(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال او سیاسیات

[09.Sep.2022 - 17:06]

د ډاکټر سمندر يوسفزي " خوشحال او سیاسیات ته يو نظر

افکار  اقبال حسین

د نن نه څلور ،څلورنيم سوه کاله پخوا د  پښتنو ژوند قبيلوي وو د هرې قبيلې خپل مشران وو او بيا په قبيلو کښې  خيلونه وو چې انګريزۍ ژبه کښې ورته سب کاسټ وائي د خيلونو خپل مشران وو. ددې مشرانو کردار به د خپل  خيل او قبيلې دپاره د سر د سيورې په څيري وه دغې مشرانو به د خيل او قبيلې اولس  د حالاتو د تودو ، سړو نه د خپل قد آور شخصيت د ګور سيوري لاندې ساته او کله چې به د بلې قبيلې يا بهرني يرغلګرو په دغې قبيلې يا ددې قبيلې په ذيلي شاخ بريد وکړه نو ددغې قبيلې ټول  خيلونه به د خپلو  مشرانو په غږ راپورته شول د خپل ځان او قبيلي په دفاع کښې به اودريدل

سر چې  وڅندي ځوانان 

څه مزري څه ئې هاتيان

سر ګيا  ورته  ښکاريږي

چې  همت  لري  هډيان

سر دې ځي همت دې نه ځي

تل څوک نه وي په جهان       (خوشحال خان)

 د تاريخ په اوږدو چې مونږ  ګورو نو د پښتنو قبيلې خپلو کښې جنګيدلي يا جنګولې شوي دي چې ګټه يې په دواړه صورته کښې هغه چاته رسيدلې ده څوک چې د پښتنو بد خواهان وو يا دي. دا يو خبره جوته ده چې پښتانه که به هر څو خپلو کښې وران وو خو  بهرني يرغلګرو ته به يو ډبلۍ وو. هم د دې اتفاق او  يوالي له وجهې دوي اکثر په کمو وسائلو د نړۍ د لويو قوتونو سره جنګيدلي دي او بريالي شوي دي. خو ولے ګټې نه روستو بيا خيلونو او قبيلوو ته تللي دي او په وړو ،وړو خبرو وران شوي دي. د دوي ددغه قبيليت نه  اغيارو ګټه پورته کړې ده. او تر وسه يې پورته کوي د ډاکټر سمندر يوسفزے په خپل کتاب"خوشحال او سياسيات تحقيقي تنقيدي جائزه " په مخ 265نه تر 267 ليکي.

"د صوبيدار اميرخان د سياسي حربو او چالونو باوجود ايمل خان مغلي حکومت ته ډيرې ستونزې پيدا کړې وے. او پوره علاقه يې په خپله قبضه کښې راوستې وه. آمير خان ته دا پته وه چې په جنګونو او د طاقت په استعمال د ايمل خان سره په سر نه رسي . ځکه نو د سياست نه يې کار واخستو. د عبداللّه خويشکي سره يې مشوره وکړه او د هغه په اوږو يې ټوپک کېښود پښتانه يې داسې تس نس کړه چې بيا يې راټولول ګران وو. هغه د پښتنو سردارانو په نوم خطونه ولېږل او  د پښتنو د سلطنت په  قائميدو يې خوشحالي ښکاره کړهاو ورته يې ليکلي ووچې مونږ خو د مجبورۍ له کبله د مغلو نوکري کوو . د پښتنو د سلطنت  جوړيدو په اميد مو ژوند تيراؤ او دغه آرمان مو شکر دے پوره شو خو ستاسو بادشاه ايمل خان په باره کښې سم معلومات نه لرو . که هغه واقعي د بادشاهت حقدار وي نو بيا مونږ هم خبر کړئچې مونږ هم ورشو پښتنو سردارانو ورته د ايمل خان ډير صفتونه وليکل او د راتلو دعوت يې هم ورکړو . عبداللّه خويشکي ورته بيا وليکل چې د ايمل خان په حواله ستاسو ليکونه صحيح دي خو ولے د يو حکومت دپاره عدل او مساوات ډير ضروري وي ددې خبرې اندازه لګولو دپاره تاسو له پکار دي چې د ايمل خان قبضه شوي علاقې تقسيم مطالبه وکړئ. چې په تاسو دغه علاقه تقسيم کړي پښتانه سرداران ددغه سياسي چال په دام کښې ونښتل او د ايمل خان نه يې د علاقې د تقسيم مطالبه وکړه. ايمل خان خو اول د دومره لږې  علاقې د تقسيم په حق کښې نه ؤ خو د مجبورۍ له کبله يې تقسيم ته غاړه کېښوه داسې بريښي چي په دغه تقسيم کښې د ايمل خان نه انصاف ونه شو. ځکه چې د خپلو خپلوانو سره يې پکښې رعايت کړې وو.د تقسيم په معامله پښتانه سرداران خفه شول او څومره په ګرانه چې راټول شوي وو ډير په اسانه خواره شول او خپلو خپلو علاقو ته لاړل. ۳۷۵

