(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبه

[28.Dec.2022 - 18:44]

طالبه !  

خدای که به ملا شې ۔

لیک: عنایت الله بهار

طالب د پښتنې ټولنې يو ډېر په زړه پورې او خوندور کردار وه کوم به چې د کلي مالت په جوماته کښې د قران او حديث زدهکړې کولې او د کلي مالت ماشومانو ته به ٸې د سيپارې سبق ښودلو ۔ دوي به د مختلفو سيمو نه راټول شوې وو په يو جوماته کښې به پاتې کېدل او د دغه جوماته د امام نه به ٸې سبقونه وٸېل ، د کلي مالت خلقو به ورته ډوډۍ او نور ضروريات پوره کول ۔ 

په جوماته کښې به د طالبانو د اوسېدلو دپاره ځانګړې کوټه وه کومې ته چې به ٸې حجره ، دېره ، يا کوټه وٸيله ، اکثره به د جمعې په شپه د مختلفو کلو طالبان په يوه حجره کښې راټولېدل د شپې به ٸې مېلسونه او اتڼونه هم کول او دغسې به ٸې خپله ساعت تېري هم کوله ، نور نه ٸې په چا څه کار لاره او نه ورباندې بل چا څه کار لاره ،

د دغه طالب څهره ، او بشپړه خاکه د پښتو په فولکلور کښې عموما او په ټپو او سندرو کښې خصوصا ډيره زياته ستاٸلې شوې او ذکر شوې ده ، لکه ۔

 

١ حجره ٸې شته طالب ٸې نشته

لکه تور مار ٸې په حجره وګرځېدمه ۔

 

٢ سرله کتابه کړه راپورته 

ستاد کتاب تر تورو زيات زما خالونه ۔

 

دغه طالب د پښتنې ټولنيز ژوند يو په زړه پورې او ځانګړی جز وه ، په ټولنه کښې د دوي کردار بېخي بې زرره وه ،  په کومو کلېو او مالتونو کښې به چې دوي ژوند کاوه د هعه کلو مالتونو خلقو به ورته د خپلو ځاٸي وګړو نه هم ډير عزت او احترام ورکاوه ، په هره غم ښادۍ کښې به ٸې برخه اخېستله ان چې د ځاٸي خلقو نه به هم طالبانو ته زياته توجو مېلاوېدله ۔

خو !!! 

اخر داسې څه وشو چې دغه بې بدو او بې زرره مخلوق د ټولې نړۍ د سترګو ازغی شو ؟ 

دا د پښتو فولکلور يو اهم او ځانګړی کردار ولې داسې بد رنګ کړی شو چې وس د نوم يادېدلو سره ډارېک د سړي ذهن ته ، وهشت ، دهشت ، ورانکاري ، او ګډوډۍ راځي ؟ 

دغه سوالونو ته ډيرو ليکوالانو او پوهانو د خپل خپل علم او پوهې په رڼا کښې خپل خپل جوابونه وړاندې کړې دي او لا دغه لړۍ روانه ده ، 

په دغه سلسله کښې د تاريخ ، بشر پوهنې ، اروا پوهنې ، او ټولنپوهنې مختلفو استاذانو هم د خپل فکر نيلي زغلولي دي او د دې سره سره د فشکن يا قيصه ايز ادب د تخليقکارانو هم د خوښې موضوع جوړه شوې ده ، په پښتو کښې په دې اړه تر ټولو اول ما د وږمه سبا عامر ، طالب جان ، د طاهر اپريدي ، تربوزک ،  د نصير احمد احمدي بړبوکۍ ، د ځيرک سهاګ ، رژېدلې غوټۍ ، د شېر ولي خان اورکزي ، کردارونه ، او د پروفېسر ډاکټر نصيب الله سيماب ، طالبه خدای که به ملا شې ، غوندې شاهکار ناولونه لوستې دي ۔   خو ولې دلته زما موضوع په دغه حواله د شوې کار جاٸزه اخېستل نه دي بلکه په دغو ناولونو کښې به په يو ناول بحث کوم ، او هعه دی د ډاکټر نصيب الله سيماب ناول طالبه خدای که به ملا شې ۔د ښاغلي ډاکټر نصيب الله سيماب دا ناول په ړومبي ځل په کال 2014 کښې چاپ شوی او خپور شوی دی کوم چې اولس ډير زيات خوښ کړو او ډير زر په مارکيټ کښې ناياب شو ځکه د خپل اهميت په وجه په کال 2017 ء کښې په دوېم ځل چاپ شو او د دې سره سره ٸې  تکړه ليکوال زړګي عليخېل اردو ته ژباړه هم وکړه ،

