(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ما رښتيا هم ، چې یو جرات کړی

[10.Sep.2022 - 13:06]

 

ما رښتيا هم ، چې یو جرات کړی

لیک: بازمحمد عابد

له استاد پوهنیار محمد داود وفا سره مرکه 

استاد ، ستاسو په لاس لیکل شوی او راټول شوی کتاب « دفوکلور پېژندنې لارښود » ښه په درز کې ولمانځل شو. دلمانځنې په دغو مراسمو کې ګڼو ویناوالو داکتاب وستایه، خو استاد نجیب الله منلي، بیا یوشمېر نيوکې هم لرلې، زه غواړم، په خاصه توګه ، داستاد منلي د نیوکو په باب له تاسوسره مرکه وکړم، نو دا چې ومو منله باید مننه وکړم، نو اوله پوښتنه مې هم همدا ده ، چې استاد منلي ویل، داکتاب کوم علمي ارزښت نه لري، زما تنده پرې ماته نه شوه؟

ځواب:

مننه کوم، چې دا موضوع بیا یادوئ، او بحث یې درته په زړه پورې دی. زه له استاد منلي مننه کوم، چې دوی له بوختیاوو سره سره په دغه غونډه کې ګډون وکړ او بیا يې علمي بحث وکړ او کره کتنه یې وکړه او ماته یې هم لارښوونې وکړې. نو په عمومي توګه ددوی لارښوونې پر ځای وې او زه وایم، چې که داکتاب بیا چاپېده ، بایده دي، چې زه یې له سره پرې وګورم او ددوی مشورې واخلم.

استاد منلي رښتيا هم وویل، چې په کتاب مې تنده ماته نه شوه او علمي نه دی، زه وایم، هره ورځ په لسګونو سرلیکه پښتو کتابونه چاپيږي، ټول خو یې علمي نه دي، دا کتاب ، هم دهماغو په لړکې دی، چې نورو کړي، او فوق العاده ګي نه لري. فکر کوم، داستاد منلي هدف هم همدا و، چې دغه کتاب باید پرنورو فوق العاده ګي لرلی. له ځوانانو نه ددوی د دغه هیلې دلرلو یې مننه ، خو استاد دهوګو په وطن ( فرانسه ) کې د ادبي پوهنو ډاکټر دی او دا کتاب ، دافغانستان د پوهنتونونو د لومړي کال محصلینو ته لیکل شوی، نو یو پي ايچ ډي پروفیسور باید دا ووایي، چې تنده یې پرې ماته نه شوه، ځکه ، چې د اتلسو کالو په عمر کې دزده کړې لپاره یو لیکل شوی کتاب که د يو پروفیسور تنده ماته کړي، نو بیا به د محصل تنده څنګه ماتیږي؟

استادمنلي په خپله وویل، چې تر وینا څو دقیقې مخکې یې کتاب ترلاسه کړی او نه شي کولی په پوره توګه کره کتنه وکړی شي، نو زه خو دا وایم، چې که اوس هغوی د کتاب هدفونه کتلي وي، نو کېدی شي، چې لږ به نرم وي، ځکه ، چې داکتاب خو د محصلینو دپوهاوي هغه لومړنی لارښود دی. او له ښه مرغه استاد منلي دا ونه ویل، چې محصلین دې یې ګنې بیخي لولي نه.

پوښتنه

استاده! منلي صیب دا هم وویل، په دغه کتاب کې کومه نوې خبره نه شته ؟

سمه ده ، نوې خبرې به په کې نه وي، یا به ډېرې کمې وي، خو فوکلور خو نوی شی نه دی، چې نوې خبرې په کې وشي، او زړې خبرې هډو یادې نه شي، ځکه فوکلور خو دی دهمدې لپاره ، چې خپل اسلاف څنګه یاد کړو، ددوی ژبني هنري ښېګڼې څرنګه وپېژنو او وې ژغورو، نو دا خو دکوم نوي شي په باره کې اختراع نه ده ، چې کاملا به ګنې موږ نوې خبرې په کې کوو او زړې به هېروو. په نورو

