(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوروپ او رېاستونه

[20.Jan.2023 - 05:43]

 يورپ او قامي رياستونه

لیک: روزي خان ايثار 

که ديورپ پر نقشه لږ غور وشي نو هغه پر درو برخو ځله وېشل شوی دی ، لکه مشرقي يورپ چي مخ کښې د خلافت عثمانیه او روس تر تسلط لاندي ؤ ، مرکزي يورپ چي د پوره يورپ د لرغوني تهزيب زانګو ده چي اوس پکښې جرمني او اټلي دي ، مغربي يورپ چي هلته څلور زورور ملکونه لکه برطانيه، فرانس، پرتګال او سپېن موجود دی ،

که څه هم ديورپ تاريخ دلرغوني تهزيبونو برخه دی ، او دغه موضوع ډېره پراخه ده، خو زه فقت دلته ستاسو په زهن کښې د تاريخ يوه خاکه جوړوم چي لږ او ډېر بايد هر څوک خبر شي 

 که چيري دا سوال وکړو چي  په اوسني يورپ کښې د قامونه بنيادونه څنګه جوړ شول؟ او هلته قامي رياستونه چنګه په وجود کښې راغلو دا خبره بنيادي ده 

د يورپ په تاريخ کښې يو توری ډارک اېجز يعني د تيارې دور شتون لري، چي تر څو څوک د ډارک ايجز په تاريخ پو نه شي نو بيا د جديد يورپ تاريخ پوهنه ګران کار دی، د تيارې تر دور ورسته په يورپ کښې نشات ثانيه راغلو چي په ثمر کښې سائنسي انقلاب ، صنعتي انقلاب او بيا د جهان له جغرافيې لیدلو ورسته د کالونايزيشن دور راغلو ، په دې دورانيه کښې چي يورپي قامونو په نورو هېوادونو کښې د خام مال پر منډيو خپل تسلط غوښت له هغه سببه دوي په خپل منځ کښې هم سره په جنګ شو او دغه سبب دوي په يورپ کښې دننه له يو بله بېل کړل او ويې هڅول چي دوي هلته پر خپلو قامي بنيادونو خپل هېوادونه جوړ کړي او خپل سرحدونه معلوم کړي ، هم دغه عمل په يورپ کښې دننه د قامي رياستونو بنياد کښې ښود او هم دې عمل په نتيجه کښې دوي دوه نړيوال جنګونه هم وکړل 

که موږ چيري هغه عناصر تلاش کړو د کمو پر بنياد چي قامي رياستونه جوړ شوي دي ، نو په هغو کښې اول عنصر ژبه ده، د يورپي قامي رياستونو د جغرافيې بنياد د ژبي د اشتراک پر بنياد واضع کړل شول ، معنی هغه خلګ چي ژبه يې مشترکه وله هغوي خپل ځان په بېل جغرافيه کښې را څرګند کړل ، که څه هم فرانس، پرتګال، سپېن او برطانيه له تېره تاريخه واضع ول خو نورو قامونو هم خپل سرحدونه د مشترکه عناصرو يعني د قام پالنې د اشتراکي اقدارو پر اساس جوړ کړل يا يې غوښتنه وکړله 

که چيري پوښتنه وشي چي هغه کم وجوهات ول چي يورپي قامونه يې قام جوړولو ته مجبور کړل ؟ 

نو ساده ځواب يې داسي دی چي د خپلو سرحداتو واضع کول ، په نورو هېوادونو کښې خپله منډۍ پيدا کول يعني په تجارت کښې خپله برخه لرل او کالونياني جوړول او خپل معشي نظام مستحکم کول ، يوازنی سبب يې د خپل معشي نظام پر مختګ ؤ 

تاريخ پوهان وايي چي هغه وخت په مرکزي يورپ کښې فقت دوه زبانونه لکه جرمن او ايټالين ؤ، هم دغه وجه وه چي اول د جرمن ژبې وينکو د جرمن د وحدت خبره وکړه او اول په 1815 کښې پر 39 وړو علاقو مشتمل جرمن اتحاد د کانګرس آف ويانا ورسته جوړ شي چي  ورته  unification of Germany وايي، 

 او بيا هم دغه شانې Unification of Italy وشو ، که څه هم هغه وخت انقلاب فرانس شوی ؤ او هلته په يورپ کښې نور باچاهان هم په دې ويره کښې ول چي د فرانس انقلاب بيرته بل ځای ونه شي، خو يو لوی سبب يې هلته پر قامي بنيادونو خپل سرحدونه واضع کول ؤ

د جرمن قام جوړېدلو په مرحله کښې چي کله پروشيا له جرمني سره پېوست کېدله نو د هغه له پاره د جرمن او پروشيا له ډينمارک، فرانس او آسټريا سره جنګونه وشول ، په هغه وخت کښې د دوي قامي هېرو اتل Otto Von Bismarck ؤ چي د خپل قام او جغرافيې له پاره يې مباريزه وکړله 

