(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غني او ملا

[18.Sep.2018 - 07:10]

غني او ملا

 لیک: اکبر کرګر

دغني خان دژوند له مطالعې جوتيږي چې هغه په ډيره تنكۍ ځوانۍ اوزلميتوب كې ديني اومذهبي زدهكړې  كړي دي

  ·هغه په اتمانزو کې ښوونځی ولوست · ارومرو چې عربي اوفارسي ژبې يې هم دغلته زده كړي وې·د دې زد ه كړو له بركته دهغه ذهن اوفكر ددينې اومذهبې مسايلو په درك ښه وس پيدا كړ · هغه دخدای دوحدانيت  پيغمبر ،قران ،ژوند ، مرگ ، دوزخ اوجنت په باب ښه ژوره پوهه ترلاسه  كړه  · په دې لړ كې يې ددين اوالهی  احكامو دروغجن مفسر ته هم پام واوښت · دا لامل شو چې دالهي مشيت اودهغه دكون  وفيكون څخه دناسم پوهاوې دتبليغونكي  څيره  په خپلو شعرونو کې روښانه كړې· 

دغني خان ديو ملگري يادونه ده  چې استاد بينوا هم په اوسني ليکوال کې را اخيستې ده ۔ وايي : 

(( په هغو ورځو کې دباچا خان دا خيال و، چې دغني نه يو لوې اسلامي عالم جوړ کړي ۔ نو ځکه غني خان اوه کاله دعربې مروج علوم ولوستل په تيره يې بيا دقران تفسيرونه (مسلم ،بخارې ،احسن المسايل )(اسلامي قانون ) او(بلوغ المرام )تقريبا ټول يې يادوو اوعربي ژبه يې دخپلې پښتو په شان روانه ويله ۔))

وايي چې (( يو ځل دهند د(ديوبند ) داسلامي مدرسې يو مولانا دې ازاد ښوونځي ته راغلی و ، غني خان دټولو شاگردانو مخ کې ودريد اوشل دقيقي يې په فصيحه عربي ژبه وينا وکړه ۔ مولا نا پوښتنه وکړه  چې دا هلک عرب دی ؟)) باچا خان موسکی شو وی ويل : نه ! دا زما زوی سوچه اشنغری پښتون دی ۔ ))  

دغني خان په شعرونو كې ملا يوسمبول دی · دجهالت اوتاريك اندۍ سمبول · دښكلا ضد اودبدرنگۍ سمبول اوپه نهايت كې دمعرفت ضد سمبول · دوه حقيقته دملا په اړوند ديادوني وړ دي ·چې دغني په شعرونو كې ډير څرگند دي · 

يو دپښتنو دازادۍ سره دوښمني اودپرديو په خدمت كې كيدل  دي · چې په همدي اساس  دملا كردار په دواړو كې ډير څرگند دی · 

له بلي خوا ملا په ښكاره كې دخلكو دپوهاوي اوهغو ته دلارښوونې  مدعي دي  چې په سطحي  اوابتدايي پوهه نه شي كولای دخلكو پوهه لوړه  يوسي بلكې نور هم دخلكو دجهالت سبب كيږي · يا دده جهالت ټولني ته انتقاليږي · 

دريم دا چې ملا په پښتنې ټولنه كې په ټولنيز –اقتصادي لحاظ په ډيره ټيټه سطحه كې موقعيت لري ، اودرلود يې · خو ځيني عوامل  اوسببونه وو چې ملا ته يې دلښكرو په سر كې  ځای وركړ۔ ددې کتاب  په يو بل بحث كې ورته اشاره شوېده · 

 څلورم ،دپښتنو په تاريخ كې ان دمغلو له دوران راهيسې ملا ددربار اوپرديو حاكمانو په خدمت كې شو ·  دبايزيد روښان پر ضد داخون درويزه  دريځ  او بيا دخوشحال خان  پر ضد دملا ميانور  پروپيگنډه اوتبليغ  چې په سوات نامه كې يې مفصل تفسير شته همدارنگه دخدايي خدمتگارو پر ضد  چې سرخپوشان  يې دبلشويكانو سره ورته تبليغول ، ښه مثالونه دي ·  دې ټولو خبرو ته ملا وسيله شوی دی ·پرديوحاكمانو   دملي ازادی اوخپلواكۍ دمبارزينو پر ضد له ډيرو وسايلو كار  واخيست  چې يوه  عمده  وسيله  يې د دين اومذهب له سپيڅلي نامه گټه اخيستل وو چې  د دې كار له پاره بيا هم ملا وسيله شوی دی ·  ملا ددربارونو دجيره خور په توگه كردار تر سره كړي دی  · دانگريزي استعمار دلاسبرۍ په مهال هم انگريزانو تر هر څه دمخه دپښتنو دفرهنگ  په اړه څيړنه وكړه · اوله څيړني وروسته يې ملا په خپل لاس كې ونيو · 

البته په دې كې استثنا هم شته · په ټول كې هر ملا داستعمار په خدمت كې نه بلكې ډير پياوړي اومبارز عالمان هم وو چې هغوۍ بيا په دې كتيگورۍ كې نه شو شميرلی · 

خو په هر صورت بيرته خپلې خبرې ته ورگرځو او هغه  دا چې دا خبره څو دليلونه لري  يو داچې په پښتني ټولنه كې په تاريخي لحاظ ملا دځمكې اوجايداد خاوند نه وو۔  (په تاريخي اوقومي لحاظ ) هغه زياتره وخت دكليوالو اوكورونو څخه دراټول شوي ټوك اومړۍ په وسيله تغذيه كيدلو · له بلې خوا سخت فزيكي اوجسماني كار كولو ته هم برابر  نه وو · په نوموړي باندې دجومات دلومړيو ورځو لوږه او د بل مړۍ ته سترگې وازې  پاتي كيدل  د دې سبب شوې چې تل وږې پاتي شي اود((پټې لوږې)) حقارت دهغه دشخصيت برخه وگرځي· 

دملا پوهه اودرك داسې جوړيږي چې زيات په تاريخ او د خپل هيواد په جغرافيه اگاه  نه وي اوباور هم پرې نه لري  بلكې هغه دملت اوقوم پر ضد د امه (امت ) دمفهوم  ليوال دی · اوداُمٌه يا امت مفهوم  يو  ډول  مذهبې بين الملليت جوتوي ·سره له دې چې دا يوه سپيڅلې انگيزه ده  خو دظالمو حكامو او مستبدينو له خوا د ملتونو د مرېې كولو  له  پاره يې د يو دام حيثيت غوره كړ  · په همدې اساس ملا ته ازادي او حاكميت هم دومره ارزښت نه لري  چې موږ يې په معاصر تاريخ كې ژوندي مثالونه لرو۔  

