(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امام د انقلاب

[22.Nov.2022 - 17:36]

 

ديوسف حېران شعري مجموعه«.امام د انقلاب»

لیک: عزيز ترکلانے

____________

 مشک ګلاب دواړه سره کړه

خولۀ صفا په غرغره کړه

ورک د خپلې خولې بوي بد کړه

بيا ثنا د محمد کړه

 

د خوشال خان خټک دې نعتيه اشعارو سره د خوږ رور يوسف حیران صېب په نوې چهاپ نعتيه کلام «امام دانقلاب» باره کښې څو خبرې تاسو سره شريکول غواړم.

 

نعت زمونږ دشاعرۍ هغه موضوغاتي صنف دے چي د خاتم النبيين ص  په تعريف و توصيف او تقديس و تحميد پورې خاص   دے..دنظم دا صنف که يوطرف ته ډېر عظمت  او وسعت لري نو بل طرف ته بې انتهانزاکت هم.ځکه چې دا دچا عام انسان نه, بلکه دالله رب ذوالجلال د اخرې استاذي او پيغام رسان  د همه ګير او بهرپور ژوند او سيرت سره ارتباط لري..

 

عظمت خو يې دادے  چې ختم المرسلين ص منل,مطاع ګرځول  او ورسره محبت کول دايمان  بنيادي رکن دے

.

او د وسعت اندازه يې د دې نه ولګوۍ چې رب ذوالجلال  دغه د کمال او جمال شخصيت دانساني ژوند انفرادي اچتماعې هر اړخ دپاره   يوه کامله نمونه او آئينه ګرځولې ده.او دچا په متابعت چې د انسان د فلاح انحصار دے.

 

په دې وجه د يو نعت ګو شاعر د پاره تر ټولو اهم ترين امر دادےچی دے د سيرت پاک پوره,ژور او پوخ علم ولری۔

 

دويم ضروري امر د زړۀ مينه او جذباتي صداقت دے.دا څيز د شاعرۍ د هر صنف دپاره پکار وي خو نعت خو غېر له دې هسی بناوټ او پېکه تصنع ګرځي

 

که شاعري د شاعر د اندرون  انکشاف وي

نومونږ چې  ديوسف حېران صېب  نعتيه کتاب  «امام دانقلاب » ته ګورو نو دا خبره صفا بريښي چې دوي د سيرت پاک په ژوره مطالعه او پوخ شعور هم مالامال دي او ورسره د يو سوچه مومن پشان د سپېځلی مينې او عاجزانه او فدايانه احترام بې انتها سرمايه هم لري.

.

د حرب و ضرب سالار,د قافلے سردار,

مرد مېدان,دهرسړي جانان,امام د انقلاب, هر ظلم ته جواب,دتوحيد عقيده,قول و قرار او وعده,په خوارانو مسکينانو رحيم,په کونډو رونډو غريبانو کريم,صادق او امين,په ظاهر په باطن سپين,د شاتو ګبين,رحمت اللعلمين,شجاعت,عبادت رياضت,د مدينې حکومت او رياست,استاذ قايد او رهبر,په هر څه خبر,د تياره تياره جهان رنړايې, دعرب عجم ز ېبايې,کمال,جمال اعتدال او مضبوط استقلال,ټوله وفا وفا,ټوله حيا حيا,ټول ريښتيا ريښتيا,علم پوهه شعور پاک قران منشور ,درمان د هررنځور,د حق او باطل بېلتون,د بې قرارو سکون, د مينې رورولۍ مضمون د انسانيت د رمې شپون,د سردستار ,د کاينات سينګار دنوح سفينه او د ژوند قرينه

 

دا د سيرت پاک هغه ګل ګل په زړه پورې تصويرونه دي چې د «امام د انقلاب» په دې نعتيه البم کښې يوسف حېران صېب ډير په نفاست او مهارت راڅاے کړي دي

 

او چې کتونکے يې وسپړي  نو هر هر تصوير  يې دې ته مجبوروي  چه بس هم ماته به ګورې.