خوشحال خان خټک په دغه حواله د خپلو جذباتو اظهار داسې کوي.

 

پښتانه    په    عقل  پوهه   څه  ناکس  دي

کوټه   سپي   د   قصابانو   د   جوس   دي

 

بادشاهي ئې د    مغل    په    زرو    بائيله 

د    مغل   د    منصبونو    په   هوس   دي 

 

اوښ له باره په خپل کور کښې دې ورغلے

په  اولجه  د  اوښ  د  غاړې  د جرس  دي 

 

د     نفرين     لائق   په     نام    سړبني دي

له   اوله   که   دا   نور   ورپسې   پس  دي

 

بې   ننګان    د    بې ننګۍ     کاروبار    کا 

ننګيالي  د ننګ  په  کار  کښې  هر نفس دي

 

سر  ئې  هورې  قندهار  بل  ئې  دمغار  دے 

تر  دا  مينځ  همه  ميشته  واړه  عبس  دي

په دويم او دريم شعر کښې خان وائي چې پښتنو د مغلو د رشوتونو په عوض آزادي او بادشاهي (خپلواکي) پريښودل داسې دي لکه چې چاکره اوښ د مال دولت نه بار ورشي او دوي مال دولت پريږدي او د اوښ د غاړې په جرس د يو بل سره په جګړه شي. دغسې د مغلو د منصبونو او  رشوتونو  دپاره پښتنو خپلو کښې رشک او جګړې کولے. که ددې په ځاې يې بادشاهي خپله کړې وے نو نن به د خپل واک خاوندان وو.

پښتانه    تر  مغل   ښه    دي 

اتفاق ورسره نشته ډير آرمان 

 تاريخ ګواه دے چې پښتنو د بار په ځاے د اوښ غاړې په جرس د يو بل سره جنګيدلي او د ذاتي ګټو دپاره قامي زيان کړې دے .څومره د آفسوس خبره ده چې نن هم پښتنو ته د ايمل خان مومند او درياخان آفريدي څلي قدرې نه دي معلوم  دغه حال خوشحال خان خټک هم دے  چې د ځوي بهرام خان د مغل حکمرانانو د خوشحالۍ دپاره د آفريدي پښتنو  په سيمه  ډنبره کښې يې يرغمال کړو خوشحال خان سرپ د بهرام او اشرف خان پلار نه وو هغه د پښتون قام زرينه اثاثه وه د هغه مرګ د خپل خاندان او قبيلې زيان نه بلکې د ټول پښتون قام زيان وو چې وشو د پښتون قوم دغه آثاثه دغه اتل او خان د اوويا کالو په عمر کښې په ډنبره کښې د دويمې خور په اته ويشتم  يوولس سوه هجري د جمعې په مبارکه ورځ د سحر د آذان په وخت روح يې له تنه پرواز وکړه د خپل خالق حقيقي سره وصل شو .

