(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلور ملګري

[10.Sep.2022 - 15:35]

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی

څلور ملګري

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

یو وخت په یوه واړه کلي کې څلور ملګري اوسید ل. د دوی په خپلو کې له وړوکتوپه یوه بل ته نږدې او خواږه ملګري وو، نو ځکه يې ډیر وخت یو ځای سره تیراوه. د دې څلورو نه درې ملګري يې په خپله پوهه ډیر مغرور وو. دوی په بیلابیلو پوهنیزو څانګو کې زده کړې کړې وې اوفکر يې کاوه چې په هر څه پوهیږي. څلورم ملګري يې چې ګوپال نومیده، دومره ډیر کتابونه نه وو لوستلي، خو هغه یو بل ځانګړی خصوصیت درلود. دی په ورځنیو چارو کې دښې بوهې خاوند و. یوه ورځ څلور واړو ملګرو د خپلې راتلونکې په باره کې بحث او خبرې اترې کولې. لومړي ملګري يې و ویل چېنړۍ ته دخپلې پوهې او قابلیت ارزښت ور ښکاره کړو تر څو چې له دې لارې یو څه پیسې وګټودوهم ملګري يې وویل چېپه دې وچ او ستومانوونکي کلي کې پاتې کیدل کومه ګټه نه لري، موږ باید نورو هیوادونوته ولاړ شواو هلته هغه مشهور اومعتبر خلک وپیزنو چې، د دوی سختو او له معما ډکو پوښتنو د ځواب ور کولو په صورت کې، ښې پیسې راکړيدریم يې د دو نورو خبرې ومنلې او ويې ویل چې دا ښه فکر دې، کیدای شي چې بادشا به مو هم وپیژني

خو لومړي ملګري ګوپال ته مخ واړوه، ورته ويې کتل او بیايې و ویل چېتر هغه چې په دې ډول ناپوه او بط تعلیمه انسان زموږ سره وې، نو څنګه کولی شو چې ځانونه هوښیاران او د لوړو زده کړو خاوندان وښیو، زما وړاندیز دادی چې هغه به په دې ځای کې پریږدودوهم ملګري و ویل چې داسمه ده! هغه به زموږ چانس له ګواښ سره مخامخ کړي، له ځان سره بیول يې هیڅ ګټه نه لري.»  خو دریم ملګري يې د نورو دوو په نیت نیوکه وکړه او ويې ویل چېموږ باید دا کار ونه کړو، موږ خو په خپلو کې ښه ملګري یو، باید هغه له ځان سره بوزوپه بله ورځ څلورواړه روان شول، دوی په ځنګل کې روان وو چې ناڅاپه د لومړي ملګري پښه دمړشوي ژوي د وچ هډ وکي په شان له یوه شي سره ولګیده اونږدې و چې په مځکه ولویږي. ده خپلو ملګرو ته په ډ یر غرور و ویل چېتم شی! دا زموږ د پوهې دازمویلو تر ټولو ښه چانس دی. راځی چې دا هډ وکی راژوندی کړو! زه د خپلې پراخې او زورې پوهې له مخې په دې پوهیږم چې هډ وکي په څه ډول د بد ن په شان بند په بند ترتیب کید لی شي

دوهم ملګري په بیړه و ویل چېزه به يې پوست ، غوښه او وینه ورته پیدا کړماو دریم وویل چېسا يې یوازې زه بدن ته ورکولیشمپه دې ډول يې لومړي ملګري دهډ وکو نه سکلیټ       ( بد ن ) جوړ کړ،دوهم يې پوست، غوښه او وینه ورجوړ کړل، خو کله چې دریم ملګري يې ژوی را ژوندی کاوه، ګوپال ور ناره کړهچېای هوښیارانو تم شی، ایا پوهیږی چې په څه لګیا یاست؟ دا ژوی چې تاسې يې را ژوندی کوی، یو مزری دی او مزری باید را ژوندی نه کړیخو دریم ملګري ورته و ویل چې ولې نه، زه همدا مزری راژوندی کوم اوزه يې ژوندی کولی شمده د ګوپال نظرته کوم ارزښت ورنه کړ. ګوپال ورته و ویل چېداسې وي نو لږ صبر وکړيدی یوې لويې ونې ته ور پورته شو. دریم ملکري جادو پیل کړ، « جنتر منتر،را پاڅیږه ای مزریهيې و ویل. مزری وخوځید او دا ډاروونکئ ژوی ژوندی شو. ملګرو دخوشالې چیغې پرته کړې او په دې وخت کې مزری په رمباړو شواد په دوی يې ور ودانګل. ډار شوو ملګرو هیڅ فکر نه کاوه چې داسې پیښه په را منځ ته کیږي.مزري ور پسې منډې وهلې او دوی ترې په ترپکو تیت او پرک شول. ګوپال دا پیښه ولیده، وډارشو او څه شیبه وروسته د ونې نه راکوز شو. دی هلته تم پاتې شو تر څو چې ملګري يې راشي. په دې بله ورځ يې ملګري ستړي ستومان بیرته راغلل، دګوپال نه يې بخنه وغوښته او ډاډ يې ورکړ چې په راتلونکې کې به د ده مشورې دراناوی کوي.

Bina Ghosh, Kalkutta, Indien

- ژ: رڼاګل اریوبزی
بېرته شاته