ښاغلی ډاکټر نصيب الله سيماب د پښتنې ټولنې يو حساس ، باشعوره ، او د تخليقي صلاحېتونو حامل ليکوال دی ، په خپله ټولنه او د ټولنې د هرې طبقې په خلقو ډير ژور نظر ساتي ، د خپل قام او ټولنې انفرادي او اجتماعي ستونځې ، الميي ، بد بختۍ ، کرکې او کږنې ، اوښکې او سلګۍ ،  لوږې تندې ، خنداګانې ، خوشحالۍ او غمونه عرض دا چې هرڅه په نظر کښې ساتي ، ويني ، اوري ، او محسوسوي ، او د خپلې ژورې مطالعې ، او کلکې مشاهدې په رڼا کښې ٸې د خپلو تخليقي کردارونو په ذريعه د لنډې قيصې ، ناول ، او شاعرۍ په صورت کښې پېش کوي ،

ډاکټر سيماب د پښتنې ټولنې د يو ذمه واره ، زيرک ، او باشعوره فرد په حېث دغه سوالونو ته د خپلې مطالعې ، مشاهدې ، او تجربې په رڼا جوابونه لټولې دي او د دې قيصې د کردارونو په ذريعه ٸې بيان کړې دي ، 

او يوې نتېجې ته هم رسېدلی دی ،

د طالب دغه بې زرره څهره ولې داسې بدرنګه او بد نامه شوه ، د دې په شا کوم کوم محرکات وو؟ 

ډاکټر سيماب په دې ناول کښې دغه ټول محرکات په ډېر ښکلي ترتيب سره په ډير هنر بيان کړې دي ، په دغو مرکاتو او وجوهاتو کښې تر ټولو اول د دغه ناول په جغرافيه او چاپېرچل کښې دننه ماحولياتي بدلون په نظر ورغلی دی ، د اوګدې خشک سالۍ په وجه د کارېزونو اوبه وچې شي چې په نتېجه کښې ٸې د کرکيلې کار په ټپه اودرېږي ،

-

د دغې په نتېجه کښې د سيمې خلق د غربت د کرښې لاندې راشي شتمن خلق د برمو په ذرېعه خپله کر کرونده جاري وساتي او غريب خلق د خپلو زمکو نه محرومه شي ، پهلوان اکا هم په دغه بد بخته خلقو کښې وي څوک چې د غربت د لاسه خپلې زمکې خرڅې کړي او په روزانې يا دهياړۍ کولو مجبوره شي ، چې ګوزاره ٸې ډيره ګرانه شي ، د پهلوان اکا کشر ورور لعل محمد چې يو دوکاندار وي ډيره ښه ګوزاره ٸې کېږي خپل بچي په سکول کښې داخل کړي او چې د پهلوان اکا بې وسي وي نو خپل بچی عبدالولي د جومات سبق ته داخل کړي 

پهلوان اکا د خپلې نيستۍ او د جومات د ملا صاحب په اصرار خپل بچی عبدالولي مدرسې ته ولېږي دغه منظر ډاکټر نصيب الله سيماب داسې بيان کړی دی۔

 

    " پهلوان اکا دا ځوي دې ډېر 

    هوښيار هلک دی ډېر ښه 

     سبق واٸي دا د خدای په لار

    کښې واستوه د اخرت په 

    ښه به دې وي زما د خبرې 

    مقصد دا دی چې په مدرسه

    کښې ٸې داخل کړه "

 ،  خو د بده مرغه په دغه مدرسه کښې هعه ته سبق لږ ښودلی کېږي او خدمتونه پرې ډېر کولی شي ، زيرې ټولول ، لوښي وينځل ، د مشرانو طالبانو خدمتونه کول ٸې هم په غاړه شي عرض دا چې په دغه ځای کښې د هعه نه د هعه د قد او عمر نه زيات مشقت اخېستلی شي  ۔

د ټولنې خلق طالب ته په سپک نظر ګوري ، ټوقې او مسخرې ورپسې کوي ،  چې په زيره پسې لاړ شي د کورونو خلق ورته رد بد او سپکې سپورې واٸي ، د کلي مالت ماشومان ٸې زوروي ، ناول نګار دغه دردېدلی منظر داسې انځور کړی دی ۔

 

    "دا د روي رنګ دې خاورې شه

     مونږ تبخی لا نه وي پر باندې

    کړی ته بيا راته ولاړ ٸې ، په 

   کورو کښې به د ده همزولو 

   نجونو هم تنګاوی ، خولۍ 

   به ٸې ځنې واخېسته ، کله 

   به ٸې چپلکه ورڅخه تسه 

   کړه ، کله به ٸې د زيرو پټو

  ورڅخه کشاوۍ ، د کلي 

  سپي خو مه شوروه چې په 

  يوه حال کښ ٸې نه 

  پرېښوی "

طالب لکه د ټولنې د عامو ماشومانو په لوبو ورزشونو کښې برخه نه شي اخېستلی ځکه چې عام خلق هم ورته واٸي اخ ته خو طالب ٸې ستاسره لوبې خوند نه کوي ، او په مدرسه کښې ورته ملا صاحب هم دغه وٸلي وي چې طالبان لوبې نه کوي ۔ ناول نګار دغه بد بختي داسې بيان کړې ده ۔

 