زويه  مې  ډير  دي  واړه  عزيز اوسه

په هره چاره کښې صاحب تميز اوسه 

خو يو بهرام دے په خوئي ناڅيز دے

لکه  ناڅيز  دے  هسې   ناڅيز  اوسه 

د يوسفزو د مغلو سره جګړه ډيره پخوانۍ ده. يوسفزي دي او که نور پښتانه په فطري توګه آمن خوښي دي خو چې څوک يې د قلارې ژوند ته نه  پريږدي نو بيا ترې تر هغې په قلار نه کيني چې فتنه يې ختمه کړې نه وي .څو وارې يوسفزو هڅه وکړه چې د مغلو سره دښمني په دوستۍ بدله کړي خو مغل مکار او چالاک دښمن وو هغه د پښتنو نه خطر کوؤ ځکه يې دوي په آرام نه پريښودل. د يوسفزو لوے ملک ، ملک سليمان شاه چې د مرزا الغ بيګ اتاليق هم وو مرزا الغ بيګ يې لکه د ځوي لوے کړې وو ملک سليمان شاه  د پښتونخوا د باني ملک احمد خان (1440-1530) ترہ وه د ملک احمد خان  پلار ملک سلطان شاه د وفات نه روستو هم ده د خپل وراره  پالنه لکه د شهزادګانو وکړه په 1460 کښې مرزا  الغ بيګ د ملک سليمان شاه سره د اووه سوه يوسفزي مشران د جرګې په بانه را وغوښتل او بيا يې شهيدان کړل د يوسفزو کورونه يې وسوزول او يوسفزي ته يې ته  کابل افغانستان  د پريښودو حکم وکړه. دغه شان يوسفزي د ملک احمد خان څوک چې د تره د شهادت نه روستو يوسفزو خپل مشر ټاکلې وو د جلال آباد په لار  پيښور ته راغلل دغه وخت په پيښور د دلازاک قبيلې واک وو. د دوي ، محمدزو، مومندو، ترکلانو، په مرسته ملاتړ يوسفزي ملاکنډ ته اورسيدل. د سوات د سواتي قام بادشاه  سلطان اويس نه يې پوره سوات وګټو بيا د مردان کلپانۍ په مقام د يو پيښې په ترڅ کښې دلازاک او يوسفزو ترمينځ جګړه وشوه چې د دله زاک په ماتې ختمه شوه او په  1520 کښې يې د پښتونخوا په نوم يو رياست جوړ کړو چې ورکښې چارسده، مردان، صوابۍ، بونير، سوات، دير، باجوړ، او ملاکنډ  شامل وو او  مرکز يې په تاڼه ملاکنډ کلې کښې وو

د ملک احمد خان په مشرتابه کښې د يوسفزو ددې ګټې نه روستو  د مغل حکمرانانو په زړه کښې ويره ترهه له زياته شوه  د يوسفزو او د پښتنو د نورو قبيلو  د مخ نيوي دپاره مغلو  ملک اکوړ خان د کرک نه راوچت کړو سراے چې ورته اوس اکوړه خټک وائي تر چراټه په غرونو يې ديره کړه خوشحال خان په يو  ځاې کښې د خپلې قبيلې د خلقو شميره دريش زره ښائي چې سردار يې ملک اکوړ خان وو هم هغه ته يې د  جرنيلي سړک د ټيکس وصولې اختيار هم ورکړو د ملک اکوړ خان نه روستو ملک يحي خان، ملک شهباز خان، ملک خوشحال خان خټک (1022ھ -1100ھ) سرداران وو دې ټولو مشرانو په مشرتابه کښې د يوسفزو سره جنګونه شوي دي د دواړو خواؤ د ګڼ شمير ځاني مالي زيان سره مخ شوي دي او ګټه يې مغلو ته رسيدلې دهد پورته درنو  مشرانو سره د يوسفزو هم قدآور  مشران په دغه جنګونو کښې وفات شوي دي خپله خان عليين مکان خوشحال خان خټک هم په دغه جنګونو کښې ټپي شوې وو خو دې جنګونه ته مونږ  قبيلوي جنګونه نه شو وئيلې ولے چې دا د مغلو د مفادو د تحفظ دپاره وو چې خان عليين مکان  خوشحال خان  خټک يې په خپله شاعرۍ کښې برملا اظهار کړې دے دا  د خان خوشحال خان عظمت او خاصيت دے چې د تاريخ نه يې څه هم  نه دي پټ کړي له ځانه سره د خپلو بچو تربورانو د پښتنو د نورو قبيلو سره د خپلې قبيلې بد خصلتونه او کارونه ښه په جار بيان کړي او غندلي دي دغه رنګ يې د نړۍ په منورينو کښې يو ځانګړې نوم او مقام  د روښان فکره، مترقي او حقيقت پسند دانشور په حيث ځلند  کړې دے.