 

دسيرت پاک د عظمت او ددغه عظيم تاريخي بدلون  دقدروقيمت اندازه د هغه دور د حالاتو ژور او باريک شعور ته هم اړتيا لري.حيران صېب دغه انځورګري هم ډېره مزيداره کړې ده

 

تياره تياره جهان,هرانسان پرېشان ناخبره له رحمن,بازار ګرم د شېطان ,نوموړي ظالمان,لکه مړي غريبان ,زندګي د حيوان او ډهېران,لوغړن حالات,ژوبل ژوبل احساسات,د بتانو سجدې,دغټانو ملازې,لور خور وژنه,زنانه ته سپک کتنه,د فاجر واکداري,دغاصب نامداري,د غلامۍ جبرونه,د سود زنځيرونه,شراب,جواري,

خون ګري,زياتې بدماشي,بدکاري

 

دا تصويرونه د هغه ټولو حالاتو نقشه پېش کوي او داسې ښۀ په کمال يې پېش کوي چې سړې ځان سره په مخه کړي او څوارلس نيمه سوه کاله پخواني حجاز ته يې بوځي او د  فاران  په څوکه يې ودروي او دې بيا له دغه  ځاېه دغه حالات او بدلون په خپلو سترګو ننداره کوي

 

.زه د ادريس سوراني دې راے سره اتفاق لرم چې دا شعري مجموعه يو منظوم سيرت النبي دے.چې  د اشاراتو او تلميخاتو په زور د سېرت پاک يوه لويه برخه په خپله لمن کښې رانغاړي.

 

زمونږ د نعت ګوئئ روایت چې څومره قديم دے هومره په يو خاص دايره کښې محدود او رابند هم دے.

.

د حضور پاک جسماني خصايل او شمايل بيانول.معجزات و کرامات ستايل,د معراج سفر نغمول,د وفات حالت ساندول ,

د مدينې  فراق  ژاړل هلته د تلو ارمان او   اوسېدو تمنا کول ,او په حضور پاک درود وسلام لېږل. دا هغه باړۍ دي چې شاعران پکښې د خپل فن کرونده کوي او د مينې محبت دلکش ګلونه زرغونوي.

 

دا  ټولې کروندې  اهمې دي.دې ټولو ګلونو ګلابونو ته ضرورت دې.دحضور پاک ذکر چې د هرې زاويې نه وي,د زړه ټکور او د ځيګر مرهم دے خو د رسالت اصل منشا او مقصد د ژوند هغه افاقي پېغام دے چې د خدا پرستۍ,ازادۍ,عدل وانصاف خواخوګۍ او روروولۍ او تکريم انسان په قولي,تقريري او عملي ټکو ختم المرسلين ص  دنيا ته او حاصا امت مسلمه ته ورکړې دے.

 

دروايت په ځای.د خوږ رور يوسف حېران په دې نعتونو کښې خاتم النبين ص د يو همدرد  داعي اسلام ,ديو هوښيار عمراني مصلح ديو دوراندېش سياسي مدبر,د يو مستعد او بهادر سرلښکر

د يو بشپړ ملت ګر ,د هرکمزوري او زپلي مرستيال,او د  هرظالم او جابر مخې ته ديوال په نظر راځي.

 

نو ځکه که ډاکټر محمود دانش صېب ښاغلي حېران صېب ته  په دې حواله روايت شکن وئيلے دے نو د اختلاف ګنجايش ورسره نيشته.

 

مينه امن او انصاف چې يې بنياد و

مساوات له برکته هر څوک ښاد و

خوشالي وه دسرو سپينو ډک هېواد و

هرمومن داسې مظبوط لکه فولاد و

په هر حال کښې د الله حکم يې ياد و

ددعوت محور يې واړه ادم زاد و

ورورولي وه انسان ډک له محبت و

مدينې د جانان داسې رياست و 

 

ما مخکښې ذکر وکۀ چې دنعت ګويې د پاره که يو طرف ته پوخ علمي شعور پکاروي نو بل خوا د سپېځلي جذباتي صداقت ورته هم ضرورت وي.

