(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما ژوند او ژوندون

[22.Nov.2022 - 17:38]

زما ژوند او ژوندون کتاب ته یو ځغلند نظر

لیک: محمدابرهیم سپېڅلی، کندهار

(زما ژوند او ژوندون) د خان عبدالصمدخان اڅکزي ۳۹۲ مخه لیکل سوی کتاب دی

دغه لومړی ټوک د نورو کتابونو په پرتله په لږ لویه کچه په کوټه کي د العابد کمپيوټرګرافیکس له خوا پنځلس کاله ترمخه( ۱۳۸۳) لمریزکال چاپ اود

(پښتونخوا ادبي څانګي) لخوا پر سپین کاغذخپور سوی دی، خو تیراژ يې نه دی معلوم، چي څومره جلده چاپ سوی دی؟

دکتاب چاپچاري فروفیسور عبدالغني غنو سرته رسولي  اود یو ټوک قیمت يې ۴۰۰ څلور سوه پاکستانۍ کلداري ورته ټاکلی دی.

کتاب کلک پوښ لري، چي پر اول مخ يې د خان عبدالصمد خان اڅکزي د سپین ږیروالي عکس رسامي او لاندي په تور خط داجمله لیکل سوې ده:

بابای پښتون، خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی.

 خان بابا کتاب خپلي میرمني ته اهداء کړی دی.

کتاب تر ۶۴ مخ پوري په لاس لیکل سوی او وروسته بیا کمپوز سوی دی، خو یادونه نه ده سوې، چي دغه په لاس لیکل سوی د چا دی.

د خان شهید دغه کتاب، چي ما دا یوڅو کرښي پر لیکلي دي، له څلورمي پاڼي وروسته يې تر یویشتمي ورقي پوري نوري ټولي غچي سوي او دلته ما ونه لوستلای سوې، دا چي ولي غچي سوي دي؟

خان عبدالصمد خان دغه کتاب په خپله ځانګړې املاء یا لیکدود لیکلی.

د کتاب له یوویشتم مخ څخه بیا ترڅلورشپېتم مخ پوري خان شهید د خپل جوړ کړي پښتو لیکدود په اړه ډېر وضاحت او مثالونه لیکلي دي

د لیکدود تروضاحت وروسته د کتاب فهرست لوستونکو ته په مخه ورځي، چي په یاد سوي لیکلړ کي دغه ۵۲ سرلیکونه راغلي دي.

  ( زوکړه ، کورنۍ، وړوکوالي ، د پلار مرګ، د پښتو لوست، ښوونځی، ناجوړي، ازموینه ، کامي لیوالي، د افغانستان د ازادۍ جنګ ، ټوخک، کاختي ، وبا، بول، د ښوونځي استادان، زموږ ښوونځی، ګټي او اخیستني، ښکار، د ښکار ګټي، د شپو ښکار، ازادي، د بدو ملګری، د خدای پاک کومک، مړانه( بلوغ) بچه بازي، د بچه بازۍ ډولونه، ټنګ ټکور، ناټک، وړاندي لوست او زمانګاري، زمینداري اود میوې سوداګري، کښېوغ یا بزګري، سرسیداحمدخان او مولانا شبلي، د پيرانانو ازموده، د پيرانانو اود هغو د ایجنټانو درغونه، سرکاري دفترونه او واکوالان، د هیواد مینه او پښتني پت، غازی امان الله خان، د غازي امان الله خان دیورپ دوره( سفر)واده ، یادګار، د پښتنو سادګي، د غازي امان الله خان جنګ او زما لومړی بند، د پولیټکل سپک کار، د غازي محمد نادر جنګ، د بلوچستان شان، جرګه، د جرګې غړي او ملکان، د مالدارۍ بېغوري، سوداګري او نوکري او  داسي نور…)

(زما ژوند او ژوندون) کتاب خان بابا، په( ۱۹۵۹) عیسوي کال د جولايي میاشتي پر دویمه د ملتان په (ډسټریکټ) زندان کي شروع کړی اوداسي معلومیږي، چي لیکلو ته يې پوره وخت درلود، ځکه داکثرو موضوعګانو په اړه يې نسبتا اوږدې لیکني کړي دي.

د موضوعاتو د کره والي او په زړه پوري والی په موخه یې ژوندي مثالونه، د سترګولیدلی حال، د مشرانو، همزولو او ځوانانو نقلي قولونه لکه کیسه بیان کړي دي.

