(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماته خو ته پکاریې

[24.Apr.2019 - 09:31]

دنازيه دراني -ماته خو ته پکاروي - ته يوه کتنه

لېک: فیصل فاران

په يوکم شپيتم کلن عمر کښې ځان وژونکي ورجينياوولف چې دجديديت سرخيلانو کښې منلې کيږي خپلې ليکنې کښې ليکي چې يوې زنانه لېکوالې سره دخرڅې پيسه او خپله يوه کمره لازمي پکارده چې هلته هغه په قلاره کيښنې او خپل ليک وکړي داخبره هغه خپلې ليکنې 

(A Room of One's Own "---(1929 

کښې کوي نه پوهيږم نازيه دراني به ئې دې خبرې سره په تائيد سر اړه وي کنه خو خبره سمه ده چې پيسه او کمره به دواړه لري چې په قلاره خپل ليک تخليق وکړي دپښتو دادويمه شعري ټولګه ئې ثبوت دې 

۔نازیه دراني زمونږ پۀ تور سرو ليکوالانو کښې ډېره ګړندۍ مېړنۍ شاعره ده د شاعرۍ درې ټولګې دوه اردو؛ اعتبار کا لحظه؛ ؛او ګم ګشته چاهتین او يوه پښتو" د باران پۀ دې موسم کښې" خپرې شوې دي زۀ خو ئې د دې پښتوټولګې د نامې ساده والي نه ډک رومانیت پۀ مخه وړې وم چې د شاعرۍ د یو کتاب نامه دومره ساده دومره معنی خیزه او رومانیت نه ډکه هم کېدې شي

خو بیا مې سوچ کاوۀ چې رومانیت خو راټوکېږی د ساده توب او معصوم توب نه نو دې کښې د حيرانۍ څه خبره ده ? دا خو فطري ده

شاعري یو زېبا هنر (دزېبا هنر داصطلاح ورله سيدرسول رسا پښتو کښې ډېره ښکلې لېکلې ده )دې د هر یو زېبا هنر غوندې شاعري هم لوسته او زده کړه کمه او وخت زيات غواړي ددې خبرې غوره بېلګه زمونږ سره خاطر اپریدے او چار بیت مار شاعران دی یا فوکلوري ادب دے

شاعري وخت ځکه غواړي چې د دې بنياد د لفظ ومعني شعبده بازي ده شعبده بازي د دې وړومبۍ درجه ده دې پسې دويمه درجه د ساحري او دريمه د معجزبياني ده نو دا ټول هر څه د لفظ و معنی زبان و لسان وس لاس غواړي کوم شاعر چې لفظ و معنی ژبې او وينا ته څومره زيات وخت ورکوي دومره به هغه دې زېبا هنر کښې بريال وسوبمن هم وي

-------د نازيه دراني ناز دغه دويمه پښتو شعری ټولګه دا ښائي چې هغه شعری ادب ته وخت ورکوي او سنجیدګي ورسره لري.

پښتو شعری ادب کښې د تورسرو ونډه کمه پاتې شوې ده لکه پټه خزانه کښې د ګڼو شاعرانو منځ کښې درې شاعرانې وینو وړومبنئ زرغونه کاکړه(1497 زیږدنه) چې لمري ځل ئې د شیخ سعدى بوستان د "پښتو بوستان "په سرنامه ژباړلې ، د ميرويس نيکه مور نازو انا(1651زيږدنه) او بی بی زینب هوتکه (1737زيږدنه) د پښتو وړومبۍ ويرنه ليکونکې، دغسې د خوشحال خان خټک هندوستانۍ کورودانه توتيا اؤ لور حافظه حليمه خټکه هم مشهوره وه، -خو دې پسې لویه موده عن تر دفخرافغان خدائي خدمتګار خوځښت پورې لیکواله شاعره مونږ ته نۀ ښکاریده اګر که داسې بې شمیره شاعرانې به ضرور وې او د هغې وجه پښتنې ژواک دے،ځکه چې پخوا به تور سرو د سړو نه زیات کارونه کول، د خشاک نه واخله تر میچنې او ګودر نه تر تنوره اوجامه ګنډ نه تر څرخې پورې هر څۀ د زنانه لاس کښې وو،بادرو کښې بۀ ځنې ځايونو کښې د زناناؤ ميلې لکه د مغلو دمینابازار لګیدلې د سمندر خان سمندر کتاب "پښتنې" چې د رښتياؤ افسانې دي کښې د داسې یوي میلې ذکر شته چې اباسین دریاب سره به لګيده او په ټالونو به پکښې تورسرو چاړينګې اغستې ځانګل به ئې ، دغسې د بابا زیارت دود ، کورونو کښې د جنګ نامو،

