(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یارمحمد مفموم

[13.Mar.2023 - 10:14]

پروفېسرډاكټر يارمحمد مغموم خټك:ژوند،فن او شخصيت

ليك:سيدالامين احسن خوېشګي

 دلوے ولي حضرت شېخ رحمكار كاكا صاحب دمريد سيد علي ګوهر شېخ بابر بابا په اولاد كښې دډاګ اسماعيل خېل  دمياګانو په محله كښې دفضل اكبر كره دستمبر په څليرېشتمه كال نولس سوه درې پنځوسم(1953 ع) كښې يوماشوم وزېږېدو، چې يارمحمد نوم پرې كېښودے شو.دوي اولنئ  رسمي زده كړې دخپل كلي په پرائمري سكول كښې ،او ترلسمه ئې نورې زده كرې دهُم دغه كلي دلوے سركاري سكول نه په كال نولس سوه نههٴ شپېتهٴ(1969ع )كښې ترلاسه كړې .وروستوپه ادبي دنړۍ كښې دپروفېسرډاكټر يارمحمد مغموم خټك په نوم شهرت لرونكي،په هم دغه كال دپېښور په ګورنمنټ كالج كښې يولسم جماعت كښې دباقاعده طالب علم په حيثيت داخله واخسته، او په كال نولس سوه يو اويايم( 1971ع) كښې ئې ددولسم یعنی اېف اېس سي سَنَدترلاسه كړو.دوي وائي'ما او(خداے بخښلي ډاكټر)راج ولي شاه خټک دارمان لرلو باوجود باقاعده( رېګولر) بي اېس سي ونهٴ كړې شوه،اودوه كاله پس  په كال نولس سوه پينځه اويايم كښې موڅوارلسم( بي اې) وكړه.مونږهغه اولني طالب علمان وهٴ، چې بي اې دوه كاله كورس امتحان ته كښېناستو. كال نولس سوه اووهٴ اويايم ،اتهٴ اويايم(1977-78ع )كښې مې پښتو ادب كښې دشپاړسم (اېم اې) امتحان پاس كړو،بيا  كال نولس سوه دوه اتيايم(1982ع) كښې اېم اې اسلاميات،كال نولس سوه پينځهٴ اتيايم(1985ع )كښې اېم فِل پښتو ډيپارټمنټ،پېښور يونيورسټۍ نه 'دازادئ تحريك اوپښتو شاعري '،تر عنوانه، او كال نولس سوه پينځهٴ نوي( 1995ع) كښې دپېښور يونيورسټۍ د 'ايريا سټډي سنټر' نه د 'دي روشنائټس اېنډ پشتو لټرېچر(پښتو ترجمه ،روښانيان اوپښتو ادب)'په عنوان د پي اېچ ډي تحقيقي مقاله  وليكله'.

ادب او تصوف ته دتوجه كولو دپوښتنې په ځواب كښې دوي وائي، 'زمونږ په كلي كښې مشهور پير رحمت كريم دے، زمونږ كورنۍ كښې ددوي مريدان شته، دتصوف سلسله دوي روانه ساتله، نور زمونږ خاندان كښې څوك داسې نهٴ وهٴ چې مادپاره دادب او تصوف لارښود ګرځېدلي وهٴ'.دتعليمي هلو ځلو په باب دوي وائي چې ' ماله ګورنمنټ كالج، پېښور، كښې دداخلې اخستو په ځاے اېډورډز كالج ته تلل پكار وهٴ ځكه چې تعليمي ماحول ئې زيات ښهٴ وهٴ ،خو داسې ونهٴ شوه اګر كهٴ ګورنمنټ كالج هم  هغه وخت بد نهٴ وهٴ'.