ددې خبرې يو ژوندی مثال دتېرې پيړۍ په اتيايمه لسيزه كې ديوه مذهبې –افراطي گوند له خوا له پاكستان سره دكانفدراسيون طرح منل وو · دغه بنست پالې ډلې غوښتل  چې په مذهبې ايديو لوژيك بنسټ دافغانستان اوپاكستان كانفدراسيون جوړ كړي چې دفقيد داكتر نجيب الله شهيد له خوا په شدت سره وغندل شو اودا طرحه يې په پوځي اوسياسي ډولونو  محكومه کړه  · 

بل مثال يې دگوانتانامو ماتې زولنې داثر دليكوال (بدرالزمان بدر ) يوه كيسه ده چې په خپل ياد كتاب كې يې درج كړې ده چې كله دكونړ دجميل الرحمان سلفي وراره  چې يو وخت داسلامي گوند غړې وو اووروسته يې جلا تنظيم جوړ كړپه باب ده  · نوموړی ليکي : دجميل الرحمان وراره په افغانستان كې دمجاهدينو دراتگ په درشل كې ای اس ای ته يوه طرح وركړې وه · په دې ډول چې افغانستان بايد په كوچنيو ايالتونو وويشل شي · اوهر ايالت دې دمجاهدينو ديو  قوماندان له خوا کنترول شي ۔پاکستان بايد ددغه ټولو ايالتونو کنترول په خپل لاس کې واخلي ۔ دا كتاب نور ډير حقايق هم رسوا كوي چې البته ددې مقالي له حوصلي بهر دي · 

دشلمې پييړۍ په نيماېې كې  دهند دنېمي وچې دازادی نه وروسته دپښتنو ازادي بخښوونكی غورځنگ دملا تېر دملا اودهغه دايديو لوژی پر اثر مات شو ، ان دا چې دانگريزانو له خوا ددې له پاره چی دپښتنو ازادۍ وننگوي نو دپاكستان په گټه يې  دراې وركولو په مهال دهندوانو گرنگ  دقران پاك په خو اكې كيښود · حال داچې دين اومذهب دپاكې عقيدی اوباور بنسټ دی · نه دهيواد دخپلواكۍ اوخودمختاری دارزښتونو له پاره بنسټ · دصدر اسلام په مهال يهودو اومسلمانانو يو ځای ژوند كاوه ·

له بلې خوا پښتون ملا دژورې دېنې اومذهبې –اسلامي پوهې څښتن نه دی · بلكې دسطحې مالوماتو اومسايلو تكراروونكي دی·هغه چا يا كسانو  چې له مدرسه يي زده كړو زياته گټه تر لاسه كړي هغوۍ بيا له دې دايرې څخه وتلي اومشهور عالمان بلل شوي دي  چې دهيواد ،خلكو اوخپلواكۍ علمبرداران گڼل شوي دي · البته  په دې بحث كې زموږ خبره دسطحي اولږ معرفته ملا په باب ده  ·

همدارنگه ملا اودهغه پورې اړوند ځواك تل دمدرنيزم اوپرمختگ په وړاندې دريدلی دی · 

خو له بلې خوا غني خان چې ديو ډول اشراقي پوهي خاوند هم دی ·دهمدغه  پوهي بنياد اوبنسټ په عرفان  اوعرفاني پوهه كې دی ·څرگنده ده چې عرفان او مذهبې دوگماتيزم  سره دومره څنگ نه لگوي · 

 غني خان ديوه شاعر اوفلسفي په توگه چې له يوې  خوا د ژورې پوهې اوصلاحيت خاوند دی نو ملا دجهالت ، ناپوهۍ ، سمبول بولي په يو  شعر كې گورو · 

۱·غنې څه وايي ؟ 

غنې خان  ملا مخاطب كوي او ورته وايي چې ته !دخدای په كور كې دبت سفير يې  · ددې خطاب اواستنتاج دلايل په دې كې دې چې ملا اودهغه كوچنيوالي څخه دمحروميت اوعقدو په بنياد دگيډی اوخپل ځان سره افراطي مينه لري · پيسې ، خوراك ، حلوا ،پيتي داسې څه دي چې ملا له خپل جسم اووجود نه بت جوړوي· يا داياد شوی شوق دبت دجوړيدو سبب كيږي · نو ددې له پاره چې دهغه په روح اوروان كې خدايي جذبه را وپاريږي  اوپه شور اوجذبه اذان اداء كړي په اذان كې خپل ژور عاطفي اوانساني خدايي جذبه نه شي ورځای كولی،  دا ځكه چې دغني په باور د اذان كولو په مها ل هم دخپلې گيډې په غم كې دی · 

هم داشان  دملا سترگې د جنت په تصور كې  په حورو اوښځو سرې دي ·دميلو اوعياشۍ دمحل  په توگه يې په ذهن كې ژوندۍ ساتي ·په ذهن كې له جنته پاريس جوړوي · دشاتو اوشيدو ويالي ويني او په خپل تصور کې يې ځانته حاضروي   ·هلته چې دفيرنۍ اوحلو اکيسې  وي نو بس يوازې دمادي نعمتونو داستان په ذهن كې پالي · خدايی جنون اوعشق په ملا كي نشته · يوازې څربې حورې  ،بربنډې حورې،  دشهوتو اوځان مړولو د مكان په توگه  دجنت تصور له ځانه سره لري اوپرې  فكر كوي · 

خو باالمقابل غني خان په خپل شعر كې دجنت واقعي او رښتينی تصوير لري · دا تصوير دهغه په ژوره اشراقي پوهه كې نغښتی دی · هلته چې انسانيت تعالي پيدا كوي·  دشور اوجذبې ، سكر اوصحوكې  ترعالي  حده لوړيږي ·په هر څه كې ښكلا ويني او د هغه ښكلا يوداسې  نور اورڼا  ته ورته وي  چې دهغې په درك اوپوهيدنې سره انسان خپل ځان اوهستې په يو لوی درياب كې  محوه بولي  · 

خو دجاهل بې ضميره اوناپوهه ملا درك څه دی ؟ دا پخپله دغني په شعر كې جوتيږي وايي چې ددونيا دمزو لټول · دحورو په سترگو كې دډمو خندا ليدل ،لكه په اسمان كې دډيران وږمه لټول  دي  ·خو غني وايي چې  ملا يوازې خيټه پيژني · مستي اوجانان نه پيژني  ·مردي او ميړانه او په  ډگر كې له ځانه تيريدل اوسرښندنه نه پيژني ·يوازې ببره ږيره وسيله بولي  ·ټول شعر په دې ډول دی ·  