فال نامو،نور نامو، وئيل خو اوس لاشل کاله مخکې پورې زمونږ په وړوکوالي هلکوانه کښې زمونږ وړاندې زمونږ نیاګانو او د مشرانو ابۍ ګانو د ژوند برخه وه نو څنګه ممکنه ده چې دومره پټ او موړ ښيرازه ژواک او هڅوب د فوک لور نه پرته هم هغه خصوصي ادب نۀ وي زيږيدلى کوم ته چې زرغونه کاکړه ،نازوانا، بي بي زینب هوتکه او حافظه حليمه یا دخوشحال خان خټک هندوستانۍ کورودانې توتیا خټکې پاملرنه کړې وه خامخا دغه ادب زموږ لاسو ته ځکه نۀ دے راغلې چې پۀ پلارګڼه ټولنه کښې د دې امکان د نیشت برابر ؤ،چې ديوې خانخېلې کورنۍ نه پرته دي دبلې عامې کورنۍ تورسرې ته دې دليک زمينه هواره وه البته شفائي ادب ډېرڅه خوندي ساتلي

مونږ ګورو چې کله خدائي خدمتګار خوځښت راپیدا شو نو بیا سمدستي د س،ب،ب ؛ الف جانه خټکه غوندې شاعرانې رامخ کيږي دا نورې پخوانئ شاعرانې هم دغسې موقع موندلو له مخه رامنځ ته شوې وي

بیا څنګه چې زمانه بدليږي یو شمېر پښتنې لیکوالانې مونږ وینو چې شعر و ادب ته کار کوي چې پکښې مادام قانته بېګم ,فوزيه انجم ,الفت بېګم درد,لعل بها,کبرى خانم مظهرى ,سلمى شاهین , رفعت پروين ,زيتون بانو ,پروين ملال, صفيه حلیم, ناهيد سحر, حسینه ګل غوندې ذکر وړ زنانه شاملې دي

نازیه دراني هم د خپلو دغو مخکښو پۀ پلۀخپل پل په طريقه ايښې دې،

دا يې دويمه پښتو شعري ټولګه ده چې هغې پکښې خپلو احساساتو ته شعري ژبه ورکړې ده د هغې شاعري چې زۀ لولم نو ماته نومیاله شاعره الفت بیګم درد (مس یو، بي، درد)رایاده شي ځکه چې د نازیه دراني شاعرۍ کښې هم ملنکلي ده نۀ پوهيږم دا ملنکلي به د هغې د طبيعت خاصه وي که نه خو

د هغه مجموعي شعري اسلوب لازمه ده چې د هغې له مخه هر یو شاعر د شاعرۍ پۀ پېل کښې غمګین، غمژن، زخمي ځيګر ، زړه شليدلې ، زړه سواندې، غوندې تخلصانو باندې خپل کيفيت دنيا ته په ګوته کول غواړي خو اصل کښې مقصد یې د رحم دلي پۀ ذریعه توجه حاصلول وي.

خو ماته نۀ ښکاري چې نازیه دراني بۀ روايتي توګه باندې داسې کوی، ځکه چې عام ژوند کښې هم هغه يوعاجزطبعه محتاطه زنانه ده چې دشوشا يا اړتاوکئ هېڅ مزاج نه لري ځکه دا ملنکلي ماته روايتي نه ښکاري

ماته داسې ښکاري چې ناز د غزل پۀ ځايې باندې آزاده نظمونو کښې د خپل کیفیت ښودنه زیاته پۀ ښۀ طريقه باندې کوي، دا ياد ساتل دي چې پښتو فوکلور چې هم زیاتره د زناناؤ پنځ دې کښې سندرې ،او ټپه اصل کښې آزاد نظم دے، دا ځکه چې د فن د پاره مصنوعي چوکاټونه چې ورله بیا د مختلفوصنفونو نامې کېښودې شوې اصل کښې دا د دلباري دورې یادګارونه دي او ښکاره خبره ده چې ليکوال پۀ صنف یا ژانر باندې نه پۀ تخليق باندې پړ دے زنانه د پنځونکې پۀ توګه د سړی نه زیات سوچه احساسات او سپيځلي جذبات لري دا هم ځکه کله هم چې د روايتي چوکاټ نه بې بهر د خپل تخليقي واردات ليکنه کړې ده نو اغیزمنده ليکنه یې کړې ده ازاد نظم یو غېر روایتي ژانر دې چې تړلې ټاکلې هیت نۀ لري دا هم ځکه مادام سلمی شاهین، حسينه ګل، پروين ملال ناهيد سحر نه نازیه دراني پورې ليکوالانې ميرمنې دې ژانر کښې زیات پۀ سهولت او رعایت سره د پنځ اظهار کوي خو له بده مرغه تر اوسه پورې پښتو کښې د ازاد نظم روایت مضبوط نۀ ؤ او دا د تنقیدي ادب د روان بهیر برخه نۀ ؤ جوړ شوې ځکه د عام لوستونکي د پام وړ هم نۀ ؤ ګرځیدلې ( البته اوس مخ لید بدليږي ) نازيه دراني خپلې دې شعري ټولګه کښې یو شمېر ازاد نظمونه ليکلي دي،