پوهنو کې به داکار ښايي ممکن وي، خو په فوکلور او تاريخ کې به لږ ګران وي. مثلا که موږ يوه لیکوال ته ووایو، چې دتاريخ په باب راته ولیکه ، یا ولوله ، او هغه زړې پېښې تکرار کړي او بیا ورته ووایو، چې دا خو زړې پېښې دي ، نوې خبرې وکړه ، نو ایا یو لیکوال به څومره حق ولري، چې نوې خبرې له ځانه جوړې کړي او دتاریخ نوم ورکړي؟

فوکلور هم دغه رنګه دی، زموږ دنیکونو، پلرونو او میندو میراث دی، که موږ په دغه میراث بحث کوو، نو ځينې خبرې به داسې ښيو، چې پخوانیو ښودلي، او وایو به ، چې دغهدغه ټکي په کې نوي په کاردي. او بیا کله ، چې موږ محصلینو ته درس ښايو، نو هغو ته خو د فوکلوري شعرونو نمونې له ځانه نه شو جوړولی، دا به خامخا د نورو خلکو په موندلیو کارونو کې لټوو او په نښه کوو او بیا به پرې بحث کوو او ارزښتونه به یې ښييو. نو په دې توګه نه شو کولی، دسروکو، لنډيو او کاکړۍ غاړو تعریفونه بدل کړو، البته که په مخکنیو تعریفونو کې نیمګړتیاوې وي، نو باید سمې یې کړو او ما دا هڅه کړې ده.ورسره که د نمونو ( بیلګو) خبره شي، نو دا هم ښه ده، چې دچاپ شویو بیلګو پرځای نوې راټولې او خپرې شي، ما دا هڅه هم کړې، خو دابه ډېره ګرانه وي، چې دپښتو فوکلور په دې ویړډګر کې دې موږ دهر ژانر لپاره نوې بیلګې وټاکو، ځکه ، چې پښتو مخکینی خپورشوی فوکلور هم ډېرې په زړه پورې بیلګې لري او موږ اړیو هغه راتازه کړو.

پوښتنه: دمنلي صیب یوه نیوکه داوه، چې دا کتاب راټولوونه ده، او دنورو د نظریاتو په ځای باید سړی خپل فکر تولید کړي؟

بيخي ښه خبره ده ، خو که یو څوک دبل چا نظریات ځانته منسوبوي، دا خو لا ډېر لوی خیانت دی، که یې د هغه له نامه سره په تړاو تر بحث لاندې راولي، نو بیا خبره د تکرار شوه؟ نو د فوکلورپه ادبي چوکاټونو خبره کول، خو له تکرار پرته ممکنه نه ده . ځکه ، چې نوي چوکاټونه خو ډېرلږ دي ، یا ډېر نامتو نه دي، یا د یادو فوکلوریکو ژانرونو په شان خوندور او لطیف نه دي، ځکه نو زده کوونکی ته به څه ښيي؟ هو که زاړه کالبونه یادوو، نو که نمونې یې نوې وي، ښه ده او ما دا هڅه کړې ده.

داخبره هم ناسمه نه ده، چې نوې خبرې کول په کار دي، خو نوې خبرې به یو څوک ښايي دفوکلور په تيورۍ وکړای شي، او د پوهنتون زده کوونکي تیوري هومره نه شي هضمولي، هسې به یې له فوکلور نه زړه تور کړو، ځکه نو فوکلوریک نظمي چوکاټونه ورښودل ضرور دي او دا نو تکرار دی. موږ ممکن په ماسټرۍ او ډاکټرۍ څانګو کې د فوکلور د تیورۍ په باب نوې څېړنې وکړای شو، خو لاندې پوړ ځوانان بیا په هغو ځان نه شي پوهولی.روهي صیب دفولکلور پېژندنې په باب دتیورۍ په بڼه ځانګړی کتاب لیکلی ، نوې خبرې هم په کې ښې پرېمانه دي، خو تاسې وپوښتئ، څومره خلکو لوستی، خلک خو لا پرېږده ، حتی له پښتنو ادیبانو او دهمدې فوکلور له مینه والو وپوښتئ، چې چا چا پوره لوستی؟ ددې یو دلیل دادی، چې دهغه کتاب ډېر تخصصي دی او ورسره په لوړ فکر او عالي بیان مفاهیم بیانوي، خو دهغه په دغه فکر به ایله لسشل کسه پوه شي، ځکه ، چې هغومره ژورو ته ننوتل عام پښتانه لوستونکي په زړه پورې نه ګڼي. بیا هم ډېره ښه ده ، خو کتاب لیکوال ته بویه، چې دخپلو لوستونکو سویه په نظر کې وساتي.

