(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مــزري تحــفه

[17.Oct.2022 - 18:32]

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی

د مــزري تحــفه

دماشومانو له پاره لنډه کیسه

ډیر پخوا په یوه لرې پراته هیواد کې یو ډیر هوښیار پاچا حکومت کاوه. دې بادشا داعادت درلود چې هر سهار به يې هغه څوک در بار ته رابلل چې له ده څخه به يې کومه هیله درلوده، یا به يې کومه عریضه ور وړاندې کوله اویابه په کومه بله مامله ورسره غږید ه. یوه ورځ په داسې حال کې چې ډیرخلک په دربار کې په رسمي توګه د بادشا په حضورکې سره ټول شوي وو، ناڅاپه یو چا چیغه کړه چېهله مرسته وکړی! مـــزری دی!!» ټول ډیر وډارشول، د باغ په لور دروازې ته يې وکتل او هلته يې یوه مزرۍ ولیده.خلک له ډاره په زور او ټیله د سالون نه راووتل، یوازې باد شا په خپل تخت ناست پاتې شو او مزرۍ ته يې کتل. بادشا ولیده چې مزرۍ یوازي په درو پښو په مځکه ولاړه وه او چپه پښه يې په هوا کې خوځوله. بادشا ورو ورو دخپل ځای نه را پورته شو او په ډیر احتیاط يې د مزرۍ په لور یو ګام وچت کړ. مزرۍ سر ټیټ کړ اوبادشا پوه شو چې مزري په ده برید نه کوي. ورو ورو ورنږدې شو، په ورمیږ يې لاس تیر کړ او دهغې پښه يې ولیده. مزرۍ په یوه اوږده اوتیره اغزي پښه ایښې وه، اغزی يې په پښه ننوتلی و اوبیله پردۍ مرستې يې نه شو را ایستلی. بادشا ورته و ویل چېتم شه! له تاسره هم باید مرسته وشيبیايې خپل شخصي ډاکټر ته ناره کړه چې راشي او دمزرۍ دپښې نه اغزی وباسي. ډاکتر راغی، له ډاره يې ټول بدن لړزید، خو بیاهم مجبور وچې دمزرۍ د پښې نه اغزی راوباسي. دعملیاتو په بهیر کې بادشا دمزرۍ په غوږو کې څه پسپسک کاوه او هغې ته يې تسلي ورکوله. ور پسې ډاکټر په زخم باندې ملهم کیښود. په دي توګه دمزرۍ په زړه کې ورته د دوستۍ احساس پیدا شو. بادشا حپل تاریخ لیکونکی را وغوښت ترڅو دربار ته دمزرۍ راتګ دهیواد د تاریح په کتاب کې ثبت کړي. ځکه چې دا لومړی ځل و چې یوې مزرۍ په شاهانه دربار کې رسمي حضور درلود.

یوه اونۍ وروسته، کله چې دسهار له مخې درباربیا د خلکو نه ډک و، ناڅاپه چیغه شوه چېهله مرسته وکړی! مـــزری دی !!» په رښتیا بیا هم یوه مزرۍ د باغ په لور دروازې په وړاندې ولاړه وه. ټول په منډه دباندې وتښتیدل. یوازې بادشا ارام په خپل تخت ناست پاتې شو. ده مزرې و پیژندله. هغه دا ځل په څلورو پښو په مځکه ولاړه وه او یوه لویه پاڼه يې په خوله کې نیولې وه. پاڼه يې په مځکه واچوله اود تخم یو څو دانې په کې ښکاره شوي. مزرۍ په خپلو پښو مځکه وکیند له، دتخم دانې يې کتار پکې واچولې، بیايې درې لوړې رمباړې وکړې اوپه خوشالۍ لاړه.