دعملي ژوند دهلو ځلو په باب خپله قصه داسې اوروي،'جنوري( 1979ع) كښې زما وړومبے پوسټنګ دپښتود لېكچرر په حېث په اېډورډز كالج، پېښور، كښې وشو.له ماوړاندې دلته دچارسدې شفيق الرحمان لالا دپښتواولنےليكچرر وهٴاګر كهٴ عبدالمجيد افغاني هم دلته دشرقي ژبيو استاد وهٴ، اوپه رسمي توګه ئې پښتو خو نهٴ ښائېله، خو حمزه بابا ،كامل صاحب او نور مشران به ورته راتلل .'رهبرِ اخلاق' اودپښتو نصاب دڅلورم اوپينځم ټولګي دپاره ليكلي كتابونه ئې ما لوستي دي.'تاريخِ افاغنه' نه علاوه ئې نورډېركتابونه  ليكلي دي. په كال( 2013 ع )كښې دپروفېسر/وائس پرنسپل په توګه رېټائر شوم'. اوداكتوبر كال دوه زره څوارلسم ( 2014ع )كښې دپبلك سروس كمېشن د ممبرپه حېث څلوركاله فريضه ترسره كولونه پس ستمبركال دوه زره اتلسم( 2018ع )كښې دلته نه هم فارغ شو. دپاكستان پښتو ادبي ټولنې دمجلې 'رڼا'(1976ع) كښې يو كال ايډيټر پاتےكېدو نه علاوه،ورځپاڼه وحدت كښې په كال نولس سوه شپږاتيا( 1986 ع) كښې كال، لس مياشتې ئې دنیوز ايډيټرپه توګه صحافتي ذمه دارئ  هم ترسره كړي دي.رېډيو پاكستان،پېښور،څانګه كښې د'ادبي سرګرمئ 'په نوم،په پي ټي وي د'انګازې' په نوم كال نولس سوه اتهٴ اتيا( 1988 ع ) كښې پروګرامونه شروع او درې څلور كال روان وهٴ. بيا له هم دغه ځايه'پښتو ادب تردې دمه 'پينځهٴ شپږ كاله او 'جولۍ ګلونه' ادبی پروګرامونوكښې دوي ددې خاؤرې ادبي تاريخ محفوظ كړو.

داېم فِل دپاره دتحقيقي مقالې دموضوع دتعين په باب پوښتنه داسې ځوابوي، 'موضوع دمخكښې نه هم زما نظر كښې وه، خوخان عبدالغني خان يو ځل زما مخكښې اووئېل چې' په دې عنوان  كارپكار دے ځكه چاپرې تحقيق نهٴ دے كړے ،نو ماپرې دتحقيق كولو اراده وكړه. زما دتحقيق دغه زمانه دكال نولس سوه(1900ع )نه تركال نولس سوه اووهٴ څلوېښتم(1947ع )پورې ده ،اودازادئ نه مراد په دې خاؤره دقابضوانګرېزانو نه ازادي اخستل او دبرصغير نه دهغوي دتللوپورې محدوده دي '.

دوي دخپل اهم كتاب د'خوشحال فرهنګ ' متعلق وائي ' چې شائع شو نوقلندر مومند وئېل چې داكتاب تاله شائع كول نه وهٴ پكار، بلكې دادپي اېچ ډي مقاله ګرځؤل پكاروهٴ، ځكه تا پرې ډېر محنت كړے دے '. د پي ايچ ډي دپاره دروښانيانو دموضوع ټاكلو په باب دوي وائي، ' اول كښې زما رجحان اولسي شاعرئ اوغني خان  ته وهٴ،اوايريا سټډي سنټر كښې ماديوې پوښتنې په ځواب كښې وئېلي وهٴ ،(انګرېزئ نه ترجمه)'شايد زهٴ غني خان يا اولسي شاعري دتحقيق دپاره منتخب كړم'،خو په ادبي او علمي خلقو كښې د پير روښان نوم نوے نوے متعارف شوے وهٴ، اګركهٴ اول اول متتنازعه وهٴ، خو لوے شاعران ئې پېداكړي وهٴ، اوبيادحمزه بابا سره ادبي اوعلمي نشستونونور هم وحدة الوجود ته مائله كړم. او چې راته معلومه شوه چې پير روښان  وحدت الوجود باندې مشتمل افكار لرل ،نو رجحان مې پير روښان ته لاړواوهم دغه تسلسل كښې به موهغه وخت دابن عربي كتابونه لوستل'.روښاني تحريك يو خالص مذهبي تحريك ګڼونكے ډاكټر صاحب د پير روښان وېنا نقل كوي چې هغه وائي ،زما مريدان دوه قسمه دي زما په تعليماتو پوهېدونكي اونهٴ پوهېدونكي،ناپوهه خلق دې زما كتابونه نهٴ لولي '،ددوي په خيال 'خليفه مودودخاص خلقوته دخېرالبيان باقاعده درس وركؤلو كښې شهرت لرلو. ددوي زور په تصوف وهٴ په سياست نه، دبايزيد دفهم تعبير يو ګنجلك بحث دے '،پيرروښان وائي 'پير كامل هردور كښې وي، زهٴ كامل پير يم، اوزما اتباع په خلقو واجب ده. نو داخو ډېره عجيبه خبره ده.دمغلو سره جنګ كښې دوي دومره متحرك نهٴ ښكاري، اويوځاے كښې وائي چې،' زهٴ دمغلو نه تيراه ته لاړم خو دوي راپسې هلته هم راغلل. ددوي زيات زورپه فلسفيانه موضوعاتواوتصوف وهٴ،په مذهب نه'.

