(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دموکراسي له اتنه تر وطنه

[02.Aug.2018 - 13:55]

 دموکراسي له اتنه تر وطنه

لېک:هادي حیران

"دیمو" په قدیمه یونانۍ کې "ولسوالۍ" یا "علاقه دارۍ" ته وايي. په شاوخوا پینځمه پېړۍ قبل مسیح کې اتن (Athens) د یونان یو کوچنی خپلواک ریاستي ښار (polis) و. د نړۍ د تمدن په تاریخ کې دا ښار ډېر مهم دی ځکه همدلته په لومړي ځل خلکو فکر کړی و چې د ریاست واک باید یو سړي یا یو څو کسانو سره نه بلکې د ولس سره وي. دې فکر همدلته یو داسې تمدن زېږولی و چې هغه وخت یې په نړۍ کې هیچرته ثاني نه و. د پیړیو په اوږدو کې دغه کوچني ښار د دې فکر په برکت سیاسي قوت، یو علمي او فکري تمدن، پوځي برلاسی او ادبي او هنري کولتور ترلاسه کړی و او د سقراط، افلاطون، ارسطو او تهوسیډایډس (Thucydides) په څېر هغه خلک یې زېږولي وو چې فکري اغېز یې د نړۍ په تمدن، سیاست او علمونو تر نن ورځې موجود دی.

د اتن دموکراسي "ډایرکټ" وه، په دې مانا چې د دغه ښار هر تبع د ولسي جرګې غړی و. هغوی د سیاسي او پوځي چارو او د محکمو لپاره مسوولین ټاکل خو د ولسي جرګې لپاره یې استازي (وکیلان) نه ټاکل. د ولسواکۍ دغه بڼه نن په نړۍ کې هیچرته نشته ځکه چې اوس خلک ډېر دي او د ژوند چارو ډېر بدلون کړی دی نو په دې خاطر ولسي جرګې یا پارلمان ته د ولس لخوا استازي ټاکل کېږي.

هر څو که د اتن د دموکراسۍ کولتور ډېر قوي، اغېزمن او په ګرده نړۍ کې مشهور و خو وروسته د سکندراعظم (چې هغه هم یونانی و خو په یو وروسته پاتې یوناني ریاست، مقدونیه، کې زېږېدلی و) په راتګ او فتوحاتو د نړۍ سیاسي سیسټمونه بدل شول او له هغې وروسته د رومیانو په راتګ جمهوریت منځته راغی.

ډېر خلک د دموکراسۍ او جمهوریت ترمنځ توپیر نشي کولی خو دا ډېر توپیر لري. دموکراسي، چې اصلاً د یونانیانو ایجاد و، د ولس حکومت و. دا په دې مانا چې په اتن کې د ولس هر وګړی او په نننیو دموکراسیو کې د ولس هر استازی کولی شي چې په یوه ولسي جرګه کې کېني او هلته د اکثریت په خوښه سیاسي پرېکړو او د قوانینو په منظورۍ کې برخه واخلي.

جمهوریت، چې د رومیانو ایجاد و، د جمهور حکومت دی. دا په دې مانا چې حکومت د ولس په لاس کې نه بلکې د ټولنې د یوې خاصې شتمنې او بااثره طبقې په لاس کې وي. دغه خاصه بااثره طبقه کې هغه خلک شامل وي چې جاګیر او منصبونه لري او د چا لخوا انتخاب شوي نه وي. د دوی دغه جاګیر او منصب دوی په استعداد نه وي ګټلی بلکې د پلار نه بچو ته په میراث پاتې شوي وي. دې خلکو د مشرانو جرګه لرله په کومه کې چې به دغه د جاګیر او منصب خاوندان راغونډېدل او د رایو اچولو له لارې یې د حکومت، پوځ او محکمو مسوولین ټاکل. عام ولس په دې رایو یا ټاکنو کې کوم رول نه لرلو.