 

خو دا دواړه په يو ځاې پکارول څه اسان کار نه دے.ځکه چې جذباتو ته کله د شعور واګې وراچۍ نو دشعر  شعريت پيکه کېږي  او محض د آورد پېداوار ښکار ېږي.او که بې مهاره يې پريږدې نو د سیرت ستائنې په نامه د   دخداۍ سره لکيره پامالوي.او دا شان دغه اظهار عقيدت د قبوليت او شکريت په ځاے د رب ذوالجلال د غضب او عتاب سبب ګرځي

 

خو الحمد لله يوسف حيران صېب تر ډيره حده دغه مشکل سر کړې ښکاري.

 دوي خپل دغه علمي شعور ډير په ښايسته او موزون ترکيباتو , تشبيهاتو او استغارو کښې  نغتلے  او په جذباتي سوز و ګداز کښې اغږلے وړاندې کوي.

  

 

دهرظالم دے غړوندے د غاړې

دهر مظلوم دغاړې هار محمد

 

په صنعت تضاد مشتمل دې ښکلې شعر کښې شاعر د امام انقلاب ص دمشن يو خاص اړخ څومره په جامعيت اوکوټلۍ راڅرګند کړې دے

د ظالم قابو  کول او مظلوم ته ډاډ او تکريم

 ورکول,يو له د غاړې غړوندے او بل له دغاړې هار جوړېدل

د دين اسلام په ټولنې مقاصد وکې اهم مقام لري.دې شعر سره د سړي پام د خوږ رسول ص د سيرت ستر خوشه چين ,دحضرت ابوبکر صديق رض هغه وېنا طرفته راګرځي چې د خلافت په منصب کيناستلو په وخت يی کړی وه چې ظالم به زما په نزد کمزورے او ښکته وي او مظلوم به زما په نزد زورور او اوچت وي.ترڅو د ظالم نه د مظلوم حق وانه خلم.

 

غاصبان او ظالمان وو نوموړي

غريبان وو په مثال لکه دمړي

 

زخمي زړونو ته دوا محمد راوړه

کاميابي هم د عقبی محمد راوړه

 

کفارو سردارانو ته  دا لوې اعتراض و چې دا اسلامي دعوت موږ ته کمزوري او زپلي رانېغوي او تکړه کوي.او داحقيقت و. دخوږ پېغمبر مشن داو چې د نوموړتيا او مخوريزۍ معيار  دې د خاندان او دولت په ځاې صرف اوصرف  تقوی قرباني او خۀ اخلاق جوړ شي.

 

دمکي فتح د دغي انقلاب لويه ورځ وه.

د مکې لويو لويو سردارانو ورته کتل او د غصې نه سوزيدل.چې هغه کمزورې زپلے پردېسې بلال چې د کعبې په خوا نه شۀ ورتلے,نن د د هغې کعبې په چهت ولاړ دې او د الله اکبر چغه پورته کوي.

په دې عمل تر قيامته دا پېغام ثبت شو چې کعبه هم د کمزورو او زپلو د تکريم او استقلال د پاره ولاڑہ ده.

 

ستا چې امتي شومه سره زر شومه که خاورې وم

وياړمه چې  سردپاسه سرشومه که خاورې وم

 

چاسره نسبت لرم حېرانه فکر وړے يم

زه خو عام نظر وم خومنظر شومه که خاورې وم

 

هغه څوک چې يې څۀ نه وو په جهان کښې

د هغو خلکو جهان يې محمده.

 

په نعتيه شاعرۍ کښې د هر موضوعاتي  شعري صنف په شان يوه داخلي کمزوري د تکرار د مسلې ده.په يو موضوع د يو شاعر ګنړ تخليقات مماثلي اجزا ډېر لري.په دې وجه د پامالۍ تاثر ترې پېدا کېږي.يوه خبره په بيل بيل رنګ پېش کول هم يو لوی هنر دې.شاعر د صنغت تصريف د هنر په وسيله د سيرت يو يو جز ته له مختلفو زاويو ګوري او   نوي نوې تصوير ترې جوړوي.او دغه شان په مضمون کښې ندرت برقرار ساتي.په دې تخليقاتو کښې هم د تکرار دغه اثر شته خو حېران صېب د خپلې لفظي شتمنۍ او تصريفي هنرمندۍ په برکت دپامالۍ په دغه اثر دجدت رنګ ورجوت کړې دے.او هر نظم يې د جدا خوند او رنګ سختن کړے دے

.

