(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو لالا

[20.Jan.2023 - 05:29]

د پښتنو لالا

لیک: مولانا خانزیب / باجوړ

په پېښور کښې د لطيف لالا د وکالت دفتر د پښتنو اوجره وه د هر لوري به ورله ډلې ډلې پښتانه مشورو له راتلل. لطيف لالا وکيل وو خو په ټول ژوند کښې په وکالت  د سیاست حواله ډېره لوړه وه هم د قامي سیاست له کبله ئې شهرت وو.

 

پښتانه ټول عمر د خپل ډډ نه لکه د چينار اور اخلي ، د دوئې د بدمرغو لوئي لامل د نړۍ وال سامراجي زورورو پرته د دوئې په ځان او ټولنه کښې دننه هم دې ، همېش لپاره د دوئې باچاېانې او سیاسي مشرۍ د قبيلوي کرکو له کبله شیندل شوي ، د احمد شاهي د ټبر خورېدل هم د قبائلي عصبيتونو له کبله وو د احمد شاه بابا نمسي شاه محمود د فتح خان سدوزی نه ددې لپاره سترګې ويستې چې په اولس کښې دده نه ډېر محبوب وو ، فتح خان سدوزی دومره زيرک او په قام مئين سړې وو  که ژوندې پاتي شوې وې نو دغه وخت نه پيرنګ وو او نه سیکھ شاهي فتح خان سدوزی ممکن کولې شوه چې نن پښتنو د لويديځ نه هم ېو پرمخ تللې رياست لرلې ، د لطيف لالا پلار هم په قبائلي دشمنې کښې وژل شوې وو دوه رونړه ئې هم وژل شوي وو دغه دشمني بېا په رورولې بدله شوه خو تېر کال د ېو جج د وژنې پسه بله قبائلي سپېره دشمني جوړه وه پښتانه هم اوس ټول په هوا ګرځي څوک د چا د غم نه ځان نه خبروي دې ېو کال دومره څوک پښتانه نه وو چې دې شخړه کښې د رورولې هڅی کړې وې.

د تېر پنځوس کالو نه په نوي شکل راروانې په ټولنه کښې بې رواجه دشمنې هم د هغه جنګي اقتصاد برکت دې چې څلوېښت لاکه پښتانه ئې لواړ مات کړل دې وخت کښې د پښتنو د خپل مینځې بدبختو لپاره د انجمن اصلاح الافغانه پشان د تحريک اړتيا ده.

 

د افضل خان لالا نه پس لطيف لالا هغه دوېم پښتون مشر وو چې هر پښتون به ورته د ډېر احترام نه لالا وائلو.

لطيف لالا ېو ډېر متحرک ژوند تېر کړو په اتيا کاله عمر کښې هم په کولاؤ تندي به ئې لکه د ځوان مسته خندا کوله ، هر وخت خوشاله او داسې دلاور سړې چې بل ميثال ئې نه وو زما په خیال کم جرائت چې لطيف لالا پښتنو له په سياست کښې ورکړې دا ئې لويه ورکړه ده .

د روښان فکره قام پاله سامراج ضد چپ لاسی سیاست ېوه لوړه استعاره وه ، په سياست کښې پې چرته هم د چا لپاره د کار کولو تور نه وو لګېدلې ېو آزاد مزاج ژوند پرست انسان وو، د تاريخ ژوره مطالعه ئې لرله ، د عدالت په لانجو کښې په وکالت کښې ډېر لوئي نوم وو ډېر ججان به د پېشی په وخت ترې په رعب کښې وو ، کم سیاسي مرګري چې پېژندګلو به ئې ورسره لرله ډېر قدر به ئې ورله کولو د وکالت د ډېر ناوزګارتياو سره لکه د ېو اولسي مشر به د هرچا مړي ژوندي ته رسېدو ،  د پښتنو په قامي ستونزو په جرئت سره خبرې کوونکې د شمېر په څو کسانو کښې وو  .

څه وخت وړاندې شیخ جانزاده صېب لطيف ته وائل لالا لږ احتياط کوه ! لطيف لالا په بړق بړق په خندا  شو وائل خپل عمر مې هسې هم پوره کړې مه کوه که د چا لاس خطا شي او شهيد مې کړي.

۱۱ ستمبر 1942 کښې د تيراه مېدان قمبر خېل قبیلې په ، تيراکي ، کښې  زیږیدلی وو په 1966 کښې د پېښور پوهنتون نه په معاشياتو کښې ماسټر او خېبر لا کالج نه د وکالت سند ترلاسه کړې وو.

لطيف لالا په ېو مرکه کښې وائل په شپېتمه لسیزه کښې باچا خان بابا په اړه مو د خپل استاذ د مولانا فضل محمود مخفي د وراره مولنا فتح الرحمان خبرې اورېدې هم ددغه وخت نه مې د خدائي خذمتګار غورځنګ سره پېژاندګلو جوړه شوه.

په سياست کښې اجمل خټک او افضل بنګش ، ئې خپل استاذان ګنړل.

 

په 1964 کښې د ايوب خان په ضد د فاطمه جنا لپاره د سټوډنټ پاليټکس نه هلې ځلې کولې د پوهنتون نه هم ويستل شوې وو ، په 1979 کښې د بلوچ قام پرست غوث بزنجو سره په پاکستان نېشنل ګوند کښې ګډون کړې وو او ددغه ګوند صوبائي صدر وو، د ضياالحق د مارشلائي رژيم په وخت کښې پينځه ځل زندان ته اچولې شوې چې څه درې کاله زندان ئې تېر کړې وو ، په 26 د جولائي 1986 کښې چې کله ولي خان د بلوچ او سندهی قام پرستو سره د عوامي نېشنل ګوند بنسټ کېښود نو لطيف لالا د نېشنل ګوند د اتهه ويشت لوړ پوړو مشرانو سره عوامي نېشنل ګوند ته رالې او د عوامي نشنل ګوند ړومبې صوبائي صدر شو ، په 1989 کښې د اختلافاتو له کبله د افراسیاب خټک سره د ،قامی انقلابي ګوند ،او بېا روستو د افضل خان لالا سره ، پښتونخوا قامي ګوند ،جوړ کړو ، په 1997 کښې د ضلع خېبر نه د قامي اسمبلۍ غړې جوړ شو د جرنل مشرف په وخت کښې چې اجمل خټک ګوند جوړ کړو نو دې ورسره بېا لاړو څه وخت بېرته عوامي نشنل ګوند ته رالې  ، د لطيف لالا د ايف سي آر په ضد او د پيرنګېانو د راښکلې کرښی ،فاټا ، په ختمولو کښې ډېر ستر تاريخي کردار وو ، لطيف لالا په 2020 کښې د سپريم کورټ بار صدر جوړ شو.

تېر کال د اې ټي سي عدالت ېو جج ،افتاب اپريدی ، چې د لطيف لالا په کورنۍ رشته کښې هم وو په موټر وې د خپلو ماشومانو سره اووژل شو د هغه ځوئي د پلار د وژنې دعوا په لطيف لالا او په ځامنو کړې وه څه وخت وړاندې لطيف لالا پدغه لانجه کښې بري کړې شوې وو خو د دشمنې قيسه ختمه نه وه چې نن پکښی د هغه جج خورئي لطيف لالا اووژلو.

 

مولانا خانزېب...

- مولانا خانزیب
بېرته شاته