(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي امان الله خان

[09.Sep.2022 - 16:23]

د اعلیحضرت غازي امان الله خان د دورې یو شمېر پرمختیایي کارونه:

ـ لومړی اساسي قانون یې جوړ کړ

ـ د لومړی ځل لپاره تذکره وویشل سوه

ـ د ځمکو لپاره نغدي مالیات وټاکل سول

ـ د څارویو د مالیاتو لپاره د محصول مورسی قانون جوړول

ـ  د مالي ادارو د تنظیم لپاره د اصول دفتري ښوونځی جوړول

ـ د کرني د مامورینو او مالیاتو د ترلاسه کولو قانون جوړول

ـ د اداري مامورینو او حاکمانو قانون جوړول

ـ د دولتي املاکو د خرڅولو قانون جوړول

ـ دټولو داخلي ګمرکاتو له منځه وړل

ـ د سوداګریزو معاملاتو لپاره د شرعي محکمې جوړول

ـ تر لومړني ښوونځي پورې د زده کړو جبري کول

ـ د لومړي ځل لپاره بانکنوټونه چاپ سول

ـ د بريښنا توليد ته پراختیا ورکړل سوه

ـ د چاپ مطبعې رامینځته سوې

ـ دسمنټو صنعت او تولید پراختیا

ـ د بورې تولید

ـ د ګوګړو تولید

ـ د کاغذ جوړول

ـ د ښيښې جوړول

ـ د غوړ ايستلو صنعت

ـ دمېوو د کنسروا کولو کارخوني او مېتودونه رامنځ ته سوه

ـ د صنعت د تشویق قانون تصویب سو

ـ د تقاعد قانون تصویب سو

ـ خصوصي مالکیت تثبیت سو

ـ تجارتي شرکتونه جوړ سول

ـ د دوا جوړونې شرکت

افغان اتحاد، افغان ملګری قمر او جرمنی ضیا تاسیس سول

ـ دولت شرکت امانیه او شرکت ثمر جوړ کړل

ـ د سپينو باروتو د تولید فابریکه جوړول

ـ د تلګراف او تیلفون د لاینونو تمدید د مرکز او ولایتونو ترمنځ په پغمان،ننګرهار او کندهار کې د برق سټیشونه تر لاس لاندي ول

ـ د چرم جوړوني کارخانه

ـ د ګوګړو کارخانو ته د بريښنا انرژي ورکړل شوه

ـ د موټرو د ترمیم کارخانه او پرزې جوړول

ـ د صابون د فابریکو جوړول

ـ عطریات جوړول

ـ د نجاري فابریکې جوړل

ـ د یخي جوړوني، پنبې او د غوړو ایستل په کندهار ،مزار شریف او هرات کي

ـ د قند جوړونې فابریکې جوړول

ـ نخي او جیم نساجي فابریکې

ـ د تڼۍ جوړولو فابریکې جوړول

ـ د میوو د ساتنې لپاره ځایونه جوړول

ـ د پنیر او کوچو فابریکې جوړول

ـ د اوبو او تیل خاکو را ایستل 

ـ غازي بند جوړول

ـ د غزني سراج بند جوړول

ـ د څمکنویو اوبه تړل

ـ د بدخشان د لاجوردو، د هرات د نفتو او د اوسپني د ویلی کیدو کارخانې، د کانونو پراختیا، د اوسپني، ډبرو سکرو، ،سرب،ابرک تباشیر،مرمر او یو شمیر نورو قرار دادونه وروستي سوي ول 

ـ د دولت د کارمندانو باید له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړی وای 

ـ د تلګراف له لارې له ولایتونو او نړۍ سره ونښلول سوو

ـ په لومړی ځل د اورګاډي لیکه جوړول

ـ د نویو لارو جوړول

ـ د پخوانیو لارو بیا ودانول

 ـ د پلونو جوړول

ـ په لومړي ځل د ملکي هوايي چلند اداره رامینځته کول

 ـ د پوستي چوپړتیاوو سمول

ـ د کابل او سترو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينگول او د کابل او باندنيو هيوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کي ځای ورکړ.

ـ د هېواد هوايي ځواک جوړول

د رسینو لومړنی قانون تصویب

ـ د ښځو د خوندیتوب قوانین جوړول

ـ د نجنو لپاره د ښوونځیو او مدرسو جوړول

ـ د ښځو خپلواکی او حقوقو ته پاملرنه

ـ د دولت جوړونې او د اقتصاد عصري کیدل

ـ د مالیاتو راټولول د پيسو په بڼه

ـ د ماليې ریفورم رامینځته کول

ـ د ملي شورا جوړه ول

ـ په نظامي او ملکي برخو کې اصلاحات

د ټلګراف د نړیوالې ادارې غړیتوب اخیستل

ـ د لومړی ولسي جریدې خپریدل د اتحاد مشرقي له خوا

ـ په کال 1306 ه ش کې د راډیو فعالول

ـ  ملي کتابتون جوړول

ـ د ښځو لومړنې جریده جوړول د ارشاد النسوان په نامه

ـ  طلوع افغان ورځپاڼه جوړیدل

ـ په لومړي ځل د بودجې تصویب

ـ د سپورټ لومړني خپرول

ـ د پښتو مرکې ادبې ټولنه جوړول

ـ د امانیه ښوونځی تاسیس

ـ د انیس جریدې تاسیس

ـ د طبابت لومړی قانون تصویب

ـ د ملي شورا لپاره د قانون جوړیدل

ـ افغان زده کړیالان بهر ته د زده کړو لپاره لیږد

ـ په لومړي ځل د میرمنو ګډون د پغمان په لویه جرګه کي

ـ په ټول هېواد کي د 322 ښووځیو جوړیدل

ـ په ټول هېواد کې 244 کیلومتره سړک پخول

ـ 391 ډوله کانونو کشفول

 افغانستان د پوسټ د نړيوالې ټولنې غړ شو

ـ په ښوونځنیو کې د شاګردانو د نه حاضریدو کبله پنځه افغانۍ جریمه کول

 ـ اتفاق اسلام په هرات کې اخبار جوړ کړو

ـ په شمال کې د بیدار په نوم اخبار رامینځته شو

ـ اتحاد اسلام اخبارپه مزار شریف کې رامینځته کړو

ـ اتحاد بغلان اخبار

 ـ اتحاد خان اباد اخبار

ـ ستاره افغان اخبار

ـ حقیقت په نوم اخبار

ـ انيس اخبار

ـ امان افغان خپرول

ـ د انسانانو خرڅول منع اعلان شول

ـ بیګار بند سو چې ځينو قومونو ترلاسه کول

ـ اضافي مالیات یې منع کړل

ـ جنسي مالیات په پولي مالیاتو واوښتل

ـ د قبایلي خانانو، درباریانو او د شاهي کورنۍ لیرې خپلوانو  معاشات او امتیازات یې لغوه کړل

ـ  اهل هنود افغانانو ته د ښوونځیو جوړول

ـ په بهر کي افغاني تولیداتو ته بازار پيدا کول

د خپلواکۍ د ۱۰۳مې کالیزې په ویاړ

هیواد پاله ځوان

19/Agust/2022

- پرمختېایي کارونه
بېرته شاته