جنت

ډوډئ غړپ ملا، جنتی ملا        

    حلوا قب ملا، ولايتی ملا

په پيسو قربان اوستی ملا               

 د پولاؤ په شوق خوری پيتی ملا

دا بی عشقه ، بی جوشه او مړ آذان        

دا چلی د ماغ او ارزان ضمير

د دی سپين د ستار د توهين يې ته      

په دی کور د خدای کښې د بت سفير

ماته وايي چې ځه چې جنت ته ځو        

ستا جنت ستا د لوږی ارمان دی

ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک        

ستا جنت نيم پيرس نيم طهران دی

ستا جنت کښی درياب دشوروا روان        

پيمانی د فيرنۍ نه بر پوری دی

ستا جنت کښی جنون او تالاش نشته    

ستا جنت کښی څربی حوری دي

ستا جنت کښی نه سوز نه ارمان شته دی    

غټی خيټی ، لمدی، سپوری شونډی دی

ستا جنت کښی غوښتل او بيلل نشته            

    واړه حوری، رضا او بربنډی دی

ستا جنت د جنون بی خبره ژوند        

ستا جنت يو اوښيار شان تصوير د ځان

ستا جنت د شهوت او د تندی ډک        

ستا جنت ستا د لوږی د تاؤ امکان

ډوډئ غړپ ملا، جنتی ملا

په پيسو قربان ، اوستی ملا

راشه واوره ته چه جنت څه دی؟        

د غنی جنت ، د غنی ملا

ته په جنت کښی مزی د دنيا لټی        

د حورو سترګو کښی د ډمو خندا لټی

ته په آسمان کښی وږمه د ډيران لټی    

او په تيرو کښی سپوږمۍ له مکان لټی

ليونی نه شوی ته خمار او مستی نه پيژنې    

مستانه  نه شوې  دلربا پرستي نه پيژنی

تا د دنيا دپاره مينه د جانان ورکړه    

مجنون په بيعه ، بيخودی د جانان ورکړه

لاس دې که اوږود بادشاهی لاړه فقير شولې

يا زما خان وې يا د کُنډو رنډو پير شولې

ټوله خيټه شوې مستي او جانان نه پيژني    

ټوله ږيره ږيره شوې مردي او ميدان نه پيژنې

زما اميره!تالی څټ او ټکری خور شوې زما    

زما سرداره ! ته مريي وظيفه خور شوی زما 

۲·جنت

دجنت شعر دغني خان نيمه عرفاني اوسمبوليک اثر دی ۔ په دې شعر کې لومړی لوی اومطلق  ذات توصيفوي ۔دهغه لا محدود اولايتناهي قدرت تشريح کوي ،اودشاعر دا عقيده په کې حرکت کوي  چې دغه ذات اودا قدرت دملا اوشيطان په وسيله  محدود شوې دی· نو  بيا هم په ملا  سخته نيوکه کوي ۔ 

غني په خپل شعر كې دملا دا  نظر چې د لوی ذات قدرت ،ترحم ،مهربانۍ اودهغه دلا محدود وس په باب كوم تصوير وړاندې كوي هغه   دگونگټ  ،چنجي اوسامري دخوسکي په انځور كې ويني ۔ دشاعر جنت  دملا دجنت پر خلاف په انساني دونيا کې دانسان د رواني ارامۍ اودانسان دنيکمرغۍ حالت دی ۔ شاعر له مکارې نړۍ تيښته کوي  جنون اوليونتوب غوره کوي ۔ اود  دغه جنون اوليونتوب  په حالت کې په رسا اواز اوپه زغرده وايي چې زه خو هم ليونی يم اوهم شرابي يم· دې تيارو ته چې گورم زړه مې په تنگ شي ۔ وايم چيغه وکړم چې ای لويه ربه ستادونيا محدوده نه ده ۔ ستا مينه هم حد نه لري ۔ ستا کرم اومهر خو هم حد نه لري ۔نو بيا ولي ستا سامرې ډوله موجودات ستا له شيطان سره په يوه لار درومي ۔

ستا د رحمت څه حد هم شته دی ؟ ای بی حسابه ای بی پايانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی ، د سترګو پټه روک د ارمانه

د ملا سترګی د قهره ډکی راته قصی کوی د درداو زور

د جانان شونډې د کوکو وږې ،وايي راشه او ګوره جنت کښې اور

مرګ بلی سترګی او خوری پنجی راته خوزی لحد ،نيست او عدم

شيطان ،ملا،دواړه په يو آواز وئ ، ستا ګناه ډيره ده او رحمت کم

مشرک ولاړ همسا په لاس ، قبا په وُلی دستار په سر

لاټو وزری د بلبل ايښی ، ښائی شهباز ته د ايلم سر

ښاپيرک مشر دی د کاروان ، د رڼا خيشت او سنګار لټئ

سامری ژاړی د زروبت کښی ژوندون مستی او خمار لټئ

ګونګټ د سوټو په ډيرۍ پورته، زيړی لولکی ته د نور بيان کئ

چينجی د خاوری په ممبر بره، قيصی د حورو او د آسمان کئ

ځکه په چغو زه د جماته لاړم په لوری د ميخانی

دی خپلو سترګو ډوب کړم تاله کړم هم شرابی کړم هم ليونی

خو چه په بدو او بدرنګو خپل لکه د سکورلو ګی او اور شمه

چې  سُر او تال مِ تياره فنا کړي د بی وسۍ فرياد  ژړا او شور شمه

نو ځان ته وايم تاته واو روم  دا  د مجبوره زړګی بهانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی ، ای بی حسابه ای بی پايانه  

ملا يوازې  په دې ټينگار كوي چې : دمرګ بلې سترګی او خورې پنجې  خوزي ·لحد ،نيست او عدم دی · خو دشاعر په باور مرگ انجام دهستۍ نه دی · بلكې دا هستي ابدي ده ۔مرگ هغه نه شي وژلي ·داسې مستي غواړم چې يې مرگ نه شي وژلی ·

خو شيطان او ملا،دواړه ستا له رحمه منکر دي او په يو آواز وايي ،  ستا دگناه پر مقياس  رحمت ډير لږ دى ٠

پورتنې عبارات : دخلقت په اسطوره كې دخير اوشر تناسب په باب پوښتنه راپورته كوي ۔دغني مخاطب په شعر كې لوى ذات دى ٠ غني په ډاگه دخدايي اوالوهيت ناسم تفسير چې دملا له خوا وركول كيږي په ډاگه كوي  اوپه يوه ځاى كې دشيطان اوملا تلاقي ويني ۔ دملامحدوده نړۍ اومحدود تفکر ترسيموي  ٠ هغه نړۍ چې تنگه ده اوپه نورو باندې يې هم تنگول غواړي ٠ شيطان په دې تنگ فكرۍ كې دملا لاشعوري ملگري دى ٠ ملا په شيطان لعنت وايي ٠ خو په واقعيت كې هغه څه چې دبشر اواشراف المخلوقات پر ضد دى ، هغه كوي ٠ يعنې دخداى رحمت محدودوي ٠ دخداى په خدايي كې حدود پيدا كوي ٠ دهغه رحمت كي كمښت جوتوي ٠ اودوزخ اوجنت يوازې دخپل تفسير له مخې څرگندوي،  نه هغه ډول چې دخداى له خوا ويل شوى دى ٠

