(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

او ما هغه وبخښه

[17.Oct.2022 - 18:30]

ژباړن: سید عبید الله نادر

لنډه کيسه د ماشومانو او ځوانانو د پاره

 

او ما هغه وبخښه    

یو ډیر صاحبدله او د عزت خاوند انسان ،د خپل یو ډیر نژدې او ګران عزیز دوست کره ورغی او د شپی د هغی میلمه شو ،هغه هم د ده ډیره قدردانی او پالنه وکړه ،خو میلمه د روزګار د تنګسی او ډیر فشار د لاسه څرنګه چې د کور خاوند یې لږ غافل ولیده ، نو د ده یو قیمتی غالۍ یې غلا کړه ، او بازار ته لاړه چې قالینه خرڅه کړي ، لا په دې نه وو بریالی شوی ، چې قالینه خرڅه کړي ،چې د ښار یو ساتونکی راغی او قالینه یې وپیژنده ،او چا نه چې غلا شوی وه ، هغه یې هم پیژانده ،نو دی یې ګرفتاره کړ ،او د تنګسی او نادارۍ نه ستړی غل یې د حاکم حضور ته بوته ،کله چې غل او د قالیني خاوند دواړه د قاضی حضور ته حاضر شول ، او د هغه جرم هم ثابت شو ،نو قاضی داسي دستور ورکړ چې غل یوسئ او لاس یې قطع کړئ ،تر څو ونه شي کړای چې نور غلا وکړي ،د قالینې خاوند چې ډیر د درد او احساس خاوند او با رحمه انسان  وو ،په خپل دوست یې زړه ډیر خوږ شو ، او په دې پوه وو ،چې دوست یې د ډیر نا علاجۍ او ناچارۍ نه دا کار کړی .نو په محکمه کې د خپله ځایه اوچت شو ، او قاضی ته یې د احترام او درناوی نه وروسته داسي وویل : ای لویه حاکمه ما دی وبخښه او هیله می دا ده چې د دې د جزا ورکولو نه صرف نظر وکړې ،حاکم د دي خبری د اوریدو نه پس وویل : دا مجازات او جزا ده ته قانونی دي ، او هیڅ څوک نه شي کولای چې د قانونی حکم د اجرا څخه مخ نیوی وکړي ، د قالینې خاوند چې یو پوه دنیا دیده او د مطالعی خاوند وو ،نو د قاضی په ځواب کې یې وویل: تاسی محترما رښتیا وایاست ،خو که یو څوک د یو چا د اضافی مال څخه چې هغه یې د فقیرانو په لار کې وقف کړی وي ، د هغی څخه غلا وکړي ، د هغی لاس باید غوڅ نه شي ، د قالینې خاوند یو څو شیبی غلی شو ، او خپلي سترګي یې د حاکم په سترګو کې ښخي کړې ،او د حاکم له سترګو یې د موافقی نښي واخیستلې ،او په همدې اساس خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ ، چې زه چې هر څه په کور کې لرم هغه می د بی وزلو او فقیرانو د پاره وقف کړي ،حاکم د دي خبری د اوریدو سره یو شیبه درنګ وکړ ،او څرنګه چې د قالینې د خاوند خبری یې په زړه پوری ولیدی ،نو حکم یې وکړ چې فقیر غل نور خوشي کړئ ،د مخه له دې چې هغه دواړه یعنی د قالیني غل او کور خاوند د قاضی له حضوره رخصت شي ،نو قاضی څرنګه چې د قالینې د خاوند د مردانګی او پوهی د تاثیر لاندی راغلی وو ،نو غله ته یې وویلي : نو دنیا پر تا تنګه شوي وه چې غلا دې نه کوله بیا د داسی یو دوسته  وکړه ؟ غل چې په خپله هم ډیر شرمنده شوی وو ،نو قاضی ته یې وویلي : چې نه دي دي اوریدلی چې وایي : چې د دوستانو کور په غلا پاک جارو کړه ، خو د دښمنانو دروازه مه ټکوه

»»»»»»»»»»»

د حضرت سعدی د ګلستان او بو ستان له قیصو څخه

د تربیتی ، تعلیمی ، اخلاقی او انتباهی لنډو کیسو په کاروان کې :چې په کې درس د اصول د ادارې ، او په مسند د عدالت کې د موضوع د باریکیو درک کولو درس هم په کې پروت دی ،او په محکمه ایز او عدالتي چارو کې د پوره او ژور دقت نه کار اخیستلو درس هم په کې پروت دی.

 
- سیدعبیدالله نادر
بېرته شاته