(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پ ټ اېم د رېاستي ظلم نتېجه

[04.May.2022 - 10:54]

پی ټي ایم د رياستي ظلم په نتیجه کی جوړ سو

 

ریاست اتیا زره پشتانه ووژل په لکونو یی بې کوره کړل.شل زره ژوندي پشتانه یې ورک کړل ټول پشتونخوا وطن معدنیات یی قبضه کړل.میرعل او میرانشاه بازار یه بلډوزر کړل پر درزنونو مکتبونه او پوهنتنونه یې تباه کړل هدفي وژني اغوا برائې تاوان په جنازو کی بریدونه هر پینځه کلومیټره بعد چیک پوسټونه او پر هغه چیک پوسټونه شه شکاره د پښتنو تزلیل کیدو. پداسی حالاتو کښی غورځنګ په وجود کی رالو

 

 بیا چی کله غورځنګ پر خپل وطن د امن غوشتلو خبره وکړه او د پښتنو د حقوقو غوښتنه یه وکړه او د ریاستي ظلم په وړاندي یې ژغ بدرګه کی نو ریاست غورځنګ ته ډېر مشکلات جوړ کړل لکه د غورځنګ پر ملګرو د غدارۍ مقدمات وهل ترټل زندانونه چی دا وخت هم د غورځنګ ملګري له تېرو دوو کالو سه په زندان کی بند دي ارمان لونی عارف افغان په خړکمر کي پینځلس ځوانان او په واڼه کی شپږ تنه یې په شهادت ورسول د عثمان خان کاکړ رنګه سیاسی مشر یی په سپینه ورځ په خپل کور کې شهید کړ په داسي وخت کی په اسلام آباد کی د پی ټی آئی حکومت وو هم دغه خلګو ویل چي ستاسو لهجه سخته ده تاسو ایجنټان یاست په پارلیمان کی د پنجابي فوځ دفاع دوی کوله د فوځ خلاف به څوک نه ژغیژي که نو بیا به دوه کاله زندان او پینځه لکه جرمانه وی دا بل هم دوی دپارلیمان له لاري پاس کړ بیا پروند دغه خلګو صرف د اقتدار بایللو په خاطر فوځ عدلیه او د ملک ټولو ادارو ته شکنځل کول وس به ګورو چی ریاست له دوی سره څه کوي.

#PTMZindabad 

#PTMSymbolOfPeace

......................

 

پي.ټي.ايم. يو سوليز مزاحمتي غورځنګ دی

لیک: عصمت الله زهیر

چالاک سياستمدار د زمان او مکان په رڼا کي خبره کوي د خلکو موډ ته په کتلو سره خپل موقف بيانوي۔۔۔

مولانا فضل الرحمان د پي.ټي.ايم. د قام پرست،انتهاپسند او ذهشتګرد نومولو لپاره زمان،مکان او محل وقوع درو واړو انتخاب د مولانا په واک کي نه وو۔۔۔

اوس که په وزيرستان يا جنوبي پښتونخوا کي يوه نوې رياستي دهشتګردي رامنځ ته کيږي مسوليت به يې د مولانا په غاړه وي او که رياست د يوه نوي پلان سوي لوبي د مخه د پي.ټي.ايم.غړي دګستاخ رسولپه تور تورن کړي او دتحريک لبيکماډل پرست جنونيان ورپسې را پورته کړي نو د دا ګناه کبيره پړی به هم د مولانا په غاړه کي  وی۔۔۔

 

منم مولانا به خپلو الفاظو ته اوس يو نوی کميس ور واغوندي(ورور عطاالرحمان يې ور واغوستی هم) چي د مولانا د خبري ناسم مفهوم واخستل سو خو پښتون ولس دا وار په ډېره ايمانداري مولانا رد کړو څنګه چي سټبلشمنټ رد کړو۔

 

پي.ټي.ايم.د رياستي جبر او رياستي ملايت د خونخوارۍ او وحشت په نتيجه کي را جوړ سو او په ټول وطن خور سو۔۔۔

ځکه استخباراتي شبکو رياستي جبر او رياستي ملايت په ټول وطن او لروبر کي د يوې ګټوري جنګي ايډيالوژۍ په توګه کارولی دی او پي.ټي.ايم.خلکو ته د رياستي جبر او رياستي ملايت د اړيکو او خونخورۍ د بربنډولو په خلاف د ږغ پورته کولو جرات او د سوليز مزاحمت شعور ورکړو۔۔۔۔

 

پي.ټي.يم.د حق اومظلوميت يوه داسي دردونکې چيغه ده چي درديدلی پښتون يې صداقت او ضرورت  احساسوي هم يې تر شاه دريږي۔۔۔

يو منظم تحريک د فاشسټ رياست د استبداد په مقابل کي د مبارزې ډولونه بدلولی سي خو هدف د لاسه نه ورکوي او نه د ملګرو په تاوان ځان قرباني کولی سي۔۔۔

په روانو حالاتو کي د پي.ټي.ايم.منظم کېدل او تحريک په انقلابي لارو ليکو اچولو او د تحريک د غړو د ځان او د ملګرو دفاعي تدبيرونه هم په خپلو منځونو کي مربوطي تنظيمي اړيکي درلودل اړتيا جدي نيول نور لازم دي۔۔۔۔