په ځینو ځایونو کي يې د موضوع ژوروالي او پسمنظر ته د ورګرځېدو لپاره  د افغانستان د معاصر تاریخ پاڼي هم په دقت مطالعه کړي دي،د بیلګي په ډول د وزیراکبرخان، شاه شجاع، ایوب خان او ځینو نورو مشهورو تاریخي کسانو په اړه، چي دوی کوم معلومات وړاندي کړي دي، هغه د تاریخ له ژوري مطالعې څخه ماسوا امکان نه لري.

خان شهید په دې کتاب کي له خپلي کورنۍ او کوچنیوالي څخه نیولې تر بلوغ ، واده مسافرۍسوداګرۍ او دسیاسي ژوند ترڅنګ د خپل کلي د ګلستان عنایت الله کارېز او ځینو شاوخوا پښتنو په اړه د هغه وخت حالات په داسي جرائت لیکلي، چي ډېری لیکوالان يې اوس هم د لیکولو توان نه لري، د مثال په ډول د مور او میرمني نوم یادول هغه څه دي، چي له نیمي پېړۍ وروسته يې هم اکثریت لیکوالان له لیکلو ځان پېچي.

همدارنګه خان شهید په ( زما ژوند او ژوندون ) کي د پښتنو ځینو ټولنیزو نیمګړتیاوو ته هم په مېړانه ګوته نیولې، چي په پښتني ټولنه کي پردغسي حساسو موضوعګانو سپیني خبري لیکل د هر بېرندوکي اوتش په نامه لیکوال کارنه دی.

د خان عبدالصمد خان اڅکزي په دغه  کتاب کي بله مهمه خبره داده، چي خان شهید دلته اکثره داسی سوچه پښتو لغتونه خوندي کړي ، چي ما بل ځای نه دي  لوستلي، چي دا ددې کتاب یوه ډېره مهمه ښېګڼه ده.

ما ددغه کتاب د لوستلو پرمهال یوشمیر لغتونه له ځان سره یاداښت کړل اوکیداسي نورلغتونه هم خان بابا کتاب په متن کي کارولي وي، چي ښايي زما ورته پام سوی نه وي یامي د کتاب دمطالعې پرمهال یادښت کړي نه وي او اوس راڅخه هیر دي.

هغه یاداښت کړی لغتونه په دې ډول دي:

لغړ = د خاص او ځانګړي پرځای کار کوي

قرانکریمسپين کتاب/ د خدای کتاب / سپين پاړکی

اټکل = منطق

پوهیتي= شعرونه

پوهیتان= شاعران

توسیر= تفسیر

استازۍ= پېغمبرۍ

روز= ورځ

ناپېښه کارونه= معجزې او کرامات

لاسنیوی= اسناد

کتاب اولمن= متن او حاشیه

مړوښي= کوروالی یا جماع

بالکی = خدمتګار

غوځي = غېږ

کوتار= قصاب

بهاګورغمي= جواهرات

درمانتون= کلینک، روغتون

میانځګری= محکمه

نالښت= عریضه، دعوه

ښکومیان= جاسوسان

واک والان= سیاسي مشران

پلو= ولسوالي

ټکی= املاء

اوچت ښوونځی= لېسه

ستراستاد= سرمعلم یا مدیر

سترواک وال= ريیس

ختلی = کامیاب

ټېسن= د ریل ګاډۍ تم ځای

سرکار= دولت

موک/ بډي = رشوت

لوستو= مطالعه

برید= تاثیر، اغیز

درماني= طبیب

زاوال= ظلم

د څلو خاوري= خورده

ست = قانع

بادوبی= اقلیم

غم = دولتي مالیه

لاسګری= ضمانت

لاسلیک= تصدیق

شړونی= پناه اخیستونکی

اتل پتل= انقلاب

څلی= قبر

نیوکه = قبضه

اولس واک= جمهوریت

هسکار= قصدا

ناکاري= انکار

وېشن= تقسیم

ګاڼه = ګروي

شلاوڼ= حق العضویت/ بسپنه

چړچوبی= غسل خانه

کښېوغ= بزګري

میانځ = انصاف

میانځی ښوونځی= منځنی ښوونځی

شاګی= پسمنظر

ویناوي= حدیث

دود= فقه

ځان پوهه = علم النفس

کېڅۍ= د پیسو جیبې بټوه یا پټاکېدانه

پتارۍ= جنازه

جوړاون = ګرامر

ملنګي= تصوف

اړهه = دولتي دنده

ایله جاري= رضاکاران

خسمانې= خدمتونه

ستر وزیر= صدراعظم

لکه ترمخه، چي مویادونه وکړه، کتاب د خان شهید لخوا په جوړه کړې املاء لیکل سوی.

