(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حمید بابا

[20.Jan.2023 - 05:23]

عبدالحميد بابا

لیک: رفیع الله ستانکزی

عبدالحميد بابا د پښتوادب د کلاسيک پېر يو داسې نامتو او نازکخياله څېره ده، چې د نږدې درې سوو کلونو په بهير کې پښتو ادب په ځانګړې ډول په نازکخيالۍ کې د هغه ساری ونه موند.

د خوشحال خان خټک او عبدالرحمان بابا ترڅنګ: عبدالحميد مومند هم ځانته يوه بېله لار وټاکله، چې د هندي ادبي ښوونځي په نامه ياديږي. حميد مومند د پښتو ادب نړۍ يو داسې سپېڅلی غړی دی، چې د ادب په آسمان کې يې يو جلا کهکشان جوړ کړی دی، د حميد شاعري د نظر د خاوندانو په اند د پښتوادب شهکار دی.

حميد بابا په خپله شاعرۍ کې په ساحرانه ډول د محاورو، اصطلاحاتو، استعارو، تشبېهاتو، کنايو او لفظي رعاياتو په کارولو سره پښتو شاعري د فن معراج ته رسولې ده.

د عبدالحميد مومند په شاعرۍ او کلام کې هغه ټول محاسن، رنګيني او ښکلا شته دي، کوم چې شعر ته د آفاقيت او عالمګريت مقام وربښي او د شعريت پر پلاز يې کښېنوي.

لکه څنګه، چې د حميد بابا کلام د ادبي فنونو او ادبي ښايستونو له دُر څخه ډک دی، نو ما هم د ده په کلام کې د ماهيت په لحاظ د تشبيه د څرګندولو هڅه کړې ده. زما دغه ليکنه د حميدبابا ژوندليک، زده کړه او زېږنځی، د حميد شاعري، د حميد سبک او ښوونځی، د هندي ادبي ښوونځي ځانګړنې او د هندي ادبي ښوونځي پلويان شاعران، دحميدپه اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبيه (له څلورو واړو ډولونو سره)، پايله او اخځليکونه په خپله لمن کې رانغاړي. د ((پوره يو خدای دی)) تر شعار لاندې ستاسو ادبپالو او ادب لوستو څخه هيله کوم، چې خپلې ښوونيزو لارښوونې راڅخه ونه سپموي او په رغندو لارښوونو مې ولمانځي. نور نو ستاسو او د آرې منځپانګې تر منځ واټن نه اوږدم او د موضوع لوستلو ته مو رابولم.

د عبدالحميد بابا ژوند ليک:

کابو دوه نيمې پيړۍ پخوا د پېښور کوهاټ سړک او باړې رود پر ښۍ غاړه پروت کلي ماشو ګګر (ماشو) کې په يوه ډېر غريب چاپيريال کې د عبدالحميد ماشوخېل په نوم يوه شاعر ژوند کوو، چې په ژوند کې يې دېرو لږو وګړو د احوال خبر واخيست، خو دپښتنو د تلپاتې دود او دستور سره سم وروسته له مړينې دېر وستايلے شو، چا دپښتو ژبې بېدل، چا د پښتو ژبې سعدي او چا دوېښته چوونکي (موشګاف) لقب ورکړ.

د ده دپلار او يا دا چې د چا زوی دیو تر اوسه پورې کوم باوري او دقناعت وړ مأخذ هم نه شته، چې بشپړ مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو (معاصرو) ليکوالانو له دلې څخه يوه نوماند (مشهور) ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. (1۱)د زوکړې ريښتينې نېټه يې نه ده څرګنده، اما داسې ګومان کيږي، چې د يوولسمې يونيزې (هجري) پيړۍ په اواخرو کې به زوکړی وي. (۲) د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنګزنو (اشارو) له امله د ده دزوی کړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده، پوهاند حبيبي وايي، چې په (۱۱۰۰) ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تأيید کړی، خو بېنوا صاحب بيا د (۱۰۷۵) ه ق ښودلې ده، ډاکترانوارالحق په دًرومرجان کې (۱۰۷۵۱۰۸۰) ترمنځ ښوولې ده، همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳) ه ق ګنلې وه، خو داسې ښکاري، چې د اورنګزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنګامه ګرمه وه، لکه چې وايي:

 

په قوت د يار د در دګدايۍ

 

د اورنګ پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم

سره له دې يې هم د اورنګزيب عالمګير مړينې (۱۱۱۸- ۱۰۶۸) ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنګزنه (اشاره) کړې ده.