شيطان په عرفاني ادبياتو كې دانسان ددروني اوباطني وسوسې مثال دی۔يا په بل عبارت لوامه نفس دی ۔ ملا چې دخپل کرکتر اوخصوصياتواولږې محدودې پوهې پر اساس مستغني موجود نه بلکې دخپل نفس مريي دی ۔ دشيطان کردار  ادا کوي ۔ يا په بل عبارت  شيطان پر هغه کې  اوهغه په شيطان کې  را څرگنديږي ۔

دشعر وروستۍ برخه په كلكه اوترخه ژبه دملا اوشيطان دواړو له پاره هغه سمبولونه كاروي چې  په كلتوري لحاظ په پښتنې ټولنه كې  دطفيلي اومفت خوره حيوان له پاره استعماليږي ٠  

يعنې ښاپيرك اودكاروان مشري  ، دزرو په بت كې د سامري ژړا  ده ·

سامري يو اسطوره وي موجود دی۔  كله چې موسی (ع) خپل قوم ته وويل چې واحد خدای اودهغه پيغمبرې ومنئ  نو  · ·· · دڅيړونکو په باور  دسليمان (ع) له مرگه وروسته ديهوديانو ملک په دوه برخو وويشل شو ۔ جنوبې برخه يې ديهوديه چې پايتخت يې اورشليم دی اوشمالي برخه يې سمارا چې پايتخت يې نابلس وو  ۔ په تورات کې (هوشع نبې )راغلي دي چې ددې ځای پادشاهانو خوسکی پرستش کاوه ۔ ديوشع په (۴ او۷ ) باب کې راغلي دې ((ای اسراييله!  اوس خدای  ته  پرې ايښی يې دا ځکه چې لاره دې ورته پرې ايښې ده ۔ اودخوسکي پرستش کوۍ ۔ستاسې خوسکی چې دصنعتگرانو په لاس جوړ شو،ديهوه له خوا جوړ نه دی  ۔ نو دخدای قهر به پر تاسو نازل شي ۔ هغه خوسکی چې تاسو جوړ کړی ، کوچني به شي ،اوهغه باد کرلي بړبوکۍ به يې وريبې ۔ )) 

دموسی قوم وويل چې موږ په خپله خوښه ددې خلاف مرتکب نه شو، خو سامري موږ اړ کړو چې هغه زيورات چې له مصر نه يې را وړي وو په  اوريې  ويلي کړل ۔چې کله ويلي شول له هغو يې خوسکۍ جوړ کړ چې اواز لري ۔ سامري موږ ته وويل چي ستاسو خدای اودموسی خدای همدا خوسکی دی ۔ خو موسی هغو ته وايي ،ای خوسکی پرستو!نه گورۍ چې له دې خوسکي نه هيڅ خير اوشر نه ترلاسه کيږي ۔ ))  (۳-۱۲۷ ) 

 غني خان په خپل شعر كې دملا كردار لكه گونگټ چې دمرداريو د ډيريو پر سر ناست وي  ترسيموي ٠ يا دا چې چنجى دخاورې په ممبر  دحورو كيسې كوي ٠ نو ځكه غنې خان له جماته تښتي اوميخانې ته درومي  په داسې مهال كې سر اوتال كې تياري فنا كړي ·دبې وسئ فرياد ژړا اوشور په حالت كې خداى ته وايي : چې اى لويه ذاته ستا ښايست او مينه څوك تللى شي ؟ پاتې دې نه وي  چې دغني خان ميخانه دلته دبيخودۍ هغه حالت دی چې عارف په کې دخدای وصال مومي ۔ په ټولو عرفاني ادبياتو کې دا سمبول همداسې کارول کيږي ۔

چې  سُر او تال مِ تياره فنا کړی د بی وسۍ فرياد  ژړا او شور شمه

نو ځان ته وايم تاته واو روم دا د مجبوره زړګی بهانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی ، ای بی حسابه ای بی پايانه۔

داسمه ده چې په پښتو ادبياتو شعر اوپه مجموع هنر کې درياکارو شيخانو ملايانو  او پيرانو په وړاندې لوی خوشحال خټک اوبيا وروسته خان عبدالغني خان په پوره زړورتيا اوجسارت سره دملا څيره رسوا کړې او د هغو داعمالو پر ضد يې خپل اعتراض څرگند كړی اوان ځينې وخت يې مسخره کړی دی ۔ 

په پښتو سربيره په نورو ژبو کې په تيره فارسي کې دفارسې ژبې مشهورو کلاسيکو شاعرانو اوطنز ليکوونکو هم دا څرگندونه په ډير ښه شان کړې ده· 

دفارسې ژبې مشهور شاعر اوطنز ليکوال عبيد زاکاني په خپلو کلياتو  (شعر اوطنز يه نثرونو ) کې دشيخ ، اورياکار زاهدانو اوملا رسوا کړی دی ۔ 

دحمدالله مستوفي په قول دعربو دېوي قبيلي چې زاکانيان نوميدل اودايران قزوين ته راغلي وو هلته ميشت شول۔ياد   شاعر په۷۷۲ کال هجري قمري  وفات شو ی دی ۔ 

عبيد زاکاني ډول ډول شعرې بڼې لکه  ترجيح بند، ترکيب بند ،غزل، مثنوي ، قصيده اوداسې نور لري ۔ خو هغه څه چې درياکارو اودوه مخو په اړوند په کې ډير قوي طنزونه دي  دهغه له  قطعاتو ،رباعياتو ،لطيفو ،اخلاق الاشراف ، رساله  دلگشا ، ريش نامه اونورو څخه عبارت دي ۔ زاکاني  په خپلو کلياتو کې  د وخت حاکمان ،دوه مخې شيخان اوملايان اوازاهدان په کلكه مسخره کړي دي ۔ اوپرې ،ملنډې يې وهلي دي ۔ 

دفارسې ژبې مشهور شاعر حافظ شيرازي هم په زاهد ،صوفي (دملا په مانا ) اوشيخ سخته حمله کوي  شيخ اومحتسب يعنې دشريعت اواخلاقو ټول ساتونکي اوحافظان  بې غندلي  دي ۔ څرنگه چې ياد قشر په خپل کار کې دسختې ريا اوتظاهر نه کار اخلي ،نو هغوۍ رښتيني پرهيزگاران اوعابدان نه  بولي · حافظ پرې حمله کوي  ۔دشاعر په دوران کې د  دغو کسانو بازار اوفساد دشاعر دکرکې دهڅونې عمده سبب  دی ۔ ديوه فلسفي په وينا : 

((زهد په بنياد کې دهستۍ په نظام کې دومره ارزښت نه لري دا ځکه چې نه شي کولای دالاهي ذات ډېره عالي ځلا څرگنده کړي ۔ اويا د هغه دڅرگندولو هېنداره وي ۔ سره له دې چې وايي دگناه اوثواب ،طاعاتو اوعباداتو په حساب کې به وشميرل شي  خو دغه حساب اوکتاب دهغه کسانو له پاره دی چې دحساب اوکتاب خاوندان دي ۔ اودخپلې گټي اوزيان په باب فکر کوي ))   

