(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپ ټ اېم تګلاره

[31.Jan.2019 - 13:20]

دپښتون ژغورنې قامي غورځنګ [پ ټ اېم] کړنلاره او تګلاره

کړنلاره:

1: پښتون ژغورنې غورځنګ [پښتون تحفظ مومینټ] سېاسي ګوند نه دی او نه د کوم سېاسي ګوند برخه ده

2: دټولو سېاسي ګوندونو، ټولنو، تنظېمونو، سازمانونو غړي او مشران د غورځنګ برخه او غړي جوړېدلی شي.

3: پښتون ژغورنې غورځنګ ېو قامي غورځنګ دی،غورځنګ د ډېموکراسۍ (جمهورېت) او پارلماني سېستم  درناوی کوي او په پارلماني ټاکنو کښې برخه نه اخلي، که چېرې د غورځنګ کوم غړي  په پارلماني ټاکنو کښې خپل ځان کاندېد کړ، نو دغورځنګ دمرکزي جرګې ( کور کمېټۍ) مشرتابه کښې نه شي پاتې کېدلی، خو دغورځنګ غړی پاتې کېدای شي.

4:  غورځنګ دخپلو موخو، هدفونو او مرام لاسته راوړلولپاره  دقانوني،‌‌‌‌‌‌‌‌‌ ډېموکراتېکو(جمهوري) او دودېزو (رواجي) لارو چارو کار اخلي.

5:  غورځنګ دملي، ټولنیز او سېاسي شعور او احساس  دبیدارۍ او دفکراو نظر د ېووالي لپاره  ټولې وسېلې په کار راولي

6: غورځنګ دپلټنې (تحقېق)، څېړنې، لېکنې او زبات (ثبوت) پر بنسټ دپښتونخوا وطن د ستونزو (مسایلو) حل او دحقوقو لاس ته راوړنو دعوې او دفاع ته ژمن (پابند) دی

 

 

تګلاره

1: دغورځنګ غړي دغورځنګ  موخو، مرام ، ارمان ، هدفونو او اصولو ته ژمن (پابند) دي

2: دغورځنګ غړي به په هېڅ رنګه شوونېزم کې ککړ(ملوث) نه وي

3: دغورځنګ هېڅ غړی حق نه لري چې دبل غړي پروړاندې (خلاف/ضد)  ‌‌‌‌‌‌ډنډوره ( پروپاګند) وکړي او ېو پربل تور ( الزام) ولګوي، ‌‌‌‌‌‌دغورځنګ هېڅ ېو غړي ته اجازه نه شته چې دغورځنګ دننه بېله ډله ېا ګروپ جوړکړي او ېا په ټولنېزه رسنۍ کې بیل ګروپ لري.4: 

 غورځنګ دنظرېواو فکر بدلون ېا اختلاف ېوه رغنده کړنه ( عمل) بولي. غورځنګ دسپکو سپورو وېلو،  توهین کولو، اوګواښ 5: (کوتڅنډنې) حق او اجازت هېڅ ېو غړي ته نه ورکوي

6:  هېڅوک  غورځنګ دخپلو ځاني (شخصي/ذاتي) ګټو، هدفونو، (مقاصدو) دلاسته راوړلواو دخپل ځان دپېژندنې (شهرت) لپاره پکارولی (استعمالولی) نه شي.

7:  دغورځنګ تګلارې، موخو او ګټې ته ځواک (تقوېت) ورکول او پلي کول دغورځنګ هر غړي لومړنۍ زمه واري ده.

8: د واک څخه تېری، ناوړه ګټه او د واک ناوړه (ناجاېزه ) کارونې ( استعمال) ته د جرم په سترګه کتل کېږي.

9: ددندې او ورسپارل شوي کار (فرایضو) په سرته رسولو کښې ناغېړي (غفلت) اوځنډ زغمل کېدلی نه شي

10: مالي چارو کښې ګډو‌‌‌‌‌‌‌ډي (بې ظابطه ګي)او کرپشن (فساد) د زغم وړ نه دي

11:  غورځنګ ټولو سېاسي ګوندونو استازو، دسېاسي نظریې لرونکو سړیتوبونو (شخصیتونو) او دغورځنګ ملاتړو ګوندونو ته ېوشان (ېو برابر) درناوی لري

12:  دغورځنګ هېڅ ېو غړی ته اجازه نه ورکول کېږي، چې دغورځنګ په غونډو، لارېونو او په نړیوال جال (وېب ساېټ)، ټوېټر او وټس اپ ګروپ کښې  د نورو سېاسي ګوندونو اوتنظېمونوپه باره کښې منفي نېوکې(تنقېد)، سپکې سپورې او ناسمې څرګندونې (کمېنټونه) وکړي

دمرکزي جرګې (کور کمېټۍ) غړي دغورځنګ  ذمه وار خلک دي، نو لدې کبله دوۍ په خپل ځاني (شخصي/ذاتي) اکاونټ13: ( وېبساېټ، فیسبوک، ټوېټر او ....) کښې هم د غورځنګ د اصولو پلي کولو ته ژمن او پابند دي .

