(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمورنیو ژبو

[20.Feb.2023 - 16:24]

ژبه د قام د پېژندو نښه ده
 
له ټولو پښتنو پوهانو, ښوونکو, سېاستوالو, د لیکوالانو , شاعرانو, ادېبانو, خېریالانو, ملتپاله (قامپرستو) ګوندونو, ټولنو او په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ, د عوامي نیشنل ګوند, دپښتونخوا ملي عوامي ګوند, د وطن قومي ګوند, دملي جمهوري ګوند  له مشرتابه او غړو څخه په درنښت  غوښتنه کوو, چې په خپلو دوترونو (دفترونو)، رسمي اوغیر رسمي غونډو، سیمینارونو, کنفرانسونو, پرلتونو, غونډو, جلسو,  د ټاکنو په کمپاینونو , مرکو, رسنیزو څرګندونو (پریس ریلیزونو)  لیکنو, ټولنیزې رسنۍ​ (انټرنېټي وېبپاڼو,  فیسبوک, ټویټر, انسټاګرام او ...) اعلامیو او  خبرتیاوو کښې​ پښتو ژبه وکاروي.
 که چېرې د بلې ژبې ویلو ېا لیکلو ته خامخا اړتیا وي, نو لومړیتوب دې یوازې او یوازې پښتو ژبې ته ورکړل شي,  تر څو پښتو د زده کړې, سیاست, سوداګرۍ او د روزګار ژبه شي. (نصیر ستوری) 20.02.2023  
................................

سیاسي واکمن که پښتانه شي، پښتو کاندي د سرکار  ژبـه
هم د ښــــوونځــي،  هم د دفـتر، هم د  خپل کــــار ژبه

بیا به پوهان او امیان حس  کړي  ضرورت د پـــــښـــتــو
پـښتو به شي, بیا د پو هـــنـې، تجارت او د روزګار  ژبــــه

- نړیواله ورځ
بېرته شاته