(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عجایب او DNA

[23.Mar.2023 - 07:10]

د ډي ان ای (DNA) عجایب او پرې د مثبت فکر اغیزې

لیک : ډاکتر ابراهېم شېنواری 

تاسو د پنسل څوکه ښه تیره کړئ او پر کاغذ پرې یو داسې کوچنی ټکی جوړ کړئ چې که تر هغه کوچنی شي، په سترګو نه لیدل کیږي. دغسې لس کوچني ټکي یو ملي متر، سل یې یو سانتي متر، ۱۰۰۰ یې یو دیسي متر او لس زره یې یو متر کیږي. د دوی لیدل خو اسان دي. خو که دغه کوچنی ټکی ۱۰۰ زره چنده کوچنی کړئ یو نانو متر کیږي (نانو متر د ملي متر یو میلیونمه برخه ده).

انساني ډی ان ای (DNA)  بیا دوه نانو متره ده. یعنې تر ملي متر ۵۰ زره چنده کوچنۍ ده.

خو په دې کوچنۍ زره کې یو جهان پروت دی. دغه ذره چې له تر ټولو کوچني لیدونکي ټکي څخه ۵۰ زره چنده کوچنۍ ده، په ۲۳ جوړو (۴۶) کروموزونو کې غځیدلې ده چې که په یو مستقیم مسیر هواره شي، اوږدوالی یې دوه متره کیږي. د دې اوږدوالي پر مسیر له ۲۰ زره تر ۳۰ جنیونه د تسپو د دانو په شان منظم پراته دي چې د انسان ټول ارثي خواص له یوه نسل څخه بل نسل ته لیږدوي. جینونه په حقیقت کې نوکلیوټایډونه دي او له اډینین، ټایمین، سایتوسین او ګوانین څخه جوړ دي.

دا جینونه نور انعطاف هم لري. انساني ارثي خواص د جینونو په منځ کې د کوډونو په شکل ثبت دي. کوډونه په حقیقت کې د (Adenin, Guanin, cytosine and Tymin له نوکلیوټایډونو جوړ شوي دي چې ادینین او ګوانین پخپلو او سایتوسین او تایمین پخپلو کې وصلیږي چې Base pair جوړوي. هر جین تر یو میلیون بیس پایر جوړولي چې په دې حساب انساني جنیوم ۳ بیلیونه بیس پایرز لري. هر Base pair  ۷۵۰ بایټه معلومات ساتلی شي چې ټول ۷۵۰ میګابایټه کیږي. دا جینیټیک کوډونه دومره زیات دي چې که په کتابونو کې راټول شي نو داسې ۳۲۰۰ کتابونه ترې جوړیږي چې هر کتاب زر مخونه لري او په هر مخ کې ۱۰۰۰ کلیمې لیکل شوي وي. خو که دا سې معمول کتاب ترې ترتیب شي چې په هر مخ کې ۲۵۰ کلیمې او ټول کتاب ۲۵۰ مخونه و لري، بیا نو ۵۳ زره کتابونه کیږي، یعنې یو لوی کتابتون

اوس یې نو دا حساب وکړئ چې پدې کوچنۍ دره کې څومره لویه نړۍ پرته ده!!!

دا کوچني جینونه د ځینو فکټورنو لکه ذهري موادو، شعاع او ویروسونو له امله کله کله تغییر کوي چې میوټیشن ورته وایي، خو د دې میوټیشن د اصلاح او رغیدو لپاره بیا بدن انزایمونه افرازوي چې دغه تخریبات بیرته رغوي. که د دغو فکټورونو خصوصاً شعاع ګانو شدت زیات وي نو تغییرات د بیرته راګرځیدو وړ نه وي او ناروغۍ ترې رامنځ ته کیږي چې نورو نسلونو ته هم انتقال کولی شي. همدا رنګه جینونه د انساني تکامل پر لور مثبت تغیرات هم کوي.

پخوانی نظر دا وو چې موږ د دغو جینونو محکوم یو او هر څه چې په دغو جینونو کې موږ ته په ارث رسیدلي دي، موږ پرې هیڅ کنټرول نه لرو او هیڅ تغییر پکې نه شو راوستی. خو اوس نوې نظریې منځ ته راغلي دي.

د بیولوژي پوهانو ثابته کړې ده چې محیط او د فکر ډول د جینونو پر فعالیت اغیز کوي او پکې د موجودو تحتاني خواصو د فعالیدو او یا غیر فعالیدو سبب کیږي.

نو د سالم محیط جوړولو، مثبت فکر کولو، ښو عادتونو خپلولو، ټینګ باور او دعا په نتیجه کې حتی د جینونو په سویه د انسان په بدن او شخصیت کې مثبت تغیرات راتلی شي

د ژوند شرایط مو ښه کړئ، ورزش وکړئ، پوره او منظم خوب وکړئ، متوازن خواړه وخورئ، دعا او عبادت وکړئ او پر ځان باور او مثبت فکر وکړئ.

په دې سره به ستاسو ۹۰٪ ناروغۍ ښې شي او د ناروغیو په وړاندې به مو مقاومت څو برابره زیات شي. DNA , by : Dr. Mohammad Ibrahim Shinwari 

- ډاکتر ابراهېم شېنواری
بېرته شاته