(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډمې بچې

[02.Aug.2018 - 14:24]

 

د ډمې بچې

لېک: اقبال حسین افکار

وړمه ورځ په سوشل ميډيا يو ويډيو وايرل شوې وه چې ورکښې پښتونخوا هغه پخوانې وزير اعلي چې د خداې قدرت دې خوله وازه وي نو د خير خبره ترې نه وي - ستاسو به ياد شي  چې يو ځل يي د خوشحال بابا په ياد راجوړه شوې دستوره په اکوړه خټک کښې د شاعرانو ,اديبانو په ډک محفل کښې  ووييل چې " څوک د پښتو نوم واخلي نو زما په مغزو کښې ډز وشي " - زه نه پوهيږم چې داسې ولے وشي په ټوله دنيا کښې  انساني ژبو ته مورنۍ ژبه ويلې شي دا هم ويلې شي چې د قيامت په ورځ خلق د مور په نسبت راپاسولې شي - مطلب دا چې ددنيا هره مورنۍ ژبه د انسان په سره شت کښې شامل ده - د خپلې مورنۍ ژبې سره د چا مينه فطري عمل دے - اوس که د چا خپلې ژبې سره مينه نه وي نو امکان چې ددغه سړي به د خپلې مور سره مينه نه وي - هغه خلق ددنيا بد بخته خلق وي چې د مور سره يي مينه نه وي - مور مور وي هغه که ددنيا په هر ګوټ هر چر ته د هر قام نسل وي , مور  وي - مور په دنيا کښې د مينې علامت دے - او مينه د خدايي صفت دے - په مينه تاسو  وحشي ځناور هم راقابو کولې شئ او د ځان غلام يي جوړولې شئ - وايي مينه د مينې پيدا کيږي - خو دا هم وايي چې " د خر مينه لته وي " نو دغه پروګرام خوږ ورور ښاغلي ايمل خټک د خټک نامې د شاعرانو په مرسته او ملاتړ راجوړ کړې وه د خيبر پښتونخوا دغه وزير اعلي چې د نوم سره د " خټک " لاحقه هم لګيدلې ده شايد په دې وجه رابللې وه چې د صوبې وزيراعلي دے خټک دے د خان علين مکان خان خوشحال خان خټک وياړ پروګرام دے د ټولې صوبې د شاعرانو ,اديبانو سره د خټک نامې لوې متعبر شخصيتونه ناست دي ـ دې به په دې پرتمنه دستوره کښې د خپلې مورنۍ ژبې  د ودې ترقۍ دپاره په حيث د خيبر پښتون خوا د وزيراعلي څه اعلانات وکړي - " راشه راشه د ډول په سيوري " په دې دستورې چا د خپل ذات د خپل تنظيم ډلې ,پرې دپاره نه د خپلې مورنۍ ژبې دپاره سوال وکړه " چې پښتو دې د تعليم ذريعه شي - هغه د بلا بچې چې را پاسيد نو خپلو خبرو کښې يي وويل - څوک چې د پښتو نوم واخلي نو زما مغزو کښې ډز وشي - د هغه په دې خبره زه خپل ورور خپل ملګري د ارواښاد اجمل خټک بابا په ننګيال پتمن ځوي ايمل خټک او خپلو شاعرانو ليکوالانو خفه شوم چې دې کم ظرفه د هغوي دغه مينه په سين لاهو کړه - زمونږ د پښتو شاعران اکثر د نورو پارټو خلق په قوم پرست پارټو ورګډوي  خو داسې نه خو د پښتنو شاعرانو ليکوالانو هر هغه څوک خوښ وي چې د پښتو ژبې ادب کلتور د ودې ترقۍ دپاره کارکوي- په 1985 کښې د اسلام آباد په يو ادبي دستوره کښې ارواښاد مشر عبدالکافي اديب د محترم سرتاج عزيز صيب سره زما پيژند ګلو په حيث د پښتو شاعر کوله اديب صيب له خبره خبره نه خلاصه کړې چې سرتاج عزيز پرمخ روان شو ويل يي " د پښتو شاعران ټول نيشنليان دي "تاسو ته دې معلومه وي چې سرتاج عزيز هم کاکا خيل ميا او پښتون دے" شايد دغه وجه وه چې ارواښاد مشر اجمل خټک بابا راته  يوورځ ويل " ګلې مې تاسو دا ادبي ثقافتي دريځ پرانستې وستاتئ د هر سياسي ګوند مشر او کشر ورته رابلئ پښتو زمونږ د ټولو ده " دا خبره يو ورځ زمونږ د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد ډلې ته چې ورکښې محترم م,ر,شفق محترم غني خټک او زه شامل وه ارواښاد مشر خان عبدالولي خان کوله هغه ويل " ستاسو د شاعرانو ,اديبانو هلې ځلې ټول پښتون قوم ته ګټې ورکوي ستاسو مننه چې ماته مو درناوې راکړه خو زما په درتلو به ستاسو دغه کار و زيار متاثره شي د کومې ګټې چې ټول قام ته دي - تاسو خپلې ادبي ,کلتوري هلې ځلې هم دغه جاري ساتۍ زمونږ مرسته ملاتړ درسره به وي " دا وه ليډران هم دا وه قامي مشران ارواګانې دې ښادې وي په ګور يي نور اوره - دا پښتنو بدبختي ده چې پښتانه داسې خلقو ته پاتې شو چې هغوي په دې هم نه پوهيږي چې " زه څه