14: دهر لارېون (غونډې /جلسې) څخه مخکې دویناوالو او سټېج دسمبالښت لپاره  ېوه ‌‌‌‌‌‌ډلګه ګۍ (کمېټه) جوړېږي،

ویناوال به دغورځنګ دسېاسي فعالېتونو د موخو او مرامونو پر بنسټ په ټاکل شوو موضوعګانو ویناګانې کوي، تر څو دتکراري خبرو مخه ونېول شي او دلارېون ېا غونډې ګډونوال له ویناوالو څخه ېو څه ارزښتناکې خبرې او مالومات له ځانه سره ېوسي.

15:  هر ویناوال باېد دورکړل شوې وخت سره سم خپله وینا ختم کړي.

دځايي ( مقامي) ویناوالو لپاره دوینا وخت پېنځه دقېقې او د مرکزي ویناوالو لپاره له لس دقېقو څخه ‌‌‌‌‌‌ډېر  وخت نه ورکول کېږي.16: 

17: د غورځنګ په مرکزي مشر د وخت بندېز (پابندي) نه شته

18: داخلاقي چلند دسرغړونې له کبله دغورځنګ غړي پرخلاف د رواج او دود سره سم قانوني چلند کېږي.

19:  په مرکزي جرګې (کور کمېټۍ) کښې د نظرونو او فکر  توپیر هم شونی (ممکن) دی، نود مرکزي جرګې هره خبره او کړکېچ دې خامخا  دننه په مرکزي جرګه کښې  پاتې شي او دننۍ خبرې دې باهر ته ونه وځي، نو که څوک دننۍ خبرې وکاږي ، نو دا دغورځنګ د اصولو پر وړاندې  سرغړونه او دسزا وړ جرم دی.

*******

 

په غورځنګ او د غورځنګ په غونډو او پرلتونو کښې دسېاسي ګوندونو لپاره چلندلاره:

 

1:.

2: دغورځنګ پلیټ فارم، سټیج، غونډې، پرلتونه او لارېونونه(جلسې) به دهېڅ ېو سېاسي ګوند، سېاسي مشر، سېاستوال  او د ګوندونو  بنسټ اېښودونکو باندې د تورونو لګولو لپاره ، دېوبل پرنېوکو او پرضد نه کارول کېږي

3:په غورځنګ کښې ټول ګوندونه او ددوۍ سېاسي استازي به د غورځنګ د اصولو، موخو، مرامونو، ارمانونو، شرایطو او ګټو په نظر کښې نېولو سره دخپل نظرڅرګندولو  ته ژمن او پابند وي.

4: دغورځنګ په غونډو او پرلتونو کښې به  سېاسي ېا ملي مشر ېا استازی  په ورکړی شوې موضوع خپله وینا راڅرخوي او وېناوال به خپله وینا په ټاکل شوي وخت کښې سرته رسوي

5: دغورځنګ په غونډو، ناستو او لارېونونو کښې هېڅ ویناوال ته دبې ځاېه، ناسمو، بې چوکاټه اوغیرپارلماني تورو (الفاظو) د کارولو اجازت نه شته

6: دغورځنګ په غونډو او ناستو (پرلتونو) او لارېونونو کښې ټولو ګوندونو ته ېوشان استازولي ورکولی کېږي، ویناوالو ته د ویناکولو وخت ټاکل او په استازولۍ ( نمایندګۍ) کښې دوخت لږوالی او ‌‌‌‌‌‌ډېروالی ، د ویناوالو په لسټ کښې ادلون بدلون ېا ردوبدل، وخت ( موقع) ته په کتلو سره  د سټېج سېکرټري ېا د سټېج دسمبالونکې ‌‌‌‌‌‌ډلګه ګۍ  له خوا ترسره کېږي او ددوۍ پرېکړه به منل کېږي.

*********

- پ ټ اېم
بېرته شاته