ښه نو اوس که ووایو، چې ښه ځه ، نوې خبرې کوو، لنډۍ ، کاکړۍ، سروکي، متلونه ، اونور عام و خاص ژانرونه نه ښييو، نوې مومو، نو کومه دي، استاد دې وليکي، یا دې موږ ته په نښه کړي، موږ به یې زده کوونکو ته وښايو!؟

پوښتنه: استاده ، دمنلي صیب بله خبره د چاربیتوپه باب وه، بلکې اصل خبره لا داوه، چې دده له انده فوکلوریک ادبي ژانرونه باید په عام و خاص سره ونه وېشو، ځکه ، چې خاص ژانرونه، یعنې هغه، چې شاعر یې معلوم وي، فوکلور نه دی، نو تاسو په کې څه وایاست؟

ما خو په تر بحث لاندې کتاب کې په دې باب لږو ډېر بحث کړی او په دې اړه مې دلایل ښوولي، خو په عامه توګه باید دا ووایم، چې دیوه معلوم شاعر شعر هغه وخت فوکلور نه شو ګڼلی، چې خیال ، فکر او دشعر ټوله منځپانګه یې ولسي نه وي، که دشعر چاپيریال، کیسه او خیال یې ټول د ولس له منځه اخیستل شوی وي، نو بیا یوازې دشاعر د څرګندېدا مسله باید د فوکلوریکو ارزښتونو مخه ونه شي نیوی. داد منلي صیب نظر و، او موږ به یې اورو او بحث به پرې کوو، هرڅوک د نظر ورکولو حق لري، خو د تحمیلولو حق یې نه لري. تر منلي صیب لا پخوا سرمحقق دوست شینواری هم په همدې نظر و، او ما پرې بحث کړی دی. یعنې په دې اړه ددوی خبرې هم نوې نه دي.

خو زما دخبرو مانا داهم نه ده ، چې هره چاربیته ، یا هر چا جوړې کړې ، چاربیتې صرف د چاربیتې د بڼې له مخې باید فوکلور وګڼو، دا هم سمه نه ده ، مثلا دپښتونخوا د مردان معاصر شاعر ډاکټر اسرار هم ، چاربیتې لیکلي، چې ښاغلي همېش خلیل په خپل کتاب « دچاربیتې شاعران » کې د چاربیتو شاعر معرفي کړی، په داسې حال کې، چې ډاکټر صیب د پښتو په دېواني او عروضۍ شاعرۍ کې اول لمبر شاعر دی، نو زه وایم، چې دا تفکیک ضرور دی، چې د عروضي او معاصرو خیالونو کالبونه ، که څه هم فوکلوریک وي، دمانا له مخې باید وارزول شي، زه له دې سره موافق یم، خو دولسي ادب له ډګره د چاربیتې ویستل راته سم نه ښکاري(؟).