حقيقت دې چې په یو نیب آزاد ليکل دا ښائي چې هغه د دې سهولت او رعایت نه کټه پورته کول غواړي د دې نظمونو موضوع زياتره جدایي ده خو دا جدایي یو محسوسه کیدونکې جدایي ده دې کښې شاعرانه خامه فرسائي کمه کوزه ښکاري دا جدایي مونږ ته د یو پرله پسې کیدونکې لټون او د دې لټون نتیجه کښې د راولاړ شوي امید او انتظار کيفيات پۀ ګوته کوي، داسې ښکاري چې لکه دا امید لرونکې انتظار کونکې کردار چې د دې نظمونو بنيادي شعري کردار دې اوس د دې لټون نه هم د تلاش او تپاس دغه

یو نشه آور متخیلانه کیف درک کوي او خوند رنګ ئې ورپکښې راپیدا کړې دې، دا ډول متخیلانه کیف پۀ زياتره آزاد نظمونو کښې رامخ کیږي،

دې سره سره دې نظمونو کښې د ژوند د رائګاني یو خفګان هم دې، پښتو شاعرۍ کښې دغه د رائګاني خفګان د الفت بیګم درد پۀ غزل کښې هم د ملنکلي په په صورت یو احساساتي کيفيت ؤ چې هغې به وئيل؛ ؛؛؛؛

ستا سيلۍ دې سلامته وي دلبره

ته زمادکشتۍ څه ګورې حالت

بلبلان به د غرۀ ګټو کښې ديره شي 

باغ دې ستا شي ځالې مۀ سیزه باغوانه

خفه ناسته یم سحر نه تر ماښامه 

هيڅوک نشته چې پښتنې له مې راشي

دغه یاست او ملنکلي د نازيه دراني آزاد نظمونو کښې هم محسوسېږي، 

لکه ستا پۀ طلب ژوندۍ یم، داسې به چرته وي، باور، سوال، اضطراب، بیا راته پاتې راغلې ، جذبه، ورک ليونې وړومبی ځل، د هغې داسې نظمونه دي 

چې پۀ مونږ ئې نۀ يواځې د نسائیت پرانسته کړې ولې د دې نسائیت تر شا يې د هغې نفسیات پۀ توګه د یو بنيادم هم راپيژلې دياو دې پيژندنه کښې بیا زما په خیال غوره د کمال ، نظم، ( زۀ او باڼس) دې چې ليکل ئې لازم ګنمه؛ ؛؛

زۀ او باڼس

-----/--/------

څومره پۀ ظاهره

تۀ مضبوط ښکارې

څومره کمزورتیا دې

پۀ باطن کښې ده

څنګه ټينګ کړے

بوج پۀ خپل وجود باندې

خو دننه ستا خلاء

تا چرې ډکه نۀ کړه

اېغ نېغ يې تۀ 

او همېشه اېغ نېغ يې

خو هېڅ کيفيت دې 

تر دننه نشته

هم هېڅ جذبات دې 

تر دننه نشته

ماته هم ستا شانتې ځان ښکاريږي

ماته هم ځان کښې دا خلاء ښکاريږي

او زۀ هم مضبوطه یم

ظاهر کښې 

خو دننه نۀ يم

زۀ هم هر بوج 

پۀ زړه ورتيا اوچته وم

خو دننه ستا شانتې 

بهادره نۀ یم

ما کښې هم ستا په شانتې

دننه خلاء پۀ بې چېنئ کښې

هم بې سمونه 

بې شناخته ګرځي

بې دريافته ګرځي

دنظم په تکنيک خبره کېدې شي چې دمصرعو ځائې باندې دمصرعوپه ټکړو اداڼه دې او دې تکنيک سره زۀ متفق نه يمه خو

