(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کورمه

[18.Nov.2022 - 22:57]

كورمه

پروفیسر اسیر منګل

كورمه د كورمې پۀ توئے كورمه ده، د ټولو نه مخکښې ددې ذکر د هندوانو پۀ مقدس کتاب "رګ ويد" کښې راغلے دے او د كورمې سيند ئې دريائے کُرمو پۀ نوم ياد کړے دے. ددې اوبو پۀ غاړه آريا قوم اوسېدلے دے او دې درياب سره ئې دومره مينه کړې ده چې ځائے ئې ورله خپل مذهبي کتابونو کښې ورکړے دے

د منګلو کوسين غرۀ نه چې کومې اوبۀ د يو وړوکي توئي پۀ شکل کښې بهېږي، هغې ته د ګبر توئي وئيلے شي، د منګلو کړکين غرۀ نه چې کومې اوبۀ د کړائي پۀ درې کښې راغورځېږي هغه د کړائي پۀ توئي بللے شي، هر کله چې دا دواړه تويونه  ، شهرنو کښې يو ځائے شي نو بيا دې ته د كورمې توئي يا دريائے کوُرم وئيلے شي. شهرنو نه تر پټان کلي پورې دغه درياب پۀ افغانستان کښې بهېږي او پۀ خرلاڅيو کښې پاکستان ته راننوځي، د كورمې ډينګ ډينګ چنارونه، شنه توتان، شنې شولې، غوزان ، انار، مڼې، ټماټر، مندتې او کټي سپينې (بيګمۍ وريژې) وريژې هم ددې اوبو له برکته دي. پېرنګيانو كورمې ته ډېر زيات ارزښت وركړے ؤ او ددې سيمې ترخه  به ئې په خصوصي توګه ولايت ته لېږله ،حقه خبره دا ده چې د كورمې ټول ښائست او ښکلا د كورمې پۀ دې رڼو او يخو اوبو دے، دغه وجه ده چې پۀ دې علاقه کښې تل سيلانيانو دلچسپي اخستې ده او د دې ښکلې سيمې د فطري منظرونو نه ئې خوندونه اخستي دي. شلوزان، کړمان، ملانا،  بوشهره،غوزګاړےاو تري منګل د برې  كورمې ډېرې ښکلې او ښائسته علاقې دي، کړمان څۀ وخت د كورمې دارلخلافه هم پاتې شوې ده. د كورمې توئي احسان پۀ ټل، بلندخېل، وزيرستان او بنو هم دے. دا ددې اوبو خاصيت دے چې چرته بهېږي هغه ځائے ته اولس "كورمه" وائي. د اسلام  نه پس هم د كورمې توئي ذکر پۀ مستندو تاريخي کتابونو کښې راغلے دے چې پکښې تاريخ عتبيٰ د ذکر وړ دے . دا کتاب محمود غزنوي وخت کښې پۀ عربۍ کښې ليکلے شوے دے چې پکښې كورمه د کړمان پۀ نوم ياده شوې ده . پۀ 1710 عيسوي خواه و شا کښې كورمه د ايران پۀ واک کښې وه چې والي به ئې هرات کښې موجود ؤ . هم پۀ دغه ورځو کښې د پښتنو ستر ملي مشرميروېس خان نيکۀ ايرانيان د پرله پسې ماتو سره مخ کړي وو او ايراني حکومت پۀ دې پوهېدلے ؤ چې پښتون اوس يو زبردست قوت لري او د دې ماتولو د پاره ئې پښتانۀ هم د ځان سره ملګري کول. پۀ کړمان کښې دا وخت د ستر احمد شاه بابا پلار زمان خان ابدالي او د دولت خان ابدالي زوې بنديان وو. د ګورګين ورارۀ خسرو خان 1711عيسوي کښې د ځان سره د پښتنو دغه مشران لۀ بنده خلاص کړل او د ميروېس خان نيکۀ د مقابلې د پاره ئې پۀ خپل لښکر کښې د ځان سره کړل، خو دې مشرانو د ايرانيانو ارمانونه پوره نۀ کړل . داسې ښکاري چې كورمې پۀ هر دور کښې يو تاريخي حېثيت تر لاسه کړے دے. د كورمې سين د لکي مروت، عيسٰى خيل نومي ځائے کښې اباسين سره يو ځائے کېږي. كورمه د غزني سره پۀ انتظامي چارو کښې هم تړلې پاتې شوې ده، د مغلو دور کښې هم ورته يوخاص اهميت تر لاسه ؤ. بهادر شاه اول څو څو ځله دلته پۀ اوړي کښې پېښه کړې ده. کړمان کښې ئې خپل وخت تېر کړے دے، دې نه مخکښې دا سيمه د  خواجه زوزن براق صاحب او د يلدوز وغېره پۀ واک کښې پاتې شوې ده، يعنې د غزني، غوري او خوارزم شاهانو دلته پوره هلې ځلې تېرې شوې دي او دې علاقې ته ئې يو خاص مقام ورکړے  ؤ. كورمه د هندوستان او غزني ترمېنځه پۀ لار پرته ده، ځنې بادشاهانو چې ماتې خوړلې ده نو دلته ئې پناه راوړې، يعنې دغه ښکلې خاوره د ډېرو بادشاهانو د دمې ځائے هم پاتې شوے دے