دپير روښان دمذهبي فكر يا تصوف تعبير سره دډېرو مستندو عالمانو داختلاف،اتفاق، اوپرې دبحث سلسله چې تر ننه دمولانا مدرارالله صاحب دكتاب'پيرتاريك-بايزيد انصاري' په شكل كښې روانه ده.دوي هم وائي :'دمذهب ظاهري صورت منونكي ددوي تعليمات منل ګران محسوسوي، بايزيد روښان يو صوفي دے او رحمان بابا وائي چې 'مكتب حال دمذهب وائي - عشق سېوا دے له مذهبه'. كوم خلق چې دقرآن کریم او سنت نبوی تعليمات قرينه ګڼي، هغوي ته ددوي تعليمات منل ګران شي. دكابل قاضي خان سره مباحثه كښې دوي دمخالفينو له لوري لګيدلي هغه الزام ردكوي  چې ګوندې دهٴ ته وحي كيږي ،خو وائي الهام ورته كيږي او اقرار ئې كوي'.

'ملا ارزاني'ميرزاخان انصاري ،مخلص،كريمداد،واصل اوخليفه مودود وغېرُهم، دومره هوښيار اواهلِ علم وهٴ ،خو بيا هم دبايزيددوحدت فلسفه وړاندې كوي، تعريفونه اوخراجِ تحسين ورته وړاندې كوي. خو بايزيدهم معمولي نه،يو غېرمعمولي سړے وهٴ . دوی ټول دتصوف په مسئلو كښې ډوب وهٴ. ولې دمُلا ارزاني نه علاوه دغه نور دپښتنو خبره نهٴ كوي، بايزيد دخوشحال بابا غوندې قومي اتل نهٴ ښكاري، صرف دارازني افكاروكښې دقامي وحدت خبره راځي'.