په اوسني وخت کې بریالي دموکراتیک سیسټمونه عموماً یوه ولسي جرګه او یوه د مشرانو جرګه لري او دواړه په قانون سازۍ کې لاس لري (یعنې هم د دموکراسۍ او جمهور یوه ګډېله غوندې وي). د دې تر څنګ د فرانسوي مفکر چارلس دي مونټیسکوو د trias politica نظریه هم د عصري دموکراتیکو سیسټمونو مهمه برخه ده چې په لومړي ځل امریکا کې د امریکا د خپلواکۍ نه وروسته په عمل کې پلي شوې وه. دې مفکورې د ریاست د درې خپلواکو قوو (اجراييه، مقننه او قضاییه) منځته راتګ ممکن کړو تر څو د ریاست په واک کې د یوې ډلې یا ادارې د خپلسرۍ مخنیوی وشي.

په پرمختللیو لویدیځو هیوادونو کې د دې نظام اوسنۍ بڼې د شلمې پېړۍ د پیل څخه راپدېخوا کرار کرار وده کوله. په پیل کې د دموکراسۍ په وړاندې ډېر مقاومت کېده ځکه ډېرې مذهبي ډلې او جاګیرداران او منصبداران په دې وېره وو چې دموکراسي او ازادي به د دوی لپاره غټ تاوان وي. خو د سیاسي او علمي پرمختګونو په وړاندې د مذهبي ډلو مقاومت کومه نوې خبره نه هغه وخت وه نه اوس ده. کله چې په اروپا کې په پینځلسمه پېړۍ کې د چاپ ماشین ایجاد شو او کتابونه چاپېدل پیل شول نو هم (عیسوي) مذهبي ډلو یې مخالفت کړی و. په اسلامي هیوادونو کې خو د کتابونو چاپېدل ان تر نولسمې پېړۍ غیر اسلامي بلل کېدل او خلک پرې ترور کېدل. دغه رنګ د پوهنتونونو او مکتبونو خلاف د مذهبونو مقاومت، د موټر او اورګاډي خلاف مقاومت (په سعودي کې وهابیانو یو ټرک په دې خاطر سوځولی و چې ویل دا د خلکو عقیدې خرابوي)، د ورځپاڼو او رادیو خلاف مقاومت او داسې نور بې شمېره پرمختګونه. همدا اوس زمونږ په وخت کې اسلامستان د ډېرو پرمختګونو خلاف دي. طالبان چې اوس په ډېره بې شرمۍ خپلې رنګینې ویډیوګانې جوړوي، پینځلس شپاړس کاله مخکې یې خلک د عکسونو په اخیستلو وهل او پعذابول.

خو په پرمختللیو لویدیځو هیوادونو کې د دې پرمختګ په وړاندې د مذهبي ډلو او منصبدارانو مقاومت ډېر زر ساه ورکړه ځکه چې هلته ان له پینځلسمې پېړۍ راپدېخوا یو علمي کولتور وده کړې وه او د خلکو د فکر کولو درجه لوړه او د نظر د ازادۍ مینه غټه وه. لومړی د رایې ورکولو حق یواځې منصبدارانو لرلو، بیا ټولو بالغو سړو ته ورکړل شو، بیا ټولو بالغو ښځو هم د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ او چې کله د بشر د حقونو قوانین هم جوړ شول نو د دموکراسۍ نظام بشپړ شو.

متاسفانه په ډېرو اسلامي هیوادونو کې دا پرمختګ ونشو چې لامل یې لا هم د خلکو فرسوده مذهبي عقاید، د علمي کدرونو نشتوالی او د سیاسي او فکري نوښت کمبود و. د نړۍ په یوه برخه کې دغه پرمختګ او په بله کې شاته پاتې کېدل د دې سبب شو چې یوه برخه د کاینات د تسخیر په لور روانه ده او بله د تروریزم په صورت کې د یو بل په مرۍ غلې ده. هر څو که مونږ اوس د ګلوبلایزیشن (عالمیت) خبره کوو خو ډېر واټنونه هم پیدا شول.