مثلا د حوض کوثر  په حواله دا شعرونه

 

چې څوک هم دکوثر وڅکې کامياب دې دغه ټول

ورېږي به رحمت له هريو جام د محمد

 

تندغري دژوندون به ټول ماړه کړي

چې ساقي زمونږه صاحب کوثر دے

 

زمونږ  د نعت په روايت کښې يوه اهمه موضوع د شفاعت او ددې په برکت د اخرت په احتساب کښې د رعايت ده. .په نعت کښې تر ټولو زيات استعمالېدونکې ترکيب د شفيع محشر او شفيع المذنبين دے

 

دې باره کښې شاعر ته پکار دي چې داسلام دشفاعت راسخ تصور وپېژني.او د جاهلي او ځانه جوړشوي وهمياتو نه يې مميز کړي.دا ډېره نازکه مسله ده او دې کښې معمولي افراط اومبالغه داخرت د عدل وانصاف او يوم الدين تصور ته ډير زيان رسوي بلکه سردلاندې يې راغورځوي

 

.دشفاعت باره کښې داصولي خبرې خپل ذهن کښې پښول پکار دې چې د يو اعزازي څيز دې.او دا عطا او عنايت  هم سراسر درب ذوالجلال د رحم په لاس کښې دے.

 

په دې وجه دخاتم النبيا ص دشفاعت   ددې عظيم اعزاز په حواله  زمونږ دامېد اودعامرکز صرف اوصرف د رب کريم ذات پکار دے.ځکه چې دا هم د هغه د رحم او مغفرت يو شکل دے اوهم دهغه خوښه ده چې چاته د اعزاز بخل غواړي او چاته نه.

 

د امام انقلاب دې مجموعه کښې هم دشفاعت اميد او په دې بنياد دنجات يقين ډېر جوت ښکاري

خو دې سره څنګ په څنګ د حضور پاک ص د پېروۍ او اتباع اهميت او ضرورت  هم بار بار سترګو ته برېښي 

بلکه ګنړو ځايونو کښې يې  اطاعتي او شفاعتي شعرونه متصل راوړي دي چې داسبق ورکوي چې هم دغه اطاعت به د شفاعت داعزازسبب ګرځي.مثلا

 

دنيا يې ښکلې شوې ده عقبا کښې هم کامياب

چې چا دې عمل کړے په کلام د محمد

 

چې څوک هم له کوثر وڅکي کامياب دي دغه ټول

ورېږي به رحمت له هريوجام د محمد 

 

دنبي اتباع څومره سربلند کړم

دشعور ښکلې سند يم شکر خدايه

ګناهګار يمه خو فېض دنبي ګوره

شفاعت لره نامزد يم شکر خدايه

.

 

دنعت ګويې صنف ته چې مونږ ګورو نو يوه زاويه  پکښې د مقابلې او مفاضلې هم په نظرراځي.يعنې شاعران  ډېر په زور او شور اودخپل قلم په زور د نورو محترمو رسولانو په مقابله کښې د خاتم الانبيا د لوړۍ اوعلاييت اظهار کوي.خو د شفاعت دپل صراط په شان دا نرۍ لار هم ډېره بېداري او اختياط  غواړې

بعضې وخت يو شاعر داسې الفاظ په کار راولي چې د نورو انبياو د سپکاوي تاثير ورکوي.مثلا

نبيان دې نوکران دي

د در دې غلامان دي.

.

.ځکه خو حېران خټک صېب په ځاې وييلي دي چې نعت ليکل دهرشاعرد وس خبره نه ده اود نعت ټولې غوښتنې سرته رسول په تېرۀ توره دتللو مترادف دي....

