(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسینې سرطان

[28.Dec.2022 - 19:14]

ډاکټر سيف الرحمن پښتون

#Breast_Cancer     ................... د_سينې_سرطان    

#What_is_Breast_Cancer ?           څه ته وايي ؟

#Genes_Involve_in_Breast_Cancer? 

د سينې سرطان / کينسر څه ته وايي؟ 

کوم جينونه دي چې د سينې د سرطان سبب کيږي؟

 

 د انسان وجود له بې شميره حجراتو څخه تشکيل شوی دې او د  هرې حجره په هسته  کې د کروموسوم Chromosomes په نامه مواد شتون لري.

 کروسومونه( Chromosomes) په اصل کې د هيسټون پروټين او  DNA څخه تشکيل شوي وي. هر ځل چې يوه حجره په منځ دوه ځايه کيږي او په دې توګه له يوې حجرې يا Cell څخه دوه حجرې جوړېږي نو په همدې وخت کې په حجره کې د موجوده DNA څخه د DNA دوه کاپيانۍ جوړيږيعموماً د DNA دا کاپي ګانې هوبحو د هم هغې زړې DNA پشان وي او ځکه ورته د ډي اين اې کاپي اصطلاح کارول کيږي خو ځينې وختونه د DNA د کاپي کيدو په وخت کې په DNA کې د مختلفو عواملو له کبله مستقل بدلون رامنځ ته کيږي دې مستقيل تغير ته په Molecular Biology کې DNA Mutation ويل کيږي

 کله چې د کوم انسان په ډي اين اى (DNA) کې مستقل تغير رامنځ ته شى نو بيا هغه انسان په کينسر اخته کيږي.

يا په بل عبارت   د انسان په وجود کې د Appotosis په نوم يو داسې عمل تر سره کيږي د کوم په نتيجه کې چې زړې او له کاره لويدلې ژونددانکې (Cells) وژل کيږي او له منځه ځي او پر ځاې يې نوې او روغې ژونددانکې پيدا کيږي , کله چې په کومو ژونددانکو کې دا عمل کار پريږدي نو په وجود کې هغه پخوانې زړې حجرې Cells نه يواځې دا چې له منځه نه ځي بلکې په ډيرې چټکتيا سره نورې ژونددانکې زيږوي او په نتيجه کې کينسر يا سرطان رامنځ ته کيږي

#د_سينې_سرطان  ........ Breast Cancer 

د سينې سرطان يوه هغه ناروغي ده د کومه چې د سينې د حجراتو Cells  په DNA کې يو مستقل تغير Mutation   په نتيجه کې رامنځ کيږي. کله چې دا په دي اين اې  کې دا مستقل تغير راشي نو  د سينې حجراتو/ ژوندانکو  تعدار په بې ساري ډول زياتيدل پېل شي او له کنټرول څخه وځي او په نتيجه کې يې ناروغ  د سينې په سرطان Breast Cancer اخته کيږي

#هغه_جينونه_چې_د_سينې_د_سرطان باعث کيږي 

د جينيټکي پلوه د سينې سرطان په دوه مهمو جينونو کې د مستقل تغير  Genetic Mutation له کبله رامنځ ته کيږي چې يو يې BRCA 1 او بل يې BRCA 2 جين دې

کله چې په دې جينونو کې Mutation واقع شي نو د سينې حجرات په غير نورمال ډول تکثر پيل کړي چه په دې نتيجه کې بله اخر د سينې کينسر رامنځ ته کيږي .

دا دواړه جينونه داسې پروټين توليدوى کوم چې د کينسر څخه مخنيوې کوي

له دې نه علاوه ځينې نور جينونه هم شته لکه ATM,  TP53 , PTEN وغيره که چېرته په  دې جينونو  کې Mutation رامنځ ته شي نو ممکن چې انسان په کينسر اخته شي

#د_سينې_جوړښت

سينې يا تي له درې ۳ مختلفو جوړښتنو څخه جوړې دي لکه 

۱ ) لابيول Lobule دا په اصل کې هغه غدې دي کوم چې شيدې توليداوي .

۲رګونه Ducts دا هغه ټيوبونه دي کوم چې شيدې د سينې څووکې يا تي ته را رسوي 

۳کنکيټيو ټيشو Connetive Tissue دا جوړښت د سينې مختلفې برخې سره يو ځاى ساتي .

