(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کروکوډېل

[28.Oct.2022 - 07:00]

تمساخ ( کروکوډ یل ) اوبیزو

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی

وايي چي په یوه ونه کې چې د یوه سیند په غاړه ولاړه وه، یوه بیزو په خوشالۍ ژوند کاوه. ونې به خوندورې میوې نیولې او بیزو به دا میوي په ډیره مینه خوړلې. په سیند کې یو تمساخ ( کروکوډ یل ) د خپلې میرمنې سره اوسیده. تمساخ یوه ورځ دسیند له اوبو را ووت اوپه مهربانۍ يې دبیزوسره ستړي مشي وکړه او ورته ويې ویل چېښالی بیزو سلامبیزو هم یو مهربانه ژوی واو په حیرانتیا يې ځواب ورکړ چېسلام، ښاغلی تمساخ! په دې ښکلي سهار چرته روان یاست؟» تمساخ له د وه ورځو را په دې خوا څه نه و خوړلي، ځکه چې په سیند کې مایان نشته وو او ويې ویل چېما سهارنی نه دی کړی او وږی یم. ایا ته پوهیږې چې چرته به یو څه خواړه نر لاسه کړم؟» بیزو سخي او د ښه نیت خاوند و، دخپلې ونې يې یو څه تازه میوه ورکړه چي ويي خوري.

کروکوډ یل له سره میوه نه خوريو خودا تمساخ ډیر وږی و اودا میوه ډیره خوندوره وه، نوځکه يې ټوله وخوړه. د دې خوندورې میوې سره د بیزو او تمساخ ترمنخ خوندوره ملګرتیا پیل شوه. په لمر او هم په باران کې يې هره ورځ سره لیدل، بحثونه يې کول او د مځکې او اسمان په هکله سره ږغیدل. دا یوه بې سارې اوډ یره ټینګه ملګرتیل وه.

په دي وخت کې د تمساخ میرمن په سند کې نور مایان نه میندل، نوځکه يې دخوړو له پاره څه نه لرل، لوږې واخیسته او میړه ته يې و ویل چېزه غواړم چې دا بیزو وخورم، ځکه نور دلوږې زور نه لرممیړه يې د مايي په شان غلی پاتې شو او دځان سره يې و ویل چېڅنګه به دخپل ملګري سره خیانت وکړم؟» دی حیران او پریشان و، ځکه میرمنې يې له سره بل څه په هکله فکر نه شو کولی، هغه ناروغه وه او ارو مرو يې غوښتل چې د بیزو زړه وخوري. په تمساخ خپله میرمن ډیره ګرانه وه، په ده بیزو هم ډیر کران و. هیڅ نه پوهیده چې څه وکړي.

په پای کې تمساخ خپل ملګري، بیزو، ته ورغی او ورته ويې ویل چېنن زما میرمنې ستا له پاره یو څه پاخه کړي دي، ماته يې و ویل چې له ځان سره يې کور ته راوله.»  بیزو د دې خبرې په اوریدو حیران اوهم ډیر خوښ شو . ناڅاپه يې له ونې ټوپ وهل او د تمساخ په ملا کیناست. کله چې تمساخ دسیند منځ ته ورسید، خپل ملګري ته يې و ویل چېپه دې ډ یر خواشینه یم چې زما میر من تا وژني، دا غواړي چې ستا زړه وخوريبیزو ډ یر هوښیار و. بیدرنګه يې ورته و ویل چېدا دې ولې پخوا راته ونه ویل؟ پوهیږې چې ما خپل زړه په ونه کې پرې ایښی دی. اوس مې باید خپلې ونې ته بیرته یوسې، ترڅو چې زړه مې له ځان سره راوړماحمق تمساخ نه پوهیده چې ملګری يې ډ یر هوښیار دی. دی بیرته دونې په لور په لامبوشو. کله چي ونې ته ورسیدل، بیزو ناڅاپه ونې ته ټوپ واچاوه او تمساخ ته يې و ویل چېاي احمقه تمساخه، دا څنګه کیدای شي چې زمازړه دې په ونه کې وي. نور په تا باور نه کوم. زه دې وغولولم اوزړه دې رامات کړ. نور نه غواړم چې دخپلې ونې خوږې میوې درکړم. ورځه ورک شه او بیا هیڅکله دلته را نه شېاحمق تمساخ هرڅه له لاسه ورکړل. پای

Geschichten in Einfacher Sprache

- رڼاګل اریوبزی
بېرته شاته