بله خبره یې د مقام وکړه، چې درحمان بابا اتیا یا نوي فیصده شعرونه هم د مقام په بڼه ویل کېدی شي، په داسې حال کې ، چې دهغه دشاعرۍ په باب خو ټول پوهیږو، چې فوکلور نه دی، نو دا بیا څنګه ؟

مقام هم دخاصو سندرو یو ډول دی، نو دی به خامخا ټول دا ژانرونه یادوي، خو یوازې د ویلو بڼه خو هم نه ده ، کنه ، هلته دشعر منځپانګه ، اصطلاحات، خیال، چاپيریال او غوښتنې په پوره توګه په ولسي اندود کتی شو، مثلا د ملنګ جان د ا مقام، به څنګه دولس خیال نه ګڼو:

ځوانې ښځې، ته چې ونه و ایې ترور

هغه دم به دې برباد کړي پلار اومور

هر سهار به دروازه کې درته ناست وي

چې وانه خلي نادیده سړي نه پور

بېګناه وهل به خوري ازار بی ستا وي

که دې ورکړه په بدل کې لور او خور

وګوره دهر یو بیت کیسه ، مانا او فکر دولس دی، نو دا که فوکلور نه ګڼو، نوموږ به بیا دشاسعود دا غزل او پاسنی مقام دواړه په کومه خوله په یوه بڼه وتلو:

پاڼې پاڼې هار او ګل

راکړه ماله تار او ګل

څه مناسبت لري

ما باندې ګوزار او ګل

راشهراشه بېل یې کړه

سرې شونډې دیار او ګل

ایا دا دواړه ، ډوله شعرونه د یوه ډول طرز فکر استازي کولی شي؟

بیا هم داستاد نظر ته احترام لرم، خو زموږ به هم اوري. (په خندا )

استاده ستاسو له خبرو داسې ښکاري، چې یعنې د منلي صیب نیوکې پرځای نه وې؟

نه! ښې وې، ځکه ، په یو ځای کې ، چې دیوې پېښې په باب خبرې کیږي، نو هلته باید دپېښې شاوخوا او چاپيریال هم په نظر کې ونیول شي، استاد منلي دفوکلور په چاپيریال دکار یادونې وکړې او زما په شمول ټول یې باید په نظر کې ولرو، که دا کتاب بیا چاپيده ، نو له ده زما هیله سر له واره همدا ده ، چې راوړاندې شي او له سره یې وګوري او اضافات او نیمګړتياوې د دواړو په سمون کې لارښوونې وکړې. زه وایم، چې ما خو کومه خاصه توره نه ده کړې، هسې مې محصلینو ته د چپټر ګرځولو پرځای کار اسانه کړی دی، همدا ستاسو په وړاندې هم څو ځله دننګرهارپوهنتون محصلینو له ماسره مشاجره کوله، چې موږ ولې کتاب نه لرو؟ او دا زما خیال دی ضرور و، چې محصلین دې حداقل یو کتاب ولري. پخواني کتابونه زما تر هغو هم ډېر نیمګړي وو، او ترهغې راته دا خپله هڅه لږه بشپړه ښکاره شوه، زه خو دفوکلور زده کوونکو ته پېنځه نوي فیصده ددغه کتاب مواد مهم ګڼم، که استاد منلی او یا زموږ نور درانه استادان ورته تر دې زیات څه ویل غواړي، یا دې ماته لارښوونې وکړي او یادې په خپله لاس په کار شي او یو څه دې ولیکي( ولو که ډېر لنډ هم وي) نو هم به یې زه زده کړم او هم به یې نورو ته دښودانې هڅه وکړم.

زه فکر کوم پوهنتوني زده کوونکو ته سملاسې دهمدغه کتاب تشرېح ډېره بده نه ده او دا چې دوی یې هم ولولي.

ګورئ ، ما په خپل کتاب کې ځای په ځای داستاد منلي په شان دنیوکو یادونه کړې هم ده ، مثلا په دې مې یو مخ - نیم بحث کړی دی، چې چاربیتې په کومو دلایلودځينو څېړونکو په اند فوکلور نه دی ګڼل شوی ، اوداچې غوڅ حکم مې نه دی کړی، چې چاربیتې سل په سله فوکلور دی، بلکې ددواړو خواوو نظرونه مې راخیستې، او ورسره بیلګې. نو زه فکر کوم ستاسو مرکه به هله لا ډېره غوره وه، چې په استاد منلي پسې وروسته ورغلي واست او چې کتاب یې کتلی وي، ترې نظرمو غوښتی وای، مطلب مې دادی، چې دی کېدی شي، نورې نیوکې هم ولري او هغه ټولې باید پیدا کړو او که حل کېدل یې ممکن وي، باید عمل پرې وکړو.

