(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان

[04.May.2022 - 11:21]

دفخر افغان باچا خان  (1988-1890) 

 

  - باچاخان جایزه  -

دپښتنو ټولنیزولسولیز ګوند PSDP د "باچا

 خان" په نامه چې زمونږ  پېښلیک/کړکېښ(تاریخ) او سیاسي رڼا ده، په هرو لسو (۱۰) کلونو کښې هغه چا ته، چې د قام او وطن  د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کښې یې  ستر چوپړ (خدمتونه) کړی وي،  د "باچاخان  جایزه/ اېوارډ" ورکوی.

(د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند بنستیزه /منشور)

https://www.pashtoonkhwa.com/?page=eng2&cnt=2453 #BachaKhanWeek2022

..............

 

ارواښاد خان عبدالغفار خان (رح)د وروروژنې په اړه فرمایي:

 ای پښتنو وروڼو!

یو کافر خپل کافر ورور نه وژني.

تاسو ځان ته مسلمان وایئ، بیا ولې یو پښتون بل پښتون وژني؟

او نه چرې یو فرنګي په خپل قوم مخبري کوي او د هغوئ ملګرتیا کوي او نه چرې یو هندو د خپل هندو پر خلاف ناحقه او د دروغو شاهدي ورکوي او نه د خپل هندو ورور د شرمولو او د بې عزتۍ کوشش کوي.

خو ای پښتنو وروڼو! بیا ولې تاسو په ناحقه شاهدیو  د یو بل بې عزتي او شرمولو پسې روان یې.

لږ خو د خدای نه ووریږئ او شرم وکړئ!

 

زما ژوند او جدوجهد، ۳۱۶ مخ

......

کمزورتیا: - پښتنو کې دا ډېره لویه کمزورتیا ده، چې چېرته لاړ شي او چا سره واده وکړي نو خپله ژبه ترې پاتې شي.

زموږ سره په سرحد کې په زرګونو هندوان اوسي، هغوۍ خپله ژبه هیره کړې نه ده، پنجابي یې هم زده ده او زموږ ژبه یې هم زده کړې ده.

دا کمزوري صرف په موږ پښتنو کې ده.

 باچاخان (زما ژوند او جدوجهد، ۳۰۱مخ)

 

- جایزه
بېرته شاته