خه به شور نه وي د هند په ميخانه کې

چې اورنګ څخه د حکم جام نسکور شو

څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند (دليل) د حميد د زوکړې نېټه موږ د دېوان د داخلي شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰) ه ق راپه دېخوا اټکل کولای شو.

د بابا په باب دېرۍ پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي، چې مومند دی خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه ګنله کيږي؛ لکه چې وايی:

دمومندو جوهر خانې لره دې راشي:

که څوک غواړي ښه لعلونه يمني

د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي، چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي ؤ او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند (مشهور) ؤ، د ا خبره، چې دی ملا ؤ د ده د ځينو آثارو د خطي نسخو په پای کې ليدل کيږي .په پارسي، عربي او حتا د هندي ژبې په ځينو لهجو پوهېده. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸ لمريز۱۹۵۹ زېږديز) پورې په دې اند وو، چې ګنې حميد مومند تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی ؤ او يا دبلومهارت پر ژبه په همدغه کال مړ دی، خو د حميد بابا د شرعة الاسلام په پيداکېدو سره دغه ګروهه (عقيده) واوښته او تر (۱۱۴۸) پورې يې ژوند يقيني شو، ښايي تر (۱۱۵۰) پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه ده خرګنده، خو دا ښکاره ده، چې مزار يې د ماشوګګر په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنګ د خوړ پورې غاړې سوېل ده دې ته پرته ده.

عبدالحميد سبک:

دخوشحال ننګ او غيرت به ځان سره کړم

 

د اېــــمــــل نه به د تــــــــــورې وهل زده کړم

 

د رحـــــمــــــان پـــــه هــــــديره به دعــا وکړم

 

د حــــــمـــيــــد غـــزل به ځان ته وظيفه کړم

 

تر خوشحال خان او رحمان بابا وروسته پښتو ادب ته څښتن تعالی يو داسې شاعر ورکړ، چې مبتکره او نوښتګره قريحه يې درلوده، نه يې غوښتل چې دبل چا پيروي وکړي، بلکې په خپله يې يو نوی سبک جوړ کړ او نور خلک يې خپلې پيروۍ ته راوبلل. په خپل قوي تخيل او فکري استعداد يې د پښتو ژبې په شاعرانه نړۍ او شاعرۍ کې داسې سبک ايجاد کړ، چې په هغه کې د ادبي فنونو ښکلي صنعتونه، لوړ خيالونه، په نادرو تشبه ګانو، استعارو، کنايو او شعري تلازماتو کې دښکلو، لطيفوو جملاتو او اصطلاحاتو په واسطه راوړل شوي دي، که څه هم د حميد سبک د کلماتو او جملاتو له مخې مغلق او پېچلی دی او هم د رحمان بابا دسبک سادګي او د خوشحال خان دسبک ارتوالی نه لري، خو سره له دې اغراقه هم دا سبک دومره خوږ دی، چې لوستونکي که څه هم د رحمان بابا او خوشحال خان د سبکونو متخصص وي، چې د حميد اشعار ولولي، هغه ترې هېروي.د پښتو څېړونکو او سبکپوهانو د عبدالحميد مومند سبک د پښتو هندي سبک بللی، ځکه، چې د هندي ادبي ښوونځي ټولې ځانګړنې او نښې د ده په اشعارو کې ځليږي.د هندي ادبي ښوونځي او دهندي سبک خبره مو مطرح کړه، نو ښه به دا وي، چې په سبک او مکتب لنډه او ځغلنده رڼا واچوو:

سبک : ويلونه، طرز، دود، دافادې دود، ويلې شوی فلز په قالب کې اچول، کلمې او وييونه په ښکلي ډول پييل، اوډل او هم ديوه ليکوال د افادې طرز ته سبک وايي. مکتب: ښوونځی، لوستون، ليکځی او هغه ځای، چې ليک او لوست په کې کيږي. (1۱) اوس به د سبک او مکتب تر منځ توپير ته راشو او د دغو دواړو توپيرونه به په ګوته کړو:

سبک د مکتب په پرتله کوچنی، غونډ دی او مکتب ټول، لوی او عام دی. سبک يوه ټاکلې تاريخي دوره ښکاروي او ديوه ليکوال داثارو د ځانګړنو تولګه ده، خو مکتب يا ښوونځی بيا پراخه او غوړېدلې دوره ځلوي او دډېرو ليکوالانو د اثارو د ځانګړنو ټولګه ده. يانې په لنډ ډول ويلی شو، چې : سبک دځانګړتيا او مکتب د ټوليزوالي نوم دی.

د عبدالحيمد بابا شاعري:

 

د عبدالحميد ماشوخېل د پښتو ادب د کلاسيک پېر يو داسې نامتو او نازکخياله څېره ده، چې د نږدې درې سوو کلونو په بهير کې پښتو ادب ته په ځانګړي ډول په نازکخيالۍ کې د هغه ساری ونه موند.

لکه څنګه، چې خوشحال خان د پښتو ادب بڼ لمن ا رته او زرغونه کړه او د پښتو ژبې پلار شو او رحمان بابا د پښتو ادب بڼ رنګين کړ او د الهام له لارې يې د زړه غوټۍ پرانيستلې د غيب السان او بابا لقبونه يې خپل کړل، همدارنګه حميد مومند هم د پښتو شاعري د عروج تر بريده ورسوله، دنازکخيالۍ او مضمون افرينۍ په دګر کې د استادۍ تر پولې لاړ، نو ځکه ورته د وېښته چوونکي (موشګاف) لقب ورکړ شوی دی.حميد بابا د منظره کشۍ يو ماهر استاد ښکاري، هغه ديو ماهر انځورګر په څېر د الفاظو په ذريعه د حسن د اجزاوو ښکلي ښکلي انځورونه کښلي دي. د حميد بابا داغ، داغ زړګی د هغه د تخيل او دهغه په زړه پورې انداز د هغه غزل ته د معراج وزر ورکوي، دی دنازکخيالۍ د کاروان سالار دی. (1۱)عبدالحميد مومند د پښتو ژبې داسې شاعر دی، چې اشعار يې په ځانګړې توګه د شکل د پوخوالي له کبله معمولاً د پښتو ژبې دکلاسيکو شعرونو د بېلګو په توګه راوړل کيږي. الفت صاحب د حميد شعر د هغه لباس سره ورته کړی، کوم، چې ډېرې غټې او ميده بخۍ ولري، همدا ډول دګلدوزۍ دېرښت په کې له ورايه ځليږي او دهر راز بوټي ګلونه په کې شتون ولري. دهمېش خليل په قول حميد بابا خپله شاعرۍ کې په پريوانه ډول د محاورو، اصطلاحاتو، استعارو، تشبېهاتو، کنايو او لفظي رعاياتو په راوړلو سره پښتو شاعري د فن معراج ته رسولې ده. خپلې رنګين بيانۍ، مضمون افرينۍ او نازکخيالۍ حميد بابا د انفراديت په عالی مقام کې سرفرازه کړی دی او دنورو پخوانيو له پيروۍ څخه يې بې نيازه کړی دی.

حميد بابا آسمان ته د شعر زينې کېښودې او دنازکخيالۍ او خيالبافۍ په مټ يې د آسمان ستوري وپيل اودتخيل په زور يې هغو ځايونو ته يون وکړ، چې چېرته عقل هم خپله کمزوري ښيي. (۱2)د حميد داشعارو منځپانګه د مينې او عشق هغه حياتي موضوع ده، کوم چې په انساني ژوند کې انکار نه منونکې ده، حميد د يو ريښتينې پاک مين په ډول د خپلې مينې هغه جذبات او احساسات په خپل شعر کې په قوي تخيل او ابداعي هنر ترسيم کړي؛ لکه يو نقاش يا مجسمه جوړونکی، چې خپله ارزو او هيله په نقشه يا مجسمه کې کټ مټ راوړي.