فطرت ته دومره پۀ ځايې تخليقي رسیدنه آزاد نظم کښې یو ناویاته بیلګه ده دلته ماته یو خوا که د ،حسينه ګل تنها یو نظم ؛؛ د بیرې ونه؛؛ رایادیږي نو بلخوا راته د اظهار الله اظهار یو شعر رایادیږی -

ولاړه وي خو د ملا تیر نۀ لري

د ښکلو مینه د کیلې ونه ده

هم دغسې باڼس سره د خپل وجود پرتلنه او بیا د دې پرتلنې پۀ پائيله کښې د باڼس دننه تش يال او د وجود تشوالې څرګندول، یو شاعرانه او مفکرانه عمل دې

زۀ دا نظم د پښتو نوې نظم انتهالوجی د پاره هم سپارښت کومه؛ دا نظم مونږ ته يقين راکوي چې نازیه دراني بې برخې نۀ ده، او دغه نظم مونږ سره د فوکلور د تخليق کونکې نامعلومه نوم ورکې هغه زنانه تعارف یو ځل بیا کوي کومه چې د ادبی ژانرو د پېژندګلو او د ادب د نصاب برخه جوړیدو نه پس پۀ کالج او يونيورسټۍ کښې چرته ورکه شوې وه کومې چې بۀ سندرې او ټپې جوړولې پۀ ګودر کښې د تناره پۀ غاړه، د میچنې ګرځولو پۀ وخت، پۀ ټال د ځانګلو په وخت، غرۀ نه د خشاک راوړلو پۀ وخت دغه سوچه شاعره مونږ ته دې نظم کښې بيا راستنه شوې ښکاري

شاعري هله سوچه وي چې خپلې خاورې سره ئې تړون وي معروض سره يې تړون وی که هډو بلخوا هم وګورو نو پۀ مجموعي توګه مونږ ته زمونږ د نن ټولنه کښې زنانه پۀ مجموعې توګه پۀ مثال د یو باڼس ښکاري منمه چې د" زرغونه تڼۍ" "ورکړه راکړه" او د "سورې" او د" غږ" رواج به هغسې نه وي راپاتې خو د زنانه سره پلار ګنۍ ټولنې خاوه کښې فرق کم کوز راغلې دې،

نازیه دراني نۀ "ټورې ډینټ" ده چې "وټ سائلنس ایکول" وليکي ، نۀ د' سلویا پلاته" غوندې "ايئرینا "ئې ليکلي ده هغه يوه ساده باده عجزخويه پښتنه تورسرې ده چې څه خوبونه حقيقتونه دشعر موټي کښې ځان سره دلکه د زخمونو ګرځوي او ليکباڼي ته ئې سپاري

دانظم زۀ او باڼس ددغه زخمونو يو بيان دې پته نشته ولې دا ماته يووجودي احساسيت کښې د سلويا پلاته دنظم" ډيډي "تمهيد رايادوي

You do not do, you do not do 

Any more, black shoe

In which I have lived like a foot 

For thirty years, poor and white, 

Barely daring to breathe or Achoo

تاسووګورئ نازيه دباڼس خلاکښې دوجود معنويت لټوي او سلويا پلاته د دخپل پلار تورمضبوط بوټ کښې خپل ورک شوې ذات لټوي توربوټ مطلب ښځه هغه دپښتو متل د سړي دښپو پيزار دې 

شايد دزناناؤ محرومئ هرځائې يوشان وي دشيخ سعدي غوندې پېغمبر نما دانشمند بوډا هم وائي چې تورسرې ته فارسي کښې زن وائي مطلب ئې وهل که دوئي روغې وي ورته به ئې دزن په ځائې نازن وئيل ----دخدائې شکردې مونږ پښتانه دپارسيوانو نه مهذب يو ځکه ورته زن نانا وايو مه وهه ---پته نشته د هغه د دغلامانو ديهي فقيه اللغت به اوس په دې څه وائي چې د زن او زن نانا ---داتوپېر څه ثابتوي چې مهذب څوک دې او نامهذب خو په هرحال زۀ د خپل قام سرنه وينځمه خو -----

دا مجموعه مونږ ته باور راکوي چې پښتو شاعرۍ کښې د زناناؤ ونډه د اعتبار وړ روانه ده اؤ راتلونکي سبا نه ئې هیله پکار ده

خاورې ـ؛؛؛؛ فېصل فاران

باچاخان پيس ريسرچ سنټر

باچا خان مرکز

- فیصل فاران
بېرته شاته