 

پہ دې حواله هم داخبره يادساتل پکار دي چې په همه نبيانو ايمان او دټولو يو شان احترام فرض دے.انکار  او توهين د ټولو يوشان کفر او جرم دے.په ايمان ,اسلام تقوی او احسان کښې مونږ په دوي کښ هيڅ فرق نه شو کولے.هنۀ بعضې زماني يا مقامي ياتاريخي ياشرعي خصوصيات داسې دي چې يو ته په بل په يوه خاص دايره کښې دفضيلت سبب ګرځي.لکه حضرت ابراهيم د کعبې معمار دے.د دين اسلام دويم نوم ملت ابراهيمي  ددوي په نامه دے .هرکال ددوي د قربانو ياد نمانځلے کېږي.دحج غندې عظيم عبادت ټول ارکان ددوي دکوړمې د ياد سره ارتباط لري..خداي ورته د امام لناس لقب ورکړے دے.دا ټولې خبرې د حضرت ابراهيم علېه السلام امتياز اوخاص فضيلت دے چې نور انبيا ورسره پکښې شريک نه دي..

 

بل طرف ته حضرت محمد ص دے نو په دوي نبوت ختم دے.ددوي په لاس دغه اسلام يا ديني ابراهيمي کمال ته رسېدلے دے نه صرف په نظري توګه بلکه په عملي توګه هم دنيا دغه دين ددوي په لاس د ديو رياست په شکل کښې ليدلے دے.په دوي نازل شوے قران تر قيامته محفوظ دے.دوي ته رحمت للعلمين خطاب ډے.ددوي شريعت تر قيامته د هر قام او وطن دپاره  قانون دے.دوي خانه کعبه سردوبار په خپل اصل توحيد بحال کړه.دوي د خپل امت د تايد په حصول کښې کامياب شوي وو.دا داسې خصوصيات دي چې دوي د نورو انبياو تر منځ دافضلۍ په مقام ودروي. .

 

لنډه دا چې د انبياو تر منځ مطلق مقابله يا مفاضله خپله خاتم الانبياء ص هم مناسب نه ده کنړلې

 

..حېران صېب هم ګنړ اشعار په دې مضمون وييلې دي او څه اشعارو کښې يې  د روايت پېروي کړې ده  خو  بعضو ځايونو کښې يې دغه مفاضله د خاص خوبو په حواله هم کړې دے  لکه دې شعرونو کښې يې د افضليت دوه خاص وجې  افاقيت او معراج ته اشاره کړې ده.

 

ټول انبياء دي دخپل دور نيازبين

خومحمد د هردوران دے نبي

 

مکين دزمکې اوتر عرش رسېدل

څومره دې آن څومره دې شان دے نبي

 

شيطان همېشه دا کوشش کړے دے چې د انبياو اولياو او صالحينو محبت د شرکياتو پلو ته بوځي او دلااله الاالله علمبردار خپله په يو نوې اله کښې بدل کړي.دې ګمراهۍ له چې هغه کومه وسيله پکار راولي هغ په تعظيم او محبت کښې غلو او مبالغه ده.

او بيا دا تعظيم او تکريم چې کله دشعر په ژبه اظهار کوي نو خبره لاپسې خطرناکه شي.

 

ځکه چې د شعر خو اوزار هم دغه غلو او مبالغه ده .نو په دې وجه ما وړاندې هم ذکر کړې و چې نعت ليکل که يو طرف ته يو سعيد کار دے نو بل طرف ته ډېرنازک ذمہ دارانہ فن هم دے.

او هم دغه وجه ده چې اکثر نعتونه دسيرت په ځاې د شرکياتو پرچار او روزنه کوي او داسی خبرے نغموی چے حقیقت نہ لری.

 

ددې شرکياتي خيچنۍ له کبله که يو طرف ته پيغمبران د بندګۍ په ځاے دخدايې مقام ته اوچت شي نو بل طرف ته د دغو لويو رهبرانو په سېرت کښې چې ژوند دپاره کومه لار ښوونه ده هغه يا خو ناقابل عمل وګنړلې شي اويا له منځه غېبه شي.او د سترګو نه پناه شي.