دپوښتنې ،روښاني مكتبِ باندې شوي دچاتحقيقي كارونه صحيح تعبير ته زيات نزدے دي؟، په جواب كښې وائي:' په دغه موضوع كاركوونكيو كښې  مير ولي خان مسعود خپله لوےعالم فاضل وهٴ. خود بايزيد تعليماتو ته ډېر بد نهٴ وائي، اګركهٴ ډېروهوښيارو خلقو ورته بد او ښهٴ دواړه وئېلي دي. اوډلې اوپَرې هم زمونږ ادب كښې شته دے.تقويم صاحب ددوي تعليماتو سره اتفاق نهٴ كوي، قلندر دهٴ طرف ته مائله ښكاري،اواول كښې ئې ورته قومي اتل وئېل، ولې وروستو ددوي  تعليماتو كتلونه پس ئې ورته لوے صوفي ووئېل'...' پښتوادب كښې  دتحقيق متعلق دوي وائي،'دوست محمد خان كامل او قلندر مومند داصولو مطابق تحقيق كړے دے،بخښنه غواړم' بل څوك دي؟، (ښاغليو)همېش خليل اوپروفيسر افضل رضا هم ډېركار كړے دے.سَرچ اوريسرچ كښې فرق دے. دتحقيق متعلق دا مسَلّمه ده، چې كهٴ چاله انګرېزي، فارسي او عربي نه ورځي نو دتحقيق تقاضې نه شي پوره كولې،او كامل او قلندر له دغو ژبيو او ادب خبر وهٴ. اوس دور كښې ډاكټر سيد چراغ حسين شا ه صاحب ډېر لوے محقق دے .پښتو كښې دڅهٴ خلقو كا رمحض ترتيب دے، او مونږ ورته دمحققينو په ځاے مرتبين وئېلے شو.ښاغليو عبدالحئ حبيبي ،صديق الله ريښتين ،زلمي هېواد مل،او محمد صديق روهي هم ډېر كاركړے دے...نورهم ډېر دي'.

'خېرالبيان كښې دپښتو املا خدمت هم په نظر راځي بايزيددغه خدمت كړے دے خو لكه دخوشحال بابا دپښتنو دوحدت خبره نهٴ كوي. دپوښتنې په ځواب كښې چې، ايا بايزيد انصاري خوشحال بابا ته قامي وحدت دپاره يو بنيادنهٴ وهٴ وركړے؟،وائي ' نه،تاريخ مرصّع او خوشحال بابا دواړه دپير روښان محض هغه شعر چې په دوه قراتونو كښې مستعمل دے' زهٴ ددروېزه غوندې ايمان ښائېم ودهٴ ته' دوه ځايه ذكركوي.نورښكاره وضاحت ئې نهٴ كوي،افضل خان خټك هم وائي چې' دايومذهبي تحريك وهٴ'.

تاسو دنوښار ادبي فضا نه بيخي بيل پاتے يئ ،ولې؟ دوي وائي 'زمونږ مخه دنوښار په مقابله كښې پېښورته ډېره وه.نوښار كښې داسې ادبي شخصيات  هم نهٴ وه ،چې پرې خلق راغونډ وهٴ. دنوښارادبي خلق لكه رسا،عبدالخالق خليق او كامل هم پېښور كښې مېشتهٴ وهٴ.دخوشحال دفرهنګ په باب وائي د'خوشحال بابا شاعرئ كښې دفارسۍ او عربئ نه علاوه  زيات الفاظ دتركۍ ژبې دي اودوي وائي 'خوشحال بابا دپښتنو دټولو لهجو سره بلد وهٴ، اودغه لفظونه مختلفو لهجو كښې موجود وهٴ'.

دپښتوچاربېتې په باب وائي 'اولني كتابونو كښې  كال نولس سوه اووهٴ دېرش( 1937ع) كښې دهزارې قدرت علي د'مشكل كشاےٴ طالبان' نومې كتاب مذهبي مسئلې چاربېته كښې نظم كوي.په چاربېته منظم كارنهٴ دے شوے. زما هغه چاربېته خوښه وي چې روماني او سماجي مسئلې لري،كاركول پرې داِداروذمه داري ده، دشخصياتو نهٴ دهزړو ليكلوچاربېتوكښې يوه  صرف دمارغانو اوبله دوښوذكر لري.اخون ميرحسن بابا دمياشتو مطابق دپښتون حال وئيلے،داخاص رنګونه لري. فياض دشيدو،محمد دين تيلي اوعبدالله استاد ښه چاربېته وئېلې،دلاچۍ باچا ګل استادهم دچاربېتې ښهٴ شاعر وه،درجه بندي ئې ګرانه ښكاري'.

 'مايوه افسانه 'دغه كور' ليكلې وه، خوښه كړې شوې وه، په افسانه زما مطالعه كمه ده.دپښتوافسانې متعلق رائې لري چې' دقلندر مومند دافسانو زيات تعريف كيږي،پېغام پكښې شته ،دګل افضل خان افسانې مې هم لوستي دي'. 