وايي په هغه دوران کې چی حافظ ژوند کاوه  ولې  داسې شاعر وزيزږيد ؟ دادحيرانۍ وړ نه ده ۔داځکه چي دحافظ شعر په خپل دوران کې دپارسي شعر اوږود  تکاملي پړاو وهلي وو ۔ فلسفي اوعارفانه غزل اوشعرونه ددغه تکامل مثالونه دي ۔ 

(( دحافظ دباده پرستۍ اوشراب خورۍ  راز  په  همدغه جسورانه  طغيان کې دی ۔د هغه عمده راز د((بې خودۍ )) په لټه کې اوله واقعيتونو څخه په تيښته اود((ترخه )) روزگار په جبيره کولو او د((يوې هستۍ په انگيرنه )) کې دی ۔ له ناوړه مادي اومعنوي نړۍ  نه په خلاصون کې دتنگ نظرۍ ،تعصب ،وينې څښنې ،رياکارۍ ،سطحي اواحمقانه روزگار نه چې شاعر يې په پنجو کې نيولی اوپه خپلو قيوداتو کې يې زموللي ،له خپل دچاپيريال نه تيښته کوي اوغواړي هغه هيركړي  ، دځان نشه کول ،دخيام اوحافظ په باورونو کې ډيره ښه چاره وه ۔ ))  حافظ وايي : 

۱۔بسکه درخرقه ء سالوس زدم لاف صلاح 

شرمسار رخ ساقي ومی رنگينم 

۲۔حافظ درمحفلي ،دردې کشم درمجلسی 

بنگر اېن  بازي که چون با خلق صفت می کنم 

۳.شراب تلخ می خواهم که مرد افگن بود زورش 

که تا يک دم بر اسايم زدنيا وشر وشورش 

۴۔باده نوشي که دران روی وريايي نبود 

بهتر از زهد فروش که دران روی ورياست 

۵۔ما شيخ وزاهد کم تر شناسيم 

ياجام باده يا قصه ء کوتاه 

۶۔ زاهد مکن ،نصيحت شوريدگان که ما 

با خاک کوی دوست به فردوس منگريم 

بيدل دهلوي چې په لوی هند کې داسلامي فرهنگ اوعرفان ستره څيره اوشخصيت دی ۔ کلام يې هم ډېر ژور فلسفي اوعرفاني اړخونه لري ۔ځای ځای دخپلې عرفاني ،فلسفي نړۍ ليد له زاويي دوخت په رياکارو ،بی شرمو ،بې حيا اوموذي ملايانو ،شيخانو نيوکه کوي  ۔استاد اسدالله حبيب په خپل اثر انسان درنگارستان شعر بيدل کې ليکي : 

(( خلک تير ايستونکي زاهدان اوشيخان دوه مخې ملايان دهغه دقهر دمثلث دريمه ضلع ده ۔ هغوۍ چې دزهد اوپرهيز گارۍ په قبا اوځانته دخلکو ددرناوۍ په جلبولو سره دنذرانو اوخيرات اوصدقاتو اووقفي مالونو ،خانقاو اولنگرونوله لارې دپادشاهانو په دربارونو کې ډډه وهلي اوپراته دي دهغو په باره کې وايي : 

۱۔ای بسا شيخیکه ارشادش دليل گمرهيست 

غول اکثرا راه خلق از شمع ومشعل می زند 

۲۔برشيخ دکاندارې ريش است مسلم 

خرس اين همه سوداگر پشمينه نباشد 

۳۔بی سحرنيست هيت شيخ از رجوع خلق 

اين خر تناسخسيت که گوساله می شود 

۴۔عرفان نصيب زاهد جنت پرست نيست 

اين جوی خشک مغز بدريا نمی رسد     

۳·سوال ځواب د ليونی او ملا

دليونې اوملا  دسوال اوځواب په نظم  كې  شاعر خپل فلسفي اواستيتيكي ليد څرگندوي · ملا په دې نظم كې هماغه سمبول دی چې په نورو شعرونو اونظمونو كې ويل شوی دی  چې دجنت ، ايمان ،مكه ، حوره ،نشه ، لمونځ ،سجده ،ژوندون ،وصال ،حسن ،ليونی  دچا په پښو كې دگل په څير پروت، يعنې روحي اومعنوي  مفاهيم تشريح كوي · 

دشاعر ليد ددې ټولو پورته  يادو شويو  مفاهيمو ددرك لاره  يو عرفاني اواشراقي هغه ده · دهغه په نظر اوباور مكه اودمكې په څير دخټو كوټنۍ خو ډېرې دي ،خو اعتقاد اوايمان ددې سبب شوی چې ديو عاشق دكور په توگه وځليږي · عشق اومحبت ددی سبب شوی ،چې دخټو ديوې عادې كوټنۍ نه ددې اوهاغې دونيا ماڼی جوړه كړي ·

هغه په ترتيب سره يو ه خالص اوكك اعتقاد ته ايمان وايي، خو دا داسی خيال اوخوب دی چې په هغه كې دجانان سره وصال ته لاسرسي پيدا كيږي · 

همدارنگه دشاعر په باور جنت رواني او روحي  ارامي ،له معبود سره دانسان دوصال  داسې خمار  او مستي ده  چې انسان ته ابديت  وركوي  يا دهغه ابديت په لټه كې چې وو، هغه ته رسيږي · غني خان د استيتيك اوښكلا پيژندنې خاص اوځانگړې لاره لري · دا لاره چې دهغه دفرهنگ اوپوهې په ستنو ولاړه ده دهغه دباطني اودروني روح په بنسټ پيژندل کيږي ، يا پيژندل شوي ده · هغه مرگ انجام د هستۍ نه بولې  مرگ خاورې كيدل هم  نه بولي ·

حوره دهغه په اعتقاد سره لكه دشفق كرښه يا د خندا بړ بوكۍ  يا  داسې رڼا چې په يوه څرك سره را برسيره كيږي  ،مني ·هر څوك يې دليدو وس نه لري · هغه نشه هم دسكر اوصحو په څير داسي يو حالت را پيژنې چې په هغې كې نا ليدلی حقايق ويني ·دمستۍ رنگين محل ته چې هغه هم دانسان په طبعيت كې موجود دی ،تلل را تلل دي، اوله هغو خوند اخيستل دي · همدارنگه دلمانځه اوسجدې تعبير هم عرفاني ډول وړاندې كوي ·دشاعر په نظر  داسې تجسم دی چې انسانان اوانسانې روح په لوړه اوعالي سطحه كي خپل ځان د يار اوجانان په پښو كې غورځول دي۔ په ظاهر كې لمونځ اوسجده  دشاعر په ليد كې يو عمل او كړنه ده · خو په معنويت كې  دروح اودوصال هڅه ده · ژوند پخپله د معرفت او ليونتوب اودمسايلو داظهار حالت دی · 

