(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبي ټوټې

[20.Feb.2023 - 16:33]

سید عبید الله نادر

یو لړ لنډې ادبی ټوټې د عاجزۍ د پوهیدنۍ او درک له پاره

 

ځیني انتباهی ، تعلیمی ،او فلسفی مطالب

 

د بصیرت خاوندان

چې می پورته ، په غرور کړل قدمونه

لدې خـــاورو نه ترغوږشول ، آوازونه

قدم رو ږده ، ای نادانه بی خــــــــــبره

چې کـــــــــکرې دي ،مخونه دي لاسونه

ستر ګی وغړوه ، خپلي خپو ته دي نظر وکړه . چی د هر قدم په ایښیدو او چتیدو کې

په زر هاوو جهان بینې سترګی ښکلی مړوندونه او رخسارونه خپو لاندی کیږي په دي

خاورو کې ډیری هیری افسانی پرتی دی .دلته د فانی دنیا په مکاریو پو هیدلو ته نرئ

لار ده . چی د عبرت بین نظر دا کتلی شي . او هغه انسانان یي لیدلای او پری پوهیدلای

شي چی زړونه یي د معرفت په څراغ روښانه وي ، او د بصیرت خاوندان وي  .

هر ورقی د ګلشن کې ، ستا حکمت دی

د بلبــــــــلو په ثنا کې ، ستا صفت دی

په نطر د عبرت بین په دي چمن کې

هره پاڼه یي ، دیوان د مـــــعرفت دی

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

تر ټو لو غِوره لار

یوه شیبه سر په خپل ګریوانه  کې ښکته کول ، او خپل حال او ماحول باندی ژور سوچ کول

انسان ته دعاجزئ د پوهیدو او درک مو قع برابروی . او دانسان په مافی الضمیر کې بدلون

راولي د یو ټکي د معني په رسیدو او پو هیدو سره انسان ټکان خوری او د غفلت له خوبه

راویښیږي او د انسان په روحیاتو ژور اثر کوی خکه د روحی قوت د اخیستو سره د اعمالو بد لون

ضروری دی . داسی کله کله په خپل حال نظر کول تر ټو لو غوره لار ده .

کله کله په خپل عجز باندی نظر

په حالت د هر انســـان کوي اثر

بزرګــــــانو لدې لارې نه هر کله

په حــــــریم د ولایت ، کړی ګذر

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

 

د عبرت ټکي

دلته هر څه د حال په ژبه دي ګویا ، هره پاڼه هر ښاخ ، د عبرت په ژبه خبري کوی .

د خار او خس څخه د لټون آواز راپورته کیږي . زمانه د غافلانو د ویښیدو له پاره په سل رنګه اشارواو بدلونونو اوړي رااوړي

خو د عبرت خاوندان ددي عبرت سرا څځه ټکي اخلي او غافل تري بی بهري وي غافل د زماني په سل رنکه بدلونونو نه ویښیږي ، او نه خبریږي ځکه چی په زړه  کی یي د معرفت مشعل مړ د عبرت غوږنه یي کاڼه ، او د لټون سترګي یي ړندي وي .

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

مکاره زمانه

هره پاڼه چي د ګل څــــــــــخه ، تویږي

صاحبدل په خپل ، انجام باندي پو هیږي

میړوخي لور چي د سپین ږيري پلار کره د لیری ملکونو څخه میلمنه راغلي وه .

پس له څو مودي د خدای پاماني په وخت کي یي ، په داسي حال کي چي پلار یي د مریضی په بستر کی

پروت وو .او د خپلی لور او نمسیانو د تګ له پاره ژړه غونئ وو نو لور یي ورته داسی ووییل پلاره! مه

ژاړه کال ته خیر وي بیا راځو ، پلار ژړا ته نور هم زور ورکړ .ځکه هغه د فاني دنیا نه دومره مهلت ځان

ته نه لیده ، او د فاني دنیا په لو بو پوه وو. لور ته یي هیڅ ونه وییل خو ددي ناویيلي ټکي او مضمون درک

به غیر د صاحبدل څخه چا نه شو کولای .

زه ګرم نه یم چي ، ژړیږمه عالمـــــــــــه

په ټول عمر، د فاني دنیا له غمــــــــــــــه

څه چي ما په دي ، کاروان کي دي لیدلي

د غافل سترګي یي نه وییني ، په سمـــــــه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ژور سوچ

بهار وو ، او دګلونوموسم ،تر هغه ځایه چې نطر ورتله ،ښکلا وه ،سمه او غر په رنګین ګلونو پوښلي وو ،درویش چې د دیواله اړخ ته ډډه لګولي او دي ورشو ته مخامخ ناست وو، سر یی په ګریوانه کې د ننه کړی وو،لاروی چې پرې د تیریدو په حال کې وو ،ور ږغ یی کړ:درویشه!سر د ګریوانه څخه راپورته کړه چې ګلونه او ګلزار ووینې ،درویش ووییل:سر په ګریوانه کې د ننه کړه چې د ګلونو خالق ووینې.  

د فارسی ادبی پارچو څخه ژباړه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

 

د افسوس عالم               

سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر څنګه یي تیریده ، نو د ټوکې په انداز کې یي ورته وییل : با با په خاورو کې څه لتوې؟  با با په انتباهي انداز کې ورته ووییل :د افسوس په یو عالم کې لټومه مي ، په خاورو کې ځواني ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ژباړن :سید عبیدالله نادر

حکایت دی چه وایي یو پادشاه یو  درویش او فقیر،بی ګناه زنداني کړخو د شپی یي خوب ولید .چې غریب زنداني بی ګناه دی .پادشاه دستور ورکړ او زندانی یی خوشي کړ او هغه یی ځان ته رووغوشت او ډیر یی نوازش کړ . او هغه ته ووییل چی زما نه یو حاجت وغواړه ، درویش وویل : هغه خدای چې په نیمه شپه کې یی ته د خوبه راویښ کړي ،ترڅو ما آزاد کړي ،او تا ته یی د عبرت ټکان درکړ ،دا ډیره د نامردۍ خبره ده ، چې زه د هغه درګاه پریږدم ، او د بل چا له درباره څخه څه وغواړم .

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

راځئ چې د محبت او میني غیږه خلاصه کړو

دا سبا چې  مونږ پری دومره ډاډه یو ، شاید چې دا سبا نه وي ،نو غوره دا ده ، چې یو بل د مهربانۍ په غیږ کې ونیسو ،ځکه دا نه ده معلومه چې سبا به مهلت وي او که نه ،ژوند ډیر ژر تیریږي ،د مخه تر دي چې هر یو د اجل غیږي ته ورشو ،نو راځئ چې یو  بل ته د محبت او میني غیږه خلاصه کړو ،او یو بل په غیږ کې ونیسو.

 

- سید عبیدالله نادر
بېرته شاته