(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتو ادبېاتو کښې

[24.Jan.2019 - 17:08]

په پښتو ادبياتو کې د تهذيب او تمدن نه د بېزارۍ بېلګې او شهادتونه

"Anti civic elements in Pashto literature"

تهذيب يا تمدن څۀ ته وايي؟

د تهذيب د پاره په انګرېزي ادبياتو کې د "Civilisation" په جرمنۍ ژبه کې "Kultur" او اردو لغت کې د "ثقافت" توري کارولې شي ـ په پښتو کې د دې د پاره مناسب او موزون تورې "استوګنه" ده ـ کلتور هم ورته وئيلې شي ـ د جغرافيايي، ټولنيز جوړښت، سياسي، مذهبي او اقتصادي لوستې او علم دوېم نوم تهذيب، تمدن، کلتور، ثقافت يا استوګنه بللې او ګڼلې شي ـ د اجتماعي قومي ژوند کره کتنه او معيارونه ټاکل هم تمدن ګڼلې شي ـ د تهذيب تورې په وړومبي ځل په ١٧٥٦ء کې په يو فرانسوي کتاب کې څرګند کړې شو ـ دغه کتاب د فرانس انقلابي سياست دان وکټر ډي رکيوټي (Victor de Riqueti) ليکلے دے ـ د هغۀ په خيال د 

يو قام د تېر شوي وخت جوته لوسته او تجربه په دې انداز کې کول، چې تېر وخت څنګه ؤ! هم هغه شان بيان او تجزيه شي ـ لکه څنګه چې ؤ ـ د ماضي د لوستې او تجربو نه کوټلي نتائج را اويستې شي ـ نو هله به خلک د دې جوګه شي ـ چې دوي له "نن" څۀ کول په کار دي؟

د تهذيب او تمدن خصوصيات:

يو امريکني ټولنپوه ـ (Social Scholar) وي ګارډن چلډي (V Gardon Childe 1892 ـ 1957) د تهذيب او تمدن خصوصيات داسې بيان کړي دي ـ 

1. په لويه پېمانه ښاري او تعليمي مرکزونه جوړول ـ 

2. د کارکونکو خلکو مهمې پېشې ـ کارونه ـ روزګارونه ـ 

3. د ټولنې ټولو وګړو ته پرېمانه خوراک رسول ـ 

4. ستر يادګاري عمارتونه او پېداواري صنعتونه جوړول ـ 

5. د اطلاعاتو د رکارډ جوړولو او ساتلو منظم نظام ـ 

6. د عملي سائنسي او سماجي علومو ترقي او پرمختګ ـ 

7. د فنونو او هنرونو مرکزونه او عمارتونه جوړول ـ 

8. د قدرتي او خام وسائلو او دولت لټون او استعمال ـ 

9. د رياست (دولت) حاکميت ـ واضح سياسي، جمهوري، فلاحي او مذهبي نظريات ټاکل ـ 

١٠. د رياست ارزښتناک شکل او چوکاټ ـ 

د ټولنې د عامو وکړو د پاره غواړم چې په ساده پښتو او کلي وال انداز کې د تهذيب، تمدن يا استوګنې وضاحت اوکړم ـ زۀ داسې وېنا کول غواړم چې د ټولنې د ټولو وګړو دې خپل يو کور وي ـ بې شکه دغه کور دې وړوکى ولې نۀ وي ـ خو شرط دا دې چې دا دې د خاورو خټو نۀ وي ـ دا دې پوخ کور وي ـ د سيخ، سمټو او خښتو نه جوړ کور ـ په دغه کور کې 