زه    د    يوسفزئ   په  ځان   زهر  وم   قاتل 

بل مقصود مې نه وو په خدمت  کښې د مغل 

يوسفزي مير افغان دي 

هم د توري هم د خوان دي

يو وجود دي سره دواړه

منډن له  د  هاتي  داړه

پاس په سوات ميشته چندن دي

سزاوار د تاج و تخت  دي

چې سر نه لري کم بخت دي

ننګ  لري  پښتانه   واړه 

کله چې ننګ سره ،سر ملګرې نه وي نو هم دغسې به پښتانه تل د وښ د غاړې په جرس جنګيږي. هم دې وخت چې مونږ د خوشحال کښې پټ جوهر راوباسو او د خپل نوي نسل مخې ته يې کيږدو او هغوي پرې پوهه کړو. د خان بابا په کليات کښې داسې نور بلا شعرونه دي چې  د يوسفزو او نورو پښتنو قبيلو په  حق او مخالفت کښې وئيلي دي. ددې دپاره به تاسو له د ګران ډاکټر سمندر يوسفزي د پي ايچ ډي تحقيقي مقاله " خوشحال او سياسيات تحقيق او تنقيدي جائزهلوستل ضروري وي. د ډاکټر سمندر يوسفزي  دغه تحقيقي کتاب چې روغ د پښتنو تاريخ دے . چې د پښتنو په خاوره د هرې پيښې حالاتو سره سم خان عليين مکان چې کوم شعرونه وئيلي دي هغه ډاکټر سمندر يوسفزي د خپل ليک کښې د خپلې د سند په توګه  راوړي دي د خپلې قبيلې د مشر په حيث د پښتنو د قامي مشر په حيث ، د يو ننګيالي ، جنګيالي او فرهنګ پال او سياستدان په حيث د هغه شخصيت يې پښتون قام ته روښانه کړې دے.

شور غوغا جنګ و جدل به ترمينځ  نه وو

که  هر  څوک  سره راضي  وے په قسمت

مغل حکمران په خپل قسمت راځي نه وو نو څکه د ټيري نه يې  ملک اکوړ خان سراے موجوده اکوړه خټک ته د راويست ددې مقصد څه وو؟ هم دغه کوم چې مونږ بره بيان کړه. له دې مخکښې که مونږ وګورو نو  بايزيد پير روښان هم د مغل امپائر  ملاسته غوا نه وه پاڅولې هغه خو  يو صوفي وو کله چې يې د صوفي په حيث ځان ښکاره کړه نو د لرې ، برې پښتونخوا  پښتانه پرې رامات شول د بايزيد پير روښان په پښتنو کښې دغې معروفتيا او مشهورتيا  مغل حکمرانانو د ځان دپاره د خپل حکومت دپاره خطره وګڼه د مغل حکمرانانو د ظلم زياتې د پير روښان روحاني مذهبي تنظيم د پښتنو په مزاحمتي تحريک کښې بدل کړو چې د پښتنو د تاريخ د تسلسل يو مهمه  کړۍ ده خوشحال خان به په دې بابله ضرور څه وئيلي وي دا هم د هغه وخت د سياسيات سره متعلق تحريک وود اخون درويزه د فکر عقيدې پر ضد چې  خوشحال خان ډير څه وئيلي دي چې ډاکټر سمندر يوسفزي يې په خپل دې کتاب کښې په تفصيل ذکر کړې دے   پښتانه به هله پرمخ ځي  چې مونږ  د تاريخ د تسلسل  کړۍ يو بل سره وتړو . د تاريخ په اوږدو کښې په يوه  پيښه هم  سطحي تير نه شو د هرې پيښې حالاتو په تناظر تنقيدي جاچ واخلو او د هغه د چاپيرل په تناظر کښې يې اوسنجوؤ   ډاکټر سمندر يوسفزے د خپل دې کتاب خوشحال او سياسيات تحقيقي تنقيدي جائزه،  شروعات د هندوستان  تاريخي پس منظر نه کړې دے د کتاب دا چيپټر  که هر څو مختصر دے خو ډير جامع دے  ډاکټر سمندر يوسفزے خاموش طبعه انسان دے ډيرې خبرې نه کويخبرې لږې  کوي خو  د کار خبرې کوي ډاکټر سمندر يوسفزي ماته وئيل چې دا چيپټر  زما د تحقيقي مقالې برخه نه وه. کله چې ما خپله دا مقاله چاپ کوله نو د هندوستان د تاريخي پس منظر   رامخې ته شو  له دې پاره مې  نور کتابونه  ولوستل او مطالعه په راټولو مې دوه مياشتې ولګيدې. زما په خيال ددې چيپټر سره ددې کتاب وزن نور هم  زيات شوې دے ولے چې که  د هخامنشي سلطنت چې ددې سيمې په تاريخ کښې لوے اهميت لري  په دغه لوے ايراني سلطنت چې  هندوستان يې هم برخه وه نه روستو 327ق،م کښې  سکندر اعظم راغې دده د مرګ نه روستو چندر ګپت موريه هندوستان قبضه او د بهرني يرغلګر اثرات يې د هندوستان نه ختم کړل، په 272 ق،م کښې اشوک بادشاه شو د خپلې بهادرۍ د بده مت پيروکارۍ او د اولس د خير ښيګړې کارونو په وجه د چندر ګپت موريا نه زيات مشهور شو. ورپسې هندوستان ته د عربو، عزنوي، غوري، لودي او سوري دورو ذکر دے . يقينناً چې دا ټول پښتانه وو او د پښتنو په مرسته ملاتړ يې هندوستان قبضه کړې وو خو د پښتنو او پښتونخوا له يې څه داسې کار نه دې کړی چې سړے يې ياد کړي خو بيا هم د پښتنو  نسلونه پرې وياړي چې څو صدۍ يې په  هندوستان  بادشاهي کړې وهپه دغه بادشاهانو کښې دوه  داسې وو چې د پښتو او پښتنو خيرازي او وداني يې په سترګو کښې غړيده خو قسمت دومره وخت ورنه کړو چې دوي د قوم د خيرازۍ آرمانونه پوره شوي وے. په دغه سپيځلو پښتنو اتلانو کښې يو  فريد خان شيرشاه سوري او بل  ابراهيم لودي وه چې  خان عليين مکان  خوشحال خان خټک په خپلو شعرونو کښې وخت په وخت ستائيلي دي.

هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده 

اتفاق  ورسره  نشته  ډير   آرمان 

د بهلول او د شير شاه خبرې اورم

چې په هند کښې پښتانه وو بادشاهان 

شپږ اووه پيړۍ هسې بادشاهي وه

چې درست خلق وو په دوي پورې حيران

بيا هغه پښتانه نور وو دا څه نور شول

يا د خداې دے اوس دا هسې شان فرمان

د پښتنو نه روستو مغل حکمران راغلل چې د بابر، همايون ، اکبر، جهانګير، شاه جهان، اورنګزيب د اقتدار دپاره دوي هره ناروا کړې ده. د نورو قامونو قبيلو سره د بدو نه سربيره  دوي د خپلو د وينو د رشتو هم احترام نه دې کړے. د هغوي دغه غودې ناغودې اوس د انساني  تاريخ برخه دهد اکبر بادشاه ، دين اکبري يو سيکولر نظام وه چې شعوري توګه يې هڅه کړې وه چې  د هند نه د عربو او افغان  مسلمانانو اثرات ختم کړي خو د خداې او انسان اراده يو نه وي قدرت ورته  شيخ احمد سرهندي ، شاه عبدالرحيم ،شاه ولي اللّه پرله پسې  راپيدا کړل چې ددغې فتنې سرکوبي يې علمي انداز  وکړه. هم ددې تحريک اثرات وو چې اورنګزيب عالمګير په خپل دور حکومت ډير په نه زړه دين اسلام له  سرکاري حيثيت ورکړو ډاکټر سمندر په خپل کتاب کښې ددې ذکر کړې دے خو په شاليد  يې رڼا نه ده اچولې. هم دغه تحريک شاه ولي اللّه روستو د سکيانو پرضد مبارزه کړې وه چې د پښتنو په مرسته ملاتړ بريالي شوي وو خو د مولانا عبيداللّه سندهي د وينا مطابق د شاه برادرانو د غلطې حکمت عملۍ په وجه دغه تحريک ناکام شو.

