(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي عمراخان څوک ؤ ؟

[02.Aug.2018 - 13:58]

غازي عمراخان څوک ؤ ؟

لېک:  بختورشاه 

غازي عمراخان د آمان خان زوی او د فیض طلب خان نمسی ؤ ، عمراخان چې د افغاني نپولین په نامه هم یادېږي د باجوړ د ترکلاني ټبر د عیسٰی خیلو د ښاخ د مستي خیلو د څانګې نه ؤ ، نوموړی په ۱۸۴۰م کال کښې د پُښتونخوا په جندول کښې زېږېدلی ؤ ، وړومبی ذدکړې يې په خپل کلي کښې د قاضي عبدالجلیل صیب نه وکړې ، او قرآن شریف يې د حافظ عبدالمنان نه ذده کړو.

د غازي عمراخان نیکه فیض طلب خان د جندول واکمن ؤ او د شپږو زرو تنو لښکر يې لرلو ، او په بونیر کښې د آمبیلې په مقام د انګریزانو سره په تاریخي جنګ ۱۸۶۳م کال کښې ښه په نره جنګېدلی ؤ چې دغه جنګ بیا د پُښتنو په ګټه تمام شو.

د فیض طلب خان د مړینې وروستو يې زوی آمان خان د جندول ستر خان او واکمن ؤ ، د آمان خان د مړینې وروستو عمراخان د خپلو وروڼو د لاسه د ستونزو سره مخ شو او د کلي نه ووتلو ، وړومبی د اُتمان خیلو د ټبر مشر لالي خان ته ورغې او بیا وروستو د پچهیګرام خان غلام محمدخان ورته پناه ورکړه ، په ۱۸۸۰م کال کښې عمراخان د حج ادا کولو دپاره مکې معظمې ته لاړو او کله چې واپس راغې نو د جندول حالات ګډ وډ وو ، عمراخان د جندول د خلکو په خوښه د جندول خان وټاکلی شو او د جندول د خانۍ چارې يې په خپل واک کښې واخستې.

غازي عمراخان یو آزاد خوښې او غیرتي پُښتون ؤ او د شروع نه يې په زړه کښې د انګریزانو دپاره کرکه لرله ، نو له دې آمله د انګریزانو هم دی خوښ نه ؤ او عمراخان يې د ځان دپاره لویه خطره ګڼله ، ولې دلته عمراخان هم ورته خپل فوځي ځواکونه مضبوطول.

د عمراخان او پیرنګیانو تر مینځ ډېرې جګړې شوي دي ، په اول ځل کله چې پیرنګیانو ملاکنډ ونیولو نو عمراخان په ۱۸۹۳م کال کښې په ملاکنډ په هندوستاني لښکر حمله وکړه چې انګریزانو ته يې ډېر جاني او مالي زیان ورسولو ، په دویم ځل يې په ۱۸۹۴م کال په چکدره کښې په پیرنګي لښکر حمله وکړه چې ډېر فوځیان پکښې مړه او ټپیان شول ، په ۱۱ اپریل ۱۸۹۵م کال کښې انګریزانو نور ډېر لښکر راجمع کړو چې په جندول حمله وکړي خو کله چې د پنجکوړي په سین پورې وتل نو پښتانه شازلمي د عمراخان په مشرۍ کښې داسې په نره وجنګېدل چې ډېر هندوستاني فوځیان او درې ستر انګرېزي افسران يې ووژل او آسونه او وسله يې هم تر لاسو کړله او د دوي ناپاک قدمونه يې خپلې خاورې ته پرې نه ښودل.