 

قرآن او سنت دا خکارہ بارہ خبرہ کوی انما انا بشر مثلکم یوحی الی انما الہکم الہ واحد 

ومن یرجو لقاء الاخرت فلایشرک بعبادت ربہ احدا الکهف

 

زه خو ستاڅو غندې انسان يم بس دومره ده چې ماته وحي کېږي او هغه داچې ستاسو اله بس يکي يو الله دے.نو څوک چې دآخرت ليده کاتۀ مني نو چې ګورې د خپل رب په عبادت کښې څوک شريک نه کړي.

  

خو زمونږ غېر مختاط واعظان او شاعران داسې غېر مستند حکايات , روايات او خصوصيات په خوږ رسول پورې تړي چې دغه هستي د بشريت نه بالا د يو  الوهي اختياراتو حامل وجود

 ثابتوي.حالانکہ 

څومره چې د خوږ رسول تعريف د ثواب کار دې دومره په هغوي افتری او دروغ لويه ګناه ده.

 

زمونږ په دين کښې د يوې عقيدې جوړولو د پاره د قران وسنت د شک نه بالاتر دليل پکار وي

په موضوع , کمزورو   رواياتو او قران وسنت سره ډغره خوړونکو حکاياتودعقېدې بنا نه شي اېخودے

 

شاعرانو له پکار دي چې هسې په وايې پسې نه ځي.او پہ نور نامہ قسم کتابونو او د واعظانو پہ غیرمختاط تقریرونو دې انحصار نه کوي او د مطالعې او تحقيق نه پس دې يوه خبره کوي

 

.. مثلاپه دا قسم ستاينو تنقيدي نظر پکار دے 

 

اے د کل عالم مختاره

يو څيز هم بهر نه دې ستا له زوره له اختياره

په ما شه مهربانه

 

يا دا چې 

 

که شمس دے که قمر دے که زمين دے که سما

دا واړه اے رسوله ستا له نوره دي پېدا

علت د کاينات يې

 

يا دا

په ورځ داخرت به دوزخونه کاندې شور

راولي به سور اور

ديرې به راټول شي چې ښکاره کړي ورته زور

نبي زمونږ غمخور

 

.دحيران صېب ذهن په دې حواله بېخي صفا دے په دې خپل کلام کښې دوي داسې يو غېر مناسب لفظ تشبيه يا تلميخ نه ده راوړې چې د خوږ نبي درسالت, بندګۍ  او د رب ذوالجلال وړاندې دعاجزۍ حېثيت پرې متاثره کيږي.دوي د خوږ پېغمبر د عبده ورسوله سپېځلے نامه تل په نظر کښې نيسي .د نعت ختمي مرکز او محور  د خاتم المرسلین اخلاق او شریعت گرځوي او هغه سبق  رامخې ته کوي چې دے امت ته يې داوخت شديد ضرورت دے

 

ستا له رويه,ستاله فېض دخداې حبيبه

انسان دوست يم او انسان له خېرپسند يم

دصديق عمر,عثمان په منډۀ تلۀ کړم

دعلي دشجاعت سره څرګند يم

تسلي ستا شفاعت ګنړي حېران خو

په مثال دزړې تورې مات کمند يم

 

دصديق صداقت ,دعمر سياست ,دعثمان سخاوت او دعلي شجاعت هم  دخوږ پېغمبر د شخصيت مختلف عکسونه دي چې حېران صېب يې لکه د آيينې مخې ته نيسي .تاسو وګورۍ دې اخري شعر کښې حېران صېب په خپل زړۀ کښې د شفاعت دامېد ډيوه هم بله ساتي  خوورسره سم په خپل ګرېوان کښې  سرهم ښکته کوي او د خپل عمل احتساب  کوي.  

