(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

‌‌‌‌‌‌ډاکتر خان صیب

[28.Sep.2018 - 07:24]

شهيد ډاکټرخان صيب

باچاخان او ډاکټرخان صيب د پښتون د تاريخ د مخ سره دي که يو د پښتون د تړون پامير دې نو بل د خپلو ننګونو د غرور شمشاد

خان صيب چې د مشرخان بهرام خان زوې او د فخرافغان باچاخاه مشر رور وو په کال په 1883 د هشنغر په سيمه اتمانزو کې سترګې غړولې وې خان صيب د باچاخان بآبآ اووه کلونه مشر وو 

مشرخان بهرام خان چې په کال 1926 کې وفات شوې دې د زيږون صحيح نيټه يې نه ده معلومه ولې د تاريخي تجزو لاندې د دوي د زيږو کال 1842/43 راځي 

خان صيب د پښتنو رواياتو تر مخه ړومبنۍ ذده کړه د خپل جومات امام سره اوکړله او بيا په ايډورډز ميموريل مش هايي  سکول پيښور کې داخل شولو په دغه زمانه EFE وګرام د دغه ادارې مشر وو د لسم ټولګي له امتخان پاس کولو روستو خان صيب بمبۍ ته لاړو او هغلته په ايډنيرک هايي سکول کې داخل شولو چرته چې دوي د دولسم ټولګي امتخان پاس کړلو او بيا د طب تعليم حاصلولو په غرض انګلستان ته لاړو او هغلته نه يې د طب ډګري ترلاسه کړه له دغې روستو خان صيب د برطانيه راج په په فوځ کې کميشن واخستو او ميډيکل کميشن افسر بهرتي شولو په ړومبني جنګ اعظيم د ډيوټې تر سره کولو روستو برطانيه راج خان صيب هندوستان د IMS د رکن په هيس رابدل کړلو خان څه وخت په دغه عهده کار هم اوکړلو ولې کله چې برطانيه راج د وزيرو خلاف فوځ کشي کوله او خان صيب ته يې وزيرو ته د تلو حکم ورکړلو نو خان صيب دې خبرې سره برطانيه راج خپله استفه په ميز کيښودله جې د خپلو رونړو خلاف جنګ کې حصه نشم اخستلې په دغه زمان باچاخان بآبآ د هندوستان په صوبه بهار کې درې کاله بندي وو برطانيه راج خان صيب هم په 14 اپريل 1934 کې کرفتار کړلو د خپل مشر رور باچاخان سره يې د يوې چکۍ ملګرې کړو په 27 اګست 1934 برطانيه راج په دا شرط خان او باجاخان  د هزارې  باغ جيل هوشې کړل چې په تاسو کشمير پنجاب او پښتون خوا په تګ پابندي ده

باجاخان او خان صيب د ګاندهي جې په بلنه په دسمبر 1934 کې د ګاندهي جي نوې آشرم ته د مسافرو په هيس لاړلو دغلته ژوند ډير ساده او سخت وو ولې د دې دواړو رونړو خوښ وو دوي ډير زر دغلته د ګاندهي جي جيلو سره څۀ ته چې مونږ پښتانۀ مريدان وايو عادت شولو خان يوه وړه شفاخانه پرانستله کلي په کلي به کرځيدلو او خوار اولس علاج به کولو او باچاخان بآبآ به کډې د ګاندهي چيلو ته د کپړې جوړولو چل خودلو 

ګاندهي جي ډير د دې دواړو رونړو حلوص او سادګۍ متاثره کړلو هغوي خپل سيکتر مهاديو ډيسايي ته او ويل چې د دې دواړو رونړو سره خبرې اترې اوکړه او د دوي په ژوند يو کتاب ليک کړه دوي د ډير بې خيسه او لالچي قام سره تعلق لري که سبا ته يې برطاينه راج قتل کړي نو تاريخ به يې د غدارو په نوم ياده وې څکه چې په دا دواړو رونړو تراوسه چا دوه کرښې ليک نه دې کوم چې راتلونکې نسل ته د دوي مجاهدې او مبازې په ګوته کړي دوي د پښتون قام لپاره خپلې خانې پريښودې دي غټو غټو څوکو عهدو او جاګيرونو نه يې انکار کړې دي دغه رنګ د ګاندهي جي سيکتر په باجاخان او خان صيب ړومبنې کتاب د Two Servants Of The God د خدايې دوه نوکران نومې کتاب ليک کړو د دې کتاب په سريزه کې ګاندهي جي ليکي څومره څومره چې زما پيژندګلو دې دواړو رونړو سره سيوا کيږي زه دوي پله راکاږلې شم د باچاخان او خان صيب مينې سادګې او خلوص زه حيران هم کړم او متاثره هم 

ما دا هم اوکتل چې د دوي په عدم تشدد او حق پرستۍ ډيره کلکه عقيده ده 

ګاندهي جي زياته وي چې په کشر رور باچاخان د مذهب پوخ رنک دې ولې دې تنګ نظره مذهبي انسان نه دې د دۀ فکر عالمګير دې دا دواړه رونړه ډير ساده دي ولې د سادګۍ باوجو د دواړو رونړو شخصيتونو کې ډير کشش دې ګاندهي جي زياته وي چې د خان صيب او باچاخان ملګرتيا زما لپاره د الله ج تخفه ده 

