(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر نجېب ورور

[01.Jun.2022 - 09:32]

دډاکتر نجېب ورور

د ډاکتر نجیب الله ورور صدیق الله، چې احمدشاه مسعود له پنجشیره پاکستان ته ولېږداوه، ISI ته یې وسپاره.
ائې ایس اې  د جمیعت اسلامي په مرسته (اېا نجنیب رامیشناسید) کتاب وکېښ، چې لومړی پلا ISI او دوهمه پلا جمیعت په لوړ شمیر کښې چاپ کړ. 
دغه کتاب  د ډاکتر نجیب پر خلاف لیکل شوی، خو ډېر ځایه پکښې داسې مطالب  هم ځای شوي، چې دپښتنو د کولتور  سپکاوی ګڼل کېږي. 
ډاکتر نجیب ، احمدشاه مسعود ته یو لیک کښې ولیکل:  „صدیق الله به دې زما پرخلاف کارولی وای، خو د یو افغان په توګه به دې  ISI ته د صدېق الله د سپارلو ناځواني نه کوله
(37مخ ، ۱۲ ګرامه ماغزه)

- صدېق الله
بېرته شاته