(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پخواني ېادونه

[25.Mar.2019 - 17:12]

پخوانى يادونه

څالورم فصل.

باغ على مردان، د يوي لوي کالوني نوم وو. کومه چې د دريا کابل په غاړه غاړه، ډير په ښائېسته مقام (لوکېشن) باندي، او په جديد انداز کې، ښه په نقشه، پلاټ پلاټ جوړه پراته وه. اگر که ماته خو د کابل ښار، د تاريخ هم علم نشته. چې چا او کله اباد کړى وو. ؟ د کوم چې هره کوڅه او هر مکان ځان ځانته تاريخى اهميت لرى. نو کچه د پسخي او لرگو جوړي، دغه ښائېسته، دو منزله  تاريخى او څو پړي پخواني تعمير شوي کالوني په هکله به زه څه وليکم. ؟ کومي چې دا وخت لکه د بوډهي ښځي يا سړى، د خپل ژوند  اخرني سلگي واخلي. او لکه د معيوب، د چا څخه چې د خپل ځان او خپل وجود، لاړي و گندگى، تري صفا کيدل هم نوره نه کيدله. عام د کليوالو  کوڅو څخه يو څه پلني، او لس دولس فټه اوچت د پسخي پناهئ ديوالونو واله کوڅو تا به، د هري سرائ څخه يو ورکوټى شان د کړکي همره برابر سورى باهر راوتلى وو. دا به د هاغه وخت، او ټولي سراي مشترکه لټيرين وو. چې هره کوڅه کې به شپږ  اتۀ کړکې يا سورى د دواړو اړخو څخه راواتلى وو. چرته به چې هر وخت، نه صرف په ډيرو ډيرو بشرى غلاظت پروت وو. بلکې زيړي اوبه به يې کوڅو تا رابهيدلې. اند چې سپين چنجى به ورکې په هر لور توخړيدل او بهيدل. بيا که باران به وشول، يا بنگئ به تري يو څه غلاظت اوچت کړلى وو. نو بيا مشران چې هاغه متل کوى. په غولو کې لړومئ واخل، همدغي تا وائی. تر څو بيا په دغه کوڅه کې، د بدبو په علت تيريدل هيڅ ممکن نه وو. او د باران په صورت کې خو به ځنې مزدور پېشه خلکو، محسوس قسم کاتي په خپله شا وتړلي. او د پالسټک ستر ستر بوټان به يې په ښپو کړلى وو. هر  سفيدپوش به يې د کور د چوکاټ څخه تر محفوظ مقام وچې غاړي تا، لکه ټيکسى کې په کرايه په اوږو سور وړل راوړل. دي تا مونږ د نوي زمانېتحتي راوںووايو. که مجبورى ؟ بهرحال  په افغانستان او په حاصه توگه د کابل په ښار کې، دا لکه زمونږ دغلته پېښور کې ټانگي، د غوايانو گاړي، يا خر گاړي هم نسبتاً لږ تعداد کې تر سترگو کيدلي. داسي قسمه گاړياني د ځناورو په ځاي پخپله انسانانو راښکلي. د کابل په نورو بازارونو کې، چې دغه زمونږ د سرائيو قبائيلو سوداگرو به، چې کومه سودا واخستله. هاغه به هم، همدغه مزدوارنو په دوه تنه محسوس گاړي کې د ځان پسي راښکله او خپلو خپلو سرائېگانو تا به يې راوړله. چې په سر پگړي او مله به يې ورته ټينگه تړلي وه. افرين په دوى، چې په هاغه کچه کوڅو کې به يې دومره وزندار مال د ځان پسي راښکل. بازي وخت، په اترائې کې به دغه گاړي، د خپل مال او د وزن په وجه تري فرى او ازاده شوه. بيا بريکونه مريکونه به يې نه لگيدل. او دوى عاجزان به يې په خپله هم،  په منډا اخستى وو. او بچ بچ نعري به يې ورسره واخلي.

زمونږ د اکثره ملگرو په ذهين کې د باغ على مردان، همدغه غليظ و بدبودار نقش او شکل و صورت په ياداشتو کې پاتي شوي ديد کومي په علت چې د تيري پيړي د  تعميرې فن دغه عجوبي و اعظمي شہکار ، خپل اصل زيبائېش و حسن بيللى وو. او د يو عام سړى نظر و پام يې ځانته نه کشف کولو. حالانکې نه خو دا کالوني د تعمير په وخت و زمان، د غريب يا بې اثره طبقي په قابضه کې وه. او نه خو  اوس په دا وخت دغلته غريب يا بې اثره خلک رهائېش يا قابېض وو. بلکې دغه نوم ما ځکه دومره ډير په تکرار سره او بيا بيا دومره متعبر اوريدل. چې د پېښور او کابل ترمينځه د تجارت همدغه ستره کارگو اډه وه. چې په لسگونو ټرکونه به ورکې روزانه دغلته تشيدل. او هم به تري را ډاکيدل. دا د کروړونو و اربونو روپو د کاريانو ځاي وو. اما دغه واړه غوندي انتظامى مسله ورځني د حل کيدو نه وه. څه چې ماته پخپله د دغه خلکو د اجتماعى مسلو په په هکله بې حېصى ښکارى. گنى په  خپلو شحصى معاملو کې خو دغه هر پښتون افلاطون وى. او د ځان په نفه و نقصان، تر بل هر چا ښه پوهيږى.