  د مغلي دور په لړ کښې ډير څه د تاريخ په کتابونو کښې دي او زمونږ خان خوشحال خان خټک هم ډير څه په شعرونو کښې ليکلي دي ولے به يې نه ليکل چې د ملک اکوړ خان نه تر خوشحال خان خټک لکه څلور پشته يې د مغلو خدمت کړې وو خو متاسفانه اورنګزيب د خپل يو صوبيدار آميرخان  په وينا بې ګنا بې قصوره دوه کاله بندي کړو او دده په ځاې يې دده ځوے اشرف خان سردار شو خو کله چې خان خوشحال خان يې هندوستان ته بوتلو په نګرانۍ کښې ملک مستجاب مومند شامل وو. خان يې چې د پيښور نه په جي ټي روډ هندوستان ته بوتلو خو د هغه د قبيلې په دريش زره خلقو څو هم داسې نه وو چې هغه يې ترې راخلاص کړی وے دغه ژړا خوشحال خان په خپلو شعرونو کښې ژړلې ده.

راغلمه  تر  سرايه  سراے  يکلخته وه ويران

تا به وې هر ګز نه وه ميشته دا ځاے انسان 

څه  به  درته  وايمه  څه  پيرې  لري  آسمان 

څوک ورته توانيږي چې شدت کاندي  عيان 

ډيرې   ګرانې  راشي  په  سړيو   په  جهان 

بل ځاے خان وائي:

ماؤ پيغام کړے په اولس په اشرف خان 

نه بويه د جنګ د خرخشې فکر سامان

مونږه د بادشاه يو قديمي دولت خواهان

يو  مې  نام  بديږي  بل  سټيږي افغانان

ما خو  پيغام  کړې  ؤ  دا  مې  ؤ  ګمان  

اوس به راڅرګند شي له يو لوريه نشان

هسې جنګ به وشي په دا آخر الزمان 

ګوره څو به شمار شي دواړه لوريه کشتګان

جنګ جدل ونه شو حکم دا ؤ د يزدان 

کله چې خان خوشحال خان خټک په رتنبور کښې قيد وه نو اورنګزيب بادشاه  غوښتل چې د خان خيل خانه هم هندوستان ته راولي او قيد يې کړي کله چې د يوسفزو مشر ملک باکو خان مغل حکمران له دې ارادې خبر شو نو هغه د خيل خانه چې په درې سوه نفره اړه وه په ډير احترام درناوي د يوسفزو سيمې ته راويستل

مونږ چې ډاکټر سمندر يوسفزي په دې تحقيقي کتاب کښې  دې ټوله سيناريو Scenario کښې چې ګورو نو خان هم د حلالي پښتون هر  وخت د مغل د نمک خيال ساتلې دے. کاش چې مغل اورنګزيب مرد شناس وے او د خان د خدماتو قدر يې کړې وے منصب کښې اضافه کړې حالانکه له دې ښه موقع بله چرته وه چې مغل سلطنت کښې اړې ګړې وو د اورنګزيب ورور دارا شکوه چې کابل ته تلو نو يوسفزو ملک کالو خان ټول يوسفزي د هغه په ملاتړ ولاړ وو بايد چې خان دغه وخت د يوسفزو سره صلاح يو کړې وه او دارا شکوه يې  د اورنګزيب مقابلې ته چمتو کړې وے دغه وخت که خټک او يوسفزو صلاح يو کړې وے زه په يقين سره وايم چې نور پښتانه به ورسره په ننګ ولاړ وو او که داسې شوي وے نو که دارا شکوه د هندوستان بادشاه جوړيدو که نه خو پښتانه به د آمو نه تر اټک رايو شوي وے او د يو خپلواک رياست په شکل کښې به يې د يوقوم شکل اخستې وے نو بيا چا وئيل چې خوشحال خان خټک د پښتون نيشنل ازم باني دے نو شک به پکښې نه وو البت په دې بله نشته په فکري حواله هغه د قوميت يو نقشه وړاندې کړې ده چې روستو په عملي توګه توګه ميرويس نيکه ، احمد شاه ابدالي او باچاخان پرې کار کړې خبره پرمخ تللې وه خو هم د خپلو د لاسه په شا شوه. د مغل اورنګزيب د قيدو بند راخوشي کيدو روستو  که خان هر څو هزاري منصب له لته ورکړه د کابل ګورنر پرې ډير زور راوړو هغه د وئيل د مغل دپاره زه نور خپل وروڼه نه شم وژلې د يوسفزو په سيمه د لنګر کوټ په مقام د قلعې جوړولو  مخالفت يې وکړو خو دغلته هم يو پښتون رامخکښې شو او ددغې جوړولو مرسته يې وکړه يو خوا زوره ور دښمن وو بل خوا خور ،ورور قام چې هر وګړي يې خپل مفادات په نظر کښې ساتلي وي او بيا دې پيرې په عمر کښې خپل د اوږې ځامن د سړي بدخواهان شي نو دغسې صورت حال کښې د خوشحال په څير شخصيت ته ژوند تيرول ډير ګران شي ددې اظهار هغه په خپلو شعرونو کښې کړې دے هم دغه وجه وه چې هغه خو د مغل نوکري نه کوله خو د پښتنو  د مغلو سره په جنګونو کښې د حکمت نه کار اخستو ددې حکمت خپلولو هغه د پښتنو راتلونکيو نسلونو ته هم تاکيد کوي.