وايم او دا سورنا مې څه وايي " نو خبره مو د خيبر پښتو نخوا د پخواني وزيراعلي د يو ويډيو کوله چې په سوشل ميډيا وايرل شوې ده - هغه د خلقو د لاسو په پړقا کښې وايي " داسې کار خو ډمان هم نه کوي - دا خو د ډمې بچې دے -چې د پيپلز پارټۍ جهنډا يي وچته کړې ده" - د ښاغلي پخواني وزير اعلي ددې خبرې سره چې به يوې " مور " ته کوم درد رسيدلې وي  ـ هغه درد زه هم ډير په شدت سره احساسوم زما يقين دے چې دغه درد به د ټولنې هر باشعوره انسان احساسه وي - ډمان هم زمونږ د پښتنې ټولنې باعزته خلق دي جوښت داسې چې څنګ چې دغه پخوانې وزير اعلي دے - زما يقين دے چې نن که هغه مشر ډم نه وي خو د هغه بچې به ډير زهير وي-که په خوله نه وايي نو په زړه کښې به ضرور وايي - کاش چې زمونږ بابا په دې د شرم لوښي په زيږدنې نغاره نه وه وهلې - کيدې شي چې د هغه مشر ارواښاد بابا اروا به هم په تکليف کښې وي - اووايي به کاش چې ما دده په زيږد نغاره نه وې وهلې - او د کسب ګرو د کورنۍ هغه مور چې د زيږد په وخت به يي دده خدمت کړې وي - په خپل هغه خدمت پښيمانه وي - زما په خيال ډمان خو زمونږ د ټولنې ډير شريفان عاجزان خلق دي - چې روزي يي د انساني ټولنې په خدمت اډاڼه ده - د ټولنې هر کسب ګر هنر مند د انساني ټولنې معزز او محترم خلق دي جوخت داسې لکه څنګ چې څنګ چې دټولنې هر فرد  دے -که زه دا اووايم چې د داووايم چې ددغه سړي نه زيات محترم او معزز  زمونږ د ټولنې دغه کسب ګر دے - نو بده به نه وي - دلته ماته د ترکمستان د صدر يو واقعه راياده شوه - وايي چې د پخوانې وزيراعظم نوازشريف په دوره تللې وه ارواښاد اعظم هوتي هم ورسره وه - د هغه ملک صدر په خپله وينا کښې وويل " زه خوشحاله په دې يم چې نن دپاکستان چې زمونږ ميلمه  وزيراعظم راغلې دے  ـ هغه او ما کښې قدر مشترک دادے چې هغه هم د خيرادي ځوې دے زه هم  - وايي چې د نواز شريف  په دې خاطر درون وه - کله چې هغه د پاکستان په دوره راغې نو نوازشريف  ارواښاد اعظم هوتي ته ويل چې څه چل وکړه چې دا سړے هغه خبره دلته ګردان نه کړي وايي چې د اعظم هوتي صيب هوتي د هغه وخت د انفارميش وزير سره طبع جوړه نه وه - نو ترجمان يي پوهه کړه چې د ميلمه صدر وينا ټکي په ټکي ترجمه کړه هغه هم  هغه خبره دلته ګردان کړه نوازشريف د اعظم هوتي ګيله وکړه هغه ويل ما خو ترجمان ته اووې خو ستا د انفارميشن وزير وقاريدو وې چې اعظم هوتي له څوک دے چې زما په وزرات کښې دخل اندازي کوي -وزيراعظم په هغه وخت د انفارميش وزير دخپل منصب برخاست کړه " ددې خبرې کولو مطلب مې دادے چې مترقي قامونه کسب ګرو ته سپک نه ګوري او نه کسب ګر خپل په کاسټ شرميږي - ولې دا د شرم خبره نه ده - مونږ ټول انسان خداې د يو مور پلاره پيدا کړي يو - فوقيت په تقوي دے ـ يو شان دنياته راځو او يو شان ځو -په مسجد کښې په حج بيت الله کښې يوشان يو - په قرآن پاک کښې هنرمند ستايلې شوي دي - د خداې نيزد هغه خلق د عزت درناوي وړ دي چې د خداې د مخلوق خدمت کوي او د هغوي پکار راځي هغوي ته په ژوند کښې اسانۍ پيدا کوي د نبي کريم صلي الله عليه وسلام حديث شريف دے " الکاسب حبيب الله " کسب ګر د الله دوست او څوک چې د الله دوست وي او څوک ورته سپک ګوري خداې به يي هم داسې شرموي لکه ښاغلې چې هرځاې خداې شرموي- د اسټيج دپاسه چورلک وخوړل - يا يي د پښتو په اوريدو مغزو کښې ډز کيدل - يا  د پيپلز پارټۍ په جهنډا دچاپ په لاس کښې په ليدو د هغه توهين کول ورته ته سپکې سپورې وويل - مهذب انساني عمل نه دے  - پښتانه وايي که نوے دې نه کولې زړې به دې چا يادولې ? - د ښاغلي عمل ښايي چې د هغه تربيت کمزورې دے - نور که څه وي , وي به - خو هغه د پښتنو خبره د حجرې جمات سړے نه دے - او چېدحجرې جمات سړے نه دے نو داسې سړے ددې هم لايق نه دے چې بنده دې ورته درناوې ورکړي

سړے په رنګ نه سړےکيږي

سړے هغه چې خوي د سړي وينه

: اقبال حسين افکار

- اقبال حسین افکار
بېرته شاته