د پاؤس خان ماما دغه سرائ هم لکه د بنياد څخه د سرائ په مقصد و غرض نه وه تعمير، په دا کوم بلډينگ کې چې د پاؤس خان ماما دفتر او ورسره تړلې د اسراحت کوټه وه. دا زمونږ  د نني زماني  جديد جوړي،  حيات اباد د  بنگلو څخه، له په دا تير عمر او بوډهاتوب کې هم، په څو چنده ښائېسته، بلند، روښني او هواداري وي. چې د تسکين و ارام اساس ورکې کيدل. داسي ابادي دلته په پېښور کې هډو د سره نشته. ماسوه د فيرانگى د وخت، د يو څو بلډينگونو او ليډى ريډينگ هسپتال څخه، کوم چې اوس نيزدي تباه و برباد دى. افسوس، ولې بيا هم زه شحصاً د دغه مرمني ليډى ريډينگ شکر گزار يم. احسان يې منم. روح يې ښاد او قبر يې له نور ډک شه. په ډيرو ملايانو او تش په نام بزرگانو به يې ورنه کړم. چاچې مونږ عام د پختونخواه ولس تا دومره ښکلى، جديد او اولنى هسپتال جوړ کړى وو. که د وخت په تيريدلو او د ابادي په زياتيدلو سره ورکې د ځاي کمى محسوس شول. کومه چې فطرتى خبره ده. نو په دا پختونخواه کې خو زمکه نوره هم ډيره وه. بايد نورو ځايونو تا ورځني څه وارډونه او فکلټي شفټ شوي وو. داغسي به رش هم ورباندي کم وو. خو افسوس دوۍ بدبختو دا تاريخى تعميرات وران و وجاړ کړل. هيچا يې لاس ونه نيول. او پر ځاي نوي پاکستاني بوساڼي ودراول شوي.

مونږ په همدغه د پاؤس خان ماما سرائ کې، لس، پينځلس ورځې، په دويم منزل، زما د خپل کاکا مصطفى خان په ډيره کې پاتي شولو. د کومې  چابى به چې د هغه په غير موجودگې کې، د سرائ د منشى کبير خان سره وي. کبير خان زما څخه هم په عمر کشر او د پاؤس خان ماما ريشته دار وود عاجز د منشى گيرتوب يا مزدوري عمر نه وو. خو غريبى بدشىڅيز دي. د تعليم سره شوق و تنده د کبير په سترگو کې ډيره څرگنده ځليدله. هر وخت به يې زړه غوښتل، چې زمونږ سره وگرځيږى، کابل پوهنتون تا ولاړشى. د خټک صيب کور تا او زمونږ د محصيلونو په محفلونو کې زمونږ سره کېنى پاسى. اما د سرائ کارونو به عاجز، هغه د چا خبره سر گريدلو تا هم نه پريښودل. مونږ د خټک صيب کورته به نيزدي روزانه ورتللو. او دي تا منتظير وو. تر څو د کلى، دره ادم خيلو څخه زمونږ نور ملگرى هم راوراسيږى