نوراني  کا هغه وخت چې سره کيني

درينه  څلور  هوښيار  په  مشورت 

د نمانځه تر قضا ګرانه دا قضا ده 

چې قضا شي د څلورو مصلحت 

 د ډاکټر سمندر يوسفزي دا تحقيقي مقاله چې په کتابي بڼه سره د حوالا جاتو په اته سوه دريش مخونو اړه دے ډير په زړه پورې معلوماتي کتاب دے د خان عليين مکان خوشحال خان خټک  همه ګير او همه جهت شخصيت په مختلفو جهتونو ،اړخونو کار شوې هم دے له کيږي به هم خو ډاکټر سمندر يوسفزي چې په دې بابله کومه موضوع خوښه کړې وه هغه ډيره په زړه پورې ده ولے چې په دې تحقيقي مقاله کښې د خان ټول ژوند کورنۍ پس منظر جنګونه ، قيد وبند او د خان د پيښې په بابله نظر د شعر په بڼه کښې تاريخ مرصع نورو حوالو ډير کوټلي معلومات راوړو دي د اخون درويزه په بابله خو د خوشحال خان خټک د هغه فکر او نظر ډير رسا پارسا او حقيقت ته ورته دے . دغه رنګ د خان د دستار نامې په بابله ډاکټر سمندر يوسفزي په مختلفو حوالو خبرې کړي دي او د خان د يو سردار دپاره شل خصلتونه او شل هنرونه داسې دي چې دا سرپ د سردار دپاره نه دي بلکې د پښتون ټولنې يو عام فرد ترې هم ګټه پورته کولې شي په دې لړ ډاکټر سمندر يوسفزي د يونان د افلاطون د مثالي رياست تصور ،د ايران د بادشاه کيکاوس قابوس نامه او د اټلي د ميکاويلي د پرنس په نوم تقابلي جائزه وړاندې کړې ده او دې نتيجې ته رارسيدلې دے. چونکې افلاطون په بنيادي توګه نيک انسان وو. ځکه يې په مثالي رياست کښې د خواصو سره د عوامو د خير ښيګړې خبره هم کړې ده. تعليم يې د هر چا دپاره لازمي ګڼلې دے. دغه شان د مساواتو قائل دے.او د آميرۍ غريبۍ په حق کښې نه دے. فوځي تربيت يې هم د عوامو دپاره لازمي ګڼلے دے چې د ملک و قوم په خدمت کښې هر چاته موقعه په لاس ورشي. دغه شان قابوس نامه ټول په ټوله د نصحيت په توګه آمير کيکاوس خپل ځوي ته ليکلي ده. چې عام وګړي ترې هم فائده اخستې شي. که  چرته قابوس نامه کښې بادشاهان مخاطب شوي وے. نو په سياسي حواله به يې زيات شهرت موندے ؤ. د بادشاهانو دپاره ميکاولي د پرنس په نوم کتاب ليکلے دے چې مخاطب يې نور راروان بادشاه دے. او هغه ته پکښې د مطلق الغنانۍ ترغيب ورکوي. د عوامو د فائدې په کښې څه خاص نشته ولے بيا هم د شهرت تربامه رسيدلے دے.

خوشحال خان خټک چې کومه دستار نامه د يو ملوک او سردار د رهنمائي دپاره ليکلي ده که يو خوا د يو سردار دپاره په سياسي حواله د اهميت وړ ده نو بل خوا د عامو وګړو اخلاقي روزنې او پالنې دپاره مناره ده.