د خپلو تجارتي ګټو له پاره او د سمندري ساحل د حاصلولو په خاطر پروشيا يوار په 1864 کښې د آسټريا په مرسته له ډينمارک سره جګړه وکړله او بيا يې د اټلي په مرسته له آسټريا سره په 1866 کښې د اټلي په مرسته جګړه وکړله ، يعني بيسمارک غوښتل چي خپل جرمن قام ته پوره جغرافيه ور کړي چي هم وچه لري او هم سمندري ساحل لري

په 1870 کښې د پروشيا او فرانس تر منځ جنګ وشو ، بل آخر د بويريا چي کمه علاقه وه هغه هم بيسمارک په پروشيا کښې شامله کړه چي جرمن وحدت مکمل شو

لکه څنګه چي په مرکزي يورپ کښې د صنعتي انقلاب له راتګ سره او انقلاب فرانس ورسته هلته جغرافيې بدلېدل پېل شو، جرمن قام خپله جغرافيه جوړه کړله، هم دغه عمل بيا د ايټالين قام په جوړښت کښې هم وشو هغوي هم خپل وطن د اسټريا، سپېن او فرانس له قبظې خلاصه کړله او خپل قامي بنيادونه يې جوړ کړل

دا ديورپ په تاريخ کښې هغه دور ؤ چي يو اړخ ته روس سلطنت، بل اړخ ته خلافت عثمانیه ، په مغرب کښې برطانيه ، فرانس او سپېن وو، په مرکز کښې يې آسټرو هينکرين سلطنت او هولي رومن سلطنت ؤ

 هغه وخت په يورپ کښې که يو اړخ ته صنعتي خوځښت ؤ خو بلې خواته هلته د لېبرلز او کنزروټيوز نظر لرونکو تر منځ هم يو بحث روان ؤ

که څه هم يو اړخ ته د حالاتو د ضرورت مطابق طبعي ماحول داسي جوړ شوی و چي پر جديد بنيادونو قامونه سره پېوست کېدل او رياستونه جوړېدل خو بل اړخ ته هلته د رهبرانو هم کمال ؤ ، که اټلي په تاريخ کښې وګورو نو هم موږ ته د يو 26 کلن لېډر Giuseppe Mazzini

ګېوزيف مازيني  نوم ملاويږي چي هغه په 1832 کښې د "Young Italy" په نامه خپل سياسي ګروپ جوړ کړ چي پکښې ټول هغه ځوانان شامل سول کمو چي اټالين ژبه ويله 

په دې تنظيم کښې فقت هغه څوک وو چي عمرونه يې تر څلوېښتو کلونو کم وو او دوي غوښتل چي خپل قامي جمهوري رياست جوړ کړي 

د جمهوري رياستونو د جوړښت له پاره تر ټولو زيات رکاوټ پخواني حکمرانه طبقه وه، هغوي نه غوښتل چي د دوي له اولادونو بغير کم بل څوک د واک خاوند شي ، په دې کښې له دوي سره کنزروټيوز تاجر طبقه او مزهبي پادريان هم ؤ

د ريډکلز او ليبرلز نظر لرونکو خلګو په مرسته هغه پخوانی نسلي باچاهي نظام نسکور شو که څه هم د دې بدلونونو په اړخ کښې په 1848 کښې ډېر خون رېز جنګونو هم وشو خو بل آخر يورپ د امن او پرمختګ پر لور روان وساتل شو

که څه هم موږ و يورپ ته ديو ملک په نامه وايو، په حقيقت کښې هلته مخلتف قامونه دي او بېل بېل ثقافتونه او ژبې لري، هغوي خپل رياستونه پر خپل قامي تاريخي بنيادونو جوړ کړي دي 

له اولسمې صدۍ ځخه بيا تر نولسمې صدۍ په يورپ کښې پر قامي بنيادونو د جغرافيې تقسيم وشو ، د اټلي په جوړېدو کښې هم ايټالين قام هم له سپېن او هم آسټريا سره په 1858 او 1860 کښې جنګونه وکړل ، چي تر څو دوي خپل قامي رياستونه نه وو جوړ کړي تر هغو جنګونه روان وو او بل آخر يې دوه نړيوال جنګونه هم د خپل معشي بادارۍ او عالمي نرتوب له پاره وکړل 

د اټالين قام په جوړښت کښې له مازيني سره سره ، د Cavour، Garibaldi او د هغه د ګوريلا ګروپ Red shirts د نورو اتلانو برخه ده چي بل آخر يې و King Victor Emmanuel ii 

باچا ويکټر ايمانيول دويم ته جوړ قامي رياست په واک کښې ور کړ

په دې ټوله مرحله کښې دوي تر 1870 پوري وېنس، سيسلي، لمبارډيا او پیپلز رياست هم په اټلي کښې شامل کړ او زوړ او لرغونی روم د اټلي درالحکومت شو

تر دې دمخه له اولي صدۍ ځخه پر دې ښار د کېتوليک چرچ د پادريانو قبظه وه ، بل آخر يې فقت د دې ښار لږ برخه د Vatican city په نامه عيسوي پادريانو ته ورکړه

- روزي خان ايثار
بېرته شاته