د سينې اکثره سرطانونه د سينې په Ducts او Lobules کې واقع کيږي . د سينې سرطان د وينې د رګونو او لمف رګونو په واسطه د وجود نورو برخو ته خپريږي او کله چې سرطان د وجود نورو برخو ته خپور شي نو دې ته Metastsized ويل کيږي او دا يو خطرناک حالت دې

د سينې د سرطان قسمونه  kinds of breast cancer 

د سينې د سرطان ډير قسمونه دي خو دا دوه ۲ قسمونه يې ډير مهم دي

1) #Invasive_Ductal_Carcinoma (IDC)

د سينې د سرطان دا ډول په اول ځل د شيدو د رګونو په حجراتو  کې پيل کيږي په او بيا د شيدو له رګونو  Ducts څخه بهر  خپريږي . دا سرطان د سينې د سرطانونو په نسبت ډير زيات دې او تقريباً د سينې د سرطان 80%   سلنه همدا د  IDC سرطان دې

د دې سرطان/ کينسر څلور مهم ډولونه دي

1)  ميډولري ډکټل کارسينوما

 Medullary  Ductal Carcinoma 

2) ميوسنيس ډکټل کارسينوما 

Mucinous Ductal Carcinoma. 

3) پيپلري کارسينوما 

Papllary Carcinoma 

4) ټيبولر ډکټل کارسينوما 

Tubular Ductal Carcinoma . 

 

#علايم_Symptoms : 

ممکن چې دا سرطان په اول کې څه خاص علايم ونلري او که چرته علايم ولري نو دا لاندې يې مهم دي

1) د سينې د پوستکي ډبلوالى يا غټ والى 

2) په سينه  کې د Mass يا اضافي غوښې ليدل

3) د سينې خارښ او سره کيدل

4) د سينې په کومه خاصه ساحه کې د درد احساس کول

5) د تي يا د سينې په څوکه کې تغيرات پيدا کيدل

 

2) #Invasive_Lobular_Carcinoma ( ILC)

د سينې په دې  قسمه کينسر کې ژوندانکې  (Cells )  د سينې په هغو غدو  Lobuls کې رامنځ ته کيږي چې شيدې توليدوي او بيا له دې غدو څخه بهر د سينې نورو عضلاتو ته لکه Lymph Nodes او د وجود نورو برخو ته خپريږي. د سينې  تقريباً 10% سلنه سرطانونه ILC تشکيلوي

که څه هم د سرطان دا ډول په هر عمر کې کيداشي خو د زيات عمر په ښځو کې يې امکان ډير دې

#ډولونه_Subtypes

1) Solid

2) Aviolar 

3) Tubulolobular.

#علايم_Symptoms : 

په اولو وختونو کې څه خاص علايم نه وي خو په روسته کې دا لانداې علايم لري

د سينې د يوې خاصې ساحې ډبلوالى 

د سينې پړسوب 

د سينې په رنګ او جوړښت کې تغير 

لکه د نورو سرطانونو په دې سرطان کې په سينه کې کلکه غووټه نه جوړيږي ځکه چې په دې سرطان کې د کيسر حجرات په يو Nodule کې نه حصاريوي بلکې د سينې نورو برخو ته خپريږي

 

#يادګيرنې :

1)  د سينې سرطان عموماً په زړو ښځو کې ډير واقع کيداى شي خو دا حتمي نه ده کله کله په ځوانو ښځو کې هم واقع کيداى شي

2) همدا رنګه د سينې سرطان عموماً په ښځو کې واقع کيږي خو کله کله په نارينه کې هم واقع کيداى  شي خو د ښځو په نسبت يې په نارينه کې چانس ډير کم ليدل کيږي

 

#اکتوبر د سينې د سرطان د عامه پوهاوي مياشت ده، نو هيله مې دا ده چې په دې اړه هر څوک تر خپله وسه خپل مسوليت ادا کړي.

 

په درنښت 

ستاسو ورور 

ډاکټر سيف الرحمن پښتون.            Dr Saif  Pashtoon 

ماليکيولر بيالوجيسټ .                Molecular Biologist

 مسول :.    Ex National PCR Trainer, Afghanistan

#رحمان_طبى_لابراتوار ....  ايستګاه دهن نل .کابل افغانستان . 0783120012

- پشتون
بېرته شاته