دپښتوادب دشخصياتو باره كښې وائي ،'دقلندر هومره لوے سړے ماپښتنوكښې نهٴ دے ليدلے، رښتيائې پښتو سره مينه وه ،دانګرېزئ ادب استاد وهٴ. څومره مينه چې دهٴ كښې وه، بل چا كښې نهٴ ده ليدلې شوې. خپله لويه ئې نه ده وئېلې،دپښتودپاره ډېر تكليفونه وركړے شوے وهٴ ،خو دوي ئې ذكر نهٴ دې كړے. خواري اومحنت ئې خاصه وه. عقيده ذاتي شے دے. دقران پاك ژوره،مطالعه ئې لرله، هغوي ئې خپله اعتراف كړے وهٴ،ماته ئې وئېل،' چې هرسړے مري نو غواړي چې دهغهٴ دې يوه خاص خبره ياده پاتې شي زهٴ داخواهش لرم چې  زما دې خلق دقرانِ پاك مطالعه ياده كړي ،حاضر دور كښې به ډېروكمو خلقو  زما هومره دقران كريم مطالعه كړي وي '.

دبل محقق خداے بخښلي دوست محمد خان كامل باره كښې وائي 'كامل صاحب زيات مذهبي وهٴ، نوټونه به ئې له جېبه لرے كؤل چې ګوندې ورسره مونځ نهٴ كيږي كارئې ډېر اومستند دے'. 

دخپل كار په حقله وائي،' زهٴ دخپل شوي كار نه ډېر مطمئن،  اوشكرګزاريم ،په دې خاؤره دپښتوخدمت كوونكې درې كورنۍ دي روښانيان- زما پرې درې كتابونه دي.دخوشحال بابا كورنۍ -زما پرې څلور كتابونه دي ،دباچا خان كورنۍ -زما پرې څلور كتابونه دي. خپل فرض مو ترڅهٴ حده ترسره كړے دے'.

'خداے بخښلے ډاكټر راج ولي شاه خټك بې شكه چې ذهين وهٴ او ډېر كار ئې كؤلے شو،خو ريسرچ ناسته او مشقت غواړي، هغوي هغسې ونهٴ كړے شو، څنګه چې ترې طمع كېده'.. 'په پښتو اكېډيمۍ کښې زيات علمي  كار کال نولس سوه شپږ پنځوس اووهٴ پنځوس(  1956-57ع)كښې دمولاناعبدالقادر صاحب دوركښې اوبيا، اوس دورونو كښې دډاكټر سلمى شاهين او ډاكټر نصرالله وزير په دور كښې دستائينې وړكارونه شوي دي،كتابونه شائع شوي دي'.دوي رائي لري چې' يونيورسټيو كښې دادب په نوم جوړو او روانو اداروكښې هغسې كارنهٴ كيږي څنګه چې پكار دے'.دروان دور دمحققينو په باب وائي .'پروفېسرډاكټر محمدزبېر حسرت  دډېرونه ښهٴ دے،ورته هرڅهٴ ياد وي، ښهٴ كار كوي، متحرك سړے دے،په رحمان بابا اوخوشحال بابا ډېره مطالعه لري .ډاكټر عبدالله جان عابد هم كهٴ دلته(پېښور) كښې وهٴ، نور به ئې هم ښهٴ كاركؤلو،ذهن اواپروچ ئې له ډېروښهٴ دے.ډاكټرحنيف خليل هم ښهٴ كاركوي، كوېټه كښې عبدالروف رفيقي ډېركار كوي،  عبدالكريم بريالے ډېر علمي تحقيق كړے دے ،حافظه ئې ښه ده، ذهن ئې تېزدے.اوپه تصوف پوهيږي.محمود اياز هم غوره كاركوي. لياقت تابان اګر كهٴ دپېشې په لحاظ دطب شعبې سره وابسته دے، خو تحقيقي زيارونو له ئې دوام وركړے دے.ډاكټر نصيب الله سيماب هم دغه ضمن كښې متحرك دے، رفيع الله نيازي هم معياري كاركوي''پټې خزانې' زمونږ مسئله خرابه كړه'.