بالاخره وصال يعني په ښايست او ښكلا كې غرقيدل دي۔ دا ښايست كوم فيزيكي اومادي ښكلا  نه بلكې دمعنويت اود روح د ابديت نړۍ ده چې روح غواړي  هغه   ته ورسيږي · په ښكلا اوحسن مين  شاعر نړۍ اوكاينات اوچاپيريال كې ځانگړي ښكلا ويني۔  دې ښكلا ته په خپل تن كې ځای وركوي اويا داسې چې دخپل تن دروني ښكلا په بهر كې ويني  

خو شاعر دجهالت دممثل نه ځان گوښي كوي · دجنت اوددی ټولو عرفاني مفاهيمو په وړاندې دهغه غوښتنه هم په ډاگه كوي · اووايي چې دملا جنت يوازې پيتي يعنې دنفس او جسماني غوښتنو غم خوړل دي · خو دشاعر جنت له وصال نه عبارت دی · 

ليونيه ! مکه څه ده؟        ملا! کور د يو عاشق دی

کوټنۍ دی کښی ډيری        د همؤ رب خالق دی

ليونيه! ايمان څه دی؟        ملا! دا دی پوخ ګمان

د يو خوب په زړه ليده دی    د وصلونو د  جانان

ليونيه! جنت څه دی؟        ملا! ستا جنت پيتی ده

او زما جنت وصال دی        يو خمار يوه مستی ده

ليونيه! حوره څه ده؟        ملا! لهر د خمار دی

يوه کرښه ده شفق ده        د خندا بړبړکئ ده

ليونيه! نشه څه ده؟        ملا! دا په سيل واته دی

د  مستئ رنګين محل کښی    دا واته ننواته دی

ليونيه! چه لمونځ څه دی؟    ملا! خاوری ښکلول دی

د جانان کوڅی ته تلل دی    د اميد ارمان کيدل دی

ليونيه! سجده څه ده؟        ملا! ځان خاوری کول دی

د مستئ د ګلو هار        د يار پښو کښی اچول دی

ليونيه! ژوندون څه دی؟    ملا! زه يمه ژوندون

دا زما د خوب ليده دی    د سبا او د پرون

ليونيه! وصال څه دی؟        ملا! ښيست کښی ډوبيده دی

دا په ستورو ګډيده دی    په سپوږمئ کښی خوريده دی

ليونيه! حسن څه دی؟        ملا! لهر د خمار دی

يو موسکی موسکی شان خيال دی    ،يو نری د رڼا تار دی

ليونيه! ته ئې څوک؟        ملا! زه د چا ارمان

زه يو ګل د چا د ګوتو        پروت په پښو کښی د جانان  

۴.داسلام په باب دشاعر ليد  

غني خان داسلام په نوم نظم کې چې په بشپړه توگه يو سياسي نظم دی ۔ دملا په وړاندې خپل قوي اعتراض کوي ۔ شاعر دهغو کسانو په وړاندې چې داسلام دسپيڅلي نامه اودهغه له احکامو نه دخپلو دونيايي گټو په خاطر كار  اخلي ۔ په دې نظم کې مخاطب هغه سياسي مومن دی چی ټول فکر اوذکر يې دخپل سياسي هوس له پاره دی ۔ داسلام اصلي نص اومحتوا يې له ياده ويستلي ده ۔ يا په بل عبارت اسلام دهغه له پاره يوه وسيله ده چې څرنگه خپلو موخو ته ورسيږي ۔ 

له بلې خوا په اسلامي فرهنگ کې دعارف اومتشرع ستنونزه يو ه پخوانې هغه ده ۔ عارف ، صوفي اوملا يا متشرع ،محتسب اوزاهد يوله بله سره نه جوړيدونکي دی 

اسلام 

ای په اسلام مينه       ای سياسي مومنه 

نن چې اسلام ستايي     ستايه دي څوك پرون 

دا هغه مخ دټپوس     خو نوی شنه پرونه 

دادعقاب پنجې     دښاپيرك درونه  

نن دجنت وعدي    پروني دوزخونه 

چاربيته هغه زړه     خو نوي دي سرونه  

ای په اسلام شيدا  

اي سياسي مومنه 

غني خان ددغه په اصطلاح سياسي مومن ضمير هم برگ بولي ۔ هغه چې دپښتون خپلواکې اوهويت يې دپرديو دگټو نذرانه کړ او د جناح دخردجال پسې ولاړ ۔هغه چې پرون دځان په فکر نه وو ۔ هغه چې پرون دځان په فکر نه وو خو نن دسياسي هدفونو دحصول له پاره په نوره دونيا کې داسلام له پاره مبارزه کوي ۔ لندن کعبه بولي اوالهام له بله ځايه اخلي ۔ 

سترگې دې برگې بهر    برگ دې اېمان دننه  

پرون يې ځان نه گاټه    نن دې اسلام گټي 

په خرڅ دننگ دپښتون    خپل ننگ اونام گټي 

زما په وينو چاله              ايران اوشام گټي 

ای په اسلام مينه  

اي سياسي مومنه 

خو شاعر خپل قوم ته ،پښتون ته، يو رسا پيغام وړاند کوي، وايي : چې سترگې اوذهن خلاص کړه، دوست اودوښمن وپيژنه،  اعتقاد او په اسلام باندې عقيده دخدای له پاره په صليب ختل، او دنمرود په کور کې دموسی له لارې ځان قربانول دي وايي : 

څوك دعيسي په شان مستي ددار اخلي  

څوك دنمرود كاله كې  دموسی لار اخلي  

څوك درقيب په محل   نوم ددلدار اخلي  

څوك ټول جهان غورځوي   سترگې ديار اخلي  

غماز لږ وپيژنه   اياز لږ وپيژنه  

ای دكڼو وطنه  

ای دړندو وطنه   

 

خو شاعر واقعي اورښتيني مسلمان هيڅکه نه هيروي ۔ هغه دمسلمان په نوم شعر کې دواقعي مسلمان انځور کاږي۔ ۔واقعي مسلمان يعني چې خلاص ذهن ولرې له کينې اوکدورت نه خلاص وې ۔عشق اومحبت يې دتن په ذره ذره کې موجود وي ۔