خو بیا هم د تاریخ تجربه ده چې هیڅوک د پرمختګ مخه نشي نیولی. مذهبونه په عموم کې د پرمختګ په وړاندې کوم منطقي اساس یا متبادل حل لاره نه لري نو مقاومت یې د ځنډ مخ کېږي خو د مخنیوي نشي. څه وخت وروسته مذهبي ډلې هم هماغه کار کوي د کوم د له منځه وړلو لپاره چې د دوی مشرانو ځانونه یا نور خلک له منځه وړي وو (د پاکستان د جماعت اسلامي بنسټ ایښودونکی مولانا مودودي د انګریزي طب خلاف و خو د ځان د علاج لپاره یې په اخري عمر کې د امریکا یو روغتون ته تلل غوره کړي وو). دوی نه د چاپي ماشینونو مخنیوی وکړی شو، نه د موټر او اورګاډي، نه د راډیو او عکسونو، نه د کتاب او انټرنېټ. اوس تر ټولو عصري چاپي ماشینونه سعودي کې د مذهبي کتابونو په چاپولو لګیا دي او په فیسبوک تر ټولو زیات عکسونه د طالبانو او نورو تنګ نظره مذهبیانو لخوا پورته کېږي او کتل کېږي.

*****

دې اروپا کې مې داسې پښتانه افغانان ولیدل چې دلته د شپږو کلونو په تېرولو ځان اروپايي ګڼي او حسابوي او د اروپایتوب سره تړلي ټول حقونه هم غواړي او خوري، خو د افغانستان تاریخي قامونه (ھزاره، تاجک او نور) چې په دغه وطن کې له سلګونو کلونو ژوند کوي افغانان نه مني.

داسې پاکستانیان مې هم ولیدل چې دلته د شپږو ورځو په تېرولو ددوی په وینا "پیپرز" (قبولي)، تعلیم، مفته پیسې او نور نور شیان غواړي او د مهاجر توری پرې لکه د ټوپک ډز لګي خو د افغانانو په تاریخي کور پېښور کې له دېرشو کلونو راهیسې اوسېدونکو افغانانو ته "مهاجر" وايي او هیڅ ډول حق ته یې قایل نه دي.

داسې مسلمانان مې هم ولیدل چې د خپل وطن د مسلمانانو د ظلمونو او شکنجو نه یې کافرو ته پناه وړې وي، د کافرو په ملک کې ځان ته هر ډول حقونه غواړي، لومړي کارونه یې د کلیسا او مرستندویه ادارو په مرستو او منډو ترړو روان وي، وروسته کلونه کلونه ګېډه د هر رقم کافرو د ټیکس نه په ترلاسه شوي سوشیال ډکوي او لمانځه له جومات ته ځي او تابعیت او نورې مزې پرې لا دپاسه. خو د کوم وطن نه چې راتشتیدلی وي هلته د نورو دینونو د عقیدتمندو هیڅ حق نه مني، د هغوی وجود ورته هلته بد ښکاري، حقونه او نورې خبرې خو لا پرېږده

د نړۍ په دغې یوه برخه کې منافقت او دوه رنګي د انسانانو سر ته ختلې، او دې ځینو خو قسم خوړلی چې د نړۍ هر ګوټ ته لاړ شي او هر څه وخوري وڅښي او هر څومره تعلیم او پوهه ترلاسه کړي، بیا به یې هم اخلاق او چلند او فکر د غیرانسانانو وي!

خو تر څو چې دا منافقت وي، د ځان لپاره یوه او نورو لپاره بله وي، تر هغې به همدغسې ذلت، جنګونه، غربت، بدبختۍ، مهاجرتونه، تښتېدنې، تښتول کېدنې، او نور رزالتونه هم وي. هسې خو نه وايي چې څه کرې هغه به رېبې.

******

ډېره ښه شوه چې امان الله خان کافر وخوت!

