(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان شهید شخصیت

[05.Dec.2018 - 15:42]

خان شهيد  ــــــــ کردار او شخصيت

لیک: سيدخيرمحمدعارف

نن چي د دويم دسمبر په مناسبت قلم راواخلم نو زما و مخته د هغه خان شهيد سرۀ او سپينه څهره، لوڅ سر، د خامتا کالي، د پاخه څپلۍ او د کهدر پوش ملنګ هغه وېنا يا تقرير راياد شي چي د خپل وطن د ننګ و ناموس او خپلواکۍ ګټلو دپاره به ئې کله د اردو شعر، کله د فارسي شعر او کله به ئې و خپله ټولنه ته د مثالونو په ترڅ کښي د ننګ مېړاني خپلواکۍ او د راپاڅېدلو درس ورکاوه او کله به ئي د خپل سپېره وطن کاڼي د بل تر لعل و ګوهر ښۀ ګڼل او کله به ئې په ډاګه وئيل

حب وطن از ملک سلیمان خوشتر خار وطن از سنبل و ریحان خوشتر

 

ګوا د هغه د ژوند مقصد بس دا ؤ چي د ټولو انسانانو سره د رواداري او انساني حقوقو تحفظ زېرمه اوشي او له دا سره سره پخپلو کښي پښتو، پښتونواله او پښتون وطن، بايد د هر پښتانۀ نصب العين وي. هم دغه د خان شهيد تعدا وه چي د پنځه شپېته کلونو په عمر کښي (۳۰) کاله د انګرېز استعمار او د پاکستان په جېلونو کښي تېر کړل،

که چرته د حساب خبره شي نو به داسي وي چي خان شهيد د خپل ژوند (۳۵) کاله له جېله دباندي تېر کړي، په دې کښي که پنځلس کاله د وړوکوالي و شمېرو او نو ټول ټال (۱۹) کاله د هغه ګرد ژوند جوړېږي او که چرته دغه (۱۹) کاله پر ورځ او شپه تقسيم کړو نو د هغه و کار ته لس نهه نيم کاله پاتېږي.

په دې نهه نيم کاله کښي که موږ د هغه کارکردګي په ګوته کړو نو زما په خيال په نړۍ کښي به داسي بېخي کم مشران وي چي په دومره کم وخت کښي  به يې دومره زياته د قامي شعور وړانګې خورې کړي وي. او بيا به يې د خپل منزل تعين هم په خپله کړی وي، د بل له تقليد کولو څه به ئې ډډه کړې وي او د خپل ضمير اواز به ئې ژوندی ساتلی وي. نۀ به په څه بهانه له جېله وتلی وي او نۀ به ئې د جېل د تنهائي، مشقت او مشکلاتو خبره کله پر خُله راوړې وي.

بلکې خان شهيد په جېل کښي نۀ يواځي ګرېجوېشن اوکړی بلکې کتابونه ئې هم ترجمه کړل، لکه د ابوالکلام ازاد د تفسير القرآن پښتو ژباړه، د شبلي نعماني د سيرۃنبوي پښتو ژباړه، د امام غزالي د کيميائې سعادت پښتو ژباړه، د شېخ سعدي د ګلستان له فارسي څخه منظومه پښتو ژباړه، د پښتو د لرغونو او متروکو تورو يو ځائ کول د صمد اللغات  په نامۀ، د چارلټ، ډائسن کارټر د کتاب (The Future of Freedom) د انګريزي کتاب ترجمه په اردو کښي د آزادي کا افق په نامۀ کول، د پښتو ليک دود ځانګړتيا، او د ټائپ د پاره کيبورډ(Key bored) ځانګړې تجربه، پر دا برسېره په سهېلي پښتونخوا کښي اول ځل په چنده باندي د خپل دوست په قلمي نامۀ باندي عزيز اليکټرانک پريس پرانستل. په (۱۹۳۸) کال کښي له کوټي څخه په خپل ادارت کښي اول ځل د پښتو او اردو اخبار استقلال اجرا کول، د يو مياشتنۍ (پښتو) رسالې پښتو اجرا او د اووه ورځني اخبار پېغام جديد اجرا، چي وروسته ورباندي پابندي ولګيده، هم دغه رنګه د مياشتنۍ ګلستان رسالې سره تړون، په حالات حاضره باندي بېل بېل مضامين.

