(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راج کمار

[12.Apr.2022 - 14:48]

راج کمار

راج کمار د هندي فلمونو د خپل وخت هغه نامتو ستوری وو چې د خپل خاص انداز او زړه پورې فلمونو دپاره ډير مشهور وو ځکه د خپل اصل نوم په ځاۍ د راج کمار په نوم ياد شو

دا لوی او ستر هنرمند هم پښتون وو او د سوئيلي پښتونخوا په لورالائي کې په کال نولس سوا شپږ ويشت کې زيږيدلې وو د راج کمار اصل نوم کلبوشن پنډت وو چې نيکونه يې کشميري پنډتان وو خو پخوا سوئيلي پښتونخوا ته راکډه شوې وو

راج کمار د څلويښتمې  لسيزې اخره کې د هند ممبۍ ښار ته لاړو او هلته په پوليسو کې د انسپکټرۍ په نوکرۍ واغستې شو.

له هغې روستو د دوا پنځوسم کال نه يې په فلمونو کې کار شورو کړو او اولنې فلم يې رنګيلي وو

او داسې دا لوی هنرمند د نندارچيانو د توجو وړ وګرځيدو

او پرله پسې يې فلمونه دومره خلکو خوښ کړل چې د خپل وخت لوی لوی فلسازانو به راج کمار خپلو فلمونو کې اتل اغستلو.

او د هنر په اسمان د ټولو نه زيات ځلانده ستوری جوړ شو.

د آسکر نومول شوې فلم مادر انډيا کې هم دې هنرمند کار کړې وو.

راج د څهرې نه بيخي پښتون ښکاره کيدلو .د

راج کمار  هندي او سنسکرت دومره نه وو زده او اکثره به فلمونو کې  په اردو  ژبه غږيدلو.

خو د راج کمار لهجې نه به دا معلوميدله دا د کومې سيمې نه دې.

د پښتنې خاورې که هندو که مسلمان دې مونږ ته قدر وړ دې پښتون دې زمونږ وياړ دې.

دا لوی هنر مند د مرۍ د ناسور له امله په کال 1996ع

کې په خق ورسيدلو عمر يې نهه شپيته کال وو

راج کمار د يو هندي پيرنګۍ جينيفر سره واده کړې وو.

الله دې راج کمار د خپلې عقيدې په حساب وبخښي امين

ايمل ګدون
Aimal Khan Gadoon

- ګدون
بېرته شاته