(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاکاجي صنوبرحسین

[24.Jan.2019 - 17:10]

کاکا جى صنوبر حسين مومند

لیک: احسان احساس

کاکاجى صنوبر حسين مومند په ١٨٩٧ کښې پيښور سره نزدې په ((کږه وله)) نومې کلي کښې پيدا شو او هم دلته ئې ابتدائى تعليم حاصل کړو دميټرک نه پس په يو سکول کښې داستاد په حيث نوکر شو خو دخپل انقلابى فکر اوانګريزدشمنۍ په سبب ملازمت ئې پريښود

او په علاقه کښې ئې دکسانانو او مزدورانوتنظيم سازۍ سره سره دوطن دازادۍ جدوجهد ئې خپل مقصد وګرځولو عملى سياست ئې دخدائى خدمتګار او بيا دکانګرس دپليټ فارم نه شروع کړو خو دخپل تيز او انقلابى طبيعت په سبب دلته پاتې نۀ شو او فارورډ بلاک کښې شامل شو کاکاجى دعدم تشدد سياست دوخت او حالاتو مطابق نۀ ګڼلو او هم دخپلې انتها پسندۍ په وجه ((نوجوان بهارت سبها)) ته د ((دانجمن نوجوانان سرحد)) په ملګرتيا کښې لاړ ستر عالم دين مولانا عبدالرحيم پوپلزے ددې انجمن مشر ؤ علامه عبدالرحيم پوپلزے ديو لوئې انقلابي او سامراج دشمن ليډر په حيث شهرت موندلے ؤ.

کاکاجى دانګريز سامراج نه سخت نفرت کولو او دانګريزد تالى څټو خانانو، اربابانو او جاګيردارانو خلاف ئې مبارزه دخپل سياست اصل مقصد ګرځولے ؤ. ديو بل ازادى پسند او انقلابى ليډر سبهاش چندربوس په ملګرتيا کښې ئې دانتها پسندۍ لار خپله کړې وه خو وروستو خپلې مطالعې مشاهدې او تجربې دغې لارې نه اعتدال او توازن ته راوست.

انګريزى حکومت دکاکاجي دګرفتارۍ ډير کوششونه وکړل خو کاکاجى ځان د ګرفتارۍ نه بچ ساتلو او دانګريز سامراج خلاف جدوجهد جارى ساتلو دپاره ئې انډر ګراونډ سرګرمۍ شروع کړې. چې کله کار کول ګران شو نو کاکاجى محاذ جنګ بدل کړو، او په طريقه کار کښې ئې هم بدلون راوست کاکاجى علاقه غير ته لاړ په باجوړ کښې ديره شو بيا په غازى اباد نومې کلى کښې دازادۍ يو ستر مجاهد حاجى صاحب ترنګزۍ سره ملګرے شو او دازادي جدو جهد ته ئې يو بل شکل ورکړو.

کاکاجى چونکې بنيادى طور يو اديب او دانشور ؤ او صحافيانه صلاحيتونه ئې لرل او دا هغه وخت دذرائع ابلاغ په قوت او اهميت هم اګاه ؤ ځکه ((شعله)) نومې مجله ئې جارى کړه. چې په لاس جوړ کړى پريس به ئې شائع کوله درسالې ليکونه به دکاکاجى خپل ؤ خبرونه، تبصرې او مضمونونه به ئې ليکل او چاپ کول چې په خلقو کښې سياسى شعور به ئې پيدا کولو او دازادۍ په قيمت او اهميت به ئې پوهولو سره سره دجدوجهد ميدان ته تيارول داشان کاکاجى په يو بل انداز ديو ريښتونى انقلابى په حيث خپلې ذمه وارۍ پوره کولے.

کاکاجى دپښتو، اردو او فارسۍ عالم او اديب ؤ د انګريزى ادب مطالعه ئې هم لرله. تخليقى ادب سره سره دعمر خيام درباعيانو ترجمه هم وکړه. دايران ديو انقلابى شاعر لاهوتى انقلابى نظمونه ئې هم پښتو ته راواړول، او دعالمى شهرت حامل مصرى اديب ډاکټر طه حسين او شاه ولى الله دکتابونو دترجمو نه علاوه ئې دمشهور صحابى ابو ذر غفارى رض دژوند حالات هم وليکل. دخپلو دوؤ شهيدانو ملګرو صاحبزاده اسلم او حافظ عبدالستار دازادۍ په تحريک کښې کردار او جدوجهد پحقله ئې هم يو کتاب وليکلو او چاپ کړو

کاکاجى دپاکستان جوړيدو نه پس پيښور ته چې واپس راغے نو دخپل انقلابى ملګرى صاحبزاده اسلم خان شهيد په نوم ئې ((اسلم)) نومې مجله جارى کړه چې بيا وروستو حکومت لکه د ((سيلاب)) دمجلې بند کړه سيلاب نومې رساله کاکاجي دجلا وطنۍ نه مخکښې چاپ کوله خو انګريز حکومت ونۀ زغملے شو، او ضبط ئې کړله.

کاکاجى په پښتونخوا کښې دترقى پسند ادبى تحريک په بانيانو کښې ؤ او دانجمن ترقى پسند مصنفينو په جوړولو کښې ئې برخه واخسته او په ١٩٥٤ کښې دانجمن دصدر په حيثيت ګرفتار کړے شو ځکه چې حکومت په انجمن ترقى پسند مصنفين په ټول ملک کښې پابندى ولګوله دغه وخت فارغ بخارى هم ګرفتار کړے شو چې دصوبې دانجمن سکتر ؤ.

داولسى ادبى جرګې په جوړولو کښې هم کاکاجى ډير اهم کردار ادا کړو چې امير حمزه خان شينوارى او دوست محمدخان کامل ورسره ملګرى وؤ دغو دريواړو عالمانو او اديبانو دليکوالو په فکرى رهنمائى کښې بنيادى کردار ادا کړيدے. او شاعرانو اديبانو ته ئې دتنقيد کولو او تنقيد زغملو چل وښودلو.

دپاکستان جوړيدو نه پس چې کاکاجى کله پيښور ته واپس راغے نو د صحت دخرابۍ په سبب ئې عملى سياست کښې برخه وانخسته خو نظرياتى سياست ئې تر اخره جارى وساتلو په ملک کښې دنوى نوابادياتى نظام خلاف قلمى او نظرياتى مبارزې نه په شا نۀ شو ځکه دحمکرانانو په نظر کښې لکه دازغى غړيدلو او هم په دغه سبب دبيمارۍ او ضعيف العمرۍ باوجود ١٩٥٦ کښې ئې ګرفتار کړو دجيل نه ئې دلاهور شاهى قلعه اذيت خانې ته ورسولو چرته چې دزړۀ او ساه لنډۍ په رنځ کښې مبتلا شو خو حکومت ترې بيا هم ويره کوله. او هغه وخت ئې رها کړو چې دبچ کيدو طمعه ئې نه و. او درهايۍ نه لږه موده پس دا عظيم انقلابى ليډر او مجاهد انسان په دريم جنورۍ ١٩٦٣ په حق ورسيدو.

هرگز نميرد آنکه دلش زنده شد به عشق

ثبت است بـــــرجــــــريــــــده عـــــالم دوام ما

نن هم د کاکا جى مبارزې چې مونږ ته دظلم، استحصال، طبقاتى امتياز او آمريت خلاف 

دجدوجهد پيغام راکوي.

- حساس
بېرته شاته