د ده د ټولو فکري تخيلاتو مأخذ او مرجع د ده ټولنه او چاپېريال دی او له هر شي، چې اغېزمن شوی وي، هغه يې هرو مرو په کلام کې انعکاس مومي، د حميد دکلام د خوږ والي امتياز په دې کې دی، له هغه څه څخه، چې دی متأثر شوی دی، دغه تأثر يې په اشعارو کې په ښکلي ادبي انداز او زړه وړونکې بڼه د قلم په ژبه بيان کړي دي.

د مينې سوز او ګداز، ريښتيني جذبات او احساسات يې دېر ښه درک کړي دي، او دهغو تمثيل يې په شعري الفاظو کې په خوږه ژبه کړی دی، چې د ويلو او اورېدلو سره سړی ترې خوند اخلي. د حميد شعرونو ته په کتو سره د ده خپله ادعا په ځای ښکاري او بې ځايه نه ده؛ چې وايي:

اوس د فکر توره واچوه حميده

چې دې نشته په پښتو کې بل حريف

پايله:

که ښه ځير شو په رښتيا هم هر شاعر او ليکوال د خپل چاپېريال او ټولنې محصول دی، د شاعر د ټولو وارداتو او تخيلونو اخځ او مرجع د شاعر ټولنه او چاپېريال جوړوي.

د حميدبابا دکلام خوږوالی په دې کې دی، چې له هر څه ډېر په حسن مين دی. د حميد د اشعارو مضمون د مينې هغه تلپاتې موضوع جوړوي؛ کوم چې د انسان په ژوند کې حياتي ارزښت لري

د حميد په کلام کې هنري او ښکلاييزه خوا دومره غښتلې او پياوړې ده، چې دی يې د پښتو ادب د آسمان لوړو مدارجو ته خېژولی دی. د ده د شاعرۍ غمی که له هر اړخه وکتل شي ځانته رنګ او ځلا لري، چې مينه والو يې د همدې ځانګړنې پر بنسټ د نازکخيالۍ پر پلاز کښېنولی دی.

  د عبدالحميد ماشوخيلي (ديوان، نيرنګ عشق او دشاه او ګداه قصه) د هغه د شاعرۍ هغه نادرې ټولګې دي، چې تردې مهاله يې د نازکخيالۍ په ځلبلي بازار کې خپل شان او شوکت سل په سلو کې ساتلی دی.

     د خپل ذوق او خوښې پر بنسټ مې د حميد د اشعارو له کان څخه څو لعلونه د (ماهيت په لحاظ تشبيه) په نوم راوکښل او دا  تشبيه د څلورو ډولونو (محسوس تشبيه د محسوس سره، محسوس تشبيه د معقول سره، معقول تشبيه د معقول سره او معقول تشبيه د محسوس سره) څخه جوړه شوې ده.

     د حميد عشق د مجاز د زينې په واسطه حقيقت ته ځان رسولی دی او دشعرونو کان يې د فني ښايستونو او رنګارنګيو څخه مالامال دی، چې د حميد د نازک عشق او د هغه په شعرونو کې د فني ښايستونو او رنګارنګيو پلټل او څېړل زما په شان د يوه مبتدي ليکوال لپاره پرته د ستونزې بل څه نه دي، خپله خبره د يوه پوه په وينا راغبرګوم، چې وايي: ((څوک چې بې عيبه ملګری لټوي بې ملګري پاتې کيږي)). 

زما ليکنه به خامخا عيب او نيمګړتيا ولري، ځکه چې انسان تل په خطا او سهوې کې وي، خو دومره ويلای شم، چې بې ګتې به هم نه وي البته د هغو وګړو لپاره چې دحميد دشاعرۍ سره اشنا کيږي او د حميد دشاعرۍ په خوند پوهيږي

په پای کې د خپل لارښود ښوونکي پوهنمل جمشېد (رشيدي) څخه يوه نړۍ مننه کوم، چې ددې پايليک په ليکلو کې يې راسره پوره مرسته کړې او په ډ‌ېره مينه يې د پايليک ليکلو ته هڅولی يم

په پښتنه او کليواله مينه رفيع الله ستانګزی کابل نوی ښار.

- رفیع الله ستانکزی
بېرته شاته