د پارټۍ د پاليسي په اړه ائينه او نور ډېر ليکلي پمپليټونه، د هغه سره سره په فارسي، بلوڅي، اردو، سندهي، براهوي او انګريزي ژبه باندي عبور او تقارير دا ثابتوي چي هغه يو مدبر پښتون مشر او پر پښتونواله باندي مئين سړی ؤ چي له دې لانديني عدالتي بيان څخه ئې هم اثبات کېږي. د هغه دا بيان د يو ريښتني، سپېڅلي، او مدبر په حېث نن هم د زړونو په دښت کښي ازانګې پورته کوي. په (۱۹۳۴) کال کښي له ګرفتارۍ پس د انګرېزانو په عدالت کښي وائي؛

چرته چي زۀ ولاړ يم، دا د ګناه ګارانو کټېرا ده، خو زۀ د عدالت د جج تر کرسۍ په دغه کټېرا کښي زيات فخر او خوشحالي محسوسوم، دا هغه ځائ دی چي د وخت حاکم د يو بت تراش و زوئ ته په اور کښي د سوځلو سزا ورکړه، دا هغه کټېره ده چي حضرت يوسف ته د پاک دامنۍ سزا په قيد و بند سره ورکړل شوه، دا هغه ځائ دی چي په حق کښي پر موسٰی پېغمبر باندي د ايمان راوړلو په تور کښي و ساحرانو ته د لاس و پښو پرېکولو او په جګو، ونو کښي تر مرګه پوري د راځړېدلو سزا ورکړل شوه. دغسي عدالت مسيح ابن مريم ته په صليب باندي د راټالولو سزا ورکړه، دغسي باطل عدالت مشهور فلاسفر سقراط ته په ريښتيا ويلو او د خپل موقف څخه د نۀ اوښتلو په سبب د زهرو د پيالې څکلو سزا ورکړه. زۀ په ډاګه وايم چي له ميدان جنګ راپه دې خوا چي په نړۍ کښي څومره ظلمونه شوي دي هغه هم دغه رنګه عدالتونو کړي دي.

د يورپ د مذهبي عدالتونو د عقيدې په بنياد انسانان په اور کښي سوځول او يا زمريو ته ور غورځول، د فرانس انقلاب، د ائيرلينډ انقلاب او د روس انقلاب. د شهيدانو د وينو بهيولو قصې به پرېږدو، موږ وليدل چي د روس يو سړی د سائبيريا غوندي له واورو ډک ملک ته د عمري قيدي په حېث لېږل کېږي، مګر هغه له هغه ځايه تښتي، په لږ ورځو کښي و خپل هېواد ته له ظلم و استبداد څخه نجات ورپه برخه کوي، او د نړۍ خلګ د هغه صفتونه کوي، او هغه ته د لينِن کبير نۀ فاني کېدونکی خطاب ورکوي.

د ائيرلينډ ( ډي وليرا) ته هم دغسي عدالت د مرګ سزا بيا د عمر قيد سزا ورکوي، خو هغه چي کله له دې زندۍ څه خلاص سو خپل وطن ئې ازاد کړو او نن ئې خلګ نوم په احترام اخلي.

زۀ په دغه کټېرا کښي اعتراف کوم چي زۀ تور ته سپين نۀ سم وئيلای. ماته زما مذهب، زما ضمير، زما د قام تاريخ او زما ريښتنې جذبه دا وائي چي تور ته به تور وايم. زۀ اوس دا وايم چي دا حکومت خراب او د اصلاح قابل نۀ دی. د دې حکومت په حق کښي زۀ بس دومره وايم يا به سم کړل شي او يا به وران کړل شي. ما دا وئيلي دي، دا به وايم، بلکې تر څو چي زما په خُله کښي ژبه ده او په ژبه کښي مي د خبرو طاقت دی هم دا به وايم.