 

دا د کافرۍ مسلمانۍ ډېره عجیبه لوبه ده. زه چې په ښو بدو پوه شوی یم او له عقل مې کار اخیستل پیل کړي  نو په هر ځای کې چې به مې داسې خبره وکړه چې د چا ایمان ته به ترې خطر پیدا شو (ریښتیا د کوم مسلمان ایمان په خطر کې نه دی؟) نو سمدلاسه به یې راته ویل "کافر شوې"، "ته خو کافر یې"، "ستا په کفر کې هیڅ شک نشته". ملا و که امي، عالم و کې بې علمه، کاکا و که ماما، ډاکټر که انجینیر، حتی ژورنالست او بې ژورناله هم نقد فتوه په لاس ګرځوله او هر وخت به یې ایمان په خطر کې و او زه به پرې کافر شوی وم.

خو کله چې ما په خپله اعلان وکړ چې بس زه کافر یم او کافر ښه یم نو بیا راسره یو هم نه منله. هماغه ملا او امي، هماغه عالم او بې علمه، ډاکټر او انجینیر، ماما او کاکا، حتی ژورنالست او بې ژورناله ټولو یو دم دعوه پیل کړه چې مسلمان نشي کافر کېدلی او که شي نو قتل، قتل، قتل، دړکې، ښکنځلې، مور دې وغ... خور دې وغ... (دا ټول د هغه خلکو لخوا چې د سولې او اخلاقو په دین د عقیدې لرلو دعوه یې کوله او کوي یې!)

بیا به مې هره ورځ د ګڼ شمېر خلکو سره په دې موضوع بحثونه هم کېدل. یو فیسبوکي ملا یوه ورځ دعوه وکړه چې مسلمانان په نړۍ کې تر ټولو په تېزۍ زیاتېدونکي دي، بله ورځ یې دعوه وکړه چې په نړۍ کې اصلي مسلمانان ډېر کم دي او اسلامي هیواد خو یو هم نشته. هسې مې فکر کاوه چې مسلمانانو له نه یواځې په ساینس، علم، پرمختګ او مفته کومکونو بلکې دې خبره کې هم د کافرو شکر ایستل پکار دي چې هغوی ټولو ته د مسلمانانو په نظر ګوري. که د مسلمانانو په خپل نظر شي نو د مسلمانانو شمېر ډېر کم دی ځکه چې د سني په اسلام کې شیعه مسلمان نه دی، د شیعه په اسلام کې سني مسلمان نه دی، د دیوبندي په اسلام کې بریلوي مسلمان نه دی، د وهابي په اسلام کې تورپټکی مسلمان نه دی او د طالب او داعش په اسلام کې خو کېدی شي چې د نن امیرالمومنین د سبا تر ټولو ستر کافر وي.

د نړۍ په یو ګوټ کې هیچرته هم زمونږ د ملا له دین پرته داسې بل کوم دین نشته چې هر واحد تن پکې ملا، مفتي، قاضي او جلاد دی. یو پاڅي بل د دین نه وباسي او بل پاڅي دا بل. او بیا په دې د یو بل سره نښتي هم وي چې جومات په جومات، مدرسه په مدرسه او تنظیم په تنظیم جګړې خو یې لا پرېږده اوس ایران او سعودي هم د یو بل په مرۍ د غلي کېدو په درشل کې دي. دا چې ګڼ شمېر اسلامي هیوادونه د یو بل د ضعیف او بې ثباته کولو لپاره د یو بل د هیواد دننه د ترورستي ډلو مرسته کوي هغه خو لا بیله کیسه ده.

نو د یوې داسې عقیدې لاندې، یو داسې ذهنیت کې چې د هر تن ایمان په خطر کې وي خو هر تن د نورو دین نه په ایستلو کې تخصص لري، که یو ملا غازي امان الله خان له دینه وباسي نو دا څه ناشنا خبره ده؟ ریښتیا هېر مو شول چې هغه خو د همدې وطن او دین خلکو له وطنه هم شړلی و!

******

په نوره نړۍ کې خلک ژوند د ژوند لپاره کوي. په اسلامي نړۍ کې ژوند د مرګ لپاره.

 

 

- هادي حیران
بېرته شاته