(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملت جوړونې بېلګه

[11.Sep.2018 - 09:39]

په افغانستان کې د ملت جوړونې یو کوچنۍ، خو پلې بېلګه

لیک: شوکت زماني

ه انګلیسي ژبه کې یوه وینا ده چې وايي: "کوچنی ښکلی دی 

له نیکه مرغه زما مرستیال، له پکتیا ولایت څخه حکمت الله رښتین چې یو ځوان او متحرک افغان دی، د افغان ډبیټ او فرصت مرکزونو د مفکورو د پلي کولو لپاره د ځوان نسل استعدادونو په لټه کې سر را اوچت کړ او په دغه برخه کې یې له ځانه خارق العاده وړتیا وښودله.

 

حکمت الله رښتین له یوه کونړي (۲۲) کلن ځوان احسان الله احساس سره اشنایي پیدا کړه. په لومړیو کې احسان الله احساس وغوښتل ترڅو د افغان ډبیټ ویب پاڼې لپاره د خبریال په توګه فعالیت پیل کړي، خو د هغه وړتیا زه دې ته اړ ایستلم چې په پراخه توګه ترې ګټه پورته کړم او دا فرصت مې ورکړ، ترڅو له ما سره په کونړ ولایت کې د انګلیسي ژبې، مالوماتي ټکنالوژۍ او د کانکور چمتووالي په برخه کې د وړیا زده کړو پروګرام په جوړولو کې مرسته وکړي

 

احسان الله احساس په کونړ ولایت کې په خپله پوره انرژي او خپلې ټولنې ته د واقعي خدمت کولو په نیت په ډیر کم وخت کې په دې بریالی شو چې د کونړ فرصت مرکز جوړ کړي، هغه څه چې (۱۴) میاشتې وړاندې راته له تصور پرته بل څه نه وو.

 

په کافي کچه انرژي، افغانستان ته د خدمت کولو هیله او د موډرن مدیریت پلي کولو هیلې سره لاس په لاس شول، ترڅو د بریا یو عملي داستان ته رامنځته کړي، چې په روان کال کې یې په کونړ ولایت کې وشو کولی (۱۸۵۰) زده کوونکي د انګلیسي ژبې، مالوماتي ټکنالوژۍ او کانکور چمتووالي په برخو کې وروزي

 

د کونړ فرصت مرکز پروګرامونو کې د ویب سایټ جوړولو ۱۶ کسیز ټولګي ماته ځانګړی ارزښت لري ځکه ماته دا په افغانستان کې د ملت جوړونې د مفکورې یوه کوچنۍ بیلګه منعکسوي. که چیرې دغه ۱۶ زده کوونکو ته په کافي کچه فرصت ورکړل شي، نو دوی به وکولی شي چې (د علمي اقتصاد) د وړو ستنو په جوړولو کې یو رغنده او اړین رول ولوبوي.

 

بل جالب ټکی دا دی چې د ویب سایټ جوړونې د تدریس لپاره موږ ان هیڅ ډول اعلان هم نه و کړی، چې ګوندې موږ به د تدریس لپاره یو استاد استخدام کړو. د عبدالکریم همت په نوم یو تکړه، لوستی او د مهارتونو په ګاڼه سمبال ځوان پیدا شو او موږ ته یې د دغې برخې د مخته بیولو لپاره مراجعه وکړه او ویې غوښتل چې د دغه ټولګي تدریسول په خپل غاړه واخلي. ښاغلي همت په کونړ ولایت کې ژوند کړی او اصلاً د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې د افغانستان په شمال کې موقعیت لري. نوموړی، ځان د کونړ د خلکو پوروړی ګڼي چې هغوی ده ته دا فرصت ورکړی چې ترڅنګ یې ژوند وکړي، خپلې زده کړې پرمخ یوسي او کار وکړي. نوموړی په دې ویاړي چې د ویب پاڼې جوړولو ټولګی پرمخ بیايي او په کونړ ولایت کې (د علمي اقتصاد) د راتلونکي جوړوونکو په روزنه کې رول لوبوي.

 

زموږ لپاره دا ډیر زیات د خوښۍ ځای دی چې په کونړ ولایت کې د ویب سایټ جوړونې د ټولګي تدریسولو لپاره له ځانه سره یو تکړه او لوستی ځوان لرو.

 

موږ کله چې د دغه (ویب سایټ جوړونې) ټولګي لپاره د زده کوونکو راجذبولو اعلان نشر ته وسپاره، نو په ډیر لږ وخت کې مو وشو کولی (۱۶) تنه زده کوونکي جذب کړو چې ډیری یې د کونړ ولایت د سید جماالدین پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ زده کړیالان دي

 

په کونړ ولایت کې زموږ د ویب سایټ جوړونې ټولګی اوسمهال د ۵ میاشتو لپاره جریان لري. دغه خورا ژمن ټولګی دی. په ۵ میاشتو کې زده کوونکي د یوه کارنده ویب پاڼې جوړولو توانایي لري. کونړ ولایت، چې د افغانستان یو له تر ټولو وروسته پاتې ولایتونو څخه دی او له ډیرو انکشافي پروژو هم بې برخې دی، دغه نوښت به پکې له یوې معجزې نه کم نه وي.