دحمزه باباپه باب وائي 'ډېرمېلمه دوست وهٴ، خوراك كښې به ئې نرۍ غوښه خوښه وه، اوماستهٴ به ئې ورسره خوړل،دپوښتنې په ځواب كښې ئې وئېل،'دهٴ به وئېل 'تفضيلي يم، رافضي نهٴ يم،زماپه مشرورور باور خان باندې هم دغه اثروهٴ. دحضرت علي رضي الله عنه افكار چې څوك هم لولي ،هغه متاثره كوي ،خوشحال بابا سره هم دغه افكار وافردي،ځكه خو وائي چې' سني يم'، خو عقيدت ئې جناب علي رضي الله عنه ته ښكاره دے.'

دغني خان په شاعرئ كښې دتصوف په باب ديوې پوښتنې په ځواب كښې وائي،'غني كښې تصوف نشته،غني،خان وهٴ،افكارو كښې ئې فلسفه ده، صوفي كېدل صرف افكارنه، بلكې عملي كېدل هم وي.شاعرئ كښې ئې نوې موضوع نشته،الله پاك سره مينه ئې دشاعرئ  نچوړ دے، الله ته جانان،محبوب اويار وئېل  ئې انفراديت دے،ددوي افكارد عمرخيام سره يوشان والے لري،نظم ئې عام دے،څنګه چې په شخصي لحاظ منفرد دے دغسې شعر كښې هم دے'.  

دخپلوتصنيفاتو په باب دوي وائي چې' ورله پښتو اكېډيمئ وړومبے كتاب 'ديورپ سائنسدانان'(1982ع)،شائع كړو.' 'دخوشحال فرهنګ'(وړومبے جلد-1985ع)،'دستارنامه مقدمه حاشيه او سمؤنه(2005ع)'،'دخوشحال فرهنګ( دوېم جلد)'،'دازادئ تحريك او پښتو شاعري(2007ع۔داېم فِل تحقيقي مقاله)'،'Roshanites and Pashto Literature(د پي ايچ ډي مقاله)( پښتو ترجمه) روښانيان او پښتو ادب( 2005ع)'،داېس اېس تهاربن دكتاب (Bannu or our Afghan Frontier)له انګرېزي كتاب نه دمتلونود برخې نه ددولس سوه پينځهٴ اويا(1275 )متلونه پښتو ترجمه تدوين،ترتيب او سمؤنه(2014ع)'  ،'باچاخان او دمعاشرې اصلاح(2018ع)'،'صوفيانه شاعري او دمعاشرې اصلاح(2009ع)'،'بچوں كے لوك كہانياں(2008ع)'،'دښائېست دلارې مسافردصاحبزاده امتياز دانګريزي كتاب ترجمه اوپرې مقدمه'،'دخوشحال بابا كليات( سمؤنه، تحقيق او مقدمه او فرهنګ(2016ع)'،'چاربېته فن او تاريخ(2020ع)'،'بَل اواز(شاعري) 2019ع)'، ټېكسټ بك بورډدپاره دوه كتابونه'.

پېغام كښې وائي،'په برقي وسيلودخوريدونكي شاعرئ حوصله شكني دې وكړې شي ،ځكه چې مقصديت پكښې عنقا اوپه سطحيت مشتمله ده. زلمي تن اسانه دي او علمي خبره ترې اورېدېلې نشي. زمونږ نام نهاد محققين علمي خيانت كوي ،علمي ديانتداري نهٴ لري، محنت او علم دوخت تقاضا ده.وړاندے شوے ادب دې په نوي شكل كښې سردوباره راؤړاندے كړے شي،  جائزه  دې ئې واخستې شي. رحمان بابا باندې كار تكراري دے دكار شعرونه ئې څوك نه ګوري متن كتل پكار دے'...په عمر اوعلم اوعمل كښې ئې بركتونه...

- فن اوشخصیت
بېرته شاته