اوس که چېرته  د خان شهيد و خانداني پس منظر ته ځير شو نو هلته هم د خپلواکۍ د جګو مينارونو د ساتلو په تکل کښي د خان شهيد له نيکه ګانو څخه د وطن د ننګ او ناموس پاللو يوه داسي سلسله راروانه ده چي د پښتنو تاريخ به تل ورباندي وياړ کوي. د خان شهيد پنځم نيکه برخوردار خان اڅکزی په پاني پت او نورو ډېرو جنګونو کښي د لوی احمد شاه بابا د توري مټی ؤ. د هم دغه خاندان د غازي عبدالله خان د امين لوګري او نورو وطن پالو په مرسته په (۱۸۴۱) کښي د افغانستان په اول جنګ کښي نه يواځي برنز مړ کړ بلکې انګرېزانو ته ئې هغه عبرتناک شکست ورکړ چي ليډي سيل ئې په سترګو ليدلی حال په خپل کتاب کښي رقم کړی دی. د خان شهيد درنه کورنۍ د مېوند (۱۸۸۰)  کال په جنګ کښي د غازي محمد ايوب خان ملګرې وه، چي کله انګرېزانو محمد ايوب خان بندي کړ نو د خان شهد پلار ګلستان ته راغلی، هم دلته په (۱۹۰۷) کال کښي خان شهيد سترګي رڼې کړي دي. په (۱۹۱۸) کال کښي د خان شهيد پلار نور محمد له دې فاني دنيا څه سترګي پټي کړې او دغه يولس کلن يتيم د ځوانۍ په اول پړاؤ کښي د بلواکۍ په ضد راپاڅېدو د شهادت تر اخري سلګۍ پوري ئې د پښتو، پښتون او پښتونوالي دپاره و خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ

زۀ منم چي د نن مؤرخ و خان شهيد ته هغه مقام نه دی ورکړی د کوم مقام چي هغه مستحق دی. که چرته انصاف اوشي زما په خيال دا معاصرانه عصبيت به د سبا مؤرخ خامخا په ګوته کوي. ځکه چي د تاريخ تجزيه د پروپېګنډې په رڼا کښي نۀ بلکې د حقائقو په رڼا کښي کېږي. صحيح فېصله که نن نۀ وي سبا به کېږي او کله به يو داسي غير جانبدار مؤرخ ضرور پېدا کېږي چي هغه به دغه حقيقت په ګوته کوي.

بهرحال وئيل دا غواړم چي د شلمي صدۍ په اول نيمي کښي چي په جنوبي ايشيا کښي د سياست، صحافت، خطابت په اړه کوم کسان تاريخ يادوي په هغه کښي به يو نوم د عبدالصمد اڅکزي هم وي، چاچي د خپلواکۍ په ګټولو او د ون يونټ په ماتيدو کښي د پښتنو علاوه د نورو محکومو قومونو لکه بلوڅ، براهوی، سرائيکی، سندهی او د هغه وخت د بنګال د انسانانو دپاره د خپل عمر خوږه برخه د قيد و بند په زولنو کښي تېره کړې ده

