(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لر پښتون

[09.Aug.2018 - 07:36]

لر پښتون:

لېک: ارباب حمدالله
که نن لر پښتون د پنجاب تر سينې لاندې محکوم ژوندکوي ،نو داټول دبر افغان له برکته. بيا هم سل وارې آفرين شه او په لر پښتون شه! چې، شپيته کاله کيږي، چې د پاک سرزمين د ترانې لاندې يې خپل شناخت ژوندی ساتلی دی، پښتو يې ژوندۍ ساتلې، مينه او کلتور يې ژوندی ساتلی
د بر افغان په خاوره خو زه شاهد يم ،چې د پښتون ټبر منل شويو څيرو چې کله د ښاريو مخه کړې ،نو د اونۍ په جيريان کې يې خپله ژبه, خپل لباس او په ټوله کې خپله پښتو د پرديو په رنګونو کې هېره کړې ده
که نن لر پښتون په جب کې د پاکستان شناختي کارډ پروت دی، نو د دغه شرم او بې ننګۍ د ندامت احساس هم باېد مونږ وکړو
که مونږ رښتيا هم لر پښتون خپل ورور ګڼو، نو بيا بايد نران شو او افغان حکومت باندې دا وه منو ،چې په نوم پښتون ته که په لر دی او که بر, د افغان شناخت ورکولو دروازې خلاصې کړي داسې نو نه شي کيدلی ،چې په پېښورۍ لهجه هر پښتون د آيې اېس آيې جاسوس ګڼو او دعوه د اټک کوو
مونږ که لر پښتون خپل ګڼو ،نو باېد په پېښور او کوټه کې د افغان قونسلګرۍ وتړو ،ځکه په خپل وطن کې قونسلګري لرل په ځان ريشخند وهل دي
په پارلمان او ولايتي شوراګانو کې د لر پښتون لپاره خالي چوکۍ پرېږدو د ډېورنډ په کرښه د پرتو ځواکونو نوم د سرحدي نه کوم بل ولسي نوم ته واړوو ، ځکه ډيورنډ زمونږ سرحد نه دی !! 
او که داسې نه وي، نو اې بر پښتونه! ماته دې ايمان مالوم دی
په خپل وطن کې درته څوک خپل شناخت نه درکوي ،نو فلهذاد لر پښتون د سپکولو او کنځلو نه قلار شه!

#فيلنک: زمونږ د لر بر پښتون تر منځ د ورورګلوۍ او د تګ راتګ او اړيکو لا ښه کول هدف دی او دا کار ولس کولی شي،ځکه حکومتونو ته دا خبرې دومره مهمې نه دي
(ارباب حمدالله )
Hamdullah Arbab

- ارباب حمدالله
بېرته شاته