که راحت غواړے محنت په ځان قبول کړه

بې  محنته   هيڅوک  نه   مومي  راحت 

چې محنت په ځان قبول کړي راحت مومي

رنج  و  ګنج   سره  دا   دواړه  دي    تړلي

د ډاکټر سمندر يوسفزي دا کتاب په شپږو بابونو اړه دے ړومبی برخه کښې ادباو سياست عمومي جاج، دويمه باب، د خوشحال خان خټک د خاندان سياسي پس منظر دريم باب د خوشحال خان خټک سياست او سياسي هلې ځلې د ګرفتارۍ  نه وړاندې،څلورم د خوشحال خان خټک سياست او سياسي هلې ځلې د ګرفتارۍ روستو، د خوشحال خان سياسي نظريات شپږم باب محاکمه له دې سره د کتاب تړون د پښتنو اتلانو په نوم شوې دے چې ټول عمر يې د پښتون قام پاره مبارزه کړې ده.پروفيسر پريشان خټک، پروفيسرډاکټر راج ولي شاه خټک، پروفيسر ډاکټر اقبال نسيم خټک، پرفيسر ډاکټر يار محمد مغموم نومونو ته ډالۍ کړې دے يقينناً دا محترم د پښتو ادب استاذان دي په خوشحالياتو پوهان دي په دې مد کښې يې کار کړی دے.په کتاب فليپ ډاکټر مجاور احمد زيار، پروفيسر ډاکټر محداجان حقپال، پروفيسر ډاکټر حنيف خليل او پروفيسر ډاکټر روح اللّه څوک چې اوس د پښتو څانګې پيښور پوهنتون چئيرمين دے ليکلے چې ورکښې دې ټولو منورينو د ادب استازانو د ډاکټر سمندر يوسفزي دا کار زيار ستائيلې دے پروفيسر ډاکټر عبدالوحيد خان چې کله هم ددغې پښتو څانګې چئيرمين وه نن چې يې چئيرمن ډاکټر روح اللّه صاحب ډاکټر سمندر يوسفزي چې کله د پي ايچ ډي تحقيق کولو سپروائزر يې پروفيسر ډاکټر روح اللّه صاحب وو او نګران يې ډاکټر عبدالوحيد خان صاحب د ډاکټر سمندر يوسفزي سره دا دواړه د ادب استاذان د ستائينې  وړ دي چې د خوشحال خان خټک د ژوند په مهمه موضوع تحقيق کار وکړو ډاکټر  سمندر يوسفزے په اتم فرورۍ کال 1987 کښې د ملاکنډ په سيرۍ کلي اله ډنډ ډيرۍ کښې د يو ننګيال پښتون ښاغلي ګل زاهد کره زيږيدلې دے اپتدائي تعليم يې د خپل کلي علاقې نه حاصل کړې دے.د پيښور پوهنتون نه يې په پښتو کښې په امتيازي پوزيشن(ګولډمېډٰسټ)ماسټر 

کړې دے.ايم اے پوليټيکل سائينسيې د ملاکنډ پوهنتون نه کړې دےپي ايچ ډي خوشحال او سياسيات  پېښور پوهنتون د پښتو څانګې نه کړې ده . نن سبا د ملاکنډ پوهنتون د پښتو څانګې ليکچرار دے. ډاکټر سمندر يوسفزے د پښتو ژبې ښاغلے او سپيځلے شاعر دے ډيره خوږه او په زړه پورې شاعري يې ده تر وسه يې دوه شعري مجموعې چاپ دي چې د قبول عام درجه ورته ده. د ړومبې شعري مجموعې نوم خيالونه ،چينارونه او دويمه شعري مجموعه د لونګو ريشې 

بنيادي ژبپوهنه په نثر کښې ناچاپ کتاب  د چاپ په آرمان دے خداې دې وکړو چې زر چاپ شي او منظر عام ته راشي.

په دې کتابونو ورته مخفي بابا ايوارډ په 2013 کښې ورکړې شوې دے. ملاکنډ  پښتو ادبي ايوارډ ورته په 2018 کښې ورکړې شوې دے.

په درناوي: اقبال حسین افکار

- افکار
بېرته شاته