په دې لیکدود کي د نورو ځانګړتیاو ترڅنګ  دلته یومخ له عربي حروفو مخ اړول سوی، ان خپل نوم يې لا په ( اودل سمد خان ) اود افغانستان مشهور نوم يې په ( اوغانیستان) بڼه کښلی دی.

په دې لیکدود کي د اوږد او لنډ واو او ( ياګانو) لپاره په هغوی پوري بیلا بیلي نخښي نښل سوي دي، چي پښتو لیکدود يې نورهم سخت کړی دی.

د بېلګي په ډول د زورکي لپاره د توري پر سر د ( ۷) عدد لیکي ، د زور ، زیر او پېښ پرځای ( الف، ی، و ) لیکي لکه ګولیستان، مولتان ، تیلتک یاهم په اوسنۍ املا ء کي راغلي مرکبي کلمې جلا لیکي لکه ولس واکي او همدارنګه  ډیري خبري په دې لیکدود کي سته، چي په دې اړه جلا مقالې یاهم رسالې لیکلو ته اړتیا ده.

، مګر بیاهم په کتاب کي د خپل جوړ کړي لیکدود په له دې دومره زیات وضاحت سره دده لیکدود د اسانۍ پرځای ډېري پېچلتیاوي لري او ماخو د کتاب د لوستلو پرمهال داسي احساس کاوه، لکه دبل چا دسترګو پر لمبر جوړي سوي عینکي چي مي پر سترګو وي، نو ځکه مي یوه جمله دوه یا درې واري له سره لوستله، خو بیابه هم ځینو جملو ته حیران وم، چي څنګه يې تلفظ کړم؟

یوه بله خبره هم دیادوني وړ ده، چي که چیري په کتاب کي د بیان کړو پېښو سره نېټه هم لیکل سوې وای، نو به د کتاب کره والی نورهم ټینګ سوی وای، لاکن اوس په دغه کتاب کي یوشمیر راغلي مهم واقعات او تاریخي جریانونه لکه عادي روایتونه بیله دقیقې نېټې بیان سوي دي، د مثال په ډول د غازي امان الله خان دیورپ دوره( سفر)، د غازي امان الله خان جنګ او زما لومړی بند، د افغانستان د ازادۍ جنګ د غازي محمد نادر جنګ، چي داهره پېښه خپل تاریخ، ځای اونور تاریخي مشخصاتو بیانولو ته کلکه اړتیا لري، همدارنګه ددوی او شاوخوا سیمو کي د وبا او ټوخک د وژونکو ناروغیو د خپرېدو ترڅنګ، د کاختۍ اووچکالۍ کلونه، چي د خان شهید په وینا په سلهاوو خلک يې تاواني او ووژل لاکن دقیق تاریخ يې نه دی بیان سوی، چي ددغو مهمو تاریخي پيښو دقیق تاریخ نه یادولو يې د کره والي ګراف یوڅه راکښته کوي.

که د انصاف په سترګو دغه کتاب وکتل سي، نو تر نیمګړتیاوو يې ښېګڼي زیاتي دي او په څو واري ویلو ارزي.

تر هرڅه اول پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او نورو خپرندویه ټولنو او ملي سوداګرو ته ښايي، چي دخان شهید ناچاپ اثار هم د چاپ په ګېڼه وپسولي، ترڅو پښتانه او نور ملتونه لاهم د خپل ملت په غم کي ستړی قلمي مبارز ښه وپيژني او ځوانان يې له سالمي مبارزې او هیوادپالني له مېتود سره بلد سي.

۱۸۱۲۲۰۱۹

دغه مقاله په کندهارکي د خان عبدالصمد خان شهید د ۴۶ تلین په مناسبت په جوړه سوې غونډه کي هم ولوستل سوه.

- سپېڅلی
بېرته شاته