(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کندهارۍ لهجه: باره او بالا)

[11.Sep.2018 - 09:17]

په کندهارۍ لهجه کي د (باره) او (بالا) کلماتو ګرامري ارزښت

ليک: عبدالنافع همت

په ژبپوهنه کي يوه منل سوې قاعده ده چي ګرامري اصول له ژبي څخه دباندي نه جوړېږي، بلکي له ژبي څخه را ایستل کېږي، ځکه چي ژبه ولس جوړه کړې او ولس يې وايي. کله چي کوم ژبپوه عمومي ګرام ليکي، نو بايد ټولي لهجې وڅېړي، خو که لهجوي ګرامر ليکي هغه بیا جلا بحث دی. په کندهارۍ لهجه کي (باره) او (بالا) ډېر ويل کېږي، خو ځيني ناخبره خلک فکر کوي چي دا بې مانا کلمات دي، آن دا چي ځيني خو ګرسره ملنډي ورباندي وهي

 

زما د څېړني له مخي (باره) د عطف (Conjunction)  کلمه ده، خو تر اوسه چي څومره ګرامرونه ليکل سوي، نو دا کلمه يې نه ده معرفي کړې. دغه ډول (بالا) کلمه چي د زمان او اندازې قید دی هم له ژبپوهانو څخه پاته سوې ده. په دې ليکنه کي پر دې دوو کلماتو بحث کوو او لومړی د (باره) کلمه څېړو.

 

۱: باره

-------

(باره) د عطف کلمه ده چي د معطوف او معطوف عليه تر منځ ترتيب او اړيکه ټينګوي. (باره) دوې ماناوي لري چي يو (نو، اخير) او بل د (وروسته) مانا لري. د (نو) يا (وروسته) مثالونه يې دا دي

- بازار ته ولاړم چي کور ته سودا واخلم، خو بازار تړلی و، (باره) بيرته کورته راغلم

احمد ښکنځل راته وکړه، خو ما څه نه ورته وويل، دوهم وار يې بيا ښکنځل راته وکړه، (باره) ما هم داسي جواب ورکړ چي تل به يې ياد وي

- سپي راپسي منډه کړه، زه سوکه ځني روان سوم، سپی چي ښه رانژدې سو، ( باره) مي ځني منډه کړه

- دوی ټولو آتڼ کاوه، ما ورته کتله، (باره) زه هم ورګډ سوم

- په افغانستان کي کار نه پيدا کېده ، (باره) جرمني ته ولاړم

 

له پورته جملو څخه معلومېږي چي (باره) د (نو) او (وروسته) کلماتو ته ورته ماناګاني لري. په دې کلمو کي (نو)، (ځکه)، (په پای کي)، (ترو)، ( اخير)، (باالاخره) او (له دې امله) کلمو او عبارتونو ليکلي ژبي ته لاره موندلې ده، خو (باره) کلمه يوازي په شفاهي بڼه ژوندۍ پاته ده. په کلاسيکو متنونو کي (ترو) کلمه ډېره راغلې ده. مثلا د بايزيد روښان د خيرالبيان په دوولسم مخ کي داسي ياده سوې ده: (( و هغو ته د توبې په بهنه وړاندني ګناهان، ولي تن د ژغوري (ترو) منعه کړه ياران)). 

 

مروت پښتانه (ترو) (تو) تلفظ کوي، لکه د مروتو دا کسر

هر چا ويل چي ګوره احمد جان چوڼي ليده دي

 اوس (تو) یې په سرو وينو ککړي کړې حيدره

 

په غلجۍ يا کوچيانۍ لهجه کي د (باره) معادل د (آتيکلمه ده، وردګ يې (زياتي) وايي، اکثره کرلاڼي پښتانه يې بيا (ستي) وايي. د مشرقي په لهجه کي د (باره) پر ځای د (نو) کلمه ويل کېږي، مثلا دا جملې وګورئ!

- پوليس راته ويل كه پنځه زره افغانۍ راكوې، (نو) کار دي کېږي، كه يې نه راکوې ورځه په مخه دي ښه.

- کله چې ډاکټر ته لاړم، (نو) هغه راته وويل چي دا ټول د نسوارو تاثيردی

- که انتخابات شفاف او عادلانه وي، نو زه باور لرم چي خامخا بريالی کېږم

 

په کندهارۍ لهجه کي کله کله د (باره) تر څنګ د (نو) کلمه هم راځي، لکه په دې مثال کي: ((حاجي لالا ډېري باټي ویشتلې، نو باره مي ورته وويل چي موږ هم تر چا کم نه يو)) خو (نو) تل د (باره، آتي، زياتي، ستي او (اخير) معادل نه وي او بل دا چي (نو) په نورو ځایونو کي هم ويل کېږي، مثلا: ((زه نو ستا غوندي بې غيرته نه يم چي د مړو سترګو ډوډۍ ته کښېنم)). 

 

اوس د کندهارۍ لهجې په پورتنيو پنځو جملو کي د (باره) پر ځای (آتي)، (زياتي، ( ستي)، او (اخير) کلمات ليکو، ګورو چي دا کلمات ورته ماناګاني لري او هيڅ توپير نه پکښي راځي

بازار ته ولاړم چي کور ته سودا واخلم، خو بازار تړلی و، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) بيرته کورته راغلم

احمد ښکنځل راته وکړه، ما څه نه ورته وويل، دوهم وار يې بيا ښکنځل راته وکړه، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) ما هم داسي جواب ورکړ چي تل به يې ياد وي

- سپي راپسي منډه کړه، اول مي پروا نه کېده، ښه چي رانژدې سو، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) مي ځني منډه کړه.  

