(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لاړ شه باجوړ ته

[24.Jan.2019 - 21:30]

لاړشه باجوړ ته کميص تور ماله راوړه

لیک:شبيرخان درانی 

 

د باجوړ راته يو رور کال وکړلو چې دراني دا خلک او سندر غاړي وايي چې 

لاړ شه پيښور ته کميص تور ماله راوړه 

تازه تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه

ما د چا اوريدلې دي چې په اصل کې دا پيښور نه باجوړ دې که دا وضاحت مو راته وکړلو مننه به وي

ما ورته ويل

ځينې لفظونه داسې وي چې مونږ ورته غلط العام وايو مطلب که هغه لفظ هر څومره غلط او بې معنا وي ولي استعمال يې عام وي د مثال په توګه د هر کار کيدلو روستو مونږ په فخر وايو OK اوس او کے د کومو لفظونو سر ټکي دي

دي سره څوک کار نۀ لري ولې استعمال يې عام دې

دا لفظ په دويم جنګ اعظيم کې ايجاد شوې دې په کومه ورځ چې به په جنګ کې مرګ ژوبله وو نه شوله او پوځيانو به رپورټ ورکوۀ نو او کے OK به يې ليک کړلو مطلب زيرو کيل ZERO KILL  کله چې به د زيرو کيل رپورټ ملو شو نو حکومتي چارواکو به ويل چې نن ورځ زمونږ پوځيانو کې څوک نه دي مړۀ شوې

ورځ په خير تيره شوه 

او کے OK  د زيرو کيل ZERO KILL وتې دې

دا څۀ ته چې مونږ O وايو دا اصل کې زيرو دې

دغه رنګ NEWS لفظ د کومو لفظونو سرخط دې او څۀ معنا لري څوک له دې خبرې ضرورت نه محسوسوي خو استعمال يې عام دې

نيوز په اول سر خلکو دې پورې تړلې وو چې دا د نيو لفظ جمع ده نيو چې کله په جمع کې بدل شو نو نيوز شو مطلب نوې نوې خبرې عقل هم څۀ زمانه دا خبره واغستله ولې نيوز اسم دې او نيوز چې د کومې ژبې لفظ وو په هغې کې اسم جمع نه لري بيا ډيره زمانه روستو پوهانو ويل چې نيوز د نارت ويسټ ايسټ ساوت مطلب مشرق مغرب شمال او جنوب وتې لفظ دې مطلب د څلورو اړخو راراوان خبرونه ولې تراوسه دا خبره هم مجمله ده او څوک ورباندې پوره متفق نه دي

دغه رنک بې شمير غلط لفظونه مونږ وايو ولې استعمال يې دومره عام وي چې هغه غلط لفظونه خپله د خپل ځان معنا جوړه شي لکه د News او OK

دا سندره هم په پيښور کې دومره ليک شوه او دومره سندر غاړو د ډول باجو سره اووايله چې که اوس چا ته وايې چې 

لاړ شه باجوړ ته کميص توره ماله راوړه

نو ضرور به درته وايي چې نا

لاړ شه پيښور ته کميص تور ماله راوړه

ډير وخت مخکې چې کله باجوړ د رښت کپړې غټه منډۍ وه په باجوړ کې کوڅه په کوڅه د کپړو کډۍ وي په باجوړ کې به نه يواځې دا چې کپړه جوړيده بلکې د ښځو په کپړو په ښايسته ښايسته ريښمين او د مشکنړو ستارو کارونه هم کيدل او شالونه لوپټې به هم رنګيدې په دغه زما به د افغانستان د کابل جلال اباد او کندهار ولايت خلک پيښور ته په سود سودا پسې راتلل او د نګرښار خوست کونړ او نورو ولايتونو خلک به باجوړ ته راتلل

هم په دغه زمانه د کونړ يو زلمي او پيغلې د يو بل سره مينه کوله د پښتنو زلمو پيغلو مينه هم د حيا پردې ډکه وي په اشارو کعنانو خبرې کوي

يوه ورځ دې زلمي خپلې معشوقې ته ويل چې زۀ ورځ دوه کې باجوړ پله ځم ستا خو څۀ ضرورت نشته معشوقې ورته ويل ما ته د ځان سره يو تور کميص روړه چې په غاړاکۍ يې کار هم شوې وي

دا انساني فطرت دې چې زړۀ ميين شي نو خلۀ وايي چې په ما صرف د خپل جانان خبرې کوه

زلمي ماسخوتن حجره کې خپل د ترخ يار ته په غوږ کې خبره اوکړه چې زۀ نن د خپلې معشوقې سره ملو شوې ووم او په خبرو خبرو کې يې ورته دا هم اووايل چې هغې د باجوړ د تور کميص فرمايش هم کړې دې

خير څو ورځې پس دغه د کونړ زلمې باجوړ ته راغلې دې او خپلې معشوقې ته تور کميص اخلي چې په دغه دوران کې يې هغه د ترخ او غوږ دوست هم اتفاق سره دغه دوکان ته راغلو خو د هغه سره بل يو رشته دار هم وو دغه دوست چې د دۀ په لاس کې تور کميص وليد نو مسکې شو ورته

او ورته يې ويل 

لاړشه باجوړ ته کميص تور ماله راوړه

دې اوريدو سره عاشق په خندا شو او جوابي يې ورته ويل چې

تازه تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه

مطلب چې په غاړه يې کل کاري هم شوې وي

دغه رنګ دوستانو يو بل ته د زړۀ خبره هم اوکړه او رشته دار ورباندې پوې هم نه شو

نو دې سندره کې د پيښور نوم غلط دې دا اصل کې باجوړ دې

ياده دې وي په نيټه 11 فروري 2016 کې چې کله ما دا سپيناوې اوکړو نو له هغې روستو سندرغاړي وس د پيښور په ځائې باجوړ ياده وي 

شبيردراني

 

 

- کمېس تور ماله
بېرته شاته