امريکنې داشور او تاريخ دان ايکنات سوارن په خپل کتاب 

A Man To Mach His Mountains 

يو سړې د خپل هيواد د غرونو برابر کې ليکي باچاخان او خان صيب په طبيعت کې فرق لري خان صيب نرم خويه دې په يورپ کې د وخت تيرلو په وجه خان صيب دوستانه مزاج دې دې د سر دښمن سره وم په خندا خوشحالې وخت تيرا وې د دۀ مزاج کې نرمي ده د خان صيب خله هر وخت د خندا ډکه وي دې وايي چې باچاخان کشر دې دې به زما د حصې لمونځ هم کوي او زما پر ځايې به نکير منکر ته د سوال جواب هم ورکوي د مشر رور په دا خبره کشر رور مسکې شي او د مينې په نظر ورته اوګوري د دې برعکس باچاخان يو مذهبي فکر لري 

کله کله چې به د باچاخان نه خپلې د نظر چشمې پاتې شولې او دوي به په لوې فراخه مخ د ګاندهي جي واړې واړې غونډې چشمې واچولې او خان صيب ورته اوکتل دومره په زوره زوره به په خندا شولو چې ټول اشرم به په تماشه شولو ولې باچاخان به مشر رور په دا حرکت تل مسکې شولو او مشر رور ته به يې د مينې په نظر کتل 

په 1937 کې چې کله کانګرس د 1935 د معاهدې ترلاندې په انتخاباتو کې حصه واخستله نو باچاخان د انتخاباتو انکار وکړلو او خان صيب د مرکزي بهارت نه د پښتون خوا په سيټ اودريرلو او په ښه اکثريت سره کامياب شولو

د يوې خبرې وضاحت دلته ضروري ګنړم او هغه دا چې د خان صيب او جواهر لعل نهرو تعلق د مانګرس په وجه نه وو خان صيب د سبق دوران کې د يوې کمرې ملګري وو او د جواهرلعل نهرو او باچاخان ړومبنې ملاقات خان صيب کړې وو 

په ستمبر 1937 کې انتخابات اوشول او جولايي 1938 کې خان صيب د پښتون خوا ړومبنې وزيراعله شو او ړومبنې کار يې دا اوکړلو چې په خپل کشر رور باچاخان يې پښتون خوا ته په راتګ پابندي پورته کړه

ايکنات سوارن په خپل کتاب 

A Man To Mach His Mountains 

کې ليکي چې په دغه ورځ د باچاخان داسې استقبال شوې جې مثال يې ناممکن دې يو لاک سرخپوش خو په خپله مخصوصه وردې کې د اټک تر نوښار د لوې سړک دواړو اړخو ته په قطارونو کې ولاړ وو 

ايکنات سوارن زياته وي چې د خان برکت دې چې په کوم وزيراعله هاوس يې د باچاخان د مرګ سازشونه کيدل هم هغلته باچاخان ګاندهي جي ته ډوډې کوي 

دا هم هغه غفارخان دې چې تر پرون ورته پيرنګي په لاسو ښپو کې زنځيروه زولنې اچولې وې په مرې کې يې ورته تخته اويزان کړې وه او په هغې د غدار لفظ ليک وو

د پاکستان د جوړيدو روستو هم په 1955 چې کله سکندر مرزا د پاکستان صدر او چوهدري محمدعلي وزيراعظم وو خان صيب د مواصلاتو وزير وو ولې پنجابي پښتنو ته خپل نغرت ښکاره کړلو او په 9 مي 1958 کې يې دا ستر ملي اتل شهيد کړلو 

زه دلته اوس يوې مهمې خبرې له راځم دا لاندې کرښې دې هر پښتون په ځان فرض اوګنړي

ما چې کله په په 2007 کې په ډاکټر خان خپل تخيقق کولو نو په ډيرو کتابونو کې خان صيب د عبدالجبارخان په نوم ليک وو د سلو کالو تاريخ بدلول څه اسان کار نه وي او بيا دغه تاريخ سترو سترو پوهانو ليک کړې وي ولې زما دا ليک دوران کې دې خبرې ته نه ګورم چې دا ليکوال څومره ستر دې د دۀ خبره که زه د خپل ليک سره دروغ ثابت کړم ماته به څومره مشلات پيدا شي زه به د څومره ستونزه سره مخ شم ياد ساتې زه چنده مار ليکوال نه يم 

زه اول خلقه پټوار ته لاړم که څوک شک لري د خان صيب د زمکې کاغذات دې اوګوري په هغه کې د خان صيب وم خان صيب نوم دې د ايډورډز ميموريل مشن سکول کې وم نوم خان صيب دې

دې علاوه ما چې په کومه زمانه په خان صيب تخقيق په دغه زمانه د خان صيب نمسې اجمل خان په ګومل يونيورسټې کې وايس چانسلر وو ما د هغوي سره د خان صيب پاسپورټ اوسناختي کارډ کتلې وو په دواړه کې خان صيب نوم ليک اجمل خان لالا شکر دې له ژوندې دې په پيشن دې که څوک زما په تخيقق اعتراص لري د اجمل خان لالا سره دې د خان صيب پاسپورټ او شناختي کارډ وګوري

اصل کې په دغه زمانه پښتون خوا کې د عبدالجار په نوم يو صوبايي سيکتر تير شوې دې دا مسله هغې جوړه کړې ده

دويمه دا چې کله په 2007 کې زما دا تخقيق د چاپ له مرحلو راتير شولو نو د باچاخان بآبآ کورنې خپله شجره هم  مرتب کړله او په هغې کې خان صيب هم د خان صيب په نوم ليک دې د مشرخان بهرام خان په کورنې کې نه پخوا د چا نوم عبدالجبار وو او نه اوس شته

تحرپر او تخقيق شبيردراني

- شبیر دراني
بېرته شاته