(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بهرام خان

[23.Sep.2022 - 16:29]

 

خوشال خان خټک او دده نا اهله زوی بهرام 

لیک: ډاکټر لطیف یاد

بهرام خان دخوشال بابا هغه نا اهله زوی دی چې خپله خوشال خان خټک  ترې په خپلو اشعاروکې سرټکولی دی .

بهرام خان د۱۰۵۳ لیږدیز/هجري کال دربیع الاول په میاشت کې چې د۱۶۴۳ زېږدیز/میلادي دمی دمیاشتې سره سمون خوري  زیږیدلی و اوخوشال بابا دده دزیږیدو تاریخي ماده نېکمرغه ګڼلی و ه او هغه یې  ( بخت بابا امد) لیکلی و چې دابجد په حساب ۱۰۵۳ لیږدیز/هجري کال دي ،لکه چې خوشال بابا په خپل یوه پارسي بیت کې دده دزېږیدو ماده داسې راوړې ده

دريا و الف ماه ربيع الاول بهرام آمد     بروی رخشنده چو ماه

تاريخش «بخت بابا آمد»                      زين جمله شود جيم هزارو پنجاه

 خو بهرام خان  بدمرغه وخوت اودستر خوشال بابا په وړاندې یې ستر خنډونه رامنځ ته کړل او دده پرخلاف یې بغاوتونه وکړل چې خبره دخوشال بابا او دده دبد مرغه زوی بهرام خان تر منځ جګړو ته ورسېدله.

که څه هم دخوشال خان دغه بدمرغه زوی بهرام خان  دخوشال خان پر خلاف و ، خو خوشال خان داشعارو له مخې ده دانشاء او املا په فن کې ډیر مهارت درلود لکه چې پخپله خوشال خان خټک  په خپل یوه بیت کې داسې وایي

عطارد دې نورقلم له لاسه کیږدي 

چې په داخوبۍ بهرام انشاء املاء کا

په هندوستان کې داورنګزیب دپاچاهۍ په وخت کې مغولي حکومت تر دې دمخه په کابل کې درې صوبه دران  درلودل چې دپښتونخواسیمې هم ددوی له خوا اداره کیدلې اودمغولوله خوا په کابل کې  دغودرې واړوصوبه دارانو   دافغانانو اوپه تېره بیا دپښتنو په ټکولو کې پوره او بشپړ مهارتونه درلودل   . داورنګزیب په وخت کې دکابل لومړني مغولي صوبه دار سید امیر خان خوافي و او خوشال بابا دهغه لخوا بندي او هندوستان ته ولیږل شو.دی یو شرابي ، دایم الخمره او عیاش انسان واوډیرپښتانه یې وټکول . تر هغه وروسته بیاپه کابل کې دمغولو بل صوبه دار مهابت خان وټاکل شو چې هغه هم دمغولو هغه پالیسي پر پښتنو عملي کړه چې دپښتنو پرخلاف وه .دریم صوبه داریې محمد امین خان و، چې ترهغه وروسته اورنګزیب یوځل بیا مهابت خان ته دکابل صوبه داري ورکړه.

هغه وخت چې مهابت خان پښتونخوا ته ورسید نو هغه دپښتنوپر خلاف دتورې دپورته کولوپر ځای   له سیاسی چالونو کار واخیست.همداراز هغه خوشال خان ته په پرله پسې توګه لیکونه هم واستول چې ده ته دې  ورشي او دی به ورسره دملک او سیمې دحالاتو په ّاړوند سلا اومشورې وکړي . خوخوشال خان دتلواو دده له لېدلو  نه انکاروکړ. پردې خبره دکابل مغولي صوبه دارمهابت خان ډیرخپه شو،خو سره له دې هم دخوشال بابا  زوي اشرف خان په خیر آباد کې له مهابت خان سره ولیدل ، که څه هم مهابت خان  دخوشال خان سره دده دخپګان په وجه داشرف خان سره هم په زړه کې مخالف و. مهابت خان اشرف خان ته وویل چې اوس زما ستا نه یوه غوښتنه ده او هغه داده چې نور به خپل پلار یعنې خوشال خان پخپلې سیمې کې نه پریږدې اوپه دې توګه مهابت خان داشرف خان نه لیکلی سند هم  واخیست.