دې د يخنۍ او ګرمۍ نه د بچ کېدو انتظام وي ـ هغه کۀ د بجلۍ، ګېس هيټر وي او کۀ پکے او ايرکنډيشن ـ په دغه کور کې دې بجلي وي ـ يو صفا سوتره د لامبلو او حاجت پوره کولو تشناب وي ـ د لامبلو او څښلو د پاکو اوبو بندوبست وي ـ د کور ټول وګړي دې په خېټه ماړۀ وي ـ د دغه کور د هلکانو او جينکو د پاره دې د ښوونځي، پوهنځي، پوهنتون، دارو درملو او لوبو مناسب ځايونه او مېدانونه وي ـ بائيد دغه کور ټلېفون، رېډيو، ټي وي، نېټ، يخ چال (فرېج)، اوون او يو وړوکے ګاډے هم اولري ـ د دغه کور د استعمال شوي موادو او خځلو د پاره دې په کوڅه کې د رياست له اړخه بندوبست وي ـ د ګنده اوبو او موادو د وتو د پاره دې زېرِ زمين (په ځمکه کې دننه) غټ غټ پائيپونه وي ـ د دغه کورونو لارې او کوڅې دې خلاصې، ارتې او صفا وي ـ د دغه کور بالغ وګړي دې بائيد په هېواد کې باعزته روزګاراولري ـ کۀ چرې د هېوادټول وګړي دغه شان کورونه اولري ـ نو زما په نظر کې دغه تهذيب هم دے ـ تمدن هم دے او استوګنه هم ـ 

ځکه چې په دغه وړوکي شان کور کې چې دغه ټول سهولتونه موجود وي ـ نو د دې مطلب به دا وي چې دغه هېواد يو کلک او مضبوط اقتصادي، سماجي، علمي او سياسي بنياد لري ـ او وګړي به د رياست د حاکميت، قانون او آئين پلويان هم وي ـ د دغه وړوکي کور د استعمال ټول شيان چې په هېواد کې دننه جوړېږي او پېدا کېږي ـ نو دغه عمل به په مجموعي ډول د رياست او د رياست د وګړو د امن او سلامتيا ضامن وي ـ 

خو له بده مرغه پښتنو هيڅکله هم په تهذيب او تمدن غور او فکر نۀ دے کړے ـ الټه يې د نوي، ښکلي، ښائسته او صفا ژوند مزاحمت او مخالفت کړې دے ـ په سمستو، غرونو، غارونو، کلو بانډو کې يې د خپل غېرت او عظمت جنډې کلکې نالې کړي دي ـ د پښتنو %٩٨ ابادي بې سواده ده ـ خو کوم خلک چې د عقل، شعور، سواد او قلم خاوندان دي ـ هغوي هم په دغه حواله د جهالت او پسماندګۍ نه ډک ذهنونه لري ـ 

ماڼۍ څۀ له جوړوې اخر به کوچ کړې

دومره بس ده چې په تا څڅيږي نه

دغه پورته شعر زمونږ د ټولنيز جوړښت د فکري او عملي رغوڼې او اډانې څومره جوته عکاسي کوي ـ د تمدن نه د بېزارۍ او دښمنۍ د دې نه لوى ثبوت، بېلګه او شهادت نور څۀ کېدې شي؟

د پښتنو لوى اتل او د ډيلي د تخت واکدار احمد شاه بابا به همېشه داسې وئيل:

د ډيلي تخت هېروم چې راپه ياد شي

دا د خپلې پښتونخوا د غرو سرونه

د احمدشاه بابا د پاره ممکنه وه چې پښتانۀ يې په لوى شمېر هند ته بوتلي وې ـ او يا يې د هند د ښارونو او عمارتونو عملي نقشې په کندهار کې راښکلے وې ـ نۀ پوهېږم چې د وچو او تشو غرو په سرونو کې به څه داسې پټ راز ؤ ـ چې د بابا نه يې "Home sick" يعني د کور ارمانژن جوړ کړې ؤ ـ قومي او ملي غرور او وياړ په خپل ځاى ـ خو ژوند خالص په غرور 

