(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پارليماني سياست او پي ټي ايم

[11.Sep.2018 - 09:36]

پارليماني، غير پارليماني سياست او پي ټي ايم

 لیک: ډاکټر عبدالحي پاشتین

پارلیماني سياست هغه تګلاره ده چې د هغې په ذريعه يو ګوند/فرد د ملک د پارلیمان د لارې خپل منشور عملي کولو هڅه کوي

غير پارليماني سياست پر امنه مزاحمتي هم کيدى شي او وسله وال هم... 

مزاحمتې سياست په ریاست د پر امنه جلسو، احتجاجونو او هړتالونه په زریعه زور او پریشر راولې

ریاست د اولس په زور مجبوره کوي چې غوښتنې یې و منې

پارلیمانې سیاست باچا خان او صمد خان هم  کولو او د دغه دواړو اتلانو را پاتې پارټیاني ANP او PMAP یې هم کوي.

خو سوال دا دی چې د پښتنو د 70 کالو د پارلیماني سیاست حاصلات څه دي؟

ما ته د پښتنو د 70 کالو د پارلیماني سیاست صرف دوي فائدي په نظر راځي یو دا چې په اسمبلیانو کښې د پښتنو پر سیاسي او اقتصادې مسلو خبري شوي دي خو صرف خبري! فیصلي او قانون سازې نه.

بل په آئین کې 18م آئیني ترمیم. دا ترمیم هم ځکه پاس یا ممکن شو چې د ملک ټولو پارټیانو او صوبو یې ملګرتیا وکړه ګنې دا هم یواځي د پښتنو په اکثریت لرلو د اسمبلی څخه نه شو پاس کيدلى.

پښتون ملتپاله پارلیماني سياستوالو ډیره لويه مبارزه کړي ده خو خپل حقوق یې لا تر اوسه نه دي ګټلې. ولې یې نه دې ګټلې؟ وجوهات یې څه دي؟

په پاکستان کښې پارلیمان د یورپ یا نورو جمهوري ملکونو په شان خودمختیاره نه دی. دلته پارلیمان، عدلیه، میډیا، خارجه او داخله پالیسیاني، الیکشنز او ټولي ریاستې اداري د فوج په کنټرول کې دي.

په دي ملک کې اقتدار د فوج په لاس کښې دی. د فوج چې څه وخت زړه و غواړي یا خپل مفادات ورته په خطره کې ښکاره شي نو مارشل لاء ولګوې. آئین او اسمبلیانې ماتې کړي او د خپلې خوښې حکمرانې وکړي. څلور ځله په پاکستان کې مارشل لاء لګیدلې ده آئینونه مات شوي دي. البته دا وار یې ډائیریکټ مارشل لاء نه ولګوله خو د ټولو سیاسي او جمهورې پارټیانو مینډیټ یې په زور غلا کړ او د خپلې خوښي پارټۍ او کسان یې تر اسمبلیانو ورسول. پالیسې هغه زړه وه خو صرف انداز او طرز یې بدل وو.

پښتنو د جمهوریت، د آئین او قانون د حکمرانې او د پارلیمان د خودمختارې د پاره 70 کاله مبارزه وکړه او د مبارزې حاصلات یې دا دې چې نن یو پښتون مشر هم په پارلیمان کې نه شته. فوج یې مینډیټ په سپینه ورځ غلا کړ!

بنګالیانو پاکستان جوړولو کې تر ټولو لويه برخه وه. چې کله د پارلیمان د لارې ورته حقوق نه شول حاصل نو توپک ته یې نه کړل لاس بلکه د مزاحمتې جدوجهد په لاره یې خپله آزادي واخستله.

دا خبره درسته ده چې ګاندي، نهرو ، باچا خان او صمد خان د پارلیمان د لارې او په عدم تشدد د هندوستان او پښتونخوا د آزادي حاصلولو د پاره يې جدوجهد کولو خو د دغو یادو اتلانو د جدوجهد تر سنګ چې د سبهاش چندر بوس، بګهت سنګھ، فقیر ایپې، کاکا صنوبر حسین او په لکهنو پښتنو وسله واله او مزاحمتې مبارزه نه وې ملګرې نو شاهد انګریز به له دي وطنه نه وو په وتلو مجبور شوی.

نیلسن منډیلا نه پارلیماني او نه وسله واله مبارزه کوله. هغه د مزاحمتې جدوجهد د لارى خپل حقوق حاصل کړل.

نو دا خبره له تاریخې اعتباره درسته نه ده چې یوازې د پارلیمان د لارې یا د توپک د لارې حقوق ګټل کیدی شي د مزاحمتې جدوجهد د لارې هم ډیرو قامونو حقوق او آزادې ګټلې دي.

پښتون تحفظ مومنټ د لومړی ورځې نه ښه په ډاګه او کلکه دا ویلې دې چې دا تحریک به د ووټ، الیکشن او پارلیماني سیاست نه کوي بلکه د مزاحمتې مبارزې د لارې به د پښتنو د ستونزو د حل کولو د پاره جدوجهد کوي. د هرې جلسې د پاره اولسې کمپین او موبلائیزیشن کې به د تحریک مشرانو اولس ته دغه خپل اصولې موقف بیانولی. په هره جلسه کې د پې ټې ایم دغه اصولې موقف د سټیج نه په بیا بیا بیان شوى دى.

د تحریک دغه اصولې موقف د اولس زړونه وګټل او یقین یې پوخ شو چې دا تحریک د ذاتې ګټو تحریک نه دی.

اوس سوال دا پیدا کیږې چې د پې ټې ایم تر تور او سپین بیرغ لاندې را جمع پښتانه اکثریت د عوامي نیشنل پارټۍ, پښتونخوا ملې عوامې پارټۍ، عوامي ورکرز پارټۍ، جمعیت علماء اسلام، تحریک انصاف ورکران دي او دا ټولې پارټیانې پارلیمانې سیاست کوي. نو چې پې ټې ایم د دغو یادو پارلیماني سیاست کونکو پارټیانو په ورکرانو مشتمل تحریک دی نو دا تحریک به څنګه نان پارلیمنټرې پاته کیږي؟  

نان پارلیمنټرې به داسې پاته کیږې چې د تحریک مرکزې مشران به په الیکشن یا پارلیمانې سیاست کې برخه نه اخلې. که د تحریک مشران په الیکشن کې برخه اخلې نو پې ټې ایم به پارلیمانې تحریک ګڼل کیږې. چې د تحریک مرکزې مشران د خپل تحریک سیاسي اصول نه منې نو دا به د تحریک د بیانیي خلاف ورزې نه وي؟ بل چې د تحریک خپل مرکزې مشران د تحریک سیاسي اصول نه منې نو ایا هغه د تحریک مشران جوړیدو حق لري؟ بلکل هم نه!

که د چا د پارلیماني سیاست کولو اراده وي په پاکستان کې په درځنو پارلیماني سیاست کونکې پارټیانې شته د هغو پارټیانو له پلیټ فارم څخه د په الیکشن کې برخه واخلې خو پې ټې ایم دې د خپلو مفاداتو او الیکشن د پاره نه استعمالوي

- ډاکټر پاشتین
بېرته شاته