مهابت خان داشرف خان په کړوړو باندې ډاډمن نه و نو ده  دخوشال بابا ددریم زوی بهرام خان سره اړیکي ټینګې کړې څو دی دخپل پلار پرخلاف ولمسوي.نااهله بهرام خان ،مهابت خان ته ډاډ ورکړ چې که ده ته حکم وشي نو  دی دخپل پلار او مشرورور اشرف خان پرخلاف هره شېبه جګړې ته  چمتو دی.همداسبب و چې د۱۶۷۳ زیږدیزکال دمارچ په میاشت کې دده او خپل پلار  ترمنځ څو کوچنۍ جګړې وشوې .دهمدې کال داپریل ، مي او جون په میاشتو کې دخوشال خان او بهرام خان تر منځ هم سختې جګړې ترسره شوې .لنډه داچې بهرام خان دمغولي حکومت په اشاره خپل سپین ږیري پلار خوشالخان ته چې په هغه وخت کې  یې عمر۷۶ یا ۷۷ کلونه ول ستر سرخوږی جوړ کړ. ان مغولو دهغه مشر ورور اشرف خان هجري ونېوه او دکن ته یې ولېږه څو  د دکن  دبیجاپور په زندان کې ترڅوارلس کلونو قید وروسته  یې هماغلته ساه ورکړه او په پردیسۍ کې مړ شو

دبهرام خان داجګړې یوازې په خپلې قبیلې کې دمشرۍ دترلاسه کولواو اقتدار  لپاره وې .خوشال بابا دخپل نا اهله زوي بهرام خان په اړوند ډیر اشعار لري چې زه به یې یوڅو شعرونه تاسو سره شریکوم :

 د بهرام له حاله څه وايم و چا ته

حال د خپل زويه ښکاره دی و بابا ته 

هم فضول هم مزور هم مذبذب دی

هم يکرنگ ويل به نه کاندي و چا ته 

 په يوه ذره کې پاسه په اسمان شي 

په يوه ذره کې ځي تحت الثرا ته

  د خپل خوی په گردابونو کې غوټه خوري

دا عادت به يې رد نشي تر مماته

تا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه 

سرداري دې په خپل دور کړه بدنامه

هم تمامې خېلخانې لره بلا شوې 

 هم خپل ځان لره بلا شوې بدفرجامه

  تاطاهر د کم عقلۍ په جرگو مړ کړ

اوس فارغ شوې د طاهر له انتقامه

تا خپل ځان لره د مرگ رخه پيدا کړه 

خېلخانه دې په بدخوي کړه بې آرامه 

په دا هسې بدخويي بې بخته نه يې

چې لا نه يې د خوني هاتي تر زامه

 مشر ورور دې په زندان کړ ته خاني کړې

دا خاني دې شه په ځان پورې حرامه 

 چې خاني ته دې هوس د زړه په زور کړ 

لا ځايي وه ستا د زړه اندېښنه خامه

نور دې نوم د ما د زويو په شمار مه شه 

د خوشحال خټک وينا په دا تمامه 

په بل ځای کې وايي:

 بهرام ښځه ده بدرنگه

 رنگارنگ زېور پرې پورې

که زېور ورځنې واخلې 

نور به نه پېرې په تورې

 که احمق په دولت ښه شي 

که ترې ولاړ شي خود به گورې 

دا هم دده دعاق شوي او نا اهله زوي بهرام خان  په اړوند دخوشال بابا یو څو نور بیتونه :

څوک بهرام غوندې منحوس ، بدبخت ، بخیل شي 

په شامت یې خېلخانه شي تار په تار

--------------

دبهرام لښکرې پروتې په ټیرۍ کې 

امیددی چې خدای یې زرکا شرمسار

---------------------- 

دا هم ځای دتعجب دی که یې وینې 

چې لښکرې په خوشال کا بهرام خان 

------------------------

شوم بهرام مې دځان غم شو 

زه هم غم دده دځان شوم

---------------------- 

 نه  داعیب زمانه سل هنره

چې بهرام زما پسر زه یې پدر یم 

-----------

نور دې نوم زما په زویوکې یادمه شه 

دخوشال خټک وینا په داتمامه

------

ماخذونه

۱- دخوشال  بابا کلیات ، دکابل چاپ 

 ۲- خوشال خان خټک ، لیکوال دوست محمد خان کامل مومند ، ژباړونکي ډاکټر لطیف یاد . دپيښور چاپ 

 ۳- تاریخ مرصع . دافضل خان خټک

- دخوشال بابا نااهله ځوې
بېرته شاته