زه وایم، چې استاد منلی دی دخپل ځان په شمول ټول دې ته راوبولي، چې دفوکلور مضمون په باب نوي نظریات ایجاد کړي، یا یې په بيخي بله بڼه راټول کړي. زه هم په دې نظر یم، چې زموږ څېړنې دودیزې دي او ځينې کارونه مو خام او نیمګړي دي، خو ما فکر کاوه، له دې نه ، چې هیڅ څه ونه لرو، نیمګړي څه ښه دي، نو دغه دی اوس غونډه جوړه شوه، استاد منلي کتاب واخیست وبه یې ګوري، دی دې يې پرې یو ښایسته نقد ولیکي، نو هم به ټول پوه شو او هم به موږ پرې عمل وکړو.

ما تقریبا اووه کاله د استاد رفیع« دخلکو سندرې » کتاب د کاپي په بڼه په پوهنتونې زده کوونکو ولوست، خو نور نو شرم و، چې دا کتاب نوی شوی نه وی، په داسې حال کې، چې دخلکو سندرې کتاب که خورا غنیمت او بنسټيز کتاب دی، نو ورسره یو نیم ځای یې بدلون هم غوښت ، په تېره زده کوونکو ته. ما دا خبرې ټولې په یاد کتاب کې په سریزه او متن کې کړي دي.

زه د هېواد ټولو څېړونکو ته په دې توګه بلنه ورکوم، چې لاس په کار شي، او نقدونه ولیکي ، چې دا کتاب اصلاح شي. اصلاح له نقد پرته نه شي راتلی. د استاد منلي نقد علمي و، او باید علمي وي، ځکه ، چې استاد یو رښتيني نقاد دی. او په ادبي اثارو کې دده مشورې نوې دي او ژورې دي او تازه دي. داستاد منلي په شان کې موږ داسې یو لکه بې سوادان، نو له هغه به یې زده کوو او بیا به یې زده کوونکو ته ښيو، که څنګه ؟

عابد: هو همداسې ده، په هر حال زما ځينې سوالونه خو ځواب شول، خو ځينې لا هم پاتې دي، نو خدای دې وکړي، چې بل وخت دمرکې وخت ومومو؟

نو بس ته یې وایه او موږ به درته خبرې اړوو او راړوو استاد وفا

کله به یې سر وایو او کله بېخ ( ههههههههه)

ښه سمه ده عابد:

نو هسې دا خبره ، چې« دفوکلور پېژندنې لارښود» په کتاب جوړه شوې غونډه نوره څنګه وه ستاسې له نظره ؟

نو بس ښه وه ، زه خو خوشاله یم، هم وستایل شوم او هم راته لارښوونې وشوې، نو زه به ولې ورته ښه نه وایم، زه خووایم، چې ددوی هر یو کور ودان د استاد نجیب الله منلي، داستاد رفیع، لېوال صیب ، همکار صیب او نورو ، دوی ټولو قیمتي مشورې راکړې ، نو بس ددوی یادونه به اوس موږ خامخا کوو، ځکه ، چې دا زموږ دژبې ، وطن او فکر هستۍ دي او ددوی به اورو او غوږبه ورته نیسو ؟ که څنګه ؟

!!  ویم بلکل دې ښه ووی-

ښه رښتیا رفیع صیب خو هم څه ووی، چې دکتاب نوم ... که څنګه ؟

هو دې ته مې غوږ و، هغه ویل، چې دکتاب نوم باید ولسي سندرې ته ورته څه شی وی، یا ولسي شفاهي فوکلور ته ورته ، ددوی خبرې ښې وې، رښتیا هم په فوکلور کې خو ګاڼې ، جوړې، ودانۍ ، د ناستې ولاړې بېلابېل ډولونه ، جادو اوځينې لويدلي شیان هم شامل دي، خو ولا داسې نوم مې ونه شو موندی بل ، ځکه ، چې مړه بس هر نوم خلکو ایښی و. نو په دې اړه به د استاد مشورې اورو، چې پوهنتوني زده کوونکو ته نور څه هم ښودل په کار دي، چې ورډېر یې کړو او کنه د کتاب نوم ورته بدل کړو؟ نو دا مشوره خو به خامخا کوو.