او وياړ نۀ کيږي ـ ژوند او ښۀ ژوند د تمدن د ارتې او پلنې سينې نه بغېر بې خونده او لنډ تنګ وي ـ دلته د لوستونکو پام دې خبرې ته رګرځول غواړم ـ چې د احمدشاه بابا د حکومت/ رياست سر ښار کندهار ؤـ د دنيا په هر ملک کې چې سر ښار يا پايه تخت ـ هلته پزيکي تمدن د ملک د نورو علاقو په نسبت ډېر شان دار وي ـ خو په قندهار کې تر دې دمه هيڅ داسې نښې نښانې نشته چې د پايه تخت علامت وي ـ لکه څنګه چې د عامو خلکو کورونه دي ـ دغسې د احمدشاه ابدالي کور هم دے ـ دغلته هيڅ يو لوى عمارت په نظر نۀ راځي ـ نۀ پوهيږم چې حکومتي چارواکو به سرکاري کار چرته کوؤ؟ په پولو پټو کۀ په مېدانونو کې؟ دا د تمدن هغه نشتوالې دى کوم چې په تاريخي ډول هيڅ په نظر نۀ راځي ـ حالانکه د نورو قامونو او رياستونو سر ښارونه لوى لوى عمارتونه او محلونه لري ـ لکه په هند کې د مغلو او پيرنګيانو بلډنګونه او عمارتونه ـ بابا دغه کار په قندهار کې ولې ونکړې شوـ شائيد د هېواد د نورو عامو وګړو 

له ويرې نۀ وې شوې ـ ځکه چې بيا به خلکو وئيل چې احمدشاه په لويو لويو عمارتونو او محلونو کښې اوسي او مونږ د خاورو خټو په کورونو کې ـ شائيد دغه وخت دا د پښتو تقاضه هم وه ـ او چې د "پښتو" له ويرې دا کار نۀ کېدو ـ نو ځکه ځما دليل درست دے چې "پښتو" د ترقۍ په لار کې رکاوټ دے ـ

زۀ چې کله وړوکے هلک وم ـ ما به يو څو شعرونه د نرو او ښځو نه اورېدل ـ نۀ پوهېږم چې دغه شعرونه به د چا وي ـ خو ماته د خپل عمر نه سل کاله زاړۀ ښکاري ـ 

سبق د مدرسې وئى

د پاره د پېسې وئى

په جنت کې بۍ ځے نۀ وي

په دوزخ کې به ګسې وئى

داسې ښکاري چې د علم او تعليم په ضد دغه شاعرانه رويه د پښتنو د قومي رجحان برخه وه ـ په يوه انساني ټولنه کې علم 

دښمنه تصورات ډېرې لويې ارواحي او نفسياتي بدرنګۍ رامينځ ته کوي ـ 

د پښتو ژبې يو مترقي قوم پرست شاعر شمس القمر اندېش وايي ـ 

مينې لاهو کړې د تارکولو سړک

نۀ دې خوشبو شته نۀ دې پل ښکاري

دا حقيقت دې چې تارکولي سړک هر چرته تللے دے ـ هلته د ژوند نقشه بدله شوې ده ـ سړک د لرو پرتو او بيلا بيلو خلکو د يو ځاى کولو د تړون نوم دے ـ د تارکولي سړک په ذريعه مزل کم شوې دے ـ د خلکو په لږ وخت کې خپل منزل ته د رسدو لويه وسيله سړک دے ـ ولې په پورته ذکر کړې شوي شعر کې د خاورو خټو د کچه لارو ارمان څرګند شوې دے ـ او په يوه محسوسه طريقه د تمدن د لوي لار خو د تارکولي سړک په راتګ او جوړېدو د افسوس اظهار شوے دے ـ اګر چې سړک ته د تمدن پلار هم وئيلې شي ـ

په انساني اقدارو مئين شاعر انسانيت رحمان بابا څۀ په دې رنګ ګويا دے ـ 

ستا له غمه مې په سر کې داسې شور دے

لکه جوړ مې په سر شهر د لاهور دے

د حېرانۍ خبره دا ده ـ چې څلور سوه کاله اګاهو د لاهور د متمدنه او پرمخ تللي ښار د ګاډيو او خلکو اوازونه ولې په بابا بد لګېدل ـ افسوس په دغه دور کې بابا د خپلو خوږو شعرونو په ذريعه په پښتون ولس کې د تمدن د پرمختګ تبليغ کړے وې نو نن به پښتانۀ ولې داسې تباه او برباد وؤ؟ حالانکه بابا په دنيا او دنيا دارۍ هم ښۀ پوهه ؤ ـ لکه چې وايي ـ 

په دنيا کې دنيا ښه ده اے رحمانه

بې دنيا سړے کۀ دروند وي تول يې سپک وي

خو په يو بل شعر کې رحمان بابا د محلونو د ژوند مخالفت او مزاهمت په دې رنګ کړې دے ـ 

