(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جاپان کښې

[13.Mar.2023 - 08:34]

یوه  دوست لیکلی دي چې :

جاپان کې د زده کړو د کیفيت په اړه به مو ډېر  څه اؤریدلي وي؛ تر څو يې چې پهٔ خپلو سترګو ونه ګورئ باور به مو ونشي. د دوی ملت جوړونه، لوړ اقتصاد، با کلتوره ژوند، هیواد ته ژمنتیا او هر څه چې لري يې له ښوونځي نه  سرچينه اخلي

دی وا یي چې تېره اوونۍ یو ه ښوونځي ته ور بلل شوی وم، ما ته يې ځينې ځانګړنې ډیرې په زړه پورې وې

۱. دلته وخت ډیر ارزښت لري، ښوونځي کې ټولګي د زده کوونکو دعمر له مخې ترتیب شوي وو. یعنې  له لومړي ټولګي څخه بیا تر فراغت پورې باید په زده کړو کې هيڅ وخت ضایع نشي. / دلته په پاليسي جوړولو دوه کلونه  نه تیريږي.

۲. ښوونځي کې صفاکاران نه وو، هره ورځ د غرمنۍ تر خوړلو وروسته يې زده کوونکي په ګډه  صفا یي کوي؛ پهٔ دې سره دوی ګډ کار کول، هیواد سره مینه، او د ژوند مهارتونه زده کوي. زده کوونکو تهٔ دا په عملي ډول ورښودل کيږي چې څنګه خپل کور او چاپیریال پاک وساتي؛ نو همدا لامل دی چې جاپان د نړۍ تر ټولو پاک هیواد دی

۳. زده کوونکي په ښوونځي کې ډوډۍ يوځای خوري. د ډوډۍ په راخیستلو او ویشلو کې د یو او بل سره مرسته کوي؛ تر څو په ټولنه کې د يو ښه انسان په ډول ژوند کول زده کړي

۴. له ډوډۍ خوړلو وروسته باید هر زده کوونکی غاښوونه ووينځي؛ تر څو دوی د روغتیا په اهمیت او د ساتنې په مسؤلیت  له کوچنیوالي نه  پوه شي

۵. هر ښوونځی د روغتیايي خدمتونو يو ځانګړی مرکز لري، د اړتیا په وخت کې د زده کوونکو سره بيړنۍ مرسته کوي. څو د هيڅ زده کوونکي ژوند د کومې پيښې ښکار نشي.

۶. هر نوی زده کوونکی ښوونځي ته پهٔ راتګ سره، یو نبات کري او له هغه څخه پالنه کوي؛ په دې سره دوی د چاپیریال ساتنه په عملي ډول زده کوي، او د هغه نبات په وړاندې د مسؤلیت احساس کوي. د دې ترڅنګ د بيولوژي په ساعت کې په هغه نبات باندې عملي تجربې کوي

۷. دوی په ښوونځي کې د «ژوند زده کړه» په نوم یو مضمون لري، په دې مضمون کې د ژوند مهارتونه زده کوي. تر څو هر یو يې د دې وړ شي چې خپل ژوند مخې ته یوسي، او د کورنۍ په بل غړي پورې تړلی نه وي. هر فرد د دې وړ وي چې د کور کارونه تر سره کړي

۸. له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته دوی په ښوونځي کې د زنګ  په غږولو بندیز لږولی. د زنګ پر ځای يو ډول نرم موزیک غږوي، ځکه د زنګ غږ ویرونکی دی، تر څو د زنګ لوړ غږ زده کوونکي سخت دريځۍ ته تشویق نه کړي، اود دوی په روح او روان ناوړه اغیزه ونه کړي

۹. زده کوونکي له خپل ښوونکي سره يوځای ډوډۍ خوري تر څو دوی په عملي ډول دا زده کړې چې هيڅ انسان تر بل انسان لوړ نه دی،  ټول يو ډول انسانان يو.

۱۰. دوی ښوونځي کې درس ویل، ډوډۍ خوړل، او لوبې یوځای کوي. په ډلو، ملګرو او بانډونو باندې نه ویشل کيږي؛ د دې لپاره چې په ټولنه کې متحد اوسیدل زده کړي

۱۱. دوی ښوونځي ته په ګروپي ډول ځي، ګروپ ته یو مشر ټاکي. نور ټول د هغه لارښوونه تعقیبوي. په دې سره له ماشومتوب څخه د مشري یا ليډرشيپ او مسولیت قبلولو مهارت په عملي ډول سره زده کوي

۱۲. جاپاني زده کوونکي د شپې باید په کور کې وي، د کورنۍ د غړو له خوا اجازه نه لري چې د زده کړو په جریان کې د ملګرو یا بل چا کور کې پاتې شي. ځکه چې بل ځای شپې کول ممکن د دوی په زده کړو او کورنۍ دندو بده اغیزه وکړي