...او دهمکار صیب په باب دې څه نظر دی؟

نظر مې بیخي مثبت دی، ځکه ، چې هغه هم خورا ښې خبرې را په زړه کړې، مثلا وې ویل، چې کلیمه ټکی باید ( ی) ونه لري. نو دا هم دبحث وړ موضوع ده او هم دغسې د( ټکي ) کارول د لفظ یا ويي لپاره ، نو زما خیال دی، چې دازموږ په کامواله ژبه کې ډېر په خوله کې لوېدلی، ډېره هڅه کوم، چې سیمه ییز ټکي ونه کاروم، خو بس کله رانه استعمال شي، دا به په اینده کې سموو.دکلیمې په باب خو زما دلیل دادی، چې که موږ هره عربي کلیمه په خپل اصلي شکل لیکو، نو بیا دا خلق ولې خلک لیکو او تفحص ولې تپوس لیکو، دغسې صاحب ولې صیب منو او معنی ، مانااو یعنې ، یانې لیکو، که څه هم وروستي دوه یې دومره عام نه دي. زما خیال دی، چې ژبې ته مثبت اوښتون ګټه لري. کومه نوې کلیمه نه ده ، جوړه شوې، صرف دخپلې خولې دوینګ روغه لیکنۍ بڼه ده. ماته یې دکاکړیو غاړو په باب د قافيې او ردیف دسمون خبره ډېره مهمه ښکاره شوه، چې که په اینده کې کتاب چاپېده ورسره به مشوره کوو.

او زهیر صیب خو نو هسې ځان خلاص کړ، که څنګه ؟

زه فکر کوم، چې انجینیر صیب زهیر، کتاب ته له مثبتې زاويي کتلي و، نو هر سړی خپل نظر لري، ددې مانا داده ، چې زموږ په ټولنه کې باید هر څه ته مثبت نظر وکړو، دیوې موضوع بیانول هم مثبت لیدلوري لري او هم نیمګړي یا منفي، نو دا ښه وه، ځکه ، چې زما صفت یې هم کړی و، زه له هغه نه هم مننه کوم، داسې نه وه، چې ګنې انجیینر صیب نقد نه شو کولی ، یا یې په کې ځای نه وو موندلی، خو فکر کوم، هغه یو په دې دلیل، چې د مخکتنې عام دود دیو چا لمانځل دي، لږ ځان سست کړی و، او بل زما په شان نو زده کوونکو ته به نور څه لازم وګڼي!؟ هغوی ( زده کوونکي ) خو ایله همدومره ووايي او دا څه ( په یاد کتاب کې راغلي ژانرونه ) خو داسې په اسانه له فوکلور نه ویستی هم نه شو؟

انجنیر صیب به فکر کاوه، چې دا خو نو د کره کتنې غونډه نه ده ، نو که کره کتنه یې لرله هم، یو څو فیصده به زما یاد مجلس د لطافت په نیت يې لږ څه مرچ و مساله ورګډه کړې وه. زما خیال دی!!

بلکل مو سم وویل.

ښه نو مننه ،که نورې خبرې هم په کې پیدا شوې، بیا به یې راته په نښه کړې، چې بحث پرې وکړو!

سمه ده ، دعلومو بهیر ډېر پراخه دی، هرکله په کې بحثونه کولی شو.

مننه ، چې مرکې ته حاضر شوئ-

ـ له تاسو هم مننه ، چې د منلي صیب نیوکې مو را په یاد کړې

2013/Sep./09

- بازمحمد عابد
بېرته شاته