مسلمان    

مسلمان هغه بنده دی     چې يې شونډې تل موسكۍ وی 

سترگې ډكې درڼا يې    له خولي يو په سل موسكی وی 

سپين ايمان يې لكه تندر     بي له ځانه هر څه سيزي 

دجانان ددر ايرو ته   يې    زلفې ول په ول موسكی وي 

چي يې زړه ډك دارام وي     لكه بيخ دسمندر وي  

خوله يې ډكه دگلونو       لكه باغ دصنوبر   

داسې مست داسې سرشار    لكه مينه دكافر  

اراده كلكه بې كركې      لكه څوكه دخنجر  

دوجود هر څاڅكی وينه    سره په مينه ددلبر   

په سينه كې يې رڼا وي      لكه څړيكه دجوهر   

په ژړا كې يې تاثير وي  په خندا كې يې اثر 

مټ يې بر په هر څه بر وي    لكه مټ دسكندر  

دزړه نور يې لكه شمع     پرې اورونه بل موسكي وي  

دبلبل دخولې اواز ته  

دا غوټی دگل موسكي وي     

۵·جنتي اودوزخي 

خو دجنتي په شعر کې دجنت دمدعيانو اودروغجنومبلغانو  کاذبه او دروغجنه  مينه رسوا کوي ۔ هغوۍ چې په دونيا کې يا په ژوندونې دخپل محروميت اوبې برخې والي  عقده  دجنت په خيالونو کې گوري ۔له جنت نه هم ددې دونيا دنعمتونو تصور جوړوي دشعر په ژبه پرې اعتراض کوي ۔ شاعر دحماقت اوجهالت په سمبول  اود بدرنگۍ په استازي اودښکلا دوښمن ته متوجه دی ۔هغه چې په  تياره ډوډۍ  را لوي شوی وي ،يوازې خپل هوس اوخپل نفس پيژني ۔ 

شاعر دجنتي په نظم کې هم سياست ، عرفان  اوفلسفي پوهه  ځای کړې ده ۔ هغه دجنت په خيالي دعوه گيرو اعتراض کوي ۔ دهغه اکر اوخصلت انتقادوي ۔ هغه چې دايثار اوسرښندني په ارزښت اوخوند  نه پوهيږي ۔ هغه چې جنت يوازی دخپل بيولوژيکي ارگانيزم په معيارونو تصور کوي خو سکندرې اوقلندري دسر ور غوښتنه کوي ۔ ځوانمردي غواړي خو دهغه مطلوب کرکتر ددغه ځوانمردۍ جوگه نه دی · په پای کې وايي چې کله شونډې خاوري شي نو دحورو ښکلول په څه کيږي ۔ اوچې کولمي خاوري شي دحلوا  هضمول به څنگه وشي ؟

زموږ په فرهنگ کې که هر څه بدلون را منځ ته شو دجنت ددعوه گيرو خصلت بدل نه شو ۔ که پرون و اوکه نن دی دسرښندنې اوايثار متره اوقوت نه لري  ۔ ددې له پاره چې پخپله په مزو کې پاتي شي  ،نو غوره بولي چې دنورو اولادونه سرونه وښيندي وسوځي · خو دده په وړيا ډوډی را لوي شوې  نازولي باندې  دباد  څپيړه هم  ونه  لگيږي ۔ 

 

جنتې ته    

ته چې په جنت كې مزې ددونيا لټی     دحورو سترگو كې دډمو خندا لټی 

ته په اسمان كې وږمې دډېران لټی    ته په سپوږمۍ كې تيارو له مكان لټی 

ته دعاشقو عاشقي اومستي نه پيژنې   ليونی نه يې دلربا پرستي نه پيژنې  

تا ددونيا له پاره مينه دجانان وركړه  مجنون حلوا كې بيخودي دبيابان وركړه 

لاس دې كړ اوږود بادشاهي  لاړه فقير شولې   

يا زما خان وې يا دكونډو رنډو پير شولې 

ټول خيټه خيټه شوې مستې اوجا نان نه پيژنې  

 تول ږيره ږيره شوې مردې اوميدان نه پيژنې 

زما امير وې ،تالي څټ اوټوكري خو ر شوی زما 

  زما سرداره ته مريي وظيفه خور شوی زما 

قسم په هغه رب چې ته يې دخدمت دعوه گير   

 چې يې دحورو غلمانو دجنت دعوه گير 

توره راواخله ،خيټه هيره كړه ميدان ته ځه  

  ستې پتې شه په مستۍ كور دجانان ته ځه  

لنبې ډوبيږي په پيتۍ كې په حلوا كې ياره    

جنت دې بايلود دټيپرو په سودا كې ياره 

دوسي گرانه ده دلوږې نه كاكا جنتي  

 ټپ زمری ښه دی له څربې مږی زما جنتي 

دسامري له زرو ښه ده  ملنگي دموسی    

 دزرپرست نه يار پرست ښه دی زما جنتي 

قسم دحورو په مستۍ اوپه خندا ديار    

قسم په شرنگ اوپه نسيم اومشغولا ديار  

قسم په سترگو په ښايست اوپه ځوانۍ ددلبر   

 قسم په ساز اوپه سرود اوپه ثنا ديار  

ته سجدې زرو ته كړې ماته نوم ديار اخلي  

  شفق گڼه كړې په بدل كې دگل خار اخلي 

راځه چې زه درته جنون اومستي وښايمه   

 راځه چې زه درته محبوب پرستي وښايمه 

سرداري نه كيږي دتورې دمستۍ نه بغير   

 الله ليدی نه شي دحسن پرستۍ نه بغير   

سكندري قلندري دواړه سرور غواړي   

 دواړه مستي اوځوانمردي خندا غرور غواړي 

ته خو جنت كې مزې ددونيا گوره     

 بربنډه حوره اوترسكونه حلوا گوره   

دشاتو نهر اوكنډول دشرابو ډك      

نمكين غليمان اوښانك دكبابو ډك  

ياره چې شونډې نيې (نه وي ) نو حورې به په څه ښكلوم      

چې كولمې خاوري شي گورگورې به په څه هضموم   

۶·ملا اوعبادت 

دعبادات په شعر کې هم دملا عبادت اعتراض کوي ۔ دا ځکه چې هغه دزړه له تله دصداقت اورښتينوالي له مخې عبادت نه کوي ۔ هغه خپل روح اوروان له  الله سره نه تړي ۔ خو صوفي اوعارف په دې لار کې ځان سوځول اومحوه کول غواړي ۔ غني هم ديوه عارف په ځير دفنا اونيروانا ليوال دی ۔ دجانان په مينه کې ځان فنا کول غواړي ۔هغه خپل عشق يوازې په يوه ناپايه سمندر  کې ډوبول  غواړي  ۔خو ملا ،زاهد د هغه دغوښتنې پر خلاف په ځان مينان دي  او په  دواړو کونو کې دخپل گټو پسې گرځي ۔ 

 

 