 

دادور فتنو او تهذيبي کشمکش دے.په دې تهذيبي جنګ کښې خط اول د خوږ پېغمبر ذات او د هغه همه ګير او افاقي اطاعت دے.دهغوي د ذات يو توهين خو هغه دے چې د ناوړې خاکو يا کارټونانو په شکل روان دے او کېږي.چې هر خاص وعام يې درد او تکليف محسوسوي  خو يو بل معنوي توهين دے چې د هغې په نتيجه کې د پاک رسول عظيم سيرت او شريعت  داطاعت ددايرې نه بهر کېږي..او هغه دے د سېکولر لبرلزم حمله

 

دپاک رسول ددې نه لوې سپکاوې څه کېدې شي چې يو نام نهاد امتي راپاسي او د اسلام دغه اخري پيغمبر ته اوايې چې نعوذ بالله ستا عمراني,سياسي,او معاشي تعليمات زما په معيار پوره نه دي نو دې دايرو کښې ستا زمانه د اطاعت مطالبه نغوذ بالله باطله او بې ځايه ده.

 

دحېران صېب دا مسله هم په نظر کښې ده په بلها شعرونو کښې يې د پاک رسول د هدايت افاقيت او هرزمانيت ته اشارې کړي دې او  په دې مېدان کښې يې هم د شعر په وسله د خپل دې اعلي ترين قدر دفاع ګړې ده

 

مثلا دا شعرونه زماني افاقيت څرګندوي

رحمت د زمکې د ازل نه تر ابده پورې

هغه ده ټولي زمانې و زمانه يې نه وه

 

داسې نه چې ديو دور وې او لاړې

رهنما د هر زمان يې محمده

 

او د جغرافيايې افاقيت په حواله دشعر

دانه چې ښکلاګانې دې محدود وې په څه حد کښې

جهان دې دعرب عجم زېبا کړو محمده

,

.

زمونږ په سماج کښي د خوږ رسول سره مينه ډېره زياته ده.او نعت ويل او اوريدل يو مقدس کار ګنړلے شي.خو داسې نعتونه ډېر کم ملاويږي چې د  اسلام د پيغام بيان پکښې شوې وي.او د محبت مخه اطاعت طرفته ګرځولې شوې وي.زه د حېران صېب دا هسه په دې لور يو لوې ګام ګنړم

 

دخو پېغمبر ص داطاعت اهميت  حېران صېب په دې شعر کښې څه په خکلي انداز واضحه کړې دے.

 

لکه ډله دنوح ټول به منزل مومي

دنجات لار د سنتو سفينه ده

 

هغه وخت د نوح ع دکشتۍ نه علاوه د نجات بله لار نه وه.ان تر دې چې ددنګو غرونو په سر هم چپې ورواوړېدېهر هغه نفر غرق شو چې دغې کشتۍ نه و ختلې.که هغه د وخت درسول څکه ځوې ولي نه و.تر دې پورې چې دوخت د پېغمبر سفارش هم   په څۀ فايده تمام نه شۀ.

په داسې حال کښې ديوسف حېران صېب دا نعتيه کلام ډېر قيمتي ګرځي. ضرورت ددې خبرې دے چې دا نغتونه نعت خوانانو ته ورسي.مونږ ټولو ته په دې مبارک کا کښې برخه اخستل پکا دي.الله رب ذوالجلال او شاکر او شکور ذات دې د حېران صېب په دې کار او زيار کښې برکت واچوي.

زه د دوي په دې نعتيه کلام خپلې خبرې ختموم.

 

راتګ د محمد راوړو بدلون په نوي رنګ

ژوندون شولو په شانې د ژوندون په نوې رنګ

 

که وچ که مړاوې شوي وو ګلان دکل جهان

يونوې ګلستان يې کړو زرغون په نوې رنګ

 

ملګري شو دحق ستا دعوت په برکت

مازغو کښې يې خوندي شولو جنون په نوې رنګ

 

حېرانه ډلې ډلې تقسېم شوې دےملت

رمې ته دامت په کار دے شپون په نوې رنګ

والسلام

عزيز ترکلانے

اسلام اباد

۲۵/۱۰/۲۰۲۲

- ترکلانی
بېرته شاته