۱۳. د ښوونځي زده کوونکي تر لس کلنۍ پورې ازموینه نه لري؛ دوی یوازې دا زده کوي چې په ټولنه څه ډول ژوند وکړي. هر کوچنی زده کوونکی په دې اند دی چې ژوند یو مسولیت دی د کولو لپاره يې زده کولو ته اړتیا لرو؛ پرته يې له زده کړې ژوند نشو کولی

۱۴. د ښوونځیو مسولین غواړي په جاپان باندې شوی اتومي برید په تاريخ مضمون کې تدریس نشي؛ ځکه زده کونکو کې د انتقام روحیه پیدا نشي. دوی غواړي داسې یو نسل وروزي چې یوازې د جوړولو فکر ولري نه د وژلو او ورانولو

۱۵. په دې ښوونځي کې سږ کال په ټول کال کې نه کوم ښوونکی غیر حاضر شوی و او نه هم کوم زده کوونکی

۱۶. په ټول ښوونځي کې داسې کومه پېښه  نه وه رامنځ ته شوې  چې کوم زده کوونکي دي کومه ناسمه کړنه تر سره کړي وي

۱۷. ما چې له زده کوونکو څخه د دوی د راتلونکي په اړه وپوښتل د دوی ځوابونه ډیر حیرانونکي وو. هیڅ یوه د شخصي ژوند، دندې او پیسو په اړه هدف نه درلوده. د دوی نظرونه دا وه چې څنګه له جاپان او ټولنې سره مرسته وکړو

۱۸. دلته هر ښوونځی انټرنيټ، بريښنا، کتابتون، او داسې لابراتورونه لري چې زمونږ ډیر پوهنتونونه يې نه لري

جاپان

جاپان ۱۲۵ میليونه نفوس لري په داسې حال کې چې کابو۳ لکه کیلومتره مربع مساحت لري. هيڅ په لوړه پيمانه طبیعي سرچيني نه لري. د سمندر په منځ کې په سلګونو ټوټو ویشل شوی هیواد دی. دلته هر کال کابو یونیم زر ځمکلړزې کيږي، توپانونه راځي، او ډیرې نورې طبعي پيښې رامنځ ته کيږي. له طبیعي پيښو سربیره په دې هیواد دوه اتومي بمونه کارول شوي دي. خو نن د نړۍ دریم اقتصاد دی. د نړۍ تر ټولو محفوظ هیواد دی. د ژوند تر ټولو لوړه کچه لري، دومره لوړه کچه چې نوي زره سل کلن وګړي پکې ژوند کوي. وګړي يې یو ښېرازه ژوند لري، کابو د هر وګړي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې يې پوره دي. باور وکړئ، دوی تر مونږ هيڅ بدل نه دي دوی همدا ډول انسان دي. د دې ټولو نیکمرغیو تر شا یوازې یو راز لري هغه دا چې زده کړې کوي او د سواد کچه یې  ۹۹ سلنې ته رسولې ده.

افغانستان 

د افغانستان مساحت د جاپان په نسبت تر دوه چنده هم زیات دی، او نفوس يې د جاپان په نسب کابو نوي میليونه کم دی. یوازې د ځمکې لاندې منابع يې تر تریلیون ډالرو زیاتې دي. خو بیا هم د نړۍ د منفي لیستونو د سر په کرښوو کې يې نوم لیکل شوی وي. د نړۍ نا امنه هیواد، د نړۍ غریب هیواد، لوړه بی سوادي، زیاته اندازه بي کاري، د نشيي توکو تولید کوونکی، ټيټ عاید، جګړې، مرګونه او وژنې، د نړۍ خفه هیواد، او خلاصه يې دا چې د نړۍ یو بدمرغه  هیواد دی

د دې ټولو بدګڼو لامل زمونږ خپله بې علمي او بې سوادي ده. د جهالت له لاسه عقل بيخي کډه کړې ده. بيخي د هوښیار کیدلو اراده نه لرو. تر څو چې داسې بې سواده ساتل کیږوهمداسې خوار او زار به یو.

لنډه دا چې د یو ودان او سیال افغانستان لپاره باید   یوه باسواده مور او  یو باسواده پلار يو بل باسواده نسل وروزي او هغوی د هیواد مشران شي. داسې یو نسل چې علم په ښځينه او نارینه باندې ونه ويشي او پر ټولو علم یو شانته  فرض وګڼي . له زده کړو پرته د هېواد جوړول نا شونې خبره ده

هیره دې نه وي چې د عصري زده کړو مخالفین د افغانستان د ودانولو  او پر مختګ  مخالفین دي.

وما علينا إلا البلاغ المبين،

(د ډاکتر لطیف یاد له پاڼې څخه)

- زده کړې
بېرته شاته