عبادت 

دملا عبادت کسب    پاڅېدل اوکيناستل 

دحلوا په ارمانونو    تل الله الله کول 

دملا مينه عجيبه    په پيتې مينيدل  

اودحورو لمغړو ته    دخرچو کوهڼيدل 

دصوفي عبادت وير دی   سوځيدل اوژړېدل 

درحمان رحيم دنور نه  رپېدل اوويريدل 

دصوفي مينه عجيبه  دزړه گل مړاوي کول 

بې کنار درياب دحسن    په کوزه کې بندول 

دزاهد عبادت چړ دی   سوال منت ژړا کول 

په جنت اودې دونيا کې   دفايدی سودا کول 

دزاهد مينه عجبه      په خپل ځان مينيدل 

دريا سپې جوټه کړي  دلربا له ورکول  

دغني عبادت مينه    ځان جانان کې ورکول 

دمهينو سترگو شرنگ ته   گډيدل اوخنديدل 

دغني مينه عجيبه     ټول بيلات هيڅ نه گټل 

دا خپل ځان اوجهان واړه    يو خمار کې ډوبول   

غني خان دوايي ملا جان په شعر کې دپښتنې فرهنگ اودخپلې عرفانې پوهې په بنسټ د ملا د غوښتنو اوتمايلاتو يو بل تصوير هم کاږي ۔ په زغرده اوڅرگنده توگه اوپه واضحه  ژبه دملا د هوس اوغوښتنو څخه پرده اوچتوي ۔ دا شعر نورې شرحې اوتفسير ته اړه نه لري ،بلکې دغني په نظر دملا کرکتر په ښه توگه ترسيموي : 

 

وايي ملا جان

وایي ملاجان، چې په جنت کښې حورې پنډې دي

غټې غټې، سپېنې سپېنې، مستې او بربنډې دي

ګوره بمبلی ته چه ئې خُوله د لاړو ډکه شوه

ښانګو کښې د حورو ترې (الحمدقل هو) روکه شوه 

ګوره د آشنا په ږيره لاړې راروانې شوې

ټول شهوت شهوت ، سترګې ورانې شوې شيطانې شوې

دا وجود د خاورې دی، نه پایي جنتونو کښې

دا د خاورې ګل مست وي د خاورې په ګلونو کښې

خاوره به شي، خاوره يو احساس او ياد به پاتي شي

ساز سرور به لاړ شي، خوشې تشې باد به پاتي شي

زه به حورې څه کړم  چه ئې غيږ کښې کينوی نشم

غټو مستو سترګو ته ئې په سرو سترګو کتی نشم

او دا وجود که بيا شي جوړ، شهوت حورې شراب وي

مست مست هلکان چه به هم ښکلي هم خراب وي

ګوره ملاګي ته، دی چه لس ئې درله ګيره کړي

ته به ورله ګورې او هغه به درله تيره کړي

او لوڼه دې راونيسي، لا مور درله په مخه کړي

ټوله خيلخانه به درله ګرمه کړي اويخه کړي

دغه که جنت وی ملا رب د ورله بوځه زر

دغه دله توب نه زما زر ځله دی خوښ سقر

يا خو وجود نه لري، يو مست او رنګين خوب دی

حورې او غلمان د مينې خاېست او ليونتوب دی

يا دا ته چه وایې،  که دا رښتيا  ستا په کتاب کښې وي

ټول غلمان به مړه وي، پښتانه به په عذاب کښې وي

تالا ملاجانه،  رب  دې  درکړي جنتونه ډېر

اوس پوه شوم چه ولې دا اوږده کوې مونځونه ډېر

زه به سور دوزخ له،  خپل غيرت او غرور يوسمه

ځان سره به خپل خاېست، حېا او سرور يوسمه

اور وي که عذاب وي، تېروم به ئې لکه خان

ته امسا په لاس شړه د ښځې نه غلمان

ددی بحث په سر كې موږ هغو مسايلو ته اشاره وكړه چې په شعوري اولا شعوري توگه يې زموږ منلي او وتلي شاعر غني خان دې ته اړايستي وو چې دملا په وړاندې خپل دريځ روښانه كړي · 

جنيد بغدادي وايي : ((روحانيت دوه اړخونه لري · شريعت اوحقيقت · شريعت دالهی احكامو نص دی  چې له يوه پيغمبر نه تر بل پيغمبر پورې بدلون كوي  او حقيقت د ابدي روحانيت واقعيت ته ويل كيږي)) (۷·۲۴٠)

زموږ اخذ دادې چې غني خان په خپلو شعرونو كې ملا ديو سمبول په توگه د ديني اومذهبې سيستم او دايرې نه گوښی كړی  دی · او د ملا هغه غلط اوناسم تعبير اوتفسير چې له دين نه يې ټولني ته وړاندې كړې څرگند كړی دی · خو ديو بل ټكي هم يادول اړين دي اوهغه دا چې دغني ليد په زياترو برخو كې يو عارفانه ليد دی · موږ كولي شو چې دشاعر په كلام كې دملا په اړوند دشاعر عارفانه ليد له زاويي وگورو · 

شريعت دظاهر ې تزكيي ته اوطريقت دباطن تزكيي ته ويل كيږي · طريقت دتصوف متوديك چلند دی چې دعرفان اواشراقي معرفت په بنياد هست شوی دی · شريعت هغه لاره ده چې انسان جنت ته رسوي اوطريقت داسې لاره ده  چې انسان خدای تعالي ته رسوي · طريقت دشريعت په نسبت خاصه لاره ده · ځكه چې په طريقت كې دشريعت احكام هم داخل دي · لكه هغه عملونه چې بايد دلاس ،پښو ،ژبې اونورو جوارحو په وسيله تر سره شي · اوهمدغه دبدن غړي بايد له حرامو اومكروه كارونو څخه ډډه وكړي اوهمدارنگه په طريقت كې قلبي عملونه اوله ماسوی الله څخه اجتناب هم شامل دي · موږ په دې بحث كې دشاعر عرفاني ليد ځانگړنې نه تشريح كوو· دا ځكه چی دا پخپله اوږود بحث دي  اودهغه دكلام په بنا بايد  تر سره شي  · 

·يادښتونه :  

۱۔بينوا ،عبدالروف ۔ اوسني ليکوال (ترتيب اوزياتونې  :مطيع الله روهيال ) دويم چاپ ۔صحاف نشراته موسسه  ۔ ۱۳۸۸کال 

۲·دغني كليات  ·دقومونو اوقبايلو وزارت · دخپرونو رياست ·۱۹۸۵ كال 

۳·ش۔ شفا ۔ معمای اديان ۔ سيرې تحقيقی دراديان توحيدي ودرمنشا الهی قران  ۔چاپ ۲٠۱۲

۴۔داريوش آشوري ۔ عرفان ورندي درشعر حافظ ۔ نشر مرکز ۔چاپ چهارم ۔سال ۱۳۸۲

۵۔ا۔طبري بررسيها وجهانبيني های ۔۔(انديشه های چند در باره حافظ ۔  چاپ : ح۔ت۔ا۔سا ل ۱۳۵۸

۶۔داکتر اسدا لله حبيب ۔ انسان درنگارستان شعر بيدل۔ جای نشر ۔رينفورماپرنت ،بورگاس ،بلغاريه ۔ کال ۲۰۱۳ ۔

۷-روهي ·محمد صديق · ادبي څيړنې  ·دويم چاپ · دانش خپرندويه ټولنه  ·كال ۲٠٠۷

- اکبرکرګر
بېرته شاته