بادشا و ویل چېمزرۍ موږ ته تحفه راوړهبیايې باغوانان را وغوښتل او ورته ويې ویل چې دا تخم راوباسې اوپه یوه ځانګړي پالیز کې يې وکري. په باغ کې ډیر زر بوټي رازرغونه شول. په لنډ وخت کي لوی شول، لويې پاڼې يې وکړې او ښکلي ګلان يې ونیول. خبره میوې ته ورسیده، میوه يې لومړی د آلو بالو د دانې په اندازه وه، دشفتالو او ورپسې د مڼې په شان غټه شوه، ور پسې دکوچنیانو او لږ څه وروسته دلویانو دسر په اندازه غټه شوه او غټیده او لا پسې غټیده.

دملک ټول خلک وډار شول او پاچا ته ورغلل او ورته ويې ویل چېدې مزرۍ موږ ته دا میوه راوړې ده، دا دمزرۍ میوه ده، څوک پو هیږي چي په منځ کې يې څه دي؟ کیدای شي چې په منځ کې به يې واړه واړه مزریان وي اوکله چې میوه پخه شي، مزریان به ترې را ووزي او موږ به ټول وخوري..» بادشا وخندل او ويې ویل چېزه ګمان نه کوم چې د دي میوو په منځ کې دې مزري ويخو په دې پو هیده چې خلک څوک یوازې په خبرو د ډارنه نه شي ساتلی، نو يې و ویل چېسره له دې هم باید داحتیاې نه کارواخلو. موږ به د دې میوو چار چاپیره لوړ دیوال جوړ کړو. که څه هم زه په دې عقیده نه یم، خو بیا هم که د دې میوو په منځ کې کوچني کوچني مزریان وي، موږ ته به زیان ونه شي رسولی. وروسته تر دې چې دیوال جوړشو او په هغه کې يې یوه دروازه هم جوړه کړه، بادشا په پټه د دروازې له لارې پالیزه ته ور ننوت. د میوې نه يې یوه ډانه راوشکوله او په خپل خنجر يې ترازې ترازې کړه. په منځ کې يې هیڅ مزری نه و، بلکې پوست يې د میوې له خوندورې، اوبلنې او خوشبویه غوښې ډ ک واوداسې زړي هم پکې ووچې د هغو تخمي زړو په شان ښکاریدل کوم چې مزرۍ دځان سره راوړي وو.

باد شا د میوې یوه ټوټه لومړی یوه خره ته ورکړه چې ويې خوري. خره وخوړه اووخوړه، خوند يې ورکړ اوښه په ولګیده. ورپسې بادشا یوې وزې ته یوڅه ورکړه. وزې هم خوړه ، خوړه اوله له سره نه په مړیده، ترڅو چې د پوست سره يې وخوړه. په پای کې بادشا په خپله وڅکله اوچې دهغې بې سارې مزه يې ولید له، نو له ډیره خونده يې « واو » کړ. بادشا تردې وخته پورې داسې خوندور شی نه وخوړلی. ده درسمي دربار په بله ورځ هر یوه ته چې دربار ته راغوښتل شوی او راغلی و، د دې میوې یوه ټوټه ورکړه او ويې پوښتل چېخوند يې څنګه دی؟» ټولو په یوه خوله ځواب ورکړچېاعلیحضرته، بې حده اوبې سارې خوندوردی! داڅه شی دی؟»

د دربار په پای کې بادشا یوه وینا وکړه او ويې ویل چېهغه څه چې نن مې دڅکلو له پاره درکړل، د( مزرۍ میوه ) ده، دا دهغې تحفه ده. اوس خو پوه شوو چې په منځ کې يې واړه مزریان نشته. موږ باید دا میوې وکرو چې ټول انسانان خوند ترې واخلي. همداسې وشول، په ټولو ګرمو هیوادونوکې د دې میوې کر رواج شو. په اوړي کې يې دلته هم اخیستلی شوـ دا هیندواڼه ده چې مزرې راته راوړې ده.

Asien - Vorderasien - Afghanistan

- رڼاګل اریوبزی
بېرته شاته