پي.ټي.ايم.کي په تنظيمي توګه ښاخ تراشي او ذهنيت سازي په کار ده او ذهنيت سازي په سياسي تربيت سره راځي ۔۔۔

پي.ټي.ايم.به مطالعاتي مرکزونه يا سټډي سرکل را پيلوي په کلي،بانډو کي،واړه واړه کتابتونونه خو د ملګرو په مرسته جوړېدلی سي۔۔۔

پي.ټي.ايم. يو سوليز مزاحمتي تحريک دی هم د شعوري مبارزې  سمبول دی او شعور په کتاب سره راځي

-------

پي.ټي.ايم. د قام جاسوسان قام ته وروپېژندل

لیک: عصمت الله زهیر

د پاکستان په پارليماني سياست کي د مولانا فضل الرحمان رول مکارانه هم تاجرانه پاته سوی دی۔۔۔

مولانا چي کله هم د سټبلشمنټ په خلاف بيانيه خپله کړې ده د خپلو ګټو په شاليد کې دا بيانيه خپله کړې ده او چي سودا بازي يې کړې ده نو يې يوټرن اخستلو کي هم خجالت احساس کړی نه دی۔۔۔

 

د افغانستان په بربادولو کي چي څومره وحشي او غېرانساني چلند د جماعت اسلامي دی تر هغه څو چنده ناولی او وحشي رول د جمعيت علما ف تر نن دوام لري۔۔۔

واحد پښتون ملا دی چي د خپل ملت يا قام خبره نکوي د امت مسلمه او کشمير لپاره همېش ليونتوب کوي ۔۔۔

 

د اردو ژبي مترقي ليکوال او سياسي تاريخ څېړونکی عبدالله ملک په خپل کتابتاريخ افغانستان جديد اور قديمکي داسي ليکي۔۔۔

د امان الله خان خلاف چي د مقر کومو درو ملايانو د کفر فتوه ورکړه په هغو کي يو د مفتي محمود پلار(د فضل الرحمان نيکه) هم شامل وو

 

وروسته انګرېز د مقر څخه راوستلو په ډېره اسماعيل خان کې اوسنی جاګير د انعام په ډول ورته وسپارولو نو ځکه د مولانا رول کله هم صادقانه کېدلی نسي تر قام او وطن به د امت مسلمه غېر حقيقت پسندانه شعارو باندي د مدرسې يتيمان خواران غولوي او د امام انقلاب په القاباتو به زړه لوبوي۔۔۔

 

مولانا د لومړۍ ورځي پښتون ژغورني غورځنګ ته تر رياستي عينکو کتلي دي،د منظور پښتون سره د ليدلو په وخت يې هم په رمز کي وويلزما دعا به تاسو سره ويدا چي وخت د دعا نه و د دوا و۔۔۔۔

 

مولانا ډاريږي چي پي.ټي.ايم.د اسمبلۍ چوکۍ به ورڅخه قبضه کړي حال دا چي پي.ټي.ايم.غېر پارليماني تحريک دی او حقيقت کي پي.ټي.ايم.د چوکۍ نه د پښتون د نسل کشۍ وير کوي او د پښتون وطن د وسايلو د قبضه ګرۍ ژړا کوي۔۔۔

 

مولانا چي د سټبلشمنټ يا زورورو واکمنو سره ورانه سي او سټبلشمنټ په دباو کي راولي نو وايي:

پي.ټي.ايم.خو ستاسو د ظلمونو په نتيجه کي جوړ سو

او چي کله معاملات ورسره درست کړي نو بيا وايي:

پي.ټي.ايم.غوندي قام پرست،انتهاپسند او دهشتګرد تنظيم به ازاده مبارزه کوي پر مذهبي ډلو به بنديځ وي

څه مطلب؟ 

هم دا چي زورورو ورځی ورباندي د پي.ټي.ايم.په پلمه د پښتنو يوه نوې خونريزي او نسل کشي روانه کړی؟

د تحريک لبيک پشان دي پر پي.ټي.ايم.هم بنديځ ولګول سي؟

پي.ټي.ايم.د تحريک لبيک سره موازنه کول انتهايي شعوري خطرناک عمل دی۔۔۔

 

مولانا دي د پي.ټي.ايم.په مبارزه کي تر اوسه ثابت کړي چي بدترين دښمن دې هم په کاڼي وشتی وي؟

برعکس بې شمېره ځوانان،سپين ژيري،ماشومان او ښځي ووژل سول يا تر اوسه ورک دي او بې شمېره بې کورو دي مولانا صاحب يوه ورځ خواخوږي د دې خپل قام سره اظهار کړه؟

 

پي.ټي.ايم.نه دهشتګرد دی نه انتهاپسند دی،پي.ټي.ايم. د ټول قام د هيلو ترجمان تحريک دی او د قام جاسوسان يې قام ته په جرات سره وروپېژندل.

........

عصمت الله زهیر Esmatullah Zaheer 

- مزاحمتي غورځنګ
بېرته شاته