د دنيا د محلونو خښتې واړه

ما رحمان ته د سرونو منارې دي

خوشال بابا چې د پښتون قوميت د تصور باني دے ـ نابغه روزګار هستي ده ـ د ژوند په 

اسرار او رموز پوهه دے ـ د پښتنو په بدحالۍ يې زړۀ ټق چاودې دې ـ ټول عمر يې د قلم او تُورې مبارزه کړې ده ـ د پښتنو د يو والي او اتفاق لوى علمبردار پاتې شوې دے ـ ولې بابا هم چرته چرته د تمدن په ضد خبره نيمه کړې ده ـ هاغه وخت چې هند مترقي مېداني او ښهري سيمه وۀ ـ په ډېره حواله په کې د ژوند خواږۀ تاودۀ موجود وؤ ـ بابا پښتنو ته نصيحت کوي ـ چې اے زما نازبينو بچو د هند ژوند ژواک څۀ کوئ ـ په غرونو کې وسئ ـ هلته چې تشې د پيپلو د ونو پاڼې خورئ ـ د غرونو دغه ازادي د هند د پان د خوراک نه غوريز کار دے ـ حالانکه ټول خلک په دې ښۀ پوهيږي چې هاغه وخت په غرونو کې څۀ ؤ ـ 

د پيپلو پاڼې خوره په غرو کې اوسه

نه چې پان د هندوستان خورې ځما جنده

حالانکه خوشال باباپه اقتصاد او په ښۀ اقتصادي ژوند تېرولو د هرچا نه ښۀ پوهېدو ـ لکه چې وايي ـ 

چاته چې پېښ شي غم د خوړلو

د اغوستلو او يا د څښلو

دا نور غمونه، واړه تر شا شي

کۀ د سندرو وي، کۀ د بدلو

خوشال بابا او رحمان بابا دغه غېر متمدننه ادبي رويې او د ترقۍ په ضد شاعرانه رجحانات په هاغه دور کې خوارۀ کړي او ليکلي دي ـ په کوم دور کې چې د دوي نه لږ مخکې رښتوني، مخلص او لوى اتل او عادل پښتون حکمران شېرشاه سُوري د ډيلي نه تر جلال اباد پورې لوى سړک (د هاغه وخت موټر وې) G T R (Grand Trunk Road) جوړ کړې ؤ ـ په دې غرض چې پښتانۀ د غرونو، کلو او بانډو نه ښارونو او مېدانونو ته راکوز شي ـ چې د نوي ژوند د نوي تمدن سره اشنا شي ـ خوشال او رحمان به په دغه موټر وې ډېر تلي راغلي وي ـ او په دې به هم پوهه وي چې د دغه لوى سړک مقصد د 

پښتنو ابادي او ترقي ده ـ ولې څنګه چې د ټولنې عامو وګړو دغه انقلابي سړک د نظره اوغورځوو ـ هم دغه رنګ پرې د قلم خاوندان هم غلي پاتې شول ـ 

دغه سړک يا موټر وې شېرشاه سُوري په پنځۀ کاله کې جوړه کړې وه ـ د هغۀ پنځۀ نکاتي قومي ايجنډه وه ـ چې يوه نکته پکې د پښتنو ابادي او سوکالي وه ـ د دې غرض د پاره هغۀ دغه لويه لار جوړه کړه ـ چې پښتنو ته په ښارونو او مېدانونو کې د راتګ ستونځه هواره کړي شي ـ 

زۀ هم اشنا يو کېمياګر يم خو څۀ بل رنګې يم

زما په لاسو کښې چې راشي سيم و زر خاورې شي

اکرام الله ګران

انساني شعور د سماجي او اقتصادي جوړښت (Scio ـ economic order) او حالت نه پېدا کيږي ـ د يوې ټولنې دغه جوړښت چې څنګه وي د دې د وګړو سوچ او فکر په هم دغه شان وي ـ د 