کله چې انګریزان پوه شول چې د غازي عمراخان ایل کېدل په زور او جنګ مونږ ته ګران پرېوځي نو هغوي د مال او مکر نه کار واخست او ځینو پښتنو مشرانو ته يې د خان بهادر لقبونه ورکړل په نغدو روپو او خلغتونو يې ونازول ، او ځینې مُلیان او پیران يې هم تیار کړل چې په جماتونو کښې د عمراخان خلاف پروپېګنډې وکړي ، په دغو مُلیانو کښې موکراني مُلا ډېر مخکې ؤ ، بله دا چې د غازي عمراخان د تره (کاکا) زوی عبدالماجدخان چې د جندولي لښکر سپه سالار ؤ د هغه سره هم انګریزانو سازباز وکړل او ۳۰۰۰ روپۍ نغدی او د جندول د واکمنۍ لالچ يې هم ورکړو ، په دغو ورځو کښې عبدالماجدخان په چترال کښې ؤ عمراخان راطلب کړو خو هغه رانغی، یاده دې وي چې په دغه وخت کښې د جندول ریاست په باجوړ ، دیر ، نیم سوات او په نیم چترال ؤ,

د دې نه وروستو انګریزي فوځ چې مشري يې "سر رابرټ لو" کوله چې په شمیر کښې زیات په وسله پوره د " مُنډا " په قلعه د حملې کولو دپاره روان شول ، د عمراخان لښکر چې په شمیر کم او په وسله د نیشت برابر ؤ خپلو لښکریانو ته يې د جنګ نه د لاس په سر کېدلو آمر ورکړو چې د مکملې تباهۍ نه بچ پاتې شي ، او بیا يې د مُنډا قلعه نه په آس سور چکر ولګولو او د یو سوړ آسویلي سره د افغانستان په لور روان شو.

کله چې عمراخان افغانستان ته داخل شو نو د جلال آباد ګورنر شاه محمدخان د هغه تود هرکلی وکړو ، او بیا يې د یوی چاق و چوبن دستې سره تر آمیرعبدالرحمٰن  کابل ته ورسولو ، آمیر عبدالرحمٰن ورته د وادي چارده په علاقه کښې یوه ښایسته قلعه ورکړه او څلریشت (۲۴) زره روپۍ يې ورته د کال وظیفه مقرر کړه ، خان عمراخان به تل په دې کوشش کښې ؤ چې د جندول واکمني بیا تر لاسو کړم خو امیرعبدالرحمٰن په داسې کولو رضا نه ؤ ، په ۱۹۰۱م کال کښې خان عمراخان د خپل استاد عبدالمنان په لاس د دارلحفظ په نوم یوه مدرسه جوړه کړه ، په ۱۹۰۲م کال کښې دوباره حج ته لاړ ، ده د افغانستان د جلاوطنۍ وخت کښې خپل ژوند د ښیګړې کارونو ته وقف کړی ؤ ، د افغانستان حکومت ورته د سرداربهادر خطاب هم ورکړی ؤ چې وظیفه به ورته برابر میلاویده ، ولې خان عمراخان به هر وخت د جندول د ریاست د دوباره واپسۍ په فکر کښې ؤ نو د دې وجې نه به د هغه صحت ورځ تر ورځې کمزوری کېدلو ، آخر دا چې په ۱۱ ستمبر ۱۹۰۴م کال د 64 کالو په عمر کښې دې نوموړي غیرتي او ننګیالي پښتون مشر د دې پاتې دنیا نه د تل دپاره سترګې پټې کړې - انا لله و انا الیه راجعونْ

او د افغانستان په وادي چارده کښې خاورو ته وسپارلی شو ، د ده په جنازه کښې امیرعبدالرحمٰن سره د نورو امیرانو سردارانو ګډون وکړو او په ټول افغانستان کښې يې د سرکاري چُټهۍ اعلان وکړو. د غازي عمراخان مزار د کابل په چاردهي سیمه کښې پروت دی ، د افغانستان حکومت د هغه په درناوي کښې د کابل په واصل آباد کښې یو هاېٔي سکول او هم دا رنګې د کونړ ولایت په آسعدآباد کښې یو هاېٔي سکول جوړ کړی دی چې د غازي عمراخان هاېٔي سکول په نامه یادېږي

----------------------------------------

چې عمراخان غوندې څوک بل پُښتون لوېٔېږي پکښې

خدایا! د دغسې کورونو ډیوې بلې لره - آمین ثُمّ آمین

- بختورشاه
بېرته شاته