کابل په کلره کلره لکه د تبليغيانو د پنډل، زمونږ د پختونخواه د هلکانو څخه را ډاکيدل.( يادونه. د پختونخواه څخه زما مراد، مشرقى و مغربى يا شمالى و جنوبى او قبائيلى ټوله ده) د کابل پوهنتون هوسټلي، او حوشحال بابا ليسي ليلي، خو ورځني ټولي پول ډاکې وي. اوس د کابل په ښار کې داسي کوم هوټل نه وو. موجود چرته چې زمونږ بې شميره هلکان نه وو. خوشبختنه مونږ  دريوالو تا، کوم چې نيزدي لس، دولس نفره وو. د کابل ښارنو په سوامى هوټل کې، په يوځاي د دريو دريو بيډونو واله. په دري دري تنه يوه يوه کمره راکړل شوه. دا عين د کابل ښار زړه و سنټر وو. او مونږ تا دا په شروع کې څو له رش کم وو په وخت ميلو شوې وه. گنى بيا ورسته رش دومره زيات شول. چې د مردان د سمي لس دولس هلکان د دغه هوټل د TV په هال کې ډيره شوى وو. لکه جمشيد، يارمحمد لالا، پير رفاقت، جواد اختر، جواد او نور ډير ملگري چې نومونه به يې په وخت سره راياد او ځاي په ځاي تکرار شى. حوشحال خان مهمند، دا د ډاکټر صيب د جوبن و ځواني عمر وو. شني سترگي او نرى طلائ کونگري کونگري ويښتانو سره سم انگريز ښکايدل. دوى ټول زما څخه ډير سينئر او په عمر مشران وو. زه په دا ټول هوټل کې، چرته چې څالويښت پنځوس محصېل پر ځاي کړل شوى وو. تر ټولو کم عمره او په هر اعتبار ناپوها و نادان ووم. زما لپاره دا هر څيز  څه، چې دا د نورو سيمو پښتانه هلکان کتل. او د دوۍ سره په راقم راقم لهجه کې پښتو وائيل هم  نوي وه. بلکې ځان راته عجبه و کمتره شان د دوى په وړاندي ښکاريدل. کله به چې دوۍ په نيمه پښتو نيمه انگريزي کې گډي وډي خبري کولي. او هر څيز تا به يې نااشنا په انگريزي کې نوم اخستل. په کومي به چې زه نه پوهيدلم. ځکه چې ما هډو کالج ليدلى نه وو او نه مي ټکى انگريزى زده وه. که پوښتنه به دي تري کوله. بيا به يې د ځواب په ځاي درباندي خنداگاني کولي. لاکن دا راته بيا ورسته معلومه شوه. چې انگريزى خو په دوۍ کې هم د هيچا سمه نه ده زده، دا خو لکه طوطيان يو څو ټکى يې زده کړى چې په مطلب يې بيا پخپله هم نه پوهيږى. کله به چې زمونږ دغه سينئر ملگرو پخپلوکې، دبرين واشاو د ډائجسټو څخه اخستى اقتباسات په ويره ونکى انداز کې يو بل سره بيانه ول. ځکه چې زمونږ ټولو سره  هر وخت د خپل دين و ايمان او پاکستانيت ډير غم وو. چې څوک يې راځنې غله نه کړى. نو اوس ماته هم دومره معلومات شوى وو. چې برين واش د مازغو مېنځلو تا وائی. خو دا راته له نه معلوميدله. چې مازغه د ډيټالو په صابون مېنځل شى که په صرفو يا په شيمپو.

د سوامى هوټل دغه دوه مياشتي ژوند، کوم چې لکه د کالج څخه د خپلو همځولو و همجوماتو سره د ټور يا لوي چکر  په مثال وو. اند چې دلته د هر اوسيدونکى له خولي يې ذائقه او د ذهين د ياداشتو څخه په کالونو بيا  نه واتل. لاکن د دغه خواږو ورځو په عين شروع کې، لوي ټينشن هاغه وخت شروع شول. څنگه چې زمونږه د دريوالو هلکانو گروپ راوراسيدل. ماته خو علم نشته. چې دغه نور ټول هلکان به څنگه دلته راتلل. ؟ خپلو کورنو کې ورسره خپل مور پلار قاعني و رضا وو کنه ؟ يا اباجان مي او د پارټي نورو مشرانو به په کومو شرائطو دوى راليږل. ؟ د دوى له مورپلار به تپوس کيدل او کنه ؟ يا د هغوى رضا به اخستل کيدله کنه ؟ ځکه چې زمونږ په دغه هلکانو کې، د قيصر خان په نوم د يو هلک پلار، په کلى کې زما په پلار قومى جرگه او پولټيکل کې يې راپوټ ورکړو. چې خيال اکبر هلکان په روس خرڅ کړى دى. د چاچې يو بل د کاکا ځوي صالح خان هم دلته ورسره موجود وو. لاکن د صالح خان وارثانو يا مشرانو د صالح خان روس تا په تږ کوم اعتراض نه درلودل. او نه صالح خان واپس د کلى تږ تا تيار وو. واپس د کلى تا راتږ خو قيصر خان هم نه غوښتل اما مجبور کړل شول. دغه حادثي تا اجمل خټک صيب هم سحت خفه وو. ځکه چې په مونږ باندي قوم راغونډ کړل شوى وو. او نيزدي وه، چې قوم زمونږ کور راوران کړى او د سيمي څخه مو ملک بدر کړى ...!!! ”جارى

ليک .،،، شفيق اکبر

- شفېق اکبر
بېرته شاته