پښتنو قبائلي او فيوډل ټولنيز جوړښت د کرکيلې، د غوايانو د يوې او جغ، اشر غوبل، لور او رمبي، بېلچۍ او څټک نه جوړ دے ـ اکثر کارونه پکښې په لاسونو کولې شي ـ اوس اوس يو څۀ نوي ټکنالوجي راغلې ده ـ خو دغه په وړو کښې د مالګې برابر هم نۀ ده ـ د نوي سائنسي آلاتو او ايجاداتو اثر دومره دے لکه د نمر وړمبۍ څيره ـ د سائنس نيم يا پوره نمر لا د پښتنو په سيمه نۀ دې روښانه شوې ـ په دغسې ټولنيز جوړښت کې هم دغه رنګ انساني فکر او سوچ زرغونيږي ـ د مثال په طور غني خان لوى شاعر دے ـ فلسفي دے ـ د باچاخان بابا ځوے دے ـ د سياسي، تعليمي او علمي کورنۍ چشم و چراغ دے ـ اعلى تعليم يافته شخصيت دے ـ په قومي سياسي مبارزه کې هم د چا نه روسته پاتې نۀ دے ـ د دومره ډېرو خوبو او صلاحيتونو څښتن شخصيت هم د تمدن د پرمختګ په لار نۀ دے تللى ـ په خپل يو نظم کې وايي ـ چې ما ټوله دنيا اوليده اوکته ـ دنګ دنګ محلونه، سړکونه، جهازونه، کارخانې او مترقي تمدنونه او تهذيبونه ـ 

خو دغه ځان او جهان ديده شاعر چې خپلې سيمې ته واپس راځي ـ نو د جديد دور د تهذيب او تمدن نه سترګې پټې کړي ـ او د خپل کلي او علاقې په تنګو او کږو لارو وياړ کوي ـ د خټو ګټو کور په محل نۀ ورکوي د پښتنو د خولې واهيات په جنت کې اورېدل غواړي ـ د غني خان دغه نظم د تمدن نه د بېزارۍ لوى ثبوت دے ـ وايي:

ماليدلي د پېرنګ ښکلي جهازونه

چې د لاندې ترې غورځنګ وهي سيندونه

ما ليدلي محلونه د لندن

جينکۍ مستې ازادې ګل بدن

ما ليدلي د اټلي ښکلي ښارونه

سرۀ انګور، سرۀ يې شراب او سرۀ ګلونه

ماليدلي د پېرس ښاپېرۍ ښکلې

په کردار ګفتار خوږې لکه بلبلې

ما ليدلې تاج محل غوټۍ د ګلو

د دهلي ښکلي ښارونه د مغلو

ما ليدلي امريکا کې ډېر ښارونه

چې وريځو ته يې رسي مکانونه

خو چې اووينم دا خپل د خټو کور

رانه هېر شي محلونه ښائسته نور

دا نرۍ تنګې کوڅې زما د کلي

ورته څۀ دي د دنيا ښارونه ښکلي

چې خړ مخې ورور پښتون مخې له درشي

درنه هېر به ټول ښائست د بحروبر شي

خدايه شکر چې پېدا دې له دې قام کړم

د پښتون د نر وجود دې يو اندام کړم

څۀ به کړمه د لندن لوى محلونه

د پېرس جونې ښائسته رومي ګلونه

په والله چې د جنته به شم ستون

چې کنځل پکې وانۀ ورم د پښتون

د خاورو خټو په کورونو، په نرو تنګو لارو (چې د جنازې کټ پکښې په ګرانه وړلې شي) په خاورو او دوړو خړ پړ او ککړ مخونو، په کنځلو، سپکو او سپورو وئيلو باندې فخر او وياړ معنى او مطلب دا دې چې غني خان د Statu 

ـ que قائل دے ـ او دغه په ځاى د ولاړ اودرېدلو، او بدلون نۀ راوستلو فکر او تصور د پښتونولۍ لويه کمزوري ده ـ غني خان چې د څلور سوه جريبه زمکې خاوند او مالک ؤ، به د خاورو خټو په کور او حجره کې سره د دېرشو څلوېښتو نوکرانو او دهقانانو ښۀ په ارام او په مزوکې ؤ ـ ولې په دغه سيمه کې په زرګونو او لکونو مېشته بې زمکې خلک به څۀ کوي؟ د فيوډل ذهنيت د تمدن د ترقۍ په ضد دغه رويه د ټول ولس د غربت، جهالت او پسماندګۍ واضح ثبوت او دليل دے ـ پښتونولي يو څو خانانو ملکانو ته د ژوند د تېرولو حق ورکوي ـ ولې د تهذيب او تمدن نشتوالې په کروړونو خلک د ژوند د بنيادي حقوقو نه محرومه ساتي ـ غني خان له په کار وو چې نوى ژوند او نوى تمدن يې اوليدـ بائيد چې پښتنو ته يې د دغه تمدن د خپلولو يو پېغام ورکړى وى نه چې د رد کولوـ