 

په نوي زیلاند کې، چیرې چې زه ژوند کوم، د ویب پاڼو کاروونکي د کال له (۱۰۰،۰۰۰$)  څخه زیات او یا هم د میاشتې له (۸۰۰۰$) څخه نیولې تر (۱۰،۰۰۰$) پورې عاید ترلاسه کوي.

 

د افغان ډبیټ (افغان مناظره) ویب پاڼه مې چې په هندوستان کې جوړه کړه د (۲۵۰۰$) په ارزښت راته تمامه شوه. د کونړ فرصت مرکز د ویب سایټ زده کوونکي اوس د دې توانايي لري چې د افغان ډبیټ (افغان مناظره) ویب پاڼې ته ورته یوه ویب پاڼه په وړیا توګه جوړه کړي. هغوی دغه مهارت یوازې د ۵ میاشتو په موده کې زده کړ.

 

په پرمختللې نړۍ کې د نوي زیلاند په شمول ډیرې کوچنۍ سوداګرۍ له کورونو مدیریت کیږي. هغه هندي ټیم چې د (۲۵۰۰$) په بدل کې یې د افغان ډبیټ (افغان مناظره) ویب پاڼه جوړه کړه، خپل کار د هند په یوه ښار کې په کم لګښت له یوه وړوکي دفتر څخه مدیریت کوي.

 

که چیرې د ویب سایټ جوړونې دغه شپاړلسو (۱۶) زده کوونکو ته دا فرصت مهیا شي چې د زده کړل شویو مهارتونو په کارولو او په کونړ ولایت کې د یوه وړوکي دفتر څخه په ګټې اخیستنې سره کورنیو او بهرنیو مارکیټونو ته ور دننه شي، نو ډاډمن یم چې دوی کولی شي په څو کلونو کې د یوې ګټورې او متحرکې سوداګرۍ څښتنان شي او خپل خدمتونه د پرمختللو هیوادونو په شمول د نړۍ ګوټ ګوټ ته وړاندې کړي، لکه څنګه چې هندي ټیم د افغان ډبیټ (افغان مناظره) ویب پاڼه جوړه کړه او له ما یې (۲۵۰۰$) واخیستل

 

هغه څه مو چې پورته ولوستل (د علمي اقتصاد) په اړه یو وړوکی مثال دی چې څنګه کولی شي په افغانستان کې جوړ شي. په افغانستان کې موږ په کافي کچه له وړتیاو برخمن یو، خو هغه څه چې د اندیښنې وړ دي، هغه له دغو وړتیاو څخه د کار اخیستلو د فرصت نه شتون دی.

 

فرصتونه، نه په بلیونونو ډالرو پانګونې رامنځته کیږي او نه هم په تاریخي تشې سره، بلکې په کوچنیو ګامونو اخیستو سره رامنځته کیدی شي. دغه ګامونه باید رښتیني او ژمن ګامونه واوسي.

 

په افغانستان کې (د علمي اقتصاد) جوړولو په لار کې موږ کولی شو ګامونه اوچت کړو، خو دغه ګامونه په جدي ډول د افغانستان د ښاروندانو او په ځانګړې توګه د دغه هیواد د سوداګر قشر کلک ملاتړ ته اړتیا لري.

  

حکومت په یوازې ځان نشي کولی چې (د علمي اقتصاد) اصل رامنځته کړي. هغه څه چې دولت کولی شي او باید ویې کړي، هغه د نظام په جوړښت کې د اړینو اصلاحاتو راوستل دي. له همدې کبله دولتي اصلاحات د اوسني افغانستان له اساسي او محوري اړتیاو څخه شمیرل کیږي.

 

هغه څه ته چې نن ورځ افغانستان تر بل هر څه زیاته اړتیا لري، هغه د ملت جوړونې په مفکورې باور دی. دا بیرته په خپله افغانانو ته ګرځي چې د ملت جوړونې لومړني ګامونه اوچت کړي او اړتیا لیدل کیږي چې ځوان افغان نسل هم د ملت جوړونې په دغه سفر کې خپل رول ولوبوي

 

ملت جوړونه په وړو ګامونو سره پیلیږي. وړاندې له دې چې په دې پوه شو چې "کوچنی ښکلی دی." راځئ چې له دې ښکلې وینا څخه یو څه زده کړو

 

د یوه افغان په توګه، چې د خپل د ژوند ډیری کلونه مې له هیواده بهر تیر کړي، له افغان ځوان نسل سره د یوه اباد او غوره افغانستان جوړولو په لار کې له مرستې کولو بل کوم داسې ښه او غوره هدف نه شم درلودلی. زه غواړم چې په افغانستان کې (د علمي اقتصاد) جوړولو لپاره د نوي نسل څخه د یوه کلک ملاتړي په توګه پاتې شم.

 

په پای کې، غواړم د کونړ فرصت مرکز، پکتیا فرصت مرکز او د هیواد په ګڼ شمیر نورو برخو کې د افغان ډبیټ (افغان مناظره) سازمان د ژمن کاري ټیم د تیرو (۱۸) میاشتو له نه ستړي کیدونکو هڅو څخه مننه او قدرداني وکړم. تاسې د اوسني افغانستان او زما رښتیني اتلان یاست

 

په درنښت 

شوکت زماني/Shaukat Zamani

د افغان ډبیټ (افغان مناظره) سازمان بنسټګر

Shaukat.zamani@hotmail.com.nz

https://www.facebook.com/shaukat.zamani

- شوکت زماني
بېرته شاته