- دوی ټولو آتڼ کاوه، ما ورته کتله، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) زه هم ورګډ سوم

- په افغانستان کي کار نه پيدا کېده، (باره، آتي، زياتي، ستي، اخير) جرمني ته ولاړم.   

 

 (باره) د (وروسته) مانا هم ښندي، لکه په دې مثالونو کي

زوی مي دوکان ته په اوړو پسه واستاوه، خو ده يوازي نه سوای راوړلای، (باره) زه هم پسي ورغلم.

- ته اول په هغه بانډار کي نه وې، ته خو (باره، وروسته) راغلې

- اول ما د اختر مياشت وليده، (باره، وروسته) نورو خلکو هم وليده

- زه اوس کور ته ځم، (باره، وروسته) ته هم پسي راسه!

- احمد چي شهید سو مور بېچاره ګۍ يې ډېري سوي چيغي وهلې، (باره، وروسته) ما ته هم ژړا راغله.

 

دا ډول د عطف ادات په دري، عربي او نورو ژبو کي هم سته، مثلا په دري کي (پس) د عطف له کلماتو څخه ګڼل کېږي چي يوه بېلګه يې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په دې بيت کي وينو

دردی است غیر مردن آن را دوا نباشد

(پس) من چگونه گویم کاین درد را دوا کن.

ژباړه: دا يو داسي درد دی چي له مرګه پرته بله دوا نه لري، (نو) زه به څنګه ووايم چي د دې درد علاج را وکړه.

په عربي ژبه کي د عطف کلمې اته دي لکه  (و، فَ، ثُمَّ، أو، أم، حتّي،  بل، لكن). په دې اتو کلماتو کي د (ف) توری د پښتو له (نو) يا (باره) سره اړخ لګوي، لکه د رحمن سورت په دې ايت شريف کي د (ف) توری يادولای سو: (فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ). ژباړه: (نو) تاسي به د خپل رب کوم کوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟ 

 

په اردو ژبه کي (تو) د عطف توری او د (باره، نو) معادل کلمه ده، مثلا: (( اچها (تو) يه بات ہے نا)). ژباړه: ښه نو دا خبره ده ها؟ د ميرزا غالب په دې بیت کي هم (تو) د (نو) په مانا راغلی دی:

رہی نہ طاقتِ گفتار اور اگر ہو بھی

تو کس امید پہ کہیے کہ آرزو کیا ہے.

ژباړه: د څه ويلو وس نه لرم او که وس هم ولرم، (نو) په کوم اميد به ووايم چي څه هيله لرم؟ 

 

۲: بالا

------

ځيني ليکوالان فکر کوي چي (بالا) د دري ژبي د لوړ (بلند) مانا ښندي، خو حال دا چي دا کلمه پښتو ده او زماني قید (Adverbs of Time) بلل کېږي. په دې مثالونو کي دا قید ښه ترا څرګندېږي:

- زه بالا (نور) ستا سره شراکت نه کوم

- زه بالا (نوره) ډوډۍ نه خورم.

- زه بالا (نور) دفتر ته په خپل موټر کي ځم.

- زه بالا (نور) پر جګ بالښت نه ويده کېږم.

- زه بالا (نور) د ماځیګر له خوا خوب نه کوم.

 

په ځينو جملو کي (بالا) کلمه د اندازې قيد هم وي چي د اضافه او زيات مانا ورکوي، لکه په دې جملو کي:

- اوس (پاو بالا، پاو باندي) لس بجې دي.

- احمد ته د خپل پلار له ميراث څخه په يوه کور (بالا، زيات) سل جريبه ځمکه ورورسېده.

- دا ټوکر لس سانتي متره (بالا، زيات) يو متر دی.  

- احمد په دوې میاشتي (بالا، اضافه) شل کلن دی

دا ځمکه څه (بالا، اضافه) لس جريبه ده

 

تر دې ځايه مو د (باره) او (بالا) کلمات له ګرامري پلوه له مثالونو سره يو ځای وڅېړل، دغه ډول مو د پښتو له نورو لهجو سره هم پرتله کړل، ورسره مو په دري، اردو او عربي ژبو کي هم د ورته کلماتو مثالونه راوړل، هيله ده چي اوس به د دې کلماتو ګرامري ارزښت واضح سوی وي. زه له ژبپوهانو، ليکوالانو او پوهنتون له استادانو څخه هیله کوم چي د هري لهجې د اصطلاحاتو، لغتونو، ترکيبونو او نورو اړخونو ګرامري ارزښت تشريح کړي، که څوک له نورو لهجو سره نااشنا يا دا کار ګران ورته معلومېږي، نو خپله لهجه خو ښه څېړلای سي

 

ځیني ليکوالان يو شمېر لغتونه او ترکيبونه له دې امله نه ليکي او یا مخالفت ورسره کوي چي ګواکي دا کلمه عامه نه ده او يا دا دليل راوړي چي عام خلک يې په مانا نه پوهېږي، زما په نظر د پښتو ژبي ځيني کلمات ځکه نه دی عام سوي چي څېړل سوي او ليکل سوي نه دي، که موږ دغه ډول کلمات علمي وڅېړو، نو مانا به يې روښانه او د استعمال ځایونه به يې مشخص سي، ليکوالان او خبريالان به يې وکاروي، د بېلابېلو مفاهيمو لپاره به ښه بديلونه پيدا سي، ځيني بديلونه به لوړ هنري ارزښت ولري، هم ليکوال او هم به يې لوستونکي خوښ کړي. د دې تر څنګ به د هري لهجې ويونکي په لیکنه او رسنیو کي د خپلي لهجې حضور احساس کړي او په دې ډول به د معياري لیکدود لپاره لاره اواره سي.

- عبدالنافع همت
بېرته شاته