 

Profession: Agricultureist. Position held in Public life with date: 

1. Founder President of District Bar Council Swat. 

2. Elected to Pakhtunkkwa provencial Assembly in 1970. 

3. Appointed as Provincial Minister for Agriculture and Local Bodies. 

4. Elected as Member National Assembly in 1990 

5. Elected as Member National Assembly in 1993 

6. Appointed as Federal Minister for Kashmir Affairs and Northern Affairs in October, 1993 7. Appointed as Federal Minister for Health, Popolation Welfare and Railways on 12th October 1996. Scholastic Contributions e.g. Books or Articles written 1. Muntashir Pakhtoon, Published in 1993 2. Pakhtoon National Unity Published in 1996 3. Pakhtoonkhwa Ghag, Published in 1994 4. Pakhtoon/Afghan Qami Jarga, Published in 2000 5. Dewrand Line, Published in 2004

 

Afzal Khan began his political career affiliated with National Awami Party (NAP) in opposing the rule of the Wali of Swat.[2] Formally joining the party in 1969 after Swat's merger into NWFP, he was elected member of provincial assembly in Pakistan's 1970, first ever national election. A close confidante of Abdul Wali Khan he was one of three National Awami Party provincial ministers appointed in the short-lived coalition government of Mufti Mehmud. In 1975, he was arrested by the government as part of general crackdown against the opposition and was charged as part of the Hyderabad tribunal. Released in 1978, he was elected provincial president of the Awami National Party, however in 1990 he along with senior party leaders formed a breakaway party called the Pakhtunkhwa Qaumi Party (PQP), in protest against the Awami National Party's decision to form an alliance with the conservative Islami Jamhoori Ittehad. Allying his group to the Pakistan Peoples Party, Afzal Khan was elected to the National Assembly in the 1993 elections. Serving as Federal Minister for the Northern areas and Kashmir from 1993 to 1996, he withdrew from electoral politics after 1997. He then allied himself with the Pakistan Oppressed Nations Movement (PONM), advocating full provincial autonomy for the various ethnicities of Pakistan. In 2005 he rejoined the Awami National Party.

_____________________

پښتون قامي جرګه، پښتونخوا

عوامي نیشنل ګوند د 2020 کال د مارچ په لسمه نېټه د قامي جرګې د جوړولو غږ (اعلان) وکړ. مونږ د قامي جرګې ملاتړ او هر اړخیزه مرسته کوو.

پښتون قامي جرګه  دهېواد، سېمې او ورسره د  نړۍ د امن او  ټېکاو (ثبات) لپاره به زامن وي

پښتنو په خپل اوږد کړکیښ (تاریخ ) کې ډیرې سړې او تودې ليدلي دي، خو تل ئې خپل ملي او قامي پیژند ( هويت ) ساتلی دی  او خپلې  ستونزې یې په جرګو حل کړیدي.

 

 د پښتنو په خاوره  اور بل دی،  امن او ټېکاو (ثبات) د پښتنو بنسټي اړتېا ده. جرګه د پښتونولۍ ژوندی کړکېښ/ پېښلک ( تارېخ) دی. په کابل کې د امن جرګې ، په پېښور او  نوښار کې د پښتون جرګه فورم له خوا امن جرګې ، د پښتونخوا قامي ګوند له خوا  په پېښور کې قامي جرګې ، دعوامي نشنل گوند له خوا  په باچاخان مرکز کښې قامي جرګې،  د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا په بلوچستان کښې قامې جرګې او له هېواده بهر د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) له خوا  په جرمنې او برتانېا کښې قامي جرګې، چې  د پښتنو قامي (ملي)، سېاسي ، مذهبي مشرانو ، پوهانو،  د ډلو ، ټپلو، ټولنو او ګوندونواستازو او د نظر لرونکو پکې ګډون او برخه لرلې وه  جوړې شوې وي

 

دپردیو له خوا پر پښتنو راتپل شوې جګړې څخه پښتانه  ستړي شوي دي. پښتانه امن غواړي ، دامن جرګه غواړي، د امن غوښتنه کوي،  دامن غږ اوچتول غواړي،  خپل راتلونکې کول (نسلته ژوندون او رڼا سباوون غواړيد وخت دا غوښتنه ده، چې قامي مشران خپلو کښې سره کېنې د سېاستونو ښکار نه شي، د قام د ستونزو د حل لپاره لارې راوکاږي او ولس ته یې مخې ته کېږدي او داځل یې  دکوټلې پاېلو غوښونکي دي

 

مونږ په  ټولو ملتپاله  ګوندونو، غورځنګونو ، قامي مشرانو او سېاستوالو غږ کوو، چې د پښتون قامي جرګې  پریکړې په اتفاق پلي (عملي) کړيدغه راز  په سېمه اونړۍ کښې په سوله  خوښو او امن خوښو ځواکونو غږ کوو،  چې  د پښتون قامي جرګې د  روا  غږ ، چې په سېمه  او نړۍ کۍ به د امن ځامن وي په کلکه ملاتړ وکړي.

په درناوي

نصیر ستوری

جنرل سېکرټري دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

_______________

د بنو د قامي جرګې په هکله رسنیزه څرګندونه (اعلامیه)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د خپل تارېخي رسالت له مخې، چې د خپل قام اوهېواد پر وړاندې یې لري، تل  د هغه شخصیتونو، ډلو ټپلو، سېاسي او ټولنېزو کړیو او ولسي غورځنګونو، چې د پښتون قام د یووالي، خپلواکۍ او پرمختېا په سپېڅلي بهیر کښې هلې ځلې کوي، ستاینه او ملاتړ کوي.
داچې د پښتونخوا ملي ولسي ګوند( پښتونخوا میپ)د
۲.۲۲کال د مارچ په ۱۱، ۱۲، ۱۳ مه  نېټه د بنو په  تارېخي سیمه کښې دپښتون  قامي جرګې د جوړولو تابیا کړیده، دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د دغه ارزښتناک ګام هرکلی او ملاتړ کوي.

په اوسني حساس ، سمه اېز او نړیوال پړاو کښې پښتانه د ډېرو ننګونو( چېلنیجونو) سره مخ دي. تارېخ دا په زبات رسولې ده، چې کله هم پښتون ولس د ورپېښو ستونزو پر وړاندې د ورورګلوۍ په یو ټغر راټول شوي، نو د بري او درنښت مقام یې خپل کړی دی.
مونږ د بنو تارېخي جرګه د موجوده ننګونو پر وړاندې ګټوره کړنه بولو، د پریکړو یې ملاتړ کوو، د پښتنو د یووالي او خپلواكۍ لپاره یې نیک فال ګڼواو هیله لرو، چې د پښتنو د سوکالۍ فکر لرونکي خلک او ډلې ددغسې  قامي جرګو د دوام او لاسته راوړنو لپاره نور کوټلي ګامونه هم واخلي.
په درنښت
د پښتون سوشل ډېموکراټیک پارټۍ
........
 
یادونه: داچې ګوند ته د بنو په جرګه کښې د ګډون او برخې اخستنې بلنه راغلې ده او مونږ  د وخت د کمښت له امله په جسماني توګه په جرګه کښې ګډون نه شو کولی، نو د جرګې د پریکړو په پلي کولو کښې به له دوۍ سره اوږه پر اوږه برخه اخلو.
Nasir Stori

Marianne-Andreas-Weg 12
50389 Wesseling

Germany
E-Mail: psdp@gmx.net

Mobile: 00491631356202
Web: www.pashtoonkhwa.com

 

 

- جرګې
بېرته شاته