ون يونټ څه ؤ، چا جوړ کړ، په شپه شپه رپبلکن پارټۍ چا جوړه کړه، دا نۀ يادوم د ون يونټ د ماتېدولو دپاره ډېري قربانۍ د چا وې او د هغه وخت د پښتنو د قيادت واګي د چا په لاس کښي وې. دا هم نۀ يادوم البته دا خبره ضرور کوم چي کله په (۱۹۵۶) کال کښي د شپږو پارټيو په انضمام باندي د پاکستان نېشنل پارټۍ تشکيل وشو نو په هغه کښي د افغانستان څخه د راجلا کړل شوو پښتني سيمو نمائندګي چي د برټش افغانستان پر ځای ورته انګريزي استعمار د خپل مفاد دپاره برټش بلوچستان نوم ورکړی ؤ. نمائندګي ورور پښتون پارټۍ کوله چي مشري ئې د خان شهيد په غاړه وه. ولي چي په دغه انضمام کښي د بنګال مولانا عبدالحميد خان بهاشاني ورګډ شو نو له دغه نېشنل پارټۍ نوم عوامي نېشنل پارټۍ کښېښودل شو. له نورو ډېرو نکاتو علاوه د دوی په منشور کښي د ون يونټ ماتېده، په لساني، ثقافتي او تاريخي اعتبار د صوبو نوی تشکيل، د سيټو او سنټو رنګه معاهدات څخه د وتلو نکات هم شامل وو. خو چي دغه جدوجهد مخ په وړاندي ولاړ نو د ايوب خان مارشل لا ولګېده. خان شهيد د څورلس کلونو په بند بندي شو. غالباً په دغه لس کلني امريت کښي خان شهيد په جېل کښي ؤ. کله چي راخلاص شو نو چي هر څو و خپله رهبري ته متوجه شو خو پايله ئې دا وه چي دغه زاړه برټش بلوچستان پر ځای د قلات رياستي يونين په ګډون نوی بلوچستان جوړ شو. او دغه د برټش افغانستان چي ورته د برټش بلوچستان نامۀ انګرېزانو ورکړې. د تاريخ په اوږدو کښي په زرګونو کلونو کښي په انتظامي لحاظ کله هم د رياست قلات له يونين سره نۀ وه تړل شوې. دا ګرد عمر د لوی قندهار برخه پاته شوې وه خو زموږ رهبري دا هر څه تر شا کړل، او هغه د پارټۍ د ثقافتي، لساني او تاريخي، د منشور شق چا په باق هم نۀ رواړی. خان شهيد چي د چا ئې په صفت نۀ مړېدی، هغوئ خان شهيد تنها پرېښود، ځکه چي خان شهيد د پارټۍ د ائين مطابق په ثقافتي، لساني او تاريخي بنياد باندي د پښتنو د وحدت طرفدار ؤ. خو ائين تر پښو لاندي کړل شو او خان شهيد تن تنها د بل نوي منزل تابيا اوکړه.

نن چي د زاړه ون يونټ زخمونه لا نۀ دي مندمل شوي، د يو بل انضمام تابيا شوې ده. نور ورسره سم د الزام تراشۍ او دشنام طرازۍ يو نوی بهير پېل شوی دی. د دې نوي انضمام ملا تړ څوک کوي او په څۀ طريقه ئې کوي دا خو د بيا خبره ده. خو دومره خبره ضرور ده چي بائد تر ټولو له مخه هلته د ايف، سي، آر ، تور قانون ختم کړل شي، هغوئ ته د هغه ټول جمهوري او بنيادي انساني حقوق ورکړل شي کوم چي د ائين مطابق د هېواد و نورو برخو ته حاصل دي.

هلته چي خپلو او پرېديو د تباهي کومي خزې جوړي کړل شوي دي بائد هغه ختم کړل شي. او د هغو د صحيح مردم شمارۍ د پاره لاره پرانستل شي او هغوئ د خپلو رواياتو او عنعناتو پر کمبله سره راټول کړل شي، نو له هغه پس هم د هغوئ د رائ دهي په رڼا، او د امن او سکون په فضا کښي د انضمام مدعاوړاندي کړل شي.

خان شهيد د فاټاو اولس ته د بالغ رائ دهي ورکولو مطالبه په يوولس نومبر ۱۹۶۹ کښي و " نوائے وقت " اخبار راولپنډۍ ته د يوې انټرويو ورکولو په دوران کښي کړې وه. هغه ويلي وو چي ون يونټ دي مات کړل شي. د بالغ رائ دهي پر بنياد دي انتخابات اوکړل شي او د قبائلي سيمو و خلګو ته دي هم د رائ دهي حق ورکړل شي. تر دې له مخه هم خان شهيد په ۱۹۵۳کال کښي په هري پور جېل کښي د يو سوالنامې په جواب کښي په دغه سيمه کښي د نۀ جمهوريت او د سرکاري لاس وهني په اړه پوره تفصيل وړاندي کړی ؤ.  او و دوئ ته ئې د جمهوري حقوقو ورکولو غوښتنه کړې وه.

دلته دغه خبره د بېخي پام لرني وړ ده چي په دې يويشتمه پېړۍ کښي د بالغ رائ دهي بنياد يو ښۀ عمل تابيا ده. دا د ارومرو ګډولو خبره داسي نۀ چي نور مسائل پېدا شي او دا رنګه بې ستونه عمل ، ممکن چي مثبت نتائج نۀ وښندي.    

 

- خیرمحمدعارف
بېرته شاته