د تمدن او اقتصادي پرمختګ د بېزارۍ، او بې خبرۍ علامات په پښتنو قام پرسته ګوندونو کې هم موجود دي ـ په تاريخ کې پښتنو حکمرانانو 

او اتلانو بغېر د شېرشاه سُوري او باچاخان نه هيچا هم په دغه حواله سوچ فکر او کار نۀ دې کړے ـ په هند کې د پښتنو سوونه کاله حکمراني هم د پښتنو په ښېګړه رانغله ـ په هندوستان کې يواځې د بهلول خان لودهي اوياکلن دورِ اقتدار هم پښتانۀ مخ په وړاندې بونۀ تلل ـ حالانکه د قومونو په تاريخ کې مسلسل اويا کاله حکومت ارزښتناک نتائج لرلې شي ـ د روس د اشتراکي انقلاب دور هم اويا کاله ؤ ـ دغه انقلاب نۀ يواځې په شوروي ټولنه بلکه په ټوله دنيا خپل تاريخي او ارزښتناک نتائج مرتب کړل ـ په بشپړه توګه د انساني محرومۍ او غلامۍ جغ مات کړې شو ـ په امريکه او يورپ کې خلکو د Status quo خلاف جنګونه اوکړل ـ جمهوري او فلاحي رياستونه په وجود کې راغلل ـ اګر چې په سرمايه دارانه نظام کې دولت د ګوتو په شمېر خلکو سره دے ـ ولې بيا هم پکښې د عامو وګړو د پاره څۀ نه څۀ د راحت، خوشالۍ بندوبست وي ـ زمونږ د وطن عام خلک چې په دغه هېوادونو کې يو څو کاله محنت او مزدوري اوکړي او 

واپس راځي نو د هغوي طبقه بدله شوي وي ـ په دے لړ کې د مشرق وسطى رياستونو، خصوصاً د متحده عرب اماراتو ذکر به هم بې ځايه نۀ وي ـ دغه هېوادونو د امريکا او يورپي هېوادونو په مرسته او ملاتړ خپل شګې شګې وطنونه ګل او ګلزار کړل ـ چرته چې اشرافيه د بېن الاقوامي عېش پرسته ژوند سره سره د نورو هېوادونو کار کوونکي خلک هم د ښې ورځې خاوندان شول ـ په ټوله نړۍ کې پښتانۀ د غربت، جهالت او پسماندګۍ ښکار دي ـ د دوي په ترقۍ کې د ټولو نه لوى رکاوټ د دوي کلچرل دين دے ـ د پښتو پنځم مذهب دے ـ پښتونولي ده ـ د نورو نه علاوه د پښتنو شاعرانو، اديبانو او منورينو هم د دغه پسماندګۍ په برقرار ساتلو کې لويه برخه ده بلا وجه د ننګ ناموس، غېرت او وياړ چغې سورې وهل زمونږه د ذهني پستۍ او پسماندګۍ دلالي او غمازي کوي ـ بائيد د پښتنې ټولنې ټول وګړي د دې صورتحال تجزيه وکړي ـ د تېر وخت د کوټلو تجربو په رڼا کې د نوي او مترقي ژوند د پاره ګامونه پورته کړي ـ دغه ګامونه 

کچ کول او پېژندل د دې ليک په سر کې د "تهذيب خصوصيات" د سر خط لاندې په واضح ډول په ګوته کړې شوي او په نخښه کړې شوي دي ـ دغه ليک په يو شعر راټولوم چې:

د دنيا د ابادۍ دعوې دروغ دي

چې ترڅو د پښتنو کورونه وران دي

(سائل صېب)

٭٭٭

د پښتو پنځم مذهب يو ليک -- اکبر سيال

- اکبر سېال
بېرته شاته