"   ده ته هم داسې ښکاره شوه 

  لکه دا لوبې چې د طالبانو لپاره                 نه وي ، نور کوشنيان لوبې کولی شي خو طالب ٸې نه شي کولی  ، يوه ورځ استاذ په درس کښې هم ورته وٸلې وو چې لوبې کول عبث کار دی "

 يعنې طالب کېدل په داسې معنې وو چې بس د ژوند ټول خوندونه پرې حرامېدل وو ، د دې عمل په نتېجه کښې طالب د ټولنې نه کټ ، پرې شو او يوه خلا تر مېنځه راغله ،

-

طالب ته د مدرسې مهتمم صاحب د چندې کاپۍ ورکړي ، د کلي مالت خلق ورسره خېر و خېرات وتړي ، او دغسې د طالب ژوند او ثواب لازم و ملزوم شي ، په عصري علومو سمبال خلک ورته د فقر کوونکي ، جاهله ، او قدامت پرست په سترګه ګوري او سخت نفرت ترې کوي ، ان تر دې چې د عبدالولي خپل تره لعل محمد او د هعه بچي هم د هعه نه سخت نفرت کوي ، نه ورسره ګرځي ، نه ورسره لوبې کوي ، او نه ٸې خپل کور ته پرېږدي ، په دغه کشمکش کښې د دغه تره په لمسه عبدالولي خپل پلار د کوره وشړي او هعه چې لاړ شي نو بيا ډېره موده په بېرته رانه شي ،

د هعه سره په ژوند کښې صرف د هعه مور ، د مدرسې ملګري ملا الله داد اخوند ، او زرکې مينه کړې وي ، نورو ټولو خلقو ورته زړه سخا کړی وي ، خو د بده مرغه د مور د مينې نه هم د خپل تره او د تره د زامنو د لاسه محرومه شوی وي ،

او په ډېره کم عمرۍ کښې ٸې د خپل کور ، خپلې مور ، خپل پلار خپلې وړې خور ، او ورونو نه په زور شوکولی وي ، بس بيا مدرسه ، او ملا الله داد اخوند د هعه هرڅه هرڅه وي ۔ د سيمې اجتماعي بې رحمه غربت ، د عصري علومو نه لرلې والی ، د ټولنې سختې او بدې رويي ، خود ساخته پابندۍ ،  په کچه عمر کښې د خپلې مور ، پلار ، ورونو ، او خوېندو نه جداٸي ،د خپل تره او د تره زامنو بې ځايه نفرت ، دا هرڅه طالب په نفسياتي توګه مات مات کړي ، وس طالب طالب نه بلکې يو ډير شديد نفسياتي بيمار وي او هعه د دې هرڅه بدله وس د خپلې ټولنې نه اخېستل غواړي ، 

کله چې په افغانستان کښې د ټولې دنيا دلچسپي پېدا شي او د اور او ويني يوه خوني لوبه پکښې د ډالرو ، ريالونو او پونډونو په زور شېروع کړي ، نو دې کار ته هم د مزهب تقدس ورکړي ، د لويو طاقتونو ، امريکې او روس تر مېنځ دغې سړې جګړې ته د خدای د پاک دين نوم ورکړي ، چې په نتېجه کښې ٸې د بلهاء ډېرو مدرسو ملايان خپل شاګردان افغانستان ته د دغه جنګ دپاره تيار کړي او هلته ٸې واستوي ، 

عبدالولي او الله داد هم دغه وخت تازه تازه د حفظ نه فارغه شوې وي کچه ځوانان وي بس دوي هم د سپين بولدک په لار کندهار ته واستوي ، عبدالولي سره د خپل نزدې ملګري الله داد په مختلفو جنګونو کښې ډير په بهادرۍ برخه واخلي او په ټوله سيمه يو لوي نوم پېدا کړي ، ان تر دې چې د دغه هر څه په نتېجه کښې ورته هلته يوه لويه چوکۍ هم مېلاو شي ،

او چې کله ورته خپل د تره ځوي سليم په زنځيرونو کښې تړلی د يو هوټل په کمره کښې په لاس ورشي نو هعه ٸې اوپېژني او خپلې هعه د ورکوټوالي ټولې قيصې ورته يو په يو رايادې شي د زان سره کلکه اراده وکړي چې وژني به ٸې ، خو د هعه ملګری ملا الله داد اخوند هعه د دې کار نه منع کړي ، د دې نه علاوه هعه ته دا پته هم ولګي چې د هعه مينه زرکه سليم ته واده شوې ده نو په دغه وجه ٸې هم معاف کړي ،

کله چې د ناٸين الوېن پېښه مخې ته راشي او دهعې په نتېجه کښې د طالبانو حکومت ړنګ شي نو عبدالولي ډير کلونه پس خپل کور ته راستون شي هعه حفظ ٸې هم هېر شوی وي نور سبق هم ترې پاتې شوی وي ، او دلته ورته دا پته هم ولګي چې دا هرڅه ٸې د چا دپاره وکړل ؟ نو خپل احساس ٸې ډير زيات وزوروي ،،،، 

 

عنايت الله بهار

- عنایت الله بهار
بېرته شاته