شهرنو نه تر پټان کلي پورې علاقې ته هم كورمه وئيلے شي، يعنې كورمه نيمه د ډيورنډ کرښې نه بره هم پرته ده. خرلاڅيو نه تر ټله پورې كورمه حکومت پاکستان پۀ دريو برخو کښې وېش کړې ده. کوزه كورمه، بره كورمه او مينځنۍ كورمه، پۀ کال ۲۰۰۲ء عام انتخاباتو کښې پۀ وړومبي ځل د كورمې دوه ممبران قامي اسمبلۍ ته لاړل، دې نه مخکښې به يو ممبر منتخب کېدو. ملک حاجي زرين خان منګل د ټولې كورمې اخري د قامي اسمبلۍ ممبر ؤ. د كورمې وړومبے د قامي اسمبلۍ ممبر حاجي صالح خان ؤ، نن سبا د بره كورمې ډاکټر ساجد حسېن طورے او د کوزې كورمې حاجي منير خان ورکزے د قامي اسمبلۍ غړي دي

توري، بنګښ، منګل، ورګزي، مقبل، هزاره او ځاځي وغېره د كورمې وسېدونکي دي. بره كورمه کښې د شيعه مسلک اکثريت دے او کوزه كورمه کښې سنيان پۀ ګڼ شمېر کښې وسي. پاړه چنار د كورمې مرکزي ښار دے چې پۀ اولس کښې د توتکي پۀ نوم هم شهرت لري. دا يو صحت افزا مقام دے، د سپين غرۀ پۀ بېخ کښې اباد دے، ژمي کښې ورباندې ښه پرېوانه واوره ورېږي، جون، جولائي، اګست ئې خونده ورې مياشتې وي. د سپين غرۀ د نزديکت له کبله دلته کالو سر يخ يخ بادونه لګي

1747 عيسوي کښې چې کله احمد شاه بابا پښتنو ته د افغانستان پۀ نوم يوه پېژندګلو ورکړه، نو كورمه  او ټل هم  ددې رياست برخې  وې، ولې دلته ئې پۀ مکمله توګه پام لرنه پۀ کال 1845 عيسوي کښې وکړه او وړومبے ګورنر ئې ورله سردار اعظم خان بارکزے وټاکلو. پۀ اولس کښې دغه والي د زامو سردار پۀ نامه شهرت لرلو، د كورمې يوه اولسي سندره ده:

 

وا زامو سرداره!

دې ما شرين لالے راپرېږده

پۀ بند به زۀ درسره ځمه

 

سردار اعظم خان دلته شپاړس کاله حکمراني وکړه. دۀ پسې د افغانستان شپږ واليان پرله پسې راغلل. سردار زمان خان بارکزے د كورمې اخري ګورنر ؤ. د 1878 عيسوي نه پس كورمه کښې ډېر زيات اړے ګړے جوړ شو، د افغانستان حاکمانو پۀ علاقه قابو نه ؤ، د لاقانونيت زور ؤ، لوبه پېرنګي ګرمه کړې وه، د كورمې واک دغه وخت کښې محمد نور، ميا فريد او ميرګل بادشاه درې ونډي سره ؤ، دوى ته د پېرنګيانو مرسته ترلاسه وه. پۀ کال 1879 عيسوي کښې د پېرنګيانو او د افغانانو  ترمېنځه يوه داسې بدبخته لوظ نامه وشوه چې پۀ تاريخ کښې د ګندمک لوظنامه يادېږي. د دې ترمخه ځينې قبائلي علاقې چې پکښې كورمه هم شامله وه د پېرنګيانو پۀ قبضه کښې راغلې. سرور خان چکه هم د علاقې زورور سړے ؤ. افغانستان او پېرنګي دواړو سره ئې اړيکې وې. چکي دكورمې درې واړه واكداران  د اقتدار نه محروم کړل او تر څۀ وخته پورې كورمه ئې پۀ خپل واک کښې وساتله. پۀ کال 1892ء کښې كورمه د پېرنګي حکومت کښې شامله شوه. وړومبنے پوليټيکل اېجنټ ئې ښاغلے ميرک وټاکلے شو، دې نه مخکښې د كورمې د توريو ملکانو يوه جرګه ټل سره نزدې دلن نومي پېرنګي کمانډر سره وليدل او علاقې ته ئې د راوستو دپاره  ليکلے درخواست ورکړو. د توريو ملکانو دا درخواست پۀ انډين لائبرېرۍ لندن کښې نن هم موجود دے.

د بي - کے کپور تر مخه 1860 عيسوي کښې توريو انګرېزانو ته درخواست ورکړو چې هغوي دې كورمه پۀ خپله قبضه کښې واخلي.

 اسيرمنګل،،دكورمې اوټل